پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد حقاني د"پاکستاني پاسپورټ" لرلو د ادعا نوي انکشافات

د حقاني د”پاکستاني پاسپورټ” لرلو د ادعا نوي انکشافات

تاند (شنبه، د قوس ۱۸ مه) د یو شمېر پاکستاني خبریالانو له دې ادعا وروسته چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني یې د پاکستاني پاسپورټ په لرلو تورن کړی او اوس یې د لغوه کېدو خبر ورکړی، په دې اړه بحثونه زیات شوي.

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي پرون په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړ.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ بیا وویل چې په دې اړه معلومات نه لري او څه نه شي ویلی.

د پاکستان په سنا جرګه کې پخوانی سناتور او څېړونکی افراسیاب خټک د پاکستاني پاسپورټ په لرلو د حقاني تورنول پر حقاني د پاکستان د هغو فشارونو برخه بولي چې په وینا یې هڅه کیږي طالب چارواکي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تحریک طالبان پاکستان د ادعا شویو پټنځایونو له ځپلو سره همکارۍ ته مجبور کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم په دې اړه راپورونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو یوې مطبوعاتي څېرې او مخکیني چارواکي نظرمحمد مطمئن ویلي چې که د ادعا شوي راپور مطابق سراج الدین حقاني له امریکایانو سره د جمهوري نظام له سقوط مخکې قطر ته تللی هم وي، هغه مهال جمهوري نظام ټولو طالب مشرانو ته له هېواده بهر د افغانستان پاسپورټونه صادر کړي وو.

خبریال او شنونکي میرویس افغان هم د حقاني په اړه وروستۍ ادعا پر هغه د پاکستان د فشارونو برخه ګڼلې او ویلي چې پاکستان حقاني په دې ډول پوهوي چې که د ټي ټي پي په ځپلو کې یې ملګری نه شي، نور اصلي رازونه به یې برسېره کړي.

د افغان په وینا، دی کره معلومات لري چې د حقاني د کورنۍ ډېرو غړو د پاکستان شناختي کارتونه لرل.

یو شمېر نور شنونکي هم باور لري چې پاکستان پر حقاني له دې فشارونو سره حقاني د ټي ټي پي په ځپلو کې غواړي د ځان ملګری کړي.

له دې سره سم، په وروستیو ورځو کې د طالبانو د رژیم له لوري د تحریک طالبان پاکستان د شاوخوا ۲۵ کسانو د نیول کیدو او پاکستان ته د سپارلو نا تایید شوي راپورونه ورکړل شوي.

له دې راپورونو مخکې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له طالب رژیم سره د ټي ټي پي په اړه د خپلو استخباراتي سرچینو د مذاکراتو خبر ورکړی و او ویلي وو چې طالب رژیم ته یې د ټي ټي پي د یو شمېر کسانو په اړه معلومات سپارلي چې ویې نیسي او دوی ته یې وسپاري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې پر کابل د دوی له واکمنیدو وروسته یې څو ځلې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي د سولې د مذاکراتو کوربه توب هم کړی و، له ټي ټي پي سره په نیږدې اړیکو تورن دی.

حقاني په وروستیو کې بیا له پاکستانه غوښتي وو چې یادې ډلې سره په خبرو خپلې ستونزې حل کړي، خو د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ څو ورځې مخکې بیا له تحریک طالبان پاکستان سره پر جګړې ټینګار وکړ.

1 COMMENT

  1. د کباړی د زوی ټول رازونه خلکو ته معلوم دی ضرورت نشته چی د انګلیس غلام پنجاب یې افشا کړی د همدی پنجابی کافر حکومت په واسطه د افغانستان ټوله نوی او زړه وسپنه حقانی کباړ پکستان ته انتقال کړه د کباړ ټول رازونه افشا دې بیا افشا کولو ته ضرورت نلری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب