شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: ۱۲ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره...

د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۲ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړ دي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۶مه) د خوړو نړیوال پروګرام وایي د بودیجې د کمښت او د مالي بحران له امله به یوازې د ۲۰۲۴ کال تر اکتوبر میاشتې پورې یو میلیون افغان فقر ځبلو ته خوراکي توکي ووېشي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان د سرطان په ۶مه د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په عاجله توګه له خلکو سره د مرستو رسولو ته اړتیا لري.

 خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان تر ۹۰ سلنه ډېر خلک د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې لوږه د کورنیو د نړېدو لامل کېږي او ځینې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو کورنیو توکو پلورلو ته اړې شوې دي.

طالب چارواکو د یاد شوي سازمان راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو معمولاً په دې سطحه د فقر موجودیت نه تاییدوي.

د طالبانو یو شمېر منتقدان د دوی لخوا د واک انحصار او د افغانستان منزوي کول د دغه وضعیت اصلي دلیل ګڼي، خو پلویان یې پر افغانستان د طالب واکمنۍ له امله نړیوال بندیزونه د دغه وضعیت دلیل ګڼي او باور لري چې د طالبانو په هڅو د فقر او اقتصادي ناورین سطحه له هغه وضعیت څخه چې پېښیدونکی و، په کمه سطحه کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب