شنبه, مې 4, 2024
Home+لرغونی خروشتهی لیکدود او د هغه خواتي بیلګه

لرغونی خروشتهی لیکدود او د هغه خواتي بیلګه

 وردک د تاریخ په بهیر کې سیمینار

پوهنوال رسول باوری ·

په افغانستان کي يو شمير داسي کتېبې او ډبر ليکونه سته چې لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي لوستل سوي، د بيلګو په توګه په لغمان ولايت کي اليشنګ کتېبه، د هزار سم څخه تر لاسه سوي يوشمير ليکبڼي او نور يادولای سو، خو د لرغونو زمانو داسي کتيبې، ډبر ليکونه او د ليک بڼي هم سته چې په اړه يې يو شمير بهرنيو او کورنيو پوهانو  زيار ګاللی او د پوهېدو وړيې ګرځولي دي. د دې  ډلې ليکبڼو څخه يو هم خروشتهي ليکدود دی چې ٣٠٠ کاله پخوا تر مېلاد منځ ته راغلۍ او تر ٥٠٠ ميلادي کلونو دود و. دا ليکدود چې د خپل مهال په تاريخي پېښو د پوهېدلو  ګټور او ارزښتمن لاسوند ونه لري، د زيات شمير څيړونکو د پام وړ کرځېدلی او په اړه يې څيړني کړيدي. په دې  ليکنه کي هڅه سوې چې دخروشتهي ليکدود په اړه درې پوښتني او یوه بیلګه په لنډه توګه یاد ی کړو.

 لومړۍ دا چې خروشتهي ليکدود چيري پيدا سوۍ، د ترويج او تعميم سيمې يې کومي دي؟ دوهمه پوښتنه دا چې د ا يوازي ليکدود و او که ژبه هم وه، که يوازي ليکدود و نو د کومو ژبو  ليکبڼه ده؟ او دريم دا چې د لوستلو لپاره يې چا زيار ګاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي؟

لومړۍ: خروشتهي ليکدود چيري پېدا سوی او په کومو سيمو کي کارول سوې دی؟

تر دې مهاله چې د لرغونو ليکنو او په ځانګړې توګه د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني تر سره سوي، داڅرګندوي چې خروشتهي ليکدود د اوسني افغانستان په ختېزو سيمو کي منځ ته راغلۍ او تعميم سوې دئ. په دې اړه انګليسي نامتو لرغونپوه ويلسن (Wilson, Horace Hay man 1786-1860) په خپل (لرغوني اريانا) نومي اثر کي ليکي چې :  خروشتهي ليک له اره اريايې ليکدود دی،  چې  د امو  او اباسين  تر منځ سيمو کي رائيج وو. د نامتو ژبپوه کارل  بوهولر  Karl Bühler (1879-1963) په وينا د خروشتهي ليکدود نوم د هغه ليک د بنسټ ايښوونکي د نوم څخه اخستل سوېدی چې (خروشته) نومېدی. د نوموړي په باور په خروشتهي ليکدود کي يو شمير ږغونه د براهمي ليکدود څخه را  نقل  سويدي، په خروشتهي ليکدود کي ږغ لرونکي او بېږغه توري سته چې  پخوا په  براهمي ليکدود کي هم موجود وه  او ښايې   خروشتهي ليکدود د براهمي  ليکدود تر اغېزي لاندي وده کړې وي؛ خو هغه څه چې څرګند دي هغه د اوسني افغانستان  په ختيزو سيمو کي د دې ليکدود پياوړۍ شتون او همدلته د همدې ليکدود منځ ته راتلل دي.

دوهم: خروشتهي يوازي ليکدود وو او که ژبه هم وه؟

د بيلا بيلو پوهانو څيړنو ښودلې ده چې خروشتهي يو ځانګړئ ليکدود دی. دې ليکدود ژبه نه درلوده، د هغه مهال ليکوالو د مروجو ژبو د ليکبڼي په توګه کار ولۍ دۍ. د هغو کتېبو او ډبر ليکونو څخه چې په بيلا بيلو زمانو او سيمو پوري اړه لري، دا څرګنده سوېده چې د همدې ليکدودپه مرسته د يوناني، سانسکريت، پارا ګريت او نورو ژبو مفاهيم او مطالب ليکل سوي دي. راپسون نامتو ژبپوه EJ Rapson(1861-1937) د خروشتهي ژبي زيات شمير ليکني، کتيبې، ډبر ليکونه او مسکوکات په خپل (خروشتهي ليک)  نومي اثر کي را پيژندلي او څيړلي دي. په خروشتهي ليکدود ليکل سوي نامتو کتېبو څخه د بيلګي په توګه  د صوات کتېبه چې په ١٨٣٨ زيږديز کال د مسون په وسېله وپيژندل سوه، په باميان کي د ونو پر پوست ليکل سوي ليکني چې په ١٩٣٠ زيږديز کال وپيژندل سوې، د باجوړ کتېبه چې په ١٨٨٩ زيږديز کال وموندل سوه. په ١٨٤٣ زيږديز کال د جلال اباد په بېمارانو کلي کي د ښاغلي مسون په وسيله خروشتهي کتېبه وموندل سوه او په دې ډول په سلګونو نوري کتيبې چې د افغانستان په دننه او د اوسني افغانستان د سياسي کرښو بهر تر لاسه سوي دي.

دريم: د دې ليکدود د لوستلو لپاره چا زيار ګاللی او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړي دي؟

  ژبپوهانو د دې لرغوني ليک د لوستلو لپاره د يوناني ژبي مفاهيم معيار ګرځولي دي. د لومړي ځل لپاره په ١٨٣٠ زيږديز کال د مسکوکاتو پر مخ د يوناني ليکدود او خروشتهي ليکدود ګډ ليکونه ولوستل سوه، لومړۍ د مسکوکاتو يوناني ليک ولوستل سو او بيا د يوناني ژبي څخه ترلاسه سوئ تعبير د خروشتهي ليکدود لپاره هم ومنل سو، له هغه وروسته د خروشتهي ليکدود د پوهېدلو لپاره د يوناني ليکدود او ژبي کاريدل  معياروګرځیدل. د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو څخه بيلا بيلو ژبپوهانو او لرغونپوهانو د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني او پلټني کړي دي، چې د بيلګي په توګه د يوشمير نومونه را يادوو: د خروشتهي ليکدود زيات شمېر کتيبې او ليکني د انګلېسي لرغونپوه مسون په زيار د (د څيړنو مهال د١٨٣٣ څخه تر ١٨٣٥ زيږديز کال پورې) پيژندل سوي او تر لاسه سوي دي. سر اورل ستاين (د څيړنو مهال  د ١٩٠٠ څخه تر ١٩١٣ زيږديز کلونوپوري ) راپسون (د څيړنو مهال د ١٩١٤ څخه تر ١٩٤٧ زيږديز کلونو پوري)  او زيات شمير نوربهرني څيړونکي يادولای سو چې د خروشتهي ليکدود په پيژندلو، پيدا کولو او لوستلو کي ارزښتمنه ونډه اخستې ده. د دې تر څنګ يو شمير کورنيو پوهانو او څيړونکو هم د دې ليکدود په اړه هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي چې  د علامه حبيبي، استاد کهزاد، مرحوم دوست شېنواري  او پوهاند داکتر الفشاه ځدراڼ نومونه تر ټولو وړاندي د يادولو وړ دي.

د خروشتهی لیکدود یوه بیلګه په لاهور موزیم کی (د صوات حروشتهی ډبر لیک)

د خروشتهی لیکدود یوه بیلګه چی د حیوان پر پوستکی لیکل سویده

په لاهور میوزیم کی د خروشتهی لیکدود په اړه د میوزیم د مشر څرګندونې

پر مسکوکاتو د خروشتهي ليکدود دوې بيلګي (د ختن واکمن Gurgamoya ګورجا مویا)

                        د خروشتهي ليکدود په اړه ویکیپیدیا دا ټکی ثبت کړی دی.

Inscriptions and documents in Kharosthi have been found over a broad area in Afghanistan.To the far west and north west, we can now add to the handful of inscriptions known to Konow, several more specimens from sites along the Kabul River in Afghanistan as far west as Wardak or Khawat, some 20 miles west of Kabul. Recent archeological excavations have also yielded numerous Kharoshti inscriptions from north of the Hindu Kush, in ancient Bactria, both in sites in northern Afghanistan such as Qunduz and in several places in the former Soviet republics of Uzbekistan and Tajikistan.[7]

ژباړه: د خروشتهی لیکدود بیلګی (اسناد) د افغانستان د ختیځو سرحدی کرښو (د هند موقعیت ته په پام – ژباړونکی) په لویدځ  او شمال لویدیځ سیمو کی موندل سویدی.  یو شمیر دا لیکونه لوستل سوی او او په بشپړه توګه پیژندل سویدی.دا لیکدود په کلی توګه د افغانستان دکابل حوزې په زیاتو ځایونو کی موندل سویدی، او بیا په ځانګړې توګه د کابل ښار شل کیلومتری واټن د وردک ولایت په خوات او همدا ډول د هندوکش په شمال د لرغونی باختر په کندوز کی هم تر لاسه سویدی. د خروشتهی لیکدود بیلګی د اوزبکستان او تاجکستان په یو شمیر سیمو کی هم تر لاسه سویدی.

خروشتهی لیکدود د افغانستان د لرغونی تاریخ د بیلا بیلو پیښو د پوهیدلو لپاره خورا ارزښتمن لیک دی چې د کنشکا او د هغه د زوی هوویشیکا د واکمنۍ پر مـهال  (۱۴۹- ۱۸۲ میلادی) یی یوه بیلګه په خوات کی لیک سوېده.  دا لیک پر یوه لوښي په دریو بشپړو او بله نیمه کرښه کې حک سوی دی.

د لیکنې متن مذهبي هدايتونه دی او په هغه کي د ترحُم او محبت الهام له ورایه څرګندیږي.

دا ظرف په ۱۸۳۸ میلادی کالانګلیسی لرغونپوه چارلس مسن د وردګ ولایت په خوات سیمه کې وموند او اوس په بریتشن موزیم کې ساتل کیږي.

د ليک پښتو متن:

(په ٥١ کال او ١٥ تاريخ ارتمي سيوس کمه ګوليه د ګرومريګه ځای ناستی په خوات کي ميشت سو او د ساکانومي په وياړ يې د ويهاره او ګرومريګه په ستوپه کي د يادښت يوه بيلګه جوړه کړه.په دې توګه دې ستره نيکمرغي او خوشحالي وي، او په دې نيکمرغی کي دي د هوويشکه ونډه ډيره وي.)

د خوات د لوښی یو انځور چې اوس په بریتش میوزیم کی ساتل کیږی.

دا لرغونی لوښې د وردک ولایت دخوات په يوې بوداي سټوپه کې موندل سویدی.   ښایي دا لوښې د نذر په توگه د دويمې ميلادي پيړۍ په وروستيو کې ايښودل سوی وی، دالوښې دگندهارا د تمدن يوه نښه ده.

اخځونه:

١ –  حبيبي، عبدالحی. تاريخ خط و نوشته های کهن افغانستان. چاپ دوم. ١٣٧٧.

٢ – الفشاه، ځدراڼ. کتېبه ها ومسکوکات افغانستان. (کابل: پوهنتون کابل  ) ١٣٦٧.

٣ – باوري، رسول. د افغانستان لومړني مدنيتونه. (کابل: کابل پوهنتون ) د علمي رتبې تيزسس. ١٣٧٣.

٥ – بيلا بيل ويب سايټونه www.dkpdindia\www.booksformind.com\www.ancientscripts.com

او يوشمير نور.

 6- The Afghans, Willem Vogelsang, p.186, Blackwell Publishers Ltd

  • پوهنوال محمد رسول باوري په 1336 ھ ش (1957م) د ارزګان ولايت په دهراوت كې زېږدلى، په 1352 كې د ترينكوټ د سيدال خان له ليسې او په 1358 كې د كابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي څخه فارغ شوى دى. باوري په 1360 له عسكرۍ وروسته د كابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د لرغونپوهنې د ديپارتمنت د علمي غړي په توګه دنده پيل كړې او په 1365 – 1367 كلونو كې يې له كابل پوهنتون څخه د ماستري (MA) ديپلوم تر لاسه كړى دى.

باورى تر كال 1377 پورې د كابل پوهنتون استاد او بيا بهر ته كډه شوى. نوموړى له څو كلونو راهيسي په كابل كې دى او په پوهنتون كې درس وركوي. ده په 1365 كې د كابل پوهنتون له لوري د زيارايستونكي استاد ستاينليك او په 1374 كې د محمود طرزي دولتي مډال ګټلى دى.

 د استاد باوري آثار دا دي:

١ _ د روښانيانو غورځنګ (مونوګراف چي وروسته خپور شو) ١٣٥٨ .

۲ _  اصول وتحقيقات باستانشناسي؛ کابل پوهنتون  ١٣٦١.

۳ _ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .

۴ _ باستانشناسي کشورهاي همجوار؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٤ .

۵ _  باستانشناسي افغانستان؛ کابل پوهنتون  ١٣٦٥  .

۶ _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني. کابل پوهنتون ١٣٦٦ .

۷ _  افغانستان در عهد باستان؛ دولتي مطبعه  ١٣٦٧.

۸ _ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ). کابل پوهنتون ١٣٦٨ .

۹ _ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه؛ ملي موزيم  ١٣٦٩  .

۱۰ _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون  ١٣٧١  .

۱۱ _  موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه   ١٣٧٤ .

۱۲_  لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي دافغانستان  فرهنګي ودي  ټولنه ١٣٨١

۱۳ _ په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.

۱۴ – په انګريزي ژبه  Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)

۱۵ – په هالنډي ژبه ( Samenwerken in Drenthe. 2003 .( Assen: Nederland

 Rasol Bawary Rasol Bawari

 خپريدو ته چمتو اثار :

١ _ په افغانستان کي سپړل شوي لرغوني سيمي  .

٢ _ لرغونې نړۍ (د ژباړل شويو مقالو ټولګه).

٣ _ لرغونی افغانستان او ګاونډي هيوادونه.

٥ _ نيوکي او ګيلې. (په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني.)

  استاد باوري تر دوه سوه زياتي مقالې ليكلي چې د هيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي چاپ شوي او په  پنځوسو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کي يې ګډون کړي دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب