یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ له خپلو بندیانو سره د یرغملو د...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ له خپلو بندیانو سره د یرغملو د تبادلې وړاندیز وکړ

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۶ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د هغو ۱۰ تنو له منځه، چې تېره اوونۍ یې یرغمل کړي وو، ۳ تنه خوشي کړل.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم د پاکستان د دولت وسله والې مخالفې ډلې د روان جون په ۲۰ مه نېټه د زرغون غره په سیاحتي سیمه کې ۱۴ تنه ونیول او وتښتول خو ۴ یې ژر خوشي کړل.

د دې بېلتون غوښتونکې ډلې ویندوی جنید بلوچ نن رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو کسانو له پوښتنو – ګروېږنو وروسته ورته څرګنده شوه چې ۷ تنه یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو غړي دي او د بلوچانو د ملي غورځنګ خلاف په هلوځلو کې مستقیم لاس لري او ۳ نور بېګناه دي او له همدې امله یې خوشي کړل.

دې ډلې د خوشي شویو کسانو نومونه اعلان کړي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي چې ۷ تنو ته به څه سزا ورکړي خو د پاکستان حکومت او پوځ ته یې وړاندیز کړی چې حاضر دي دا کسان د پاکستان په محبسونو کې له بندي بلوچانو سره تبادله کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ ته یوه اوونۍ وخت ورکوي چې د تبادلې په اړه د دوی وړاندیز ته ځواب ووايي او که یې دا کار ونه کړ، د نیول شویو کسانو په اړه به خپل عدالت تطبیق کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی