پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+تکرار | دوکتور اجمل ښــــکلی

تکرار | دوکتور اجمل ښــــکلی

يادونه: په دې ليکنه کې مې د ډاکټر تقي وحيديان کاميار او خپلې خبرې پېيلي دي.

د بلاغت علماوو د کلمو تکرار دوه ډوله ښوولى، چې تکرار او د تکرار کثرت يا زياتوالى ورته وايي. تکرار، د يوې کلمې دويم ځلي راتګ او د تکرار د زياتوالي په اړه يې ويلي، چې ”په يوه بيت يا کلام کې يوه کلمه څو ځل راشي”.

لومړى خو بلاغتپوهان د تکرار په اړه يوه خوله نه دي، چا د کلمو يوځلي، چا دوه ځلي، چا درې ځلي، چا څلور ځلي او داسې هم تېر شوي دي، چې د کلمو شپږ ځلي تکرار ته يې تکرار ويلى او عيب يې شمېرلى دى.

دويم دا چې بلاغتپوهانو د تکرار ځايونه په ګوته کړي نه دي، چې په جمله کې، پاګراف کې، مسره کې، بيت کې که پوره متن کې د يوې کلمې تکرار عيب دى. دومره يې ويلي دي، چې په کلام کې د کلمو تکرار عيب دى. اوس کلام څومره وي؟ يو بيت، پوره شعر، جمله که…؛ خو د کلمې تکرار چې په هرځاى کې وانګېرل شو او خوند يې درنه کړ، پوه شه، چې عيب دى. دا که جمله وي، مسره وي، بيت وي، پاراګراف وي؛ مثلا: (هغه راغى، هغه کتاب ولوست) په دې بېلګه کې د (هغه) تکرار محسوس، بې ګټې او مصنوعي دى؛ نو عيب دى، چې سمه بڼه يې داسې ده: (هغه راغى او کتاب يې ولوست).

درېيم دا چې بلاغتپوهانو يواځې د کلمو يا څه ناڅه د جملو تکرار ياد کړى دى؛ خو د غږونو تکرار ته متوجه شوي نه دي. د اۤوازونو تکرار هم ادبي ژبې ته هنري ځواک ورکوي.

ادبپوهانو تکرار چندان شى نه دى ګڼلى، ځکه يې ويناوې نادقيقې او سرسري دي؛ ګنې تکرار دومره بې ارزښته نه دى. رحمان بابا وايي:

غرونه غرونه خوب په څاڅکى اوبه تښتي

يار په سيند زما د اوښکو بيدار نه شه

په دې شعر کې (غرونه غرونه) ته ځير شئ او ځاى يې بلې داسې کلمې ته چې له (خوب) سره يې تشبيه ته زيان ونه رسېږي او تکراري نه وي، ورکړئ؛ نو پته به درته ولګي، چې تکرار څومره اغېز شيندي.

پخوا چې د خبري او ادبي يا احساساتي ژبې ترمنځ توپير نه کېده، تکرار عيب ګاڼه شو.

خبري ژبه، ژبې ته د وسيلې په سترګه ګوري او موخه يې د معلومات لېږد وي، ځکه خو پکې اطناب د زغم نه دى او پکار ده، چې شمېرلې کلمې او جملې وکارېږي، چې لوستونکى خبره ژر او اسانه واخلي. په خبري ژبه کې بېځايه تکرار خبره بېخونه او مصنوعي کوي؛ مثلا: ما ټاکور وليد. سمه ده؛ خو ما ما ټاګور وليد يا ما ټاګور ټاګور وليد يا ما ټاکور وليد وليد؛ نو دا خو خود عيب دى.

ادبي يا عاطفي ژبه، وسيله نه ده، پخپله موخه ده او تر معلوماتو زيات ارزښت احساساتو او عواطفو ته ورکوي؛ نو معلومات خو ورسره هسې هم لېږدي؛ خو چې د شاعر يا ليکوال احساسات درورسوي، دا يې غټ کار دى؛ خو مستقيمه ژبه د عواطفو بار نه شي وړلاى.

خبري ژبه وايي: افغانستان غرنى هېواد دى.

عاطفي ژبه وايي: افغانستان ټول غرونه غرونه دى.

اوس دويمه جمله چې له ادبي ارزښته برخمنه ده، د جغرافيې په کتاب کې نه ځايېږي، ځکه چې په جغرافيه کې سړه علمي ژبه پکار ده، چې خبره رڼه ورسوي. همدغسې لومړۍ جمله بې حسه او عاطفي ارزښت نه لري.

تکرار ژبه ځکه غير عادي کوي چې له غير عادي حالته راولاړېږي.مثلا: سړى چې ډېر دردمن وي، غوسه وي، ډېر خوښ وي يا وويرېږي؛ نو له خولې يې ناڅاپه تکراري چغې راووځي. دا ښيي چې تکرار د احساساتو د دقيقې انځورنې وړتيا لري. مثلا؛ يو بيت مو چې خوښ شي؛ له خولې مو بې اختياره د (واه، واه) کلمې راووځي. چې پر شرم خپه يئ؛ نو (باد باد شوم) وايئ.

تکرار پر دوه ډوله دى: طبيعي او موسيقيي.

١-په طبيعي تکرار کې د لفظ او مانا ترمنځ طبيعي رابطه وي.

په ژبه کې دوه ډوله کلمې وي، يو ډول تړوني يا قردادي دي، چې د يوې ژبې خلکو په ګډه منلې وي، چې مېز ته به مېز وايو، لارې ته به لاره وايو، کور ته به کور وايو. نورې هغې کلمې دي، چې بنسټ يې پر تړون نه دى ولاړ او راسا له طبيعته راووځي، لکه: اۤه، واى، درز، مېومېو. دا چې طبيعي پېښې تکراري وي؛ نو طبيعي کلمې هم غبرګې او تکرار کارېږي، لکه: کشې کشې، ډرې ډرې او….

تړوني کلمې تر يوې ژبې محدودي وي؛ خو طبيعي کلمې له لږ توپير پرته د ټولو انسانانو ګډې دي. تړوني کلمې ارادي غوره شوي؛ خو طبيعي کلمې ناڅاپي راپيدا شوي دي. تړوني کلمې د بڼې، مانا او مصداق اوږد واټن لري، مثلا:  پياله، يو يې بڼه، بل يې مانا او بل پخپله پياله.

د کلمې بڼه         ‎¬             مانا           ‎¬        مصداق

د پيالې لفظ       ‎¬       د پيالې مانا      ‎¬      پخپله پياله

خو طبيعي کلمې دا وروستۍ دوه فاصلې نه لري، لفظ پخپله مانا هم دى او مصداق هم. مثلا: (د بم غږ) د مانا او مصداق فاصله لري؛ خو (درم) پخپله مانا هم دى او مصداق هم. يا به داسې ووايو، چې (درم) د بم غږ نېغ زموږ غوږ ته رارسوي. همدغسې د (واى يا واه) اۤوازونه هم – چې قراردادي نه دي- طبيعي د خوږمن يا خوښ سړي له خولې راووځي.

نو طبيعي کلمې زموږ عواطف او احساسات بې ځنډه لوستونکي يا اورېدونکي ته رسوي او هغه شى يا ننداره راباندې لمس کوي. کاروان وايي:

ټپ شي ټپ شي ټکى ټکى پرخه پر ګلپاڼو

کله کله سوې قلقه راشي د زاڼو

باغ هم ياغي اۤس دى خرپ يې وايستو د کاڼو

کله په دره کې ششنى وکاندي د بياڼو

شغ شو، شوپرک مې د بڼو په خوا کې تېر شو

 په دې مسرو کې، (ټپ شي ټپ شي، ټىکى ټىکى‎) (خرپ) او (شغ) راته د کاروان خبره هغه ټولنه صحنه مخې ته ودروي، چې پرخه څرنګه پر ګلپاڼو پورېوځي، اس له کاڼو خرپ اوباسي او شوپرک څرنګه شغ وکړ تېر شو. که دا داسې کړو، چې پر ګلپاڼو پرخه راورېږي، باد کاڼي وکولول، شوپرک مې د بڼو په خوا کې ګړندى تېر شو؛ نو هغه پاسنۍ ملموسه او دقيقه مانا لېږدولاى شي؟

په ژبه کې طبيعي کلمې کمې دي؛ نو خلکو د خپل طبيعت او شديدو هيجاناتو د طبيعې انځورنې لپاره نورې لارې چارې پلټلې دي، چې يوه پکې د تړوني کلمو تکرار دى، چې غبرګ وکارېږي؛ نو د لفظ او مانا ترمنځ طبيعي تړاو رامنځته کوي او د طبيعي کلمو غوندې کېږي. حميد بابا وايي:

سر تر پايه غم د هجر لکه نى سورى سورى کړم

ځکه يم مدام دا هسې په فرياد و په ناله کې

(سورى سورى) پرځاى که حميد (ډېر سورى) يا (ډېر زيات سورى) ترکيب کارولى واى او ويلي يې واى، چې:

سر تر پايه غم د هجر لکه نى ډېر زيات سورى کړم

ځکه يم مدام دا هسې په فرياد و په ناله کې

نو شعر به يې عواطف هغسې راڼه لېږدولى واى؟ خوند يې هغسې ډېر دى، که داسې؟

طبيعي تکرار د څو موخو لپاره رامنځته کېږي:

١- د يوه کار تکرار ښيي: وهه يې وهه يې وهه يې، چې اخر يې سا ووته؛ نو تکرار دغه کار(وهلو) ته عينيت ورکړى دى او پر موږ يې ليدلى دى.

٢-زياتوالى ښيي: افغانستان ټول ډاګونه ډاګونه دى. دلته (ډاګونه ډاګونه) د ډاګونو زياتوالى ښيي. بله بېلګه: ورک ورک يې، يانې ډېر زيات ورک يې.

٣- استمرار ښيي: ويده وم، ويده وم، ويده وم، چې راپاڅېدم، لمر مې پر سر ولاړ و.

٤- د وېش تکرار: دوه دوه ، درې درې.

٥- تاکيد ښيي: ښه ښه پکې وګوره. ژر ژر راځه.

٦- دقت ښيي: کتاب مې ټکي په ټکي ولوست. کاروان وايي:

ستا د نښتر پر زلفو زلفو سلام

ستا د څېړۍ پر پاڼه پاڼه سلام

٧- شديد عواطف ښيي: د تکرار تر ټولو لويه دنده دا ده. لېچ وايي، چې تکرار د هغه سړي له خولې، چې په هيجاني حالت کې وي، بې درېغه راووځي؛ نو د عواطفو د ښه او اغېزمن لېږد لپاره تکرار تر ګردو ښه وسيله ده. که غواړئ، چې خبره مو پر مخاطب اغېز وشيندي، د کلمو له تکراره کار واخلئ. په پارسي کې د مولانا او په پښتو کې د رحمان بابا، دروېش دراني، پير محمد کاروان او جلال امرخېل په شاعرۍ کې د تکرار بريالۍ بېلګۍ شته دي.

دروېش وايي:

دا څومره لوى ستم دى، چې د ګل پاڼه زخمي شي

دا څومره لوى تاوان دى، چې غمى د شبنم مات شي

دلته د (دا څومره لوى ستم دى، چې)فقرې تکرار ته وګورئ، چې دا شعر يې څومره عاطفي کړى دى.

شرر ساپى وايي:

ګلاب ګلاب لېمې رانه په سرو وينو کې وړې

ميرات شې، ځوانيمرګ شې، مړ شې جنګه ځوانيمرګه

په دې بيت کې د (ګلاب ګلاب)، (شې) او (ځوانيمرګ) تکرار دا بيت څومره عاطفي کړى دى.

جلال امرخېل وايي:

ما په اول ځل د يو چا تصوير کې ځان وليده

ما په اول ځل د يو چا تصوير ته ډېر وژړل

دلته يو څوک و، چې زما د زړه تصوير يې واخيست

دلته يو څوک و، چې يې ستا تصوير ته ډېر وژړل

کلونه پس مې ستا تصوير وليد، راياده مې شوې

کلونه پس مې نن شپه بيا تصوير ته ډېر وژړل

د جلال امرخېل له دې بيتونو چې د (ما په اول ځل د يو چا تصوير)، (دلته يو څوک و، چې) او (کلونه پس مې) تکرار ووځي، بيا خو دې پکې هغه خوند پاتې شي.

کاروان وايي:

شپه ده، نيمه شپه ده، د ښامار په خوله کې مار دى

يا:

مينه مې ومنه په مينه مينه

ستا پر کرکڼو، پر مماڼو سلام

ستا د نښتر پر زلفو زلفو سلام

ستا د څېړۍ پر پاڼه پاڼه سلام

د (مينې، ستا، سلام، زلفو او پاڼو) تکرار دا بند څومره ښکلى کړى دى.

او مولانا وايي:

قصد جفاها نکنى ګر بکنى با دل من

وا دل من، وا دل من، وا دل من، وا دل من

٢- موسيقيي تکرار: د اۤوازونو، کلمو، فقرو او جملو له تکراره، په کلام کې موسيقي پيدا کېږي؛ خو دا تکرار کېداى شي، منظم يا نامنظم وي؛ نو موسيقيي تکرار پر دوو لويو برخو ويشل کېږي:

الف: اۤزاد يا نامنظم تکرار: دا تکرار هم پر دوو ډولو ويش شه، يو هغه چې يواځې موسيقيي ارزښت لري او بل هغه چې پر موسيقيت سربېره شعر ته شعريت ورکوي او د احساساتو په دقيقه انځورنه کې ورسره مرسته کوي.

١- موسيقيي: ومو ويل چې اۤزاد تکرار د منظم تکرار غوندي موسيقيي ارزښت لري؛ خو په دې شرط چې د غږونو ترمنځ دا فاصله دومره وي، چې ذهن يې وموندلاى شي او هغه داسې:

الف: د بېواکغږونو (کانسونينټونو) تکرار: په يوه بيت يا مسره کې چې بېواکغږونه تکرار شي او تکرار يې محسوس وي؛ نو موسيقي پکې پيدا کوي او پر غږونو خوږ لګي. کاروان وايي:

ښاپېرۍ زما همځولې او نغمې تر ما مشرانې

ښاپېرۍ تر ګرانۍ تېره، خو نغمې راباندې ګرانې

ښاپېرۍ په خوب کې ويښې او ښاغلې نغمې راوړي

ښاپېرۍ په ويښه راشي، خوبولې نغمې راوړي

ښاپېرۍ بده بلا ده، واښکې واښکې له تاک واخلي

زما په زړه کې وغځېږي، رانه واګې د واک واخلي

په لومړۍ مسره کې د (زما، همځولې، نغمې، ما او مشرانې) په کلمو کې د (م) پنځه ځلي او د (ن) دوه ځلي تکرار، په دويمه مسره کې د (ګرانۍ، نغمې، راباندې او ګرانې) په کلمو کې د (ن) څلور ځلي او د (ښاپېرۍ، ګرانۍ، تېره، راباندې او ګرانې) په کلمو کې د (ر) پنځه ځلي تکرار، په درېيمه مسره کې  په (ښاپېرۍ، ويښې او ښاغلې) کلمو کې د (ښ) درځلي او په پنځمه مسره کې د (ښ) دوه ځلي تکرار، په (بده، بلا) کې د (ب) تکرار، په (واښکې، واښکې، تاک) کې د (ک) تکرار، په شپږمه مسره کې په (زما او زړه) کې د (ز) تکرار، چې د (وغځېږي) (ځ)- چې د ډول له مخې ورسره يو څه ورته والى لري- هم ورسره تر څنګه کارېدلى دى. همدا راز په (واګې) کې د (ګ) په ګډون په (کې، واک) کې د (ک) تکرار داخلي موسيقي پياوړې کړې ده.

ب: د خپلواکغږونو تکرار: د واولو تکرار هم موسيقي زېږوي.

د کاروان د همغو پاسنيو څو بيتونو په درېيمه مسره کې د (ويښې، ښاغلې او نغمې) په کلمو کې د (ې) تکرار، په څلورمه مسره کې د (الف) او (ې) تکرار، د پنځمې مسرې په (ښاپېرۍ، بلا، واښکې، واښکې، تاک او واخلي) په کلمو کې د (الف) تکرار او په شپږمه مسره کې په (زما، رانه، واګې، واک، واخلي) کې د (الف) او په (وغځېږي، واګې، واک، واخلي) کې د (و) تکرار او په (واګې، واک، واخلي) کې د (و) او (الف) غبرګ تکرار موسيقي رامنځته کړې ده، چې تکرار يې منظم نه دى؛ خو محسوس دى.

ج: په ازاده تکرار کې هغه لفظي بديعي صنعتونه هم راځي، چې په مسره يا بيت کې يې تکرار منظم نه وي؛ لکه د تجنيس بېلابېل ډولونه، اشتقاق يا اقتضاب او….

٢- ازاد شعري تکرار: چې له موسيقۍ سره سره شعريت هم ورکوي. خوشال وايي:

زه خو شرابي يم شېخه څه راسره جنګ کړې

برخې ازلي دي، کاشکې ما د ځان په رنګ کړې

په دې بيت کې د (الف) نامنظم تکرار له موسيقۍ سره سره د شعر له شعريت سره هم مرسته کړې ده او لکه خوشال چې پياله په لاس ولاړ وي، داسې يې انځور کړى دى.

د قراۤن کريم تکرارونه هم په ازاد تکرار کې شمېرل کېږي، چې ډېر خوندور دي. ځينو چې دې تکرار ته په ښه سترګه کتلي نه دي؛ نو اسلامي بلاغتپوهانو يې په ځواب کې دا له مقتضاء حال سره سم بللي دي؛ خو د قراۤن کريم زياتره تکرارونه يواځې مقتضاء حال ته ځانګړي نه دي، بلکې اۤهنګ او موسيقي لري. په رحمٰن سوره کې د (فباى اۤلاء ربکما تکذبان) تکرار خبره د خبر له وچې ژبې راايستې او هنري کړې يې ده. عبدالله الطيب يې ترجيع بولي.

دا اۤيت چې هر ځل تکرارېږي، تېر اۤيت تداعي کوي او پر غوږ ښه لګي.

ب: منظم تکرار: په دې کې د هر تکرار ترمنځ ثابته فاصله وي او کله ناکله پنځګر اړ وي، چې دا فاصله يو شان وساتي او تکرار رامنځته کړي. دا تکرار هم کلام ښکلى او خوندروي او کېداى شي، په يوه مسره، بيت يا ټول شعر کې وي. په منظم تکرار کې د شعر وزن، قافيه، رديف، ذوقافيتين، منځنۍ قافيه، ردالقافيه، لزوم مالا يلزم، سجع،  مثنى تکرار،  ردالصدر الى العجز، رد العجز الى الصدر، تشابه الاطراف، طرد وعکس، سوال جواب او….

دا لیکنه لومړی پلا په ۲۰۱۱ م کال خپره شوې وه. Saturday, 06.18.2011, 12:48pm (GMT)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...