شنبه, جون 29, 2024
Home+د تقابل سياستونه او اقتصادمحوره تګلارې

د تقابل سياستونه او اقتصادمحوره تګلارې

عبدالوحید وحيد

زموږ حکومتي مشران کله کله د اقتصاد محورو سياستونو اصطلاح کاروي، خو د دغې اصطلاح په پيچلتياو او ځانګړتیاو باندي فکر نه کوي. داڅنګه اقتصاد محوره پاليسي ده چې بيکاري د افغانانو وينه زبېښي، ډير ولس مو د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي. ځوانان مو د کار موندلو لپاره د مرګ خولې ته ځانونه اچوي، بنديزونه مو هډوکي ورسوي. له نړيوالو سره د تقابل حالت لرو او متاسفانه موږ يوازې په ردولو او غندلو باندي بسنه کوو. موږ اوس هم د نړي ماتولو او څو لسيزې نور د جګړو لپاره د امکاناتو، هوډ او حوصلې درلودلو شعارونه ورکوو، خو هير مو وي چې د جګړو احتمال هم د اقتصادې پرمختګ مخه نیسي.

ليکوال د اقتصاد په برخه کې د پوهاوي له خورا ښکته کچې سره سره هم دومره پوهيږي چې اقتصاد محوره تګلارې د حکومتي بنسټونو لخوا داسې چاپیریال رامینځته کول دي چې کورني ناخالصه محصولات (GDP) وده وکړي، سوداګري پرمختګ ولري، د صادراتو او وارداتو ترمنځ انډول رامنځته شي، پانګوال پانګونې ته وهڅول شي، افراد په اساني سره کار ومومي، نرخونه ثابت پاتې شي، سوداګرو، کروندګرو او صنعتکارانو ته د اسانتیاو برابرول د حکومتي تګلارو په محراق کې قرار ولري، د خلکو د پېرلو ځواک خوندي وي، او د هېواد اقتصادي سرچینې داسې وکارول شي چې په ټوليزه توګه ټولنې ته ګټه ورسوي، خو زموږ په هېواد کې پورته ياد شوي شاخصونه د تطبیق وړ نه دي.

د نړۍ، سيمې، ګاونډ، هېواد، کلي او کورنۍ په کچه د اقتصاد محوره سياستونو د پرمخ وړلو په مهال رقابتونه رامنځته کيږي، له خنډونو سره مخامخ کيدل او د ستونځو را ټوکيدل حتمي وي، خو د دښمني پاللو، جګړو ته د لپک وهلو او په شخړو باندي وخت لګولو ته پکې هيڅ ډول ځاى شتون نه لري. که احياناً د پرمختګونو په تړاو د سيالي په ځغاست ليکه کې شخړه راپورته کيږي، نو په ورته کړنه باندې ځواب نه ورکول کېږي، بلکې له جګړو پرته د ديپلوماتيکو تعاملاتو اقتصادي تحرکاتو، حتى مخالف اړخ ته د امتيازاتو په منلو ورته د حل لارو موندلو هڅه کيږي

د اقتصاد محوره تګلارو خپلولو په برخه ښه بيلګه د چين هيواد دى چې د اقتصادي پرمختګ لپاره يې د کمونيزم په بنسټيز اصل يعنې په اقتصادي اشتراکيت کې هم اصلاحات رامنځته کړل. له وړوکي هېواد تايوان سره هم د جګړې خبره نه کوي. د ښه مديريت، د لوړ ظرفیت، کاري ځواک او ښې حکومتولي په وړاندې کولو په خورا تيزي سره د پرمختګونو د بهير مخکښ ګڼل کېږي، د امريکا هژموني يې له ننګونو سره مخ کړي ده، نړيوال مشرتابه ته ځان تياروي او شخړو ته قطعاً ټټر نه وهي. د پرمختګونو په لور خپل سفر ته د دوام لپاره د امريکا له خورا زياتو پاروونکو کړنو سره سره د  تايوان په وړاندې له تاوتريخوالي څخه ځان ساتي. چيناپان پوهيږي چې ټکر يې د تايوان په شان له وړوکي هېواد سره هم د پرمختګ مخه نيسي.

زموږ په سيمه او ګاونډ کې د افراطي ډلو د تحرکاتو راپورونه او په اړوند يې د خپلو او پرديو لخوا تبلیغاتي واويلاوې، په سيمه ييزه توګه ځينې ترهګريزې پيښې، په ملکي خلکو باندې بريدونه او د يوې ځانګړې ډلې لخوا د بريدونو پړه په غاړه اخيستل په ځانګړي ډول د القاعده د مشر لخوا خپلو پلويانو ته افغانستان ته د تلو د توصيې راپورونه په ټوليز ډول افغانستان ته د خطر زنګونه کړنګوي. د افغانستان په تړاو د ګاونډ سيمې او نړۍ اندېښنو ته مشروعیت ورکوي او په وړاندې يې د ګډو عملي ګامونو پورته کولو لپاره پراخ ډګر پرانيزي، د افغانستان لپاره ننګوونکى او ګواښونکى پيغام لري او په وړاندي يې د سمون او بدلون به برخه کې عملي ګامونه پورته کول اړين دي.

له ااا سره د نړيوال تعامل په برخه کې د پرمختګ رامنځته کيدو خبره واقعیت دى خو لامل يې د حکومت لخوا د تقابل په تګلارو کې مثبت بدلون او د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې د انعطاف رامنځته کيدل نه، بلکې د عيني واقعيتونو له مخې د طالبانو د بديل نشتون، د ډيرو پخوانیو ازمويل شويو سياستوالو د زورواکي، غصب او فساد شاليد او د ځينو لخوا قومي تعصباتو ته د لمن وهلو ناوړه سياستونه يې عمده لاملونه دي.

ځينې دوستان د طالبانو د بديل د نشتون په خبره خفه کیږي خو که  په ويانا، امریکا او ترکيه کې د افغانستان په هکله د ااا د سياسي مخالفينو د ناستو اجندا، ترکيب او غوښتنو ته ځير شو او په ټولنيزو رسنيو کې د عام ولس غبرګون ته وګورو نو پوهيږو چې په دغه تړاو د افغانانو په غبرګون کې خورا څرګند او غوڅ پيغام شتون لري. داچې د تيرې شل کلنې ديموکراسي په سيستم کې مطرح شوي افغانان د ديموکراسي اصول له پښو لاندې کوي نو د هېواد په غرونو او په مدرسو کې له پاتې شويو او روزل شويو طالبانو څخه ولې ګيله وکړو چې د هېواد په مديريت کې معاصر معيارونه نشي پلى کولاى. هغوى خو په ديموکراسي د باور کولو دعوه هم نه کوي بلکې دموکراسي ردوي.

د سياسي غلطيانو د تسلسل په بهير کې د خپلو سهوو د بدو عواقبو له تجربه کولو او يو پر بل پسې د سياستوالو د بدنامي او ناکامي له ليدلو سره سره لاهم لکه د پخواني حکومت د برخوالو په شان اوسنۍ واکمنه ډله هم افغانستان خپله مفتوحه خاوره او ولسي امانتونه لکه د غنيمت مال ګڼي، په حکومت کې ولس ته د ګډون حق ورکولو په تړاو تصور هم نه کوي او په اساسي پريکړو کې د ولسي مشارکت په اصل قطعاً باور نه لري. په سياق او سباق کې به توپير وي خو په ټوليز ډول پرون هم دولتي امتیازات د اسهامو په شکل د واک د شريکانو ترمنځ ويشل کيدل او نن هم خپل انډيوالان ورباندي نازول کيږي. پرون هم له ولس سره سليقوي چلن کيده او نن هم سليقې حکومت کوي. پرون هم ټول تمرکز له ځان سره د واک ساتلو باندې تمرکز کيده او راتلونکي ګواښونه  بابيزه ګڼل کيدل او نن هم حکومت ته ملي بڼه ورکول ناروا عمل ګڼل کېږي. پرون مو هم له مخالف اړخ څخه تسليمېدل نصب العين وه او نن هم دغه تګلاره دوام لري.

که موږ په هېواد کې د سياستوالو غلطيانې حسابوو نو بي شمېره دي او تر ټولو ستره غلطي مو داده چې خپلې غلطيانې د ارزولو او سمولو پرځاى د ړوند تقليد پربنسټ توجیه کوو،  په استدلال کې د ملي ګټو پرځاى له خپلې ډلې، سمت او قوم څخه دفاع سپيڅلى کړنه او د شهامت نښه ګڼو. د سياسيونو لخوا د غلطيانو کولو او د ړندو مقلدینو لخوا يې د توجیه کولو سلسله اوس هم دوام لري . که  د تير نظام پلويانو د خپلو مشرانو غلطيانې نه واى توجیه کړې د هغوى ړوند تقليد يې نه واى کړى او سلاکارانو هغوى ته د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ  د سولې لپاره د قرباني ورکولو مشوره ورکړي واي، له ننني ناورين څخه مو هېواد ژغورل ناممکن کار نه وو. که موږ د خپلو اشتباهاتو د ارزولو په بيلګه پسې زره بين هم را واخلو نو نه موندل کېږي.

داسې ښکاري چې افغانان د لوبو په ډګر کې په ځانګړي ډول د کريکيټ په تړاو اوس په سليقو پسې نه ګرزي، په ملي بڼه د ټيم او انفرادي لوبغاړو له ښو کړنو څخه ملاتړ او په نيمګړتياو باندې د نقد په هکله په عيني واقعيتونو ولاړ ټوليز غبرګون ښئي او داچې په ياده لوبه کې د انډيوالي پاللو تګلاره ناکامه شوه. که همدغه مثبت بدلون په سياست کې هم دود وګرزوو. له مشرانو څخه ملاتړ او د هغوى د مخالفت په تړاو ملګرتیا، قوميت، ژبه او سليقوي زاويې معيار نکړو، بلکې د هغوى عملي کړنې او باورونه له هغوى څخه د ملاتړ او مخالفت اساس وګرزوو، نو لرې نه ده چې مشران به مو هم بيا لکه د تل په شان په شعارونو او چيغو نشي غولولاى. ملت به هم د ړوند تقليد له کارولو څخه راوتلى وي او په عملي کړنو باندې به له سياستوالو او مشرانو سره د حساب کولو وړتیا ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب