Homeخبرونهپاکستان وايي، یو نیم میلیون راجستر افغان کډوال باسي

پاکستان وايي، یو نیم میلیون راجستر افغان کډوال باسي

تاند (چهارشنبه، د سرطان 6 مه) په ملګروملتونو کې د پاکستان دايمي استازی منير اکرم وايي، هېواد يې نيت لري چې يو نيم ميليون نور راجستر شوي افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستانه کړي.

اکرم د ملګروملتو په اقتصادي او ټولنیزه شورا (ECOSOC) کې پرون د وینا پرمهال یادونه وکړه چې په پاکستان کې شاوخوا یو ملیون افغان کډوال ناراجسټر دي او په زرګونو نور د اوسیدو هیڅ ډول قانوني اسناد نه لري.

د اکرم په وینا اوس په پاکستان کې ۱.۵ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د تېر کال له اکتوبر څخه شاوخوا ۵ لکه افغان کډوال په زوره وایستل په دې پرېکړه یې د ملګرو ملتو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له خوا انتقادونه شوي دي. دې ډلو د “جبري اخراج” لپاره د پاکستان پلان غندلی او استدلال یې کړی چې دا د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کوي او د دې پروسې د سمدستي درولو غوښتنه کوي.

د پاکستان پارلمان په یوه بیان کې چې په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې خپره شوې، د اکرم له خولې ویلي چې په تېرو څلورو لسیزو کې پاکستان له پنځو میلیونو څخه د زیاتو افغان کډوالو کوربه توب کړی دی.

اکرم څرګنده کړه چې د پرمختللو هېوادونو د مرستو له امله د افغان کډوالو د کوربه توب دروند بار کم شوی دی.

دغه هېواد اوس د افغان کډوالو د «جبري اخراج» په دوهم پړاو کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...