شنبه, جولای 27, 2024
Home+د وردګو پېژندګلوي | محمد ابراهیم ثابت 

د وردګو پېژندګلوي | محمد ابراهیم ثابت 

احسان الله ارینزی
وردګ د تاریځ په بهیر کې سیمینار
لسمه مقاله

په پښتنو کې یو داسې عنعنه شته:(وینه ښه ده که مینه؟ وایې وینه ښه ده وینه خو د تن شریکه ده).

د دې رښتیاني حقیقت د ښکاره کولو له پاره لازمه ده چې هر وخت سړی له خپلې وینې سره رښتیانۍ مینه او کلکه علاقه ولري. لکه څنګه چې په نسبي او قومي سلسله کې افراط کول ښه نه دي په همدې شان پکې تفریط کول هم یو ناوړه کار دی. د مظلومیت په وخت کې د خپل ورور، عزیز او هډوال مرسته د ملي غیرت یوه لویه نښه ده او که دا جذبه په چا کې نه وي نو هغه به یو بې همته انسان وي.

د خپلې نسبي او قومي سلسلې ساتل د پښتنونولۍ یو لوی رکن دی. له همدې امله پښتانه خپله نسبي څېړنه یوه لویه پښتنې دنده ګڼي.

دا دی اوس زه د پښتنې وجیبې او پښونولی پالنې له مخې د وردګو د ستر قوم په باره کې خپله څېړنه ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوم. په ځینو تاریخونو کې چې د پردیو دښمنانو په تحریک لیکل شوي دي د وردګو لوی پښتون ټبر (سیدان) بلل شوي دي.

دا خبره د خارجي استعمار د ناوړو نظریو یوه وړه نمونه ده چې په دې هېواد کې ور څخه پاتې ده. په اول کې دغسې تاریخونو پښتانه د بني اسراییلو په جمله کې داخل او له بل وطن څخه راغلي خلک بلل او له دې کار څخه د دوي هدف دا و چې که مغول د دې خاورې نه دي؛ نو پښتانه خو هم د بل ځای څخه راغلي او پردي دي.

دغه  استعمار لا دې هم قناعت و نه کړ بلکه په خپله د پښتنو په منځ کې د بیلتون د راوستلو له پاره یې هم زیار ویست او پښتانه یې جلا جلا نژادونه وبلل. چا په عربو پورې مربوط او سیدان بللي، لکه ګنډپور، وردګ، مشواڼۍ، هنی او بختیار پښتانه ټبرونه او ځینې نور پښتانه يې په بل ترتیب او بل نامه له خپلو انواعو نسب څخه پردي او بیل کړي دي. لکه چې دا ډول خبرې په ځینې کتابونو کې چاپ شوی هم دي او د خلکو د افکارو د فاسدولو له پاره په خلکو کې خپرې شوې چې ځنې سادګان پرې باور هم کوي.

د پښتنو د اسرائیلیت موضوع خو د دنیا پوهانو تردید او دروغ کړې ده او پښتانه هم پوه شوي نور په دې خوا کې څېړنې ته ضرورت نشته او د وردګو او د پښتنو د ځینو نورو ټبرونو د (سیادت) موضوع هم ځینو پوهانو څېړلې ده او په معقوله دلیلونو یې رد کړې.

اوس زه غواړم چې لومړی د خپل نژدې قوم او نسب وردګو په باره کې څېړنه وکړم او د دوی د تاریخ یو اړخ څرګند کړم.

 د وردګو استوګنځی:

وردګ تقریبا د (25) میلو په مسافه د کابل د جنوب غرب خوا ته اوسيږي. د شمال له خوا په بهسودو پورې او د غرب خوا ته د غزني د جغتو په حکومت پورې او د جنوب خوا ته په لوګر پورې او د شرق له خوا په میدان پورې د دوی ټاټوبی نښتی دی.

له شرق څخه د غرب خوا ته څلور پړاوه د وردګو مسکن اوږد پروت دی او شمالاً او جنوباً له لوګر څخه تر هزاره جات پورې سورور دی.

د وردګو د سیمې د پراخوالي او د دوی د نفوسو د ډیروالي له امله په دې وخت کې د داخله وزارت له خوا هلته حکومتونه جوړ شوي دي. پخواني حکومت یې د کابل او غزني پر سړک په سیدآباد کې دی او دوېیم حکومت یې د چک د حکومت په نامه په چک کې جوړ شوی.

د وردګو د نفوس ډیروالی:

د وردګو د ټبر نفوس دومره زیات دی چې د دوی له خپل اصلي استوګنځي څخه پرته په نورو ځایونو کې هم شته لکه د کلات، مقر، کندهار، هرات، ګرشک، شبرغان، پلخمري، قطغن، پکتیا او مزار شریف په سیمو کې هم د وردګو کلي شته چې له پخوا زمانو څخه یې هلته استوګنه غوره کړې ده.

د پروان د کاپیسا  حکومت مربوط د تګاب په السای نومي ځای کې هم وردګ شته چې ژبه یې د هغه ځای له خلکو سره د ګډون په وجه پشیې شوې او په پشيي خبرې کوي.

وایې چې د بامیانو د غنډک درې اوسیدونکي ټول وردګ دي خو ژبه یې اوس پاړسي ده او د میمنې د ولایت د کوهستان په علاقه دارۍ کې هم زیات شمیر وردګ شته او سپین ږیري یې تر اوسه پورې هم په پښتو خبرې کوي؛ خو زلمیانو یې پښتو هیره کړې ده. د ننګرهار په سیمو کې هم وردګ شته لکه په کونړ او لغمان کې د وردګو ځینې کلي موجود دي او د کونړ په بر سر بریکوټ کې (ارناوي او چترال) تر منځ د وردګو لوی ولس پروت دی او د پکتیا په ولایت کې د خوست په اسمعیل کې د حیدرخیلو په نامه د وردګو یوه لویه قبیله شته چې تقریباً 1500 کورنو ته رسیږي او اکثر یې وردګ دي.

په کورمه کې د ملي خیلو په نامه د وردګو یوه قبیله شته چې د 2000 کورنو په حدود کې به وې او د وردګو د شنیز د درې د ملي خیلو د طایفې سره اوس هم روابط او تګ راتګ لري.

وایې د پښتونستان په چترال کې د وردګو دوه سوه کورونه استوګنه لري. په باجوړ کې هم د سلو کورونو په حدودو کې وردګ شته (۱)

په حیات افغاني کې لیکي:

په چچهزاره، راولپنډي، پېښور او د پښونستان په نورو سیمو کې ځای پر ځای د وردګو د قوم لوی لوی ولسونه شته(۲)

دا چې د وردګو ټبر وګړي په دومره وطنونو کې خپاره او استوګنه لری د دې ټبر د ډېروالي دلیل دی او څرګندیږي چې دا قوم هم لکه د پښتنو د نورو ټبرونو په شان ډېر لرغونی دی چې دومره ډېر شوی دی.

د وردګو په قوم کې ډېر نومیالي کسان لکه محمد جان خان غازی او عبدالغفار آخوندزاده غوندې مجاهدین او د وطن خدمتګاران تیر شوی دی او په هر عصر کې وردګو ښه عالمان درلودل. اوس هم ښه ښه عالمان پکې شته. وردګ عموماً د ښه ذکاوت خاوندان، سکه ناک او غښتلي خلک دي او په ډوډۍ ورکولو او میلمه پاللو کې شهرت لري.

د وردګو نسب سلسله:

د انسابو لیکونکو د (وردګو) نسب د پښتنو د کرلانې (کرړې) په سلسله کې راوړي دی. لکه چې د هغوی په حواله خورشید جهان لیکي چې کرلاڼې دوه زامن درلودل. یو کودی او بل ککی او د نوموړي کرلاڼې نیکه د دوو زامنو (کودي او ککي) ځوځات او اولاده په دې ډول بیانوي: دلازاک، اورګ زی، خوګیانی، اپریدی، خټګ، وزیری، شیتک، دوړ، ځدړان، توري، ځاځي، منګل، وردګ، ټني، هني او مقبل(۳). یعنی د وردګو ټبر یې د پښتنو د کرلانې دځوځات (کرړي) په سلسله کې راوړی او په پورتني ترتیب یې ذکر کړی دی.

حیات افغاني هم د وردګو نسب د کرلاڼي په سلسله کې راوړی دی لکه چې د کرلاڼ د دوو زامنو (کودي او ککي) ځوځات داسې بیانوي: وردګ، موسی زي، منګل، توري، ټني، دلازاک، اورکزي او مقبل او د ککي ځوځات داسې بیانوي: خوګیاني، شیتک، اپریدي، خټک، ځدړان، وزیر، اتمان خېل او ځاځي (۴)

په دغو دواړو کتابونو کې چې د پښتنو د انسابو د لیکونکو په حواله لیکل شوي، د وردګو ټبر د کرلاڼي نیکه د ځوځات په سلسله کې راغلي دي یعنی د وردګو قوم یې د کرلاڼیانو (کرړي) پښتنو د ښاخونو څخه یو ښاخ ګڼلی دی او په پښتنو کې له پخوا زمانو څخه داسې عنعنه ده چې وردګ د ځدړان سکه ورور دی؛ مګر په حیات افغاني کې وردګ د کودي بن کرلاڼ په اولاده کې راغلی دی او ځدړان یې د ککي بن کرلاڼ له ځوځات څخه ګڼلی دی؛ خو زما عقیده داسې ده چې دا پښتني عنعنه به رښتیا وي چې وردګ د ځدړان سکنی ورور دی.

د کرلاڼ نیکه نسب:

په حیات افغاني او خورشید جهان او آئینه او نورو کتابونو کې چې د پښتانه قوم د نژاد او نسب بیان پکې مفصل شوی دی لیکي چې کرلاڼ د غورې شاهزاده زوی او ځوځات دی (۵)

په آریانا دایره المعارف کې داسې راغلی دی:

اتمان زی او احمدزی (وزیر) د موسی درویش بن خدری بن وزیر بن سلیمان بن (کرلاڼ) بن شاهزاده غوری له اولادې څخه دی(۶)

له دغو پورتینو لیکنو څخه څرګندیږی چې (وردګد کرلان نیکه له ځوځات څخه دی او نوموړی نیکه د غوري شاهزاده ځوځات دی نو په دې حساب د وردګو د نسبت سلسله د پښتنو غوریانو په سلسله ګډیږي او د پښتنو د یوې ممتازې یعنې غوري کورنۍ له ډلې څخه دی او په پای کې لوی سهاک پاچا ته د دوی د نسب سلسله رسیږي.

وردګ او سید محمد ګیسودراز:

لکه چې وړاندې وویل شول د مغولي استعمارو په دورو کې له پښتنو سره ډول ډول ناوړې شوې او په ډول ډول تورونو یې تور کړي دي. د دې خبرې وجه دا وه چې په مرکزي آسیا کې هر وخت پښتانه د مغولو مخې ته دریدلي دي او د هغوی حاکمیت ته یې غاړه نه ده ایښې.

لکه چې تاریخي واقعات شاهدي ورکوي د مغولو له راتلو څخه وروسته اول د بابا هوتک او شیخ ملکیار شخړې او مبارزې له مغولو سره بیا په هند کې د پښتنو پاچاهانو او د شیرشاه سوري مقابلې له مغولو سره هر چا ته څرګندې دي.

بیا د بایزید روښان او د ده د زامنو مقابلې بیا وروسته د ستر پهلوان خوشحال خان خټګ یرغلونو د مغلولو په زړونو باندې داغونه لګولي دي. د همدغو دلیلونو له امله مغولو کوښښونه وکړل چې پښتانه په راز راز دسیسو له پښو وغورځوي او په عوض کې په خپله د دې خاورې واکداران پاتې شي.

بنا پر دغه منظور د وردګو پښتون ټبر له خپل قوم او نسب څخه جلا کړي په بل چا پورې یې تړلی دی. په دې ډول چې وردګ، ګڼد پور، هنی او مشواڼي پښتانه ټبرونه یې د (سید محمد ګیسودراز) ځوځات او اولاده بللې ده. دا یوه له ځانه جوړه کړې خبره ده او کوم اساس نه لري.

په تذکرو او تاریخ کې راغلي چې شیخ سید محمد ګیسو دراز(۷) بن سید جلال بن سید اسمعیل اعرج خلف امام جعفر صادق (رح) له ترکستان څخه د سلیمان غره ته راغلي څه موده یې دلته استوګنه وکړه شیراني او کاکړان او کرڼیان پښتانه به ورته راتلل او د ده له فیض څخه یې استعفاده کوله څه موده وروسته نوموړ شیخ صاحب هندوستان ته ولاړ.

لومړی د خواجه معین الدین ابوالحسن مزار ته ورغی. له دغه ځایه ډیلي ته ولاړ. په دغه وخت کې سلطان تغلق په ډیلي کې پاچا و. په 810 هجري کال میرصاحب دکن ته ولاړ. په (ګلبرګه) کې یې استوګنه غوره کړه او دغلته یې خانقاه جوړه کړه او نوموړی شیخ په 825 هجری کال کې په دغه ځای (ګل برګه) کې وفات شو او په همدې ځای کې یې مزار جوړ شو. د ده اولاده تر اوسه پورې هلته د دکن په ګلبرګه کې استوګنه لري او ټول څو کورونه خلک دي(۸)

حیات افغاني لیکی چې په 750 هجري کې د بنو په سیمه کې د بنوڅیو پښتنو او د منګلو او هنی پښتنو تر منځ جګړه وشوه. منګل او هنی یو طرف او بنوڅي بل طرف وو او هنی پښتانه په دغه عصر (750 هـ) کې په بنو کې موجود او خورا لوی قوم او ډیر زیات نفوس یې لرل او سید محمد ګیسود راز تقریبا سل کاله وروسته په 810 – 825 هجري کې ژوند کاوه، هغه هم په هندوستان کې، نو دا په څه ډول ممکنه کیدای شي چې ځوځات دې تر مورث وړاندې په 750 کې پیدا شوی وي؛ بلکې هیڅ ممنکه نه ده چې مورث نه وي او ځوځات یې تر ده د مخه وي.

بل داسې روایت دی چې د سلطان محمود غزنوي په عصر (387 هـ) کې د وردګو ټبر تقریبا څلور سوه کاله د سید محمد ګیسو دراز تر زمانې (810 – 825 هـ) پخوا په دغه اوسني ټاټوبي کې موجود و او دلته یې استوګنه لرله او وایې چې نوموړی سلطان په لښکرو کې د وردګو ټبر افسران او عسکران وو.

نو دا به د خندا خبره نه وي چې د څلور سوه کاله وړاندې موجود قوم (وردګ) نسبت څلور سوه کاله وروستنی سړی ته وشي.

بل وایې چې بابرشاه مغول په 910 هجري کې افغانستان ته راغی. په دې وخت کې د (وردګو) د قوم شمېر په زرهاو نفوس وو؛ نو دا به کوم عقل ومني چې د سید محمد ګیسو دراز له زماني (825 هـ ) څخه د بابر تر زماني (910 هـ) پورې چې څه کم یوه پیړۍ کیږي، د وردګو او ګنداپورو او مشواڼیو او هنیو دومره بې حسابه نفوس چه وطنونه پرې ډګ دي او په وطنو کې خپاره دی، منځ ته راشي او یوه شخص ته دې منسوب شي چې هغه هم په هند کې ژوند کاوه. بل مخزن افغاني لیکلي چې په 855 هجري کې سلطان بهلول لودی په ډیلي کې پاچا و او سید محمد ګیسودراز په 825 هجري کې په دکن کې ژوند کاوه او د لودي پاچاهانو په محفل او عساکرو کې ګڼداپور، وردګ او هنی او مشواڼی پښتانه داخل وو؛ نو څه ډول کیدای شي چې په دومره لنډه موده کې دې د یو سړي ځوځات دومره ډير شي چې لکونو ته ورسیږي(۹).

د وردګ نوم:

اوس په دې باب کې د ښاغلي پوهاند رښتین څېړنه هم راوړو نوموړی د افغانستان د تاریخ په حواله د وردګو په قدامت رڼا اچوي او د (وردهکا) کلمه په لانې ډول څيړي:

(دا نوم په اوستا کې د یو څو قومونو له پاره راغلی دی لکه چې په دې فقره کې وایې:

ویشتاسب پاچا له قربانیو وروسته له خدای څخه وغوښتل چې ما ته دومره قوت راکړه چې د شیطانانو عبادت کوونکي ووژنم او د (وردهکا) قومونه د حیواناتو له اطاعت څخه خلاص کړم او هغوی په سوونو او لکونو مړه کړم د اوستا له دغې فقرې څخه معلومیږي چې وردهکا د یو څو پخوانیو قومو نوم و. او غالبه دا ده چه دا قومونه له اریایې قومونو څخه وو ځکه ویشتاسب د دوی د آزادۍ د پاره له خدای څخه قوت غوښتی دی. دا نوم په موجوده وخت کې له (وردک) سره اړخ لګوي او د (وردهکا – وردک) تر منځ لفظي شباهت او نژدیووالی زیات دی بلکه کټ مټ یو شی دی نو له دې کبله ویلای شو چې زموږ موجوده وردګ هماغه قدیمی وردهکا دی چې ذکر یې په اوستا کې راغلی دی) (کابل مجله د 1338 – 3 ګڼه)

له دغې څېړنې او د (وردګد لفظ څخه چه یوه پخوانۍ اریایې کلمه ده څرګندیږي چې دا قوم ډير پخوانی قوم دی او دا پخوانی نوم ورباندې ایښودل شوی دی چې له اوسني عصر سره په تیره د اسلام له عصر سره خو بیخي نه جوړیږي؛ ځکه کوم وخت چې د اسلام دین دې سیمو ته راغلی دی د هغه عصر څخه وروسته ټول نومونه دا ډول نومونه دي چې د اسلام نښه هرومرو ورسره وي. لکه چې داسی روایت شته چې د پښتنو یو مشر چې (قیس) نومیده د څو نورو پښتنو په ملګرۍ عربستان ته د حضرت محمد(ص) حضور ته ورغی او د اسلام مقدس دین یې قبول کړ. نو هغه خپل پخوانی نوم واړاوه او (عبدالرشید) نوم یې پر ځان کیښود.

د وردګ، توخی، اندړ، تره کی، ځدران، خټک، ځاځی، خروټی، کاکړ او داسې نورو پښتنو نومونه ټول ډیر پخواني او اریایې نومونه دي چې له اسلام دورې څخه دير زیات په پیړیو پیړیو چې دا هم د پښتنو ټبرونو د زیات لرغونتوب نښه ده او له اسلامي دورې څخه پخوانی معلومیږي.

 د وردګو خیلونه:

د وردګو مشهور خیلونه دا دي: مایار، نوری، میرخیل، ګدای خیل، خورم خیل، مسری خیل، ادین خیل، ملیکار خیل، لړم خیل.

د وردګ نیکه ځوځات په دې خیلونو ویشل شوی دی او د دې خیلونو د پلرونو نومونه چې د وردګ به یا زامن او یا یې لمسیان وی لکه مایار، نوری، میر، ملکیار، ګدای، خورم، مسري، ادین او لړم ټول ډا ډول نومونه دي چې پښتنې او لرغونې اریایې معلومیږي او د اسلامي دورې سره اړخ نه لګوي.

 


·   د وردګو په اړه د اوراښاد محمد ابراهیم ثابت دا لیکنه به کال 1338هـ.ش په کابل مجله ۳ ګڼه کې خپره شوې. دا مجله محترم استاد حبیب الله رفیع موږ ته امانت راکړه چې دا مقاله ځنې کاپی کړو. د محمد ابراهیم ثابت د پېژندګلوي په اړه مو مواد او معلومات تر لاسه نه کړل. خدای دې پرې ورحمېږي.

اخځونه: 
   ۱– حیات افغاني 442 مخ

۲  — خورشید جهان، 237 مخ.

۳  — حیات افغاني 426 – 427 مخونه

۴ — حیات افغاني 6-3 مخ، خورشید جهان 236 مخ، آئینه 70 مخ

۵ —   اریانا دایره المعارف، 2 جلد، 398 مخ

۶ —  په روضه الاخبار کې لیکي چې شیخ محمد یې ځکه ګیسودراز باله چې اوږدې کوڅۍ یې لرلې

۷–  خورشید جهان 277مخ، حیات افغاني 426 مخ.

۸–  حیات افغاني 426- 427 مخونه.

۹ — کابل مجله د 138 – درېیمه ګڼه.

شنيځ- د پښتو يو زوړ ويى دی | عبدالودود بشریار

4 COMMENTS

  1. وردګ نور ښه خواری کښ خلک دی یعنی کارکوونکی ډله خلک یی ډیر زیات زیار وباسی تر څو ښه کار وکړی او همدارنګه په زده کړو کی هم نوم وتی دی لیکن یو څه ستونزه لری چی هغه په ټولو وردګو کی ده لومړی خو دا چی د دوی په ژبه پښتیو ډیر ژر له لاسه ورکوی څخه له لومړی سره یی د پښتو نوم سم نه اخلی دویم دا چی همدی ستونزه سره غبرګه چی دوی عصریتوب ته مخه کړی نو فاړسو ته لاس واچوی مور په مادر پلار په پدر بدل سی
    بله چی ګوری سړی تک سپین هزاره ترینه جوړ وی
    يادونه: په پښتنو کی دغه ستونزه یعنی د ژبی له لاسه ورکول عام دی خو وردګ یی بیخی ژر له لاسه ورکوی هغه د کتلست خاصیت یی خپل کړی ده او دا خبر می د پیغور په بڼه نه ده کړی دا یواځی د دی لپاره کوم چی ټول پښتانه باید خپلی ژبی رسم او رواجونو ته لومړیتوب ورکړی

  2. د اسلام له دین څخه وړاندي په افغانستان کې دی میشته ټولو قومونو مذاهب هندوان ، بودایان او یا هم آتش پرسته عقایدو وو. هر هغه څوک چې، د ځناورو او مخلوقاتو عبادت ته د مدنیت خطاب کوئ په اصل د مدنیت په تعریف نه پوهیږئ. دا یو څو فاسد او شریر عناصر په ټولنه کې پیدا سوي او د مسلمانانو عقایدو ته دی توهین په پلمه د مدنیت ناري وهئ. دا کوم مدنیت نه بلکې وحشت چې، نن ورځ دغه خلک ورته ګډیږئ دومره له فسق او فجوره ډګ دئ چې بشري نړۍ یې په لیدلو شرمیږي.
    نه پوهیږم چې، پدې ارازیلو اوباشو څه ټکه پریوته چې وحشت ته د مدنیت پرتوګ وراغوندئ، او پرې شرمیږي هم نه.

  3. د دغې مقالې په پای کې لیکل شوي چې د مقالې د لیکوال مرحوم محمد ابراهیم ثابت په اړه مو معلومات تر لاسه نکړل. د دغې تشې د ډکولو په موخه، هغه څه معلومات چې ما په خپل ناچاپ اثر( د غزني د تیر او اوس مهال شخصیتونه) د محمد ابراهیم ثابت په اړه راټول درسره شریکوم.
    ۱۴ محمد ابراهیم ثابت
    مرحوم استاد عبدالروف بینوا په خپل مشهور اثر(اوسني لیکوال) کې د محمد ابراهیم ثابت په اړه داسې کاږي ( ښاغلی ثابت د پښتو ژبې پوه لیکوال خپل ځان داسي معرفي کوي:« زه محمد ابراهیم ثابت په خټه پښتون، دغزني په اعلی حکومت پوري مربوط د مقر د محلي حکومت د ګیلان ولسوالي د (خاټک) په کلي کې زیږیدلی یم. دی وړاندې کاږي. پاړسي ادب، د
    فقه اوصرف اونحو ابتدایی کتابونه مې وطن کې له دیني عالمانو څخه لوستي دي، په ۱۳۰۶ د کابل عربي دارلعلوم کې شامل شوم. ده د خپل ماموریت په دوران کې په بیلابیلو ادارو کې دندې سرته رسولي. په ۱۳۲۵ کال کې يې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې دنده ترلاسه کړي. په ۱۳۳۱ کال کې د غزني ولایت د سنايي اونیزې لومړني مسؤل چلوونکی او د مطبوعاتو مدیر وټاکل شو. بیا يي په ۱۳۳۳پکتیا کې د وړانګې اخبار چلاوه. په ۱۳۳۴ کال کې هم په کابل کې دنده ترلاسه کړه. او د باختر اژانس په ریاست کې يي دنده واخیسته. ثابت په ۱۳۴۰کال کې د څیړنیار علمي رتبه درلوده.
    ښاغلي ثابت په لسګونو اثار لیکلي چې د څو نومونه يي دلته رانقلوم
    ۱ تعلیم الاصول افغاني
    ۲ ترتیل القران
    ۳ ړومبنۍ روزنه
    ۴ اوسنۍ پښتنې
    ۵ لوی سهاک
    ۶ پښتني دودونه
    ۷ شهاب الدین غوري د ژوند پیښي
    ترجمه کړي اثار یی دادي.
    ۱ د ځان طبیب اوسه
    ۲ د ( پښتون سید جمال الدین خاطرات) له عربي ژباړه
    ۳ د حنیفي فقي د اصولو فن( اصول الشاش) له عربی ژباړه
    ۴ هغه حیوانات چې موږ يی پيژنو
    ۵ تمدن قهرمانان
    ۶ تاریخ قرون جدید
    غرڅستان او غرڅه
    له دې ورها خو ا مرحوم ثابت په سلګونو علمي مقالي، سرمقالي او مطالب لیکي دي.

  4. مننه په زړه پورې ليکنه ده٠ تر کومه ځايه چې د وردګو د خيلونو په اړه اکثر وردګ مشران توافق لري، وردګ په درى خيلونو ويشل شوي چې مايار، نوري او ميرخيل دي٠ دا نور خيلونه چې تاسې ياد کړي، د پورته درى خيلونو ښاخونه دي٠

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب