چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+شنيځ- د پښتو يو زوړ ويى دی | عبدالودود بشریار

شنيځ- د پښتو يو زوړ ويى دی | عبدالودود بشریار

وردګ د تاریخ په بهیر کې سیمینار
نهمه مقاله 
د لیکلو کال: ۲۰۱۶ هه ش 

شنيځ د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ يوه حوزه ده. په دې حوزه کې ټول پښتانه اوسي. داسې ښکاري چې دا سيمه د غزنويانو په واكپېر کې هم اباده وه او پياوړي عالم لکه خواجه اسماعيل شنيزي، چې د افغاني پارسۍ لوى شاعر (حکيم سنايي) استاد و، هم پکې ژوند کاو.

(حكيم سنايي د خواجه اسماعيل شنيزي څخه علم او عمل دواړه زده كړي ول. په بله ژبه د حكيم د ظاهري او باطني علومو استاد نوموړى خواجه و… خواجه اسماعيل د پنځمې هجري پېړۍ په پاى او د شپږمې هجري پېړۍ په پيل كې د هېواد يو لوى عالم او عارف و، چې علاقه مندانو او شاګردانو به ترې علمي او عرفاني استفادې او استفاضې كولې.)[1]

حكيم سنايي، د محمداسماعيل شنيزي پر شاګردولۍ وياړل او خپل هر څه يې د نوموړي له بركته بلل. شنيزى د غزني د لوى حكيم په دېوان كې په يو اووه بيتيزغزل كې په ډېر درنښت ياد شوى دى:[2]

علم و عمل خواجه اسماعيل شنيزى

ما راز نه چيزى برسانيد به چيزى

ما كبك درى بوده گريزنده زكبكى

او كرده دل ما چو دل باز گريزى

در كارگه و بارگه حكم و فنا يافت

جان ودل  از دواسماعيل عزيزى

دين تازه شد از صدق اسماعيل پيمبر

جان تازه شد از دين اسماعيل شنيزى

چونان كه سنايي را او قدر شناسد

اى بخت بدو گوى تو با بخت قوى زى

ښايي چې دغزنويانو په واکپېرکې د شنيځ سيمه پراخه وه او ډېرو کليو چې اوس د شنيځ برخه نه ګڼل کيږي هم په دې سيمې پورې اړه درلوده.

دميدان وردګو ولايت اوسېدونکى ليکوال اوڅېړونکی احسان الله ارينزى، چې دخواجه اسماعيل شنيزي په اړه يې څېړنه  کړې، دشنيځ په اړه ليکلي: (شنيز دره د خروار (ختيځ)، سجاوندياسګاوند(شمال ختيځ)، وتسيا(هفت اسيا) (جنوب)، انخي( لويديځ)، جغتو (جنوب لويديځ) اوسيداباد( شمال) تر منځ موقعيت لـــــــــــري اودالاندې كلي په كې حساب دي:اوتړي، ډنــــــــــــډوكي، سلطان خېل، چهاردهي، پټان خېل، باغك، حسن خېل، يوسف خېل، خواجه ګان، لړم، اكه خېل، ښادي خېل،خواجه پاچاخېل،پتنك، سالار، بهادرخېل، سدوخېل، برات خېل، تره خېل، تودې چينې، كمكى ودره( ابدره) ستره ودره، سيرك، سركول، بلنكاش او ځينې نور چې ټول په اداري تشكيل كې دسيدابادپه ولسوالۍ پورې تړلي دي.)[3]

شنيځ يو سوچه پښتو ځانګړنوم برېښي چې د پښتنو لخوا پرې ايښوول شوى ښکاري.ځيني خلک، چې پښتانه د افغانستان د يو لوى ټبر په توګه نشي زغملاى وايي چې د ميدان وردګ، غزني، غور او پخواني غرجستان سيمې له آره د پښتنو نه دي او پښتانه دغلته وروسته تللي دي،خو دا خبره ددغو ځايو ځيني نومونه چې له آره پښتو دي، تر يوه بريده  ردوي. په دې نومونو کې يوهم (شنيځ) دى، چې بې له اړنګ-بړنګه پښتو دى اوسيمه کې يې پښتانه اوسېدلي او اوسي.

دا نوم له دوو ګړونو (مورفيمونو) څخه جوړ شوى دى. اول ګړيې (شين) د (سبز، تازه، سمسور) په مانا او (-يځ) روستاړى دى، چې د (ځاى) مانا وركوي. (شين) يا اوړېدلې بڼه (شني) د پښتو په ډېرو تړنګونو (ترکيبونو) کې راغلې چې وروسته به يې بشپړه يادونه وشي.

او (-يځ) روستاړى دپښتو په پخوانيو شعرونو کې د روستاړي په بڼه په (ختيځ، لويديځ او دريځ) وييوکې ترمونږ رارسېدلى او بلګړ (الومورفيم) يې په (منځ، ږمنځ، ګهيځ…)کې هم شته دى.

د (_يځ) روستاړي په اړه ځيني ژبڅېړندويان وايي، چې داله ځانه جوړ شوی او يا هم ټکر ويى دى،خودا خبره ځکه ردېدلاى شي چې هان د کابل په هوتخېلوکې مې د يو ملګري له خولې د ځاى نژدې بلګړ او لنډون د// په وينګ اورېدلى دى.[4]

دې هوتخېل ملګري له ما سره په خبرو کې وويل (زموږ په مابينځ کې به دا خبرې نه وي.) مطلب يې دا و چې زموږ په منځ کې د داسې خبرو اړتيا نشته ده. مابينځ د منځ اصلي بڼه او له (مابين + ځاى=ځى) څخه جوړ شو ويی ښکاري.

نوپه همدې بنسټ ويلاى شو چې د (شنيځ) لغوي مانا (شين ځاى) دى. دا سيمه ډېره تروتازه او سمسوره ده او ښايي له  همدې امله ورته (شنيځ) ويل شوى وي.

په پښتو كې د (شين) ويى ډېر کارېدلى، چې يو څو يې دا دي:

د “شين”له ريښې رامنځته شوي،پښتوځاى او ټبر نومونه:

شينه: دا سيمه د کابل څرخي پله او احمدشاه بابا مېنې (ارزان قيمت) ته نژدې پرته ده.

شينکى: په کونړ او تګاو کې يو، يو ځاى پردې نامه شته دى.

شينواري: دادننګرهار ولايت يوه ولسوالۍ ده چې د پښتنو يو لوى ټبر (شينواري) پكې اوسي.

شينکى: د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍکې له کوسين سره نژدې څو غونډۍ شته دي، چې يوګړى (مفرد)يې شينکى او ډېرګړى (جمع) يې شينکي بلل کيږي. ويل کيږي چې دغه غونډۍ پخوا ډېرې شنې او سمسورې وې.[5]

شينکوړک:دا د کونړ د شيګل ولسوالۍ د يو کلي نوم دی. دا دا د پښتو ژبې د دوو سترو ليکوالو او سياستوالو (بهاالدين مجروح او سيد شمس الدين مجروح) پلرنی ټاټوبی دی.

شينګارى:[6]دا سيمه د لغمان په الينګار دره کې پرته ده.په دې ويي کې هم د (شين) ريښه  ښکاري. داسې مالوميږي چې په دې تړنګ کې د (غره) ويي پخوانۍ بڼه (ګيري giri) [7] هم پټه وي. په دې جوړښت په پښتو کې د (شين سرى، شين سترګى، شين ټاغى…) تړنګونه شته دي.

شينکي کنډو: د پکتيا او لوګرولايتونو د ازرې او ځاځيو ترمنځ يو کنډو دى. ددې ځاى خاوره د نورې سيمې پرتله شنه ده.[8]

شنه کلا:د لوګر له (برکي راجان) نه جنوب خواته د اخونخېلو او شمه زار تر منځ يوه سيمه ده، چې د شنې کلا په نامه ياديږي.[9]

د (شين) له ريښې رامنځته شوي،ځيني عام ويي:

شينوارى:يو ډول مچ (حشره) دى،چې په انګرېزۍ کې ورته dragon fly وايي، ځيني پښتانه يې سلايي هم بولي. داپر شنو بوټو ډېرکېني اوزياتره يې شين رنګ لري چې له همدې وجې ورته شينوارى ويل كيږي.

شينلى(بلګړيې: شنېلى): شنه او تازه واښه

شنه: تازه واښه (مونږ خپلوڅارويوته شنه وركوو.)

شنوالۍ: د ښونه (زيتون) د ونې دانې

شنه ټوخله: توره ټوخله ،يو ډول ټوخى دى، whooping cough

شنه خړه: ګهيځ وختي (ادم خان په شنه خړه له كوره ووت.)

شنه زرغونه: د بوډۍ ټال، rainbow

شنه غاړه: شنه ټوخله

شنه لوخړه: شين لوګى،ګڼ لوګى

شنې:د خنجك د ونې غوړې دانې چې چيچل (خوړل)كيږي هم اوتېل هم ورنه اېستل كيږي (متل:شنې په پټه نه چيچل كيږي.)

شين توتي: مشهوره مرغۍ چې ځيني وګړي  يې دخبرو لپاره هم ساتي.

شين ټاغ (شين ټغ، شين ټغى): يو ډول مارغه دى. 

شين جاوى: هغه بوټى چې مړاوى شوى وي.

شين خوټى: يو ډول مارغه دى.

شين خوركه:يوډول شين رنګى كربوړى دى، څرمښكۍ

شين زمرى: زړور، دلاور، تكړه

شين سترګى: شينو

شين سرى: هغه څوك چې سر يې نوى نوى خرېيلى وي.

شينشوبى: سارايي ويلنى، سلات

شين غزى:  د غزۀ (ونې) يو ډول  دى.

شين سرې: يو ډول هيلۍ ده.

شين غاړى: يو ډول مرغۍ ده.

شين غولانځه:دګډو- بزو يو ډول ناروغي ده چې تي يې پكې درد كوي(ظفراللغات).

شين كوړم: د اوبو ډنډ چې شين ښكاري.

شين كوژى:يو ډول مرغۍ ده.

شين ګلى: يو ډول بوټى دى چې په يونانۍ درملنه كې ترې ګټه اخېستل كيږي.

شينكى: سمسور، تازه لكه دې ټپه كې چې وايي:(خال به د يار له وينوكېږدم— چې شينكي باغ كې ګل ګلاب وشرموينه.)

شينكى: له پخې خټې جوړه شوې كاسه چې رنګيږي، اوس يې کارول لږ شوي او انتيك ګڼل كيږي.

شينګى: ديدو، هغه آس چې د سپرلۍ له كاره وغورځي  او بار په نه وړل كيږي.

شينى: يو ډول دانه چې پر پښو او لاسو راخېژي او ډېر درد کوي.

شينوبى: شنې اوبه، نرۍ شوملې(شړومبې)[10]

شينو: شين سترګى هلك

شينوګۍ: شنې سترګې نجلۍ

نــــچوړ:

1.   شنيځ د اوسني ميدان وردګ ولايت د سيد اباد ولسوالۍ يوه حوزه ده،چې د سيداباد او غزني تر منځ موقعيت لري. په پښتو ژبه کې د (شين) ويي ډېر کارېدنګ، د شنيځ اېټيمولوجيکي جوړښت او د سيمې چاپېرچل ته په کتو سره دا  ويى په دې ډول (شين+ ځاى= شني+ځى = شني+يځ ) شنيځ کيږي، چې ګړنۍ( مجازي) مانا يې سمسور او اباد ځاى کيږي.

2.   شنيځ د پښتو يو سوچه ويى دى،چې د ځاينوم په بڼه له نن څخه شاوخوا زر کاله وړاندې، د غزنويانو په واکپېر کې هم دود و. او د دې سيمې يو لوى عالم او عارف (اسماعيل شنيزي) چې د (حكيم سنايي) استاد و، د دويم نوم په توګه کارولى دى.

3.    له شنيځ سره د پښتوهغه درې ويي( لويديځ، ختيځ، دريځ)چې د(-يځ)روستاړى پكې د ځاى په مانا راغلى، څلور كيږي. ( البته له ګهيځ، ږمنځ… نه پرته) (؟)

4.   په پښتو او پښتو نخوا کې ډېر داسې ځاى نومونه او نور ويي شته چې د(شين) ريښه لري.

5.   همداشان شين(زرغون) په پښتوكې د تازه او سمسور په مجازي مانا هم كاريږي.

6.   هيله ده چې نوره څېړنه به يې هم وشي.

اخځليک

1.        پوهاندډاكترمجاوراحمد زيار، بېلابېل اثار

2.        علامه عبدالحى حبيبي، بېلا بېلا اثار

3.        ظفركاكاخېل، ظفراللغات، پېښور، اداره اشاعت سرحد پشاور  

4.        مشواڼى زاهد، زاهد پښتو- پښتو سيند، دانش خپرندويه ټولنه

5.    احسان الله ارينزی،(دغزني دلوى عارف حكيم سنايي د استاد خواجه اسماعيل شنيزي مزار)، www.benawa.com،(۱۳۸۹ل ل)

 


[1]  احسان الله ارينزی،(دغزني دلوى عارف حكيم سنايي د استاد خواجه اسماعيل شنيزي مزار)، بېنوا ويبپاڼه (١٩ / ٩ / ١٣٨٩ل ل)

[2]   احسان الله ارينـزى، (دغزني دلوى عارف حكيم سنايي د استاد خواجه اسماعيل شنيزي مزار)، بېنوا ويبپاڼه (١٩ / ٩ / ١٣٨٩ل )

[3]    احسان الله ارينـزى، (د غزني د لوى عارف حكيم سنايي د استاد خواجه اسماعيل شنيزي مزار)، بېنوا ويبپاڼه (١٩ / ٩ / ١٣٨٩ل )

[4]   د ښاغلي سيف الرحمان هوتک، چې د کابل په هوتخېلو کې ژوند کوي، له خولې مې اورېدلي دي.

[5]  دا مالومات راته ښاغلي مجاهدالله خان چې د سيد کرم د کوسين  اوسېدونکى دى، راکړي دي. 

[6] د شينګاري يادونه راته ښاغلي داوود نيازي چې د الينګار درې اوسېدونکى دى، کړې ده. په دې سيمه کې زياتره نيازي اوسېږي.

[7]  ګيري giri سنسکريت کې غره ته وايي. www.dictionary.tamilcube.com (2011 ز)

[8]  د ښاغلي حکيم خان کوچي له خولې

[9]  د ښاغلي حکيم خان کوچي له خولې

[10]   د لغمان  ابراهيم خېل يې (شوړنګې اوبه) بولي.

لرغونی خروشتهی لیکدود او د هغه خواتي بیلګه

1 COMMENT

  1. علم و عمل خواجه اسماعيل شنيزى
    ما را زِ نه چيزى برسانيد به چيزى
    محترم لیکوال ته سلامونه
    ما ته په اول بیت کی راز ـ را زِ ښکاری نو که دا وړاندیز صحیح وی لطفا تصحیح یی کړی تر څو د سنایی او شنیځی رح امانات ضایع نشی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب