پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد اروپایي ټولنې مقام: طالبانو د ښځو خلاف وحشتناکه دیکتاتوري روانه کړې

د اروپایي ټولنې مقام: طالبانو د ښځو خلاف وحشتناکه دیکتاتوري روانه کړې

تاند (شنبه، د قوس ۱۸ مه) د ښځو خلاف د طالبانو د رژیم له پرله پسې افراطي کړنو سره هم مهاله، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل دغه رژیم تورن کړی چې د ښځو خلاف یې په ځانګړي ډول وحشتناکه دیکتاتوري روانه کړې.

د هغه په باور، د طالبانو رژیم تر هر څه لومړی په جنسیتي لحاظ تبعیض لري او د افغان ښځو او نجونو لپاره وحشتناکه دیکتاتوري ګرځېدلې ده.

د اروپایي ټولنې دغه مقام زیاته کړې چې طالبانو افغان ښځې او نجونې له ټولنې په بشپړه توګه حذف کړي او د دوی په رسمیت پېژندل به د نجونو او ښځو پر وړاندې لویه جفا وي.

یادې څرګندونې په داسې مهال دي چې پرون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د نجونو د شپږمو ټولګیو زده کړې پای ته ورسېدې او ورسره سم د هغو نجونو د غمیزې خبر ورکړل شو چې شپږم ټولګی یې تازه تمام کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې د همداسې یوې افغانې نجلۍ لیک خپور شوی چې د مور و پلار په نوم یې لیکلی او شکایت یې کړی چې ولې یې نجلۍ پيدا کړې او اوس د نجلۍ توب له امله د زده کړو له دوامه محرومیږي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی تر نامعلومې مودې او له هیڅ ډول قانع کوونکي دلیل پرته له افغان نجونو څخه له شپږم ټولګي د پورته زده کړو حق اخیستی.

طالبان په دې افراطي عمل او د ښځو او نجونو خلاف په نورو کړنو په پرله پسې ډول له ملي او نړیوالو مخالفتونو سره مخ شوي دي.

د دوی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي تېره اوونۍ په یوه وینا کې وویل چې د نجونو پر زده کړو بندیز له دوی څخه د ملت او نړیوالو د واټن اخیستو یو اصلي دلیل دی.

طالب ویاندویان او نور چارواکي بیا له ښځو او نجونو سره په تبعیض او ظلم منکر دي او دعوه لري چې ښځو او نجونو ته یې د اسلامي شریعت له مخې ټول حقونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب