یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد امریکا استازو جرګې طالبانو ته د نغدو پیسو پر لیږلو د...

د امریکا استازو جرګې طالبانو ته د نغدو پیسو پر لیږلو د بندیز لایحه تصویب کړه

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۶ مه) د امریکا د استازو جرګې هغه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې طالبانو ته د نقدو پیسو استول بندیږي.

د استازو جرګې غړي او د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمیټې د منځني ختیځ مرستیال ټیم بورچیت ( Tim Burchett ) پرون (سې شنبې) وویل، د امریکایانو د مالیې پیسې باید د دوی د دښمنانو جیب ته ولاړې نه شي.

بورچیت چې دا لایحه یې وړاندیز کړې وه،  پر خپله ایکسپاڼه پاڼه دا خبر خپور کړی دی.

د تصویب شوې لایحې له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید دا راپور ورکړي چې کوم هېوادونه له طالبانو سره مرسته کوي.

بورچیټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تورن کړی چې په لوی لاس معلومات نه ورکوي چې طالبانو ته یې چې د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې پر افغانستان واکمنان دي، څومره پیسې لیږلي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي، امریکا د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته افغانستان ته دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره بشري مرسته کړې ده.

وړاندې تر دې سیګار ویلي، له دغو بشري مرستو څخه طالبان هم ګټه اخلي، خو دقیق ارقام یې نه و وړاندې کړي.

ویل کېږي چې امریکا هره اوونۍ له ۲۰ تر ۴۰ میلیون ډالره افغانستان ته رالیږي چې په بشضري چارو ولګېږي. ملګري ملتونه وايي چې دا پیسې نړیوالې مرستندویې موسسې په بشري چارو په شفاف ډول لګوي او د طالبانو لاس ته نه ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب