یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر وايي، د امریکا له وتلو وروسته ترهګري کمه...

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د امریکا له وتلو وروسته ترهګري کمه شوې

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۶ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له ډان نیوز سره په مرکه کې ویلي: “وروسته له دې چې امریکا له افغانستانه وتلې او کابل د طالبانو لاس ته لوېدلی، په سیمه کې ترهګري ډېره کمه شوې ده، دومره نه ده، لکه پخوا چې کله امریکا وه”.
هغه زیاته کړه: “اوس د افغانستان خاوره خوندي ده، خو بهر ترهګري شته، چې کله په روسیه او کله هم زموږ په هېواد او نورو هېوادونو کې راڅرګندېږي.”
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې خواجه اصف ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه شته.
 
نن هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کړې چې افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي.

د پاکستان دفاع مخکې ویلي و: «په پاکستان کې ترهګرۍ له افغانستانه سرچینه اخلي او زموږ له هڅو سره سره کابل په دې برخه کې هیڅ ګام نه دی اخیستی.»

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دې مخکې ویلي وو، چې مسکو له طالبانو سره د ترهګرۍ ضد ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي او ویلي یې دي چې طالبان د داعش پر وړاندې په جګړه کې د سیمې د ټولو هېوادونو شریک دي.

خو طالبانو په ځلونو ویلي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر بل هیواد برید وکړي.

سره له دې چې داعش لا هم په افغانستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې بریدونه کوي خو په نسبي ډول د دې ډلې حملې تر پخوا کمې شوي دي.

1 COMMENT

  1. نو چې داسې ده بیا تورونه ولې په افغانستان لګوئ؟ که ستاسو په هیرا منډۍ کې کوم افغان مسافر ډرایور پوسته ووهي بیا هم تاسو وایی چې ددې حملې پلان افغانستان کې جوړ شوی ؤ. دلالانو د یو خوانه پدې شیانو چلولو پیسې ګټئ او د بلې خوا تورونه لګوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب