پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونههرات کې د شیعه علماوو د وژونکو داعشیانو خلاف عملیات

هرات کې د شیعه علماوو د وژونکو داعشیانو خلاف عملیات

تاند (جمعه، د قوس ۱۷ مه) د طالبانو د رژیم یوې وېب پاڼې(المرساد) چې تر ډېره د داعش ډلې خلاف نشراتو ته ځانګړې شوې، له ایران سره په ګاونډي ولایت هرات کې د داعش ډلې خلاف د طالبانو د عملیاتو خبر ورکړی.

یادې وېب پاڼې له دقیقو جزییاتو پرته ویلي چې د داعش پر یوه پټنځای ترسره شویو دغو عملیاتو کې یو داعشي وسله وال وژل شوی او څو تنه نور یې وژل شوي.

سرچینې ویلي چې په نښه شوې سیمه د هرات د یو شمېر شیعه عالمانو د وروستیو وژنو د پلان مرکز و.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

له څه مودې راهیسې د هرات په شیعه مېشته سیمه( جبریل ښارګوټي) کې څو ځله یو شمېر شیعه دیني عالمان او عام وګړي د ناڅرګندو وسله والو د بریدونو هدف وګرځېدل چې ځینې کسان پکې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د یادو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی، خو ګومان کیږي چې داعش ډلې به ترسره کړي وي.

د دغو بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله د طالبانو پر رژیم ځایي شیعه وګړو نیوکې کړي او د امنیت غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان په لویدیز کې پر شیعه وګړو دغو بریدونو ته بېلابېل غبرګونونه او ګومانونه ښودل شوي.

ځینې خلک او په خاص ډول یو شمېر ایراني شنونکي دا بریدونه او په افغانستان کې د داعش ډلې په نوم فعالیتونه د امریکا لخوا د دوی وېرول بولي، خو یو شمېر خلک دا باور هم لري چې د داسې بریدونو تر شا خپله ایران لاس لري څو له یوې خوا طالبان د دوی د سرحدونو په امنیت ساتلو کې پاتې وبولي او په دې پلمه پرې د ټول شموله حکومت فرماېش ومني او خپلې نفوذي څېرې پرې وتپي.

طالبان ادعا لري چې د افغانستان له خاورې هېچا ته ګواښ نه دی پېښ او دوی د داعش په ګډون نورې وسله والې ډلې ځپلي، خو له دې ادعاوو سره- سره وخت پر وخت دغې ډلې ته د منسوبو پېښو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب