شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا په دوهم ځل سراج الدین حقاني ته د سفر اجازه...

امنیت شورا په دوهم ځل سراج الدین حقاني ته د سفر اجازه ورکړه

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۷ که) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوهم ځل د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته چې د دغه سازمان له خوا په تور لیست کې شامل دی، متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړه.

امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا معافیت د سرطان د میاشتې له لومړۍ څخه تر پنځمې نیټې پورې د “امنیت او پخلاینې په غونډه” کې د حقاني د ګډون لپاره ورکړل شوی و.

تر اوسه طالبانو او متحده عربي اماراتو د ښاغلي حقاني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د ملګروملتو امنیت شورا سراج الدین حقاني او د طالبانو درې نورو جګپوړو چارواکو ته اجازه ورکړې وه چې د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دوهم سفر دی. هغه د جوزا په میاشت کې هم ابوظبۍ ته هم سفر وکړ او په ابوظبۍ کې یې د متحده عربي اماراتو له صدراعظم محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

دغه سفر پر امريکا نيوکې راپارولي چې په تروريستي فعاليتونو کې د لاس لرلو له امله يې د حقاني د نيولو لپاره لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې نړیوال بندیزونه رعایت کړي او د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له مقرراتو سره سم معافیت ترلاسه کړي.

په وروستیو کې د نرم دریځ د لرلو له کبله د حقاني په اړه د نړیوالو او ډېرو افغانانو نظرونه نرم شوي دي. او ډ‌ېر ورته هیله لري چې ګوندي د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په شمول به د طالبانو د مشرتابه په دریځونو کې د بدلون راوستلو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب