شنبه, جون 29, 2024
Home+په پښتو ژبه کې د لهجو  پیدایښت لاملونه | رحمت الله ساپی

په پښتو ژبه کې د لهجو  پیدایښت لاملونه | رحمت الله ساپی

لنډیز:

پښتو ژبه لکه د پښتون قوم بېلابېل څانګې لري، چې دا بیا خپل دلایل لري. پښتانه او د دوی ژبه د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو کړاوونو او تحولاتو سره مخ شوې ده، چې په پایله کې په دې ژبه کې بېلابېل لهجې او قومونه منځته راغلې دي. ایا په پښتو ژبه کې د لهجو د پیدایښت کوم خاص عوامل شته، چې د نورو ژبې نه توپیر وکړي. کوم عوامل د دې سبب شول چې په پښتو ژبه کې دومره لهجې منځته راغلې؟ په دې څېړنه کې به دا کوښښ وشي، چې دا او دې ته ورته پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي؛ چې په دې سره به د پښتو ژبې او لهجو تاریخي سیر او د دوی اوسنی وضعیت څه نا څه معلوم شي.

کلیدي کلمې: ژبه او لهجه.

سریزه:

په نړۍ کې ډېرې داسې کمې ژبې او یا هم ویلې شم هېڅ داسې ژبه نشته، چې لهجه دې و نه لري. د لهجو د پیدایښت زیات عوامل او دلایل شته، چې له امله یې لهجې منځته راځي؛ دغه لهجې بیا په نوې ژبو اوړي او په ژبو کې د نوښت او د ژبو زیاتوالی یې همداسې ساتلی دی، خو ځینې ستونزې یې زېږولې دي، چې د افهام او تفهیم په پروسه کې ستونزه یې تر ټولو لویه ستونزه ده.

     په هره ژبه کې چې لهجې منځته راځي ځیني دلایل لري، چې د هغې څېړل د هماغې ژبې د تاریخي سیر او همدارنګه اوسني وضعیت په ښکاره کولو کې مرسته کوي. پښتو هم داسې یوه ژبه ده چې په خپل لمن کې ډېرې لهجې لري او دا لهجې د ژوند په اوږدو او همدارنګه د ټولنیزو شرایطو په رڼا کې منځته راغلې دي؛ چې څېړل یې د پښتو ژبې سیر روښانه کوي. په دې څېړنه کې هڅه شوې دغه عواملو ته نغوته وشي. دا دلایل دوه ټوله دي: داخلي او خارجي، چې داخلي عوامل یې هم خارجي عواملو پورې تړلې دي؛ لکه: نحوي تغییرات چې داخلي تغییرات دي او د لهجو د پیدایښت سبب کېږي؛ په اصل کې د مهاجرت، د ګاونډیو ژبو تاثیر او د یوې ژبې جغرافیوي موقعیت پورې اړه لري.

     په دې څېړنه کې له تشریحي میتود څخه کار اخستل شوی دی او د څېړنې ډول یې کتابتوني دی.

ژبه:

 ژبه یوه ټولنیزه، اکتسابي او بدلېدونکې پدیده ده چې له یوې ټولنې نه تر بلې پورې توپیر کوي.(مرهون، ۱۳۹۸: ۱۲مخ)

په دې تعریف کې څو ټکي د پام وړ دي:

۱. ژبه یوه ټولنیزه پدیده ده: یعنې په ټولنه کې د خلکو ترمنځ کارول کېږي او د هغوی ترمنځ د افهام او تفهیم پروسه جاري ساتي. بله خبره دا چې په یوه معلومه ټولنه کې د یوې معلومې ژبې څخه کار اخستل کېږي.

۲. ژبه اکتسابي پدیده ده: یعنې د ژبې جوړښت په ذهن کې وي، خو د هغې زده کول او کارول کسبېږي.

۳. ژبه بدلېدونکې پدیده ده. موږ ګورو چې د تاریخ په اوږدو کې ژبې او ژبو تغیر کړی؛ لهجې ترې زېږدلي او دا لهجې بیا په ځانته ژبو بدلې شوې دي، چې دا پروسه تر اوسه روانه ده. دغه بدلون تصادفي نه دي او ځیني عوامل لري، چې وروسته به رڼا پرې واچوو.

     د ژبو د پیدایښت او ډېرښت په اړه یو نظر دا دی، چې انسانانو په نړۍ کې یوه ژبه لرله د وخت په تېرېدو او د نفوسو په زیاتېدو د دوی ترمنځ واټن راغی؛ چې دا واټن ددې سبب شو چې نوې ژبې منځته راشي. (تڼیوال، ۱۳۹۴: ۴۵مخ)

     دلته د پام وړ خبره دا ده چې په نړۍ کې هم اول یوه ژبه وه، چې بیا دا ژبه د ځینو عواملو له کبله په نورو لهجو او ژبو اوړي.

د ژبې په اړوند نورې څرګندونې هم شوې دي، خو موږ پر همدې بسنه کوو او بلې موضوع ته ځو.

ګړدود:

د ژبې هغه غیر معیاري او مختلفې بڼې ته وایي، چې یوازې په غږېدا کې د هغې څخه کار اخستل کېږي. یا هم ژبه د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو عواملو په پایله کې توپیر کوي او نوې بڼه ځانته غوره کوي، د ژبې همدې بېلابېلې بڼې ته ګړدود وایي. که یو جامع تعریف وړاندې کړو نو داسې به وي، چې لهجه د یوې خاصې سیمې د خلګو ترمنځ د منطقوي، تاریخي او کاري بېلتون په پایله کې د یوې ژبې ځانګړی وینګ ته ویل کېږي. (مرهون، ۱۳۹۸: ۱۵مخ)

     که دغه وروستي تعریف ته تم شو په پښتو او په ټولو ژبو کې د لهجو د پدایښت لاملونه تر یو حده روښانه کوي، خو دا بسنه نه کوي، موږ به لاندې په ترتیب دغه  او نور ورته عوامل یو په یو وڅېړو.

پښتنو تل کوچیاني او غرنی ژوند کړی:

د پښتنو نسب په اړه دا خبره مشهوره ده، چې پښتانه د پخواني اریایي ساکي قوم پورې مربوط خلک دي. دوی د مدنیت نه لرې کوچیانی او د دښتو، غرونو ژوند درلود. دوی جنګیالي خلک و او همدارنګه د ښار په حکومتونو باندې به یې برېدونه کول او د کوم حکومت تابع نه و؛ نو د ځان ساتلو او د فاعي حالت غوره کولو لپاره متمرکز ځای کې نه اوسېدل، په دښتو او غرونو کې ژوند کوه.

     ساکانو پوونده او کوچیانی ژوند درلود، ګلتور او ثقافت یې دومره پراختیا نه وه موندلې چې له دوی څخه دې تاریخي مستقل اثار را پاتې شي. (شینواری، ۱۳۶۹: ۳۲مخ)

     زموږ د لرغونې ادبي دورې حوزې؛ لکه: د کسې غره حوزه، د سلیمان غره حوزه… او پورتني معلومات دا په ګوته کوي  چې پښتنو له پخوا راهیسې کوچیانی او غرنی ژوند درلود او اوس هم موږ دا وینو چې پښتنو دغه خصوصیات له لاسه نه دي ورکړي. موږ پورته وویل چې په نړې کې یوه ژبه و، خو کله چې د دې ژبې ویونکې سره خپاره شول د هغې ژبې نه لهجې او بیا نورې ژبې منځته راغلې. دغه خبره چې په عام کې صدق کوي په پښتو ژبه هم عملي کېږي او په دې ژبه کې د لهجو د پیدایښت یو عامل کېدلی شي. کله چې د یوې ژبې ویونکې سره په یو واحد ځای کې ژوند نه کوي او سره خواره وي، نو طبیعي ده، چې لهجې به پکې پیدا کېږي.

پښتو په داسې جغرافیه کې اوسېدلې، چې شاو خوا یې ۳۴ ژبې دي:

دا خو ټولو ته څرګنده ده چې پښتو ژبه په خپل چاپیریال کې ډېر ګاونډې ژبې لري او دا داسې ګاونډې ژبې دي، چې زیاتره سره یې پښتو ژبه او د پښتون قوم ګډ فرهنګي، تاریخي او سیاسي پولې لري؛ لکه: دري ژبه. په ټوله کې په افغانستان کې ځینې محلي ژبې؛ لکه: اورمړي، پشهه یې اوزبکي… او کله چې د ډېورند کرښه وکښل شوه او همدارنګه په جنګي ناخوالو کې افغانان پاکستان ته مهاجر شول؛ هلته اردو او انګلیسي ژبې په پښتو ژبې تاثیر وکړ او ددې تاثیر له امله په پښتو کې نوې لهجې پیدا شوې.

     یوه بله خبره چې مهمه ده هغه د پیاوړې ګاونډې دري ژبې علمي او سیاسي قدرت همدارنګه د پښتو په مقابل کې د نوموړې ژبې  سیاسي، اداري او زده کړه یز  فوقییت، چې ځیني سیاسي او مذهبي ملاحضات یې لرل؛ په پښتو ژبه کې د لهجو د پیدایښت سبب شول.

پښتانه قبیلوي خلک دي:

د پښتنو غرنی او کوچیانی ژوند د دې سبب شوی، چې په پښتنو کې قبیلې را پیدا شي او دا قبیلو د وخت په تېرېدو سره ځانته لهجې غوره کړې دي.

     هغه خلکو چې خپل روابط له نورو قبیلو او د ژبې له نورو ویونکو سره ونه ساتل د وخت په تېرېدو سره او همدارنګه د قبیلو ترمنځ د انشعاب په نتیجه کې د دوې ژبو ترمنځ هم انشعاب منځته راغی. د څو نسلونو د نوې کېدو څخه وروسته د دغه قبیلو په ژبه کې داسې توپیرونه راغلل چې موږ یې ګړدودیز توپیرونه بولو. (غوربندی، ۱۳۹۵: ۱۰مخ)

     موږ ګورو چې دلته یو بل لامل د دغو قبیلو ترمنځ د روابطو نشتوالی دی او دا بېلابېل دلایل لري؛ لکه: د پرمختللو نقلیه وسایطو او همدارنګه د هغوی د تګ راتګ د زمینو نه شتون، د پښتنو قبیلو ترمنځ تربګنۍ او داسې نور.

جګړه:

پښتنو د تاریخ په اوږدو کې جګړه ییز ژوند درلود، چې دغه جګړه پرې زیاتره وخت تپل شوې ده. دغو جګړو پښتنو ته ځینې زیانونه اړولي، چې په لاندې دوو عنوانونو کې په ورته نغوته وشي.

کډوالي:

کډوالي هم یو لامل کېدلی شي. دا په دوه ډوله ده: په خپله ژبنۍ محیط کې ګډوالي او همدارنګه د ژبنۍ محیط نه وتلې ګډوالي. پښتانه لکه څنګه چې موږ مخکې وویل متحرک او کوچیاني خلک دي، نو په خپل ژبني محیط کې د اقتصادي عواملو پر بنسټ له یو ځای څخه بل ځای ته کوچېدلي دي؛ لکه: کوچیان چې د خپلو مالداریو لپاره هغه ځای ته ګډوال کېږي، چې هلته ورشو وي. بل موږ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د جنګونو شاهدان و، چې ډېر خلک یې د خپل اصلي ټاټوبې څخه بېځایه کړل. کله چې یوه ډله خلک د یوه ځای څخه بل ځای ته کوچېږي، نو د نوې ځای خپله لهجه او همدارنګه د هماغه ځای نورې ژبې د نوموړو په ژبو تاثیر کوي او د نوې لهجې د پیدایښت سبب کېږي.

     دغه اخر عامل چې جنګ دی پښتانه یې د هیواد او ژبنۍ چاپېریال څخه بهر ګډوالي ته   مجبور کړل، چې ښه مثال یې د افغانانو مهاجرت پاکستان ته دی، چې د هغه ځای لهجو او همدارنګه حاکمو ژبو: اردو او انګلیسي په پښتو کې د لهجو منځته راتګ ګړندی کړ.

بې سوادي:

کله چې په یوه قوم کې د سواد کچه لوړه وي، نو د دوی ترمنځ روابط هم زیات وي دغه روابط چې په ژبه مخته ځي د ژبې د منسجم کېدلو سبب کېږي. اوس موږ ګورو چې په پښتو کې سواد کم دی، چې دا هم ځانته دلایل لري، نو دا په پښتو ژبه کې د لهجو د پیدایښت یو لوی لامل دی.

پر یو معیاري ګړدود نندارې:

په پښتو ژبه کې دا معضله تر اوسه حله نه ده؛ هر څوک خپله لهجه د معیار په توګه مني او حتا فردي او ډله ییز هڅې ورته کوي. هیښنده خبره بیا دا ده، چې دا کار د لوستو کسانو له خوا کېږي، چې دغه ستونزه په پښتو ژبه کې د لهجو د پیدایښت او پایښت یو لوی لامل دی.

د معیاري لیکدود نه لرل:

 موږ چې کله یو معیاري ګړدود ونه لرو، نو شونې نه ده، چې یو منل شوې او معیاري لیکدود ته ورسېږو. هر څوک خپله لهجه د معیار په توګه لیکدود ته دننه کوي، چې په پښتو ژبه کې یې ډېرې لهجې زېږولې دي.

دین:

 کله چې د اسلام مقدس دین افغانستان او د پښتنو ټاټوبې ته راغی، نو په پښتو ژبې عربي ژبې چې د مقدس اسلام ژبه وه، تاثیر وکړ، دا تاثیر تر نحوي حده و او په دې ژبه کې د لهجو د پیدایښت سبب شو. خلک مجبور ول چې نوموړې ژبه د خپل دین پر مخ بولو لپاره زده کړي. په دې برخه کې یوه ډله چې د علماوو په نامه ده په پښتو ژبه کې د ځانګړې لهجې د پیدایښت سبب شوه.

سیاست:

د افغانستان په معاصر تاریخ کې د احمد شاه بابا نه تر اوسه پورې پښتانه د سیاست او همدارنګه اداري برخو کې دري ژبې ته محتاج شوې دي او دې کار پښتو ژبه د دري ژبې نه متاثره کړې ده، چې په پایله کې په لوستو خلکو کې د نویو لهجو د پیدایښت لامل شوی دی. همدارنګه د زده کړو په برخه کې هم دا کار و. باید یادونه وکړم چې اوس په غیر شعوري توګه ځیني کارونه شوی او کېږي، چې دغه ستونزه به لږه څه کمه کړي.

اقتصاد:

زموږ هیواد تولید نه لري او که څه تولید لرو، د هغې په پېژندنه کې بله ژبه کاروو؛ لکه: د الکوزي شرکت تولید. کله چې توکې د نورو هیوادونو  نه راځي، نو موږ مجبور یو چې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د نوموړې ژبې په اړه معلومات پیدا کړو او یا یې خپلې ژبې ته وژباړو. بله خبره د اقتصاد علم په اړه زموږ په ژبه کې د معلوماتو کمښت خبره  ده؛ کله چې دوه د اقتصاد محصلین یا هم عادي وګړي د اقتصاد په اړه غږېږي، نو نوې لهجه کاروي، چې د نورو لهجو نه توپیر لري.

رسنۍ:

په دې اخیر کې په افغانستان کې رسنۍ زیاتې شوې دي، خو خپرونې یې په پښتو ژبه نه، بلکې په دري، انګلیسې او نورو ژبو دي، چې په پښتو ژبه یې خپل تاثیر کړی دی. خصوصا د هندي ژبې به برخه کې هندي فلمونو ډېر منفي تاثیر کړی دی.

زده کړې:

د زده کړو په برخه کې دوه ډوله خبرې دي: اول دا چې موږ  د علومو بېلابېلو څانګو کې معلومات کم لرو، یا یې هېڅ نه لرو، نو کله چې یې د نورو ژبو نه ژباړو، نو زموږ په ژبه د نوموړې ژبې تاثر پاتې کېږي. بله خبره دا ده هغه محصلین چې د هیواد نه بهر یې په نورو ژبو زده کړې وکړې، نو په پښتو ژبه کې د ځانګړې لهجې د پیدا کېدو لامل شول.

    دغه او دې ته ورته لاملونه و، چې په پښتو ژبه کې د لهجو د پیدایښت لامل شول. د اکسنټ په برخه کې، چې د لهجو وړه برخه ده، په پښتو ژبه کې د ښځو او نارینه وو په لوړه او د کور بېرون روابطو نشتوالی یو لوی لامل دی، چې په پښتو ژبه کې یې د ښځینه وو او نارینه وو د لهجو د پیدایښت لامل بولو.

پایله:

لکه څنګه چې د نړۍ ژبې د تغیر او تحول په حالت کې دي او د وخت په تېریدو، همدارنګه د ټولنیزو شرایطو سره په ارتباط کې تغیر او تحول کوي؛ نوې لهجې پکې منځته راځي، پخوانۍ لهجې پکې له منځه ځي؛ نو همدارنګه په پښتو ژبه کې هم د تاریخ په اوږدو کې نوې لهجې منځته راغلې دي.

     په ژبه کې د لهجو د پیدایښت لاملونه د نړۍ په ټولو ژبو کې تقریبا سره ورته دي، خو بیا هم په ځینو ژبو کې ځینې خاص عوامل هم شته؛ لکه: پښتو ژبه، چې د تاریخ په اوږدو کې زیاتو تحولاتو او ستونزو سره مخ شوې ده او ځیني ځانګړنې، چې هغه هم ځانته دلایل لري، په پښتو ژبه کې د لهجو د پیدایښت لوی لاملونه دي؛ لکه: جګړه، بې سوادي، د پښتنو قبیله یې او غرنی ژوند….

     د یو معیاري لیکدود منځته راتګ؛ د رسنیو، اقتصاد، زده کړو، او سیاست برخه کې ستونزې حلول؛ د پښتنو منسجم کېدل او هیواد ته راستنېدل او همدارنګه ورته نور کارونه کولی شي، په پښتو ژبه کې د لهجو د پیدایښت ګړندیتوب کم او په ژبه کې انسجام منځته راوړي.

ماخذونه:

۱. تڼیوال، مولا جان. ( ۱۳۹۴) ژبه او ټولنه. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.

۲. شینواری، دوست. ( ۱۳۶۹) افغانستان په اوستا کې. کابل: د نشراتو ریاست.

۳. محبوب، محبوب شاه. ( ۱۴۰۰) د ګړدود تیوریکي څېړنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.

۴. مرهون، محمود. ( ۱۳۹۸) د ژبپوهنې بنسټونه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

۵. غوربندی، میراجان. ( ۱۳۹۵) ګړدود (لهجه) پوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

1 COMMENT

  1. سلامونه ،
    ګران ساپی رحمت اله خان ، ډیره ښه پوهنیزه څیړنه مو کړې ده!هیله ده دوام ورکړې
    ماته دا پوښتنې پیدا شوې:
    ۱-د دنیا لمړنۍ ژبه کومه یوه وه او بیا کومې لهجې تری پیدا شوې او په کومو نوو ژبو بدلې شوې؟؟
    ۲-ما خو داسې اوریدلي و او انګیرل چې ،قندهاري، ڼنګرهاري، پکتیاواله ،منځنۍ (کابلۍ، لوګرۍ، وردګۍ، لغمانۍ، پغمانۍ …) ؛ او پیښورۍ ا.د.ن. ګړدودونه یا لهجې په پښتنو کښې شته
    مګر دا چې فارسي؛ اوردو، انګلیسي ،ازبیکی ، عربي ،روسي یا نورې ژبې ،پښتو ته نوې لهجې زیاتی کړی نپوهیږم تر څونه به صحیح وي؟؟؟
    *وبښئ زه ژبپوهاند نه یم او د طب پخوانی ډاکټر یم لاکن خپلې ژبې اړوند مضامینو سره علاقه لرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب