شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد بغلان په ګډون څو ولایتونو کې بیا د سېلابونو خبرداری ورکړل...

د بغلان په ګډون څو ولایتونو کې بیا د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

تاند ( یکشنبه، د ثور ۲۳مه) د طالبانو رژیم د بغلان په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نورو درنو سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی.

د دوی د هوا پېژندنې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نن یکشنبې پر بغلان سربېره په بدخشان، تخار، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان او ننګرهار کې اورښتونه کېږي چې ورسره د سېلونو د راوتلو خطر هم شته.

د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې چې شدید دي.

په شاوخوا اتو ولایتونو په تېره بیا بغلان کې وروستیو سېلونو سلګونه کسان مړه او ټپيان کړي او ګڼ خلک ورک دي چې خپلوان يې لا هم پسې ګرځي.

د طالبانو رژیم ویلي چې د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ شنبه مازیګر پېښو ته د رسېدو بېړنۍ ناسته ترسره شوې او ټولو اړوندو ادارو ته امر شوی چې له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې زیانمنو سیمو ته د ژغورنې ډلې، خوراکي مواد، درمل او مرستې ورسوي او د مړو د تدفین تدابیر ونیسي.

د سیمې خلکو بیا د مرستو د نه رسېدو شکایت کړی او ویلي، چې ګڼ خپلوان یې لادرکه دي یا یې مړي موندل شوي، خو د سېلابونو او تش لاسۍ له امله یې د تذفین مراسمو د سمبالولو وس نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب