رحمت شاه فراز
په اوسنیو وختونو کې چې کله د کاروبار یا تجارت په اړه له ځوانانو سره خبرې کېږي، تر ډېره ورته د ډیجیټل او سایبري مهارتونو او الکترونیکي تجارت سپارښتنې کېږي. دا خبره په خپل ځای سمه ده، خو په الکترونیکي بازار کې له شته فرصتونو استفاده که له یوې خوا ګڼو او پېچلو مهارتونو ته اړتیا لري، چې د هر چا لپاره يې زدکړه او د مسلکي بوختیا په توګه ټاکل ډېر اسانه نه وي؛ نو له بلې خوا داسې هم نه شي کېدلی، چې د یوې ټولنې هر وګړی دې همدې بازار ته مخه کړي. که داسې وشي، نو ګڼ هغه دودیز کارونه چې په روان عصر کې هم دود دي او د ټولنې ابتدايي اړتیاوې او احتیاجونه ورپورې تړلي، هغو ته به څوک اوږې ورکوي؟
په دې اساس، په الکترونیکي اقتصاد او مهارتونو ټینګار که له یوې خوا په خپل ځای ارزښت لري؛ خو تر څنګ يې باید له یاد بازار څخه بهر هم ځینې شاهراوې ځوانانو ته معرفي او د نوښت او ابتکار زمینې پکې ور په ګوته شي.
له بده مرغه، نن ورځ چې کله د نوښت او ابتکار خبره کېږي، نو خلکو ته یوازې ټکنالوژي، کمپیوټر، انټرنټ، مصنوعي ځیرکتیا، روبوټونه او داسې نور سترګو ته درېږي او ان په مسلکي مقالو او سیمینارونو کې هم د نوښتګرو څېرو په مثال کې د ټکنالوژي سرلاري او مخکښان یادېږي. خو نوښت او خلاقیت یوه داسې بشري ځانګړنه ده، چې د ژوند په هر اړخ کې یې نه یوازې دا چې پراخه ګنجایش شته، بلکې شدیده اړتیا او ضرورت یې هم دی.
د دې شاید یوه لویه وجه دا وي، چې موږ د خپل بازار او اقتصاد په تړاو له وروستیو معلوماتو او څېړنو څخه بې برخې یو او په ټولنیزو رسنیو کې چې د اقتصاد او «پیسو ګټلو» په تړاو کوم څه زموږ مخې ته راځي، لویه فیصدي تحقیقات او څېړنې په بهرنیو هېوادونو او ټکنالوژي پورې مربوط وي او موږ لا هم په دې نه یو توانېدلي، چې د هېواد په کچه پراخه اقتصادي ارزونې وکړو او د بازار عرضه و تقاضا دقیقه وڅېړو؛ او دغه راز د بازار هغه نکات را برسېره کړو، چې لا هم د چا ور پام نه دی، خو اقتصادي ګټه يې زیاته ده؛ یا په بازار کې شته، خو نور يې خپل اقتصادي ارزښت له لاسه ورکړی؛ یا په بازار کې په دودیزه بڼه موجود دي او هراړخیز نوښت او خلاقیت ته اړتیا لري.
لاندې په ځینو هغو شاهراوو خبرې کوو، چې یا باید زموږ ځوانان ترې خپل مسیر بدل کړي او یا د دغو نوو شاهراوو په جوړولو غور و فکر وکړي:
۱) خوراکه فروشي
خوراکه فروشي زموږ د ټولنې یوه تر ټولو مشهوره کاروباري زمینه ده، چې ګڼ کسان پکې بوخت دي، خو یاد کاروبار د هغو کاروبارونو له ډلې څخه دی، چې راتلونکی يې ډېر روښانه نه برېښي او ورو په ورو خپل ځای نورو او بېلا بېلو چوکاټونو ته ورکوي. د دې یوه لویه وجه دا ده، چې د اوسني عصر چټک او بوخت ژوند خلک دې ته مجبور کړي دي، چې خپل ډېری خوراکي اړتیاوې په چمتو شویو یا finished products پوره کړي. مثلاً پخوا لبنیات په کورونو کې چمتو کېدل او خلکو به د خپلې اړتیا وړ لبنیات پخپله برابرول، خو نن ورځ چې مستې، پنیر او کوچ وړیا او بې زحمته په لاس ورځي، نور يې په کور کې په چمتو کولو فکر نه کوي.
په دې سربېره، یو بل شی چې د خوراکه فروشي سقوط ته لاره جوړولی شي، ارزانبیه هوټلونه دي. د کورنۍ ټول ښځینه او نارینه غړي چې په دندو بوخت وي او ماښام ناوخته ستومانه کورونو ته راځي، ممکن نور د دې وخت و حوصله ونه لري، چې د غوړیو، وریژو او لوبیا په نرخونو چنې ووهي او یا یې پخولو ته تم شي؛ او بیا چې د خامو موادو لګښت او خواري د هوټل له بیې سره پرتله کړي او هوټل هوسا او ارزانه ورته واېسي، نو ډېره سخته ده، چې په ګڼو کورونو کې دې اور بل شي.
اوسنی مشتري تر خامو او اولیه موادو، چمتو شوي یا وروستي تولید ته ډېر ارزښت ورکوي. نو د دې لپاره چې تجارت مو ښه غوړېدلی وي، د خامو موادو پر ځای وروستي تولید ته ډېره توجو پکار ده.
۲) د ارزانه خوړو مرکزونه
که د افغانستان په کچه یوه لویه سروې وشي، چې د یوې عادي کورنۍ خوراکي مصرف څومره دی او مثلاً یو مزدور په درې سوه افغانیو په څه ډول د خپلې کورنۍ خوراکي مصارف پوره کوي؛ نو دا سروې د نورو ګټو په خوا کې د نویو تجارتونو لارې هم راته روښانولی شي، چې له هغو څخه یو هم د ارزانه خوړو مرکزونه دي. د هند او پاکستان په څېر هېوادونو کې چې د بې وزلو وګړو شمېر یې تر موږ څو چنده ډېر دی، دغه ډول مرکزونه په لوی شمېر فعاله دي او ګڼو خلکو یې ته خیر رسېږي.
د دغه ډول هټیو لپاره مې د «مرکزونو» کلمه د دې لپاره استفاده کړه، چې له عادي هوټلونو سره يې توپیر وشي. په عادي هوټلونو کې ګرانبیه خواړه تیارېږي او په لوړه بیه پلورل کېږي؛ خو زموږ موخه د داسې مرکزونو چمتو کول دي، چې یو بې وزلی کس د درې وختونو لپاره د ټولې کورنۍ د ډوډۍ له اندېښنې بې غمه کړي.
اصلاً دغه ډول مرکزونه له دې امله ارزانه خواړه چمتو کولی او عرضه کولی شي، چې په یوه عادي کورنۍ کې د لوبیا د پخولو لپاره یوازې لوبیا نه پکارېږي، بلکې ان د مالګې په څېر ارزانه توکي به هم رانیسې او د غوړیو او غازو په شان ګرانبیه مواد به هم لرې. بیا که لوبیا پخه شي، د خوړلو لپاره یې ډوډۍ پکار ده، چې ډوډۍ یوازې له اوړو نه تیارېږي، بلکې اور او تنور غواړي.
خو یاد مرکزونه چې دغه ټول خام مواد په عمده بڼه ترلاسه کوي او په لویه کچه یې تیاوري، ارزانه ورته پرېوځي او په همدې تناسب يې په ټیټه بیه پلورلی شي. دا کاروبار ګڼ پېچلي اړخونه هم لري، خو چې مصمم او نوښتګر ذهنونه ورته متوجه شي، ډېر ستونزمن کار نه دی.
۳) د اسانتیا جوړوونکو توکو کاروبار
په اسانتیا جوړوونکو توکو کې ټول هغه برېښنايي او غیر برېښنايي وسایل راتللی شي، چې په کورونو او نورو ځایونو کې استعمالېږي. د بېلګې په ډول د کالیو وینځلو ماشینونه، د کالیو ګنډلو ماشینونه، برقي جاروګان، او داسې نور.
له ډېره بده مرغه، زموږ په هېواد کې یو نیم د کار سړی د موټر او ټانک په جوړولو انرژي مصرفوي، خو پر هغو اړینو او اولیه کورنیو ماشینونو او توکو خپل فکر و انرژي نه مصرفوي، چې شدیده اړتیا یې ده. اصلاً خو زموږ انجینر او مهندس اړتیا نه لري، چې له نوي سره یو شی کشف و اختراع کړي؛ بلکې د انسان د ضرورت توکي نن ورځ په بازار کې موجود دي؛ خو دا چې دغه توکي له بهرنیو مارکیټونو څخه واردېږي، نو د لوړې بیې له امله زموږ وطنوال ترې بې برخې دي.
۴) د تعمیراتي سامان الاتو کاروبار
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې په پرمختیايي هېوادونو کې يې شمېرل هم ډېر زیات تأمل غواړي. د هېواد یوه لویه برخه لا هم د استوګنې او بود و زیست لپاره په ابتدايي او خورا دودیزه بڼه تعمیر شوې ده. د خټو خام کورونه، دودیز تشنابونه، حمامونه، د اوبو لپاره د کوهي یا بمبې سیسټم، په ژمي کې د اطاقونو د ګرمولو لپاره د تاوخانې او سندلۍ سیسټم، او داسې نور د یوې عصري او پرمختللې ټولنې نښې نه شي کېدلی.
خو دا حالت به تر ډېره همداسې دوام نه کوي، بلکې معلوماتي ټکنالوژي چې په نورو برخو کې د ټولنو ژوند په څه ډول اغېزمن کړی، لرې نه ده، چې خلک نور د عصري کورونو جوړولو ته هم مخه کړي او د ځان هوساینې فکر يې په عمل هم بدل شي.
په دې اساس، په دغه برخه کې د لویو پانګوالو یا د څو کوچنیو پانګوالو مشترکه پانګه اچونه که له یوې خوا په هېواد کې د یوه پیاوړي او ستر تجارت سبب ګرځېدلی شي، نو په خوا کې يې د هېواد لوی شمېر بېکاره خو د کار خلکو ته د ګټې وټې زمینه هم برابرېدلی شي.
۵) د ډیلیوري کاروبار
ډیلیوري یا تر کور او کار ځای پورې رسونه، که د هر شي وي، یو ګټور او تر ډېره بریده د تجارت یوه نوې بڼه ده، خو د ډیلیوري په تړاو یو ډېر ناسم تصور دا تړل شوی، چې هر هغه شی چې د ډیلیوري په ذریعه رسېږي، باید بیه یې لوړه وي. په دې اساس، یو شی چې په هټۍ کې په لس افغانۍ وي، نو تر ډیلیوري وروسته يې بیه پنځلس یا شل ته رسېږي، چې دغه زیادت مبلغ د ډیلیوري د فیس په توګه اخیستل کېږي.
دوه درې کاله مخکې په کابل کې د کتابونو ډیلیوري پیل شوه؛ سره له دې چې په لومړیو کې يې تود هرکلی وشو، خو وروسته په یوه ناکامه موډل بدل شو. د دې سبب دا وو، چې د هرې ډیلیوري په سر دېرش افغانۍ فیس هم اخیستل کېده.
حال دا چې د ډیلیوري په ذریعه چې کوم توکی مشتري ته رسول کېږي، پکار ده، چې بیه يې له اصلي نرخ څخه که ټیټه نه وي، نو لوړه په هېڅ صورت کې نه شي، تر څو خلک د ډیلیوري یوه محسوسه ګټه هم وویني. دغه دېرش افغانۍ فیس ان تر هغو ځایونو پورې هم اخیستل کېده، چې له هغه ځایه تر کتابپلورنځي به د موټر کرایه لس افغانۍ وه.
بله دا ده، چې که چېرته موږ غواړو، چې زموږ یو کاروباري موډل کامیاب شي، نو خلک يې باید په ګټه پوه شي؛ د ډیلیوري دا ګټه چې خلک اړتیا نه لري، په خپله توکي پسې بازار ته راشي؛ یوازې د افغانستان په څېر یوه هېواد کې نه، بلکې د نړۍ په هېڅ په ځای کې هم خلک نه شي جذبولی. او بیا چې د کتاب په څېر یو داسې شی وي، چې سړی يې تر هغه وخته ځندولی شي، چې د یوه بل کار په تکل کې چې کتابپلورنځی مخې ته راشي، نو کتاب به وپېرل شي، نو بیا خو له ډیلیوري څخه د ډېرې ګټې تمه کول له خیال پلاؤ پرته بل څه نه شي کېدلی.
ډیلیوري په اوسنیو وختونو کې یو کامیاب کاروباري موډل ګرځېدلی شي، خو اوسنۍ بڼه او شرایط يې په وړاندې لوی خنډونه دي.
۶) د چمتو شوې مېوې او سلاد کاروبار
د افغانستان اوسني اقتصادي بازار ته په کتو، سړی دا درک کولی شي، چې لا هم زموږ له تجار څخه په تولیداتو او محصولاتو باندې د ډېرې ګټې تصور له منځه نه دی تللی. زموږ تجار لا هم په دې سوچ دی، چې تولید دې کم خرڅ شي، خو په هر تولید کې دې زما ګټه ډېره وي.
خو نن ورځ د ډېرې ګټې تصور او شوق له منځه تللی دی. اوسمهال نوښتګر کاروباریان د خپل خرڅلاو په ډېروالي فکر کوي، نه په مازې یوه توکي باندې د ډېرې ګټې په ترلاسه کولو!
د ځینو محدودو بازارونو برخلاف او د ګڼو بازارونو په څېر، زموږ د مېوې او سبزي مارکیټ لا هم ډېر زیات دودیز او روایتي حالت لري. د عمده په بڼه په هر حال، زموږ د مېوې او سبزي د پرچون مارکیټ هم په خپل پخواني حالت پاتې دی.
سره له دې چې په دې عمومي بازار يې هم غور پکار دی، خو زموږ موخه د مېوې او سبزي په برخه کې د یوه نوي تجارت په اړه د یوې مفکورې وړاندې کول دي.
هغه مېوه چې په خلتو کې د من په حساب خرڅېږي، کور ته له وړلو وروسته وینځل کېږي، وړه، وړه کېږي او په قابونو کې په مهارت ایښودل کېږي. دغه کار چې مشتري يې د مېوې له پلور وروسته پخپله کوي، ولې يې مېوه پلورونکی نه کوي. خو په دې ځای کې هم دې خبرې ته پام پکار دی، چې مشتري ته باید دغه چمتو شوې مېوه د یوه من خلتې له مڼو ارزانه ښکاره شي؛ ځکه که مشتري خپله ګټه په یو مني خلته کې ویني، نو بیا سخته څه چې ناممکنه ده، چې یو څوک دې چمتو شوې مېوې ته مخ واړوي. د مېوې په خوا کې سلاد هم په همدې ډول در واخلئ.
د دې کاروبار یو بل اړخ یا دړه د ځینو مراسمو په لور هم پرانیستل کېږي؛ ان تر ننه پورې زموږ په ودونو او ختمونو کې له ګڼو نورو بوختیاوو سره، سره د کور څښتن د مېوې او سلاد په جوړولو هم بوخت وي او یا اخوا دې خوا سترګې اړوي، تر څو دې کار ته یو څوک په لاس ورشي. خو که د چمتو شوې مېوې او سلاد د خرڅلاو مرکزونه موجود وي، چې هم د کور څښتن خپل غم او ښادي ته اوزګار شي او هم دغه چمتو شوې مېوه ارزانه په نظر ورشي، نو زه فکر نه کوم، چې یو عادي انسان دې بلې خواته مخ واړوي.
۷) د منظم ټرانسپورټ کاروبار
زموږ په هېواد، تېره ښارونو کې د ټرانسپورټ وسایط غیرمنظم او ناخوندي حالت لري. سره له دې چې د هېواد د ټرانسپورټ لپاره لوی مسؤلیت دولت ته هم ور له غاړې کېږي، خو شخصي سکتورونه هم په دې برخه کې پام وړ مرسته او کار کولی شي.
د ښارونو د ټرانسپورټي سیسټم له ستونزو څخه هر هغه څوک خبر دی، چې دغه سیسټم يې تجربه کړی وي؛ د موټروانانو بې احتیاطي، خپلسري کرایې، د موټر دننه په لوړ اواز موسیقي، په غلو ور پېښېدل او داسې نور. که د ټرانسپورټ په برخه کې یو تجار یا کارپنځګر نور هېڅ هم ونه کړي او د میټرو یا رېل ګاډو جوړول ورته ناممکن ښکاري، نو یوازې د هغو ستونزو په له منځه وړلو هم یو کامیاب ټرانسپورټي تجارت په لاره اچولی شي، چې پورته يې یادونه وشوه.
نوښت او خلاقیت، د نوې ستونزې پیدا کول او بیا هغې ته حل لاره لټول نه ده؛ بلکې شته ستونزې ته اسانه او ارزانه حل لاره موندل خلاقیت دی. زما په نظر زموږ ټرانسپورټي سیسټم په ډېرو برخو کې پراخه او هراړخیزو خلاقیتونو ته اړتیا لري او د یوه لوی تجارت پوټانسیل پکې پروت دی.