یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا حقاني ته د متحده عربي اماراتو د بل سفر اجازه...

امنیت شورا حقاني ته د متحده عربي اماراتو د بل سفر اجازه هم ورکړه

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۶مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته، چې د دغه سازمان او یو شمېر هېوادونو د بندیزونو په تور لېست کې دی، د متحده عربي اماراتو د دویم سفر اجازه ورکړې ده.

د دغو بندیزونو له مخې، د یو شمېر نورو طالب مشرانو تر څنګ ښاغلی حقاني هم د بهرنیو سفرونو اجازه نه لري، خو هغه ته څه موده مخکې د متحدو عربي اماراتو د یوه سفر اجازه ورکړل شوې وه.

پر دغو بندیزونو سربېره، امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د جمهوري نظام خلاف د جګړې له امله پر حقاني د ۱۰ میلیونو ډالرو جایزه هم ایښې وه، خو تر اوسه یې نه ده لغوه کړې.

معلومه نه ده، چې نوموړی کله او په کوم هدف متحده عربي اماراتو ته په سفر ځي؟

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني هم پناه اخیستې.

د حقاني د تېر سفر پر مهال ادعا وشوه، چې هغه له اشرف غني سره هم لیدلي، خو د ښاغلي غني نږدې سرچینو دا خبره رد کړه.

په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر مخالفان د سراج الدین حقاني او د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله د ژورو اختلافونو ادعاوې کوي، خو طالب ویاندویان او چارواکي د دوی د مشرانو اختلافونه ردوي.

تازه، په ویانا کې د طالبانو د یو شمېر مخالفانو د غونډې پر مهال د حزب وحدت ډلې مشر محمد محقق سراج الدین حقاني د واک د وېش لپاره د افغانانو د مذاکراتو پلوی او د جګړې او سولې دواړو سړی ګڼلی و.

هغه یو ځل بامیان ته د سفر پر مهال له هزاره مشرانو کریم خلیلي او محقق څخه د وینا پر مهال غوښتي وو، چې هېواد ته ستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب