یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهد پېښور څو پېښې؛ د یوې کورنۍ د ۹ غړو په ګډون...

د پېښور څو پېښې؛ د یوې کورنۍ د ۹ غړو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۷ مه) د کوزې پښتونخوا له مرکزي ښار پېښور څخه په څو پېښو کې د یوې کورنۍ د ۹ غړو په ګډون د ۱۶ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د پېښور د بډه بېرې په بابا باغ سیمه کې د ځمکې په شخړه تربوران د خپل یو تربور کور ته اوښتي او ناتاره ډزې یې کړي چې پکې پینځه ماشومان او څلور ښځې وژل شوي دي.

د پېښور د پولیسو مشر کاشف ذوالقار  ویلي دا پېښه د ترونو د بچو تر منځ د ځمکې په شخړه شوې ده.

هغه پېښه کې د څلورو مېرمنو او پینځو ماشومانو د وژنې پخلی کړی.

د یو بل خبر له مخې، په بډه بیره کې د ځمکې په یوه بله شخړه هم د دوو فریقینو تر منځ ډزې شوي چې د پولس په وینا په دې ډزو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د بډه بېرې سره نزدې په پشتخره سیمه کې هم د زړې دښمنۍ په اساس په یو ګاډي ډزې شوي اؤ پولیس وایي چې په دې پېښه کې هم دوه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د جیو ټي وي د رپورټ له مخې، په شیخ محمدي سیمه کې د پټو د اوبه خور په شخړه د دوو فریقینو تر منځ نښته شوې چې یو تن پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

همدا شان د پېښور په سپینه وړۍ سیمه کې د دوو فریقینو تر منځ ډزو کې درې کسان ژوبل شوي او په ریکي سیمه کې بیا د یو خوړ څخه د وژل شوو درېیو ماشومانو مړي ترلاسه شوي دي.

د پولیسو وینا ده چې د وژل شویو دغو درېیو ماشومانو د بې درکۍ رپورټ د پېښور په ناصر باغ تاڼه کې درج شوی و او دهغوي وارثانو ویلي وو چې ماشومان یې له کوره د لوبو لپاره وتلي وؤ چې بیا کور ته نه دي راغلي.

پولیس وایي د بې درکه کېدو په سبا د دغو دریوؤ واړو ماشومانو مړي د یو خوړ نه ترلاسه شوي دي چې عمرونه یې د اتو او دولسو کلونو تر منځ دي.

په وروستیو کې له پېښور او د پښتونخوا له نورو سیمو د نا امنۍ او خپلمنځیو شخړو خبرونه زیات شوي.
ځایي خلک تور پورې کوي، چې پولیس او نور چارواکي غفلت کوي یا یې په لوی لاس جرمي ډلو او افرادو ته د ورته پېښو جرئت ورکړی.

1 COMMENT

  1. په دې پېښو کې به د ګاډۍ آس هم ژوبل شوی وي .
    ګاډۍ هغه وسیله ده چې دوه اربې لري او د آس په وسیله حرکت کوي .
    په اردو ژبه کې موټرو ته ګاډی وایی. زمونږ ځینې مقلدین بیا د اردو په تقلید د چندې ، ګاډۍ ، سایکل ، جهاز ، روټۍ او نورې کلمې پښتو کې پکاروړي ، چې دا په لوی لاس د خپلې ژبې سره جفا او خیانت دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب