یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهد ټولشموله حکومت او بشري حقونو په اړه له کابله د اسلام...

د ټولشموله حکومت او بشري حقونو په اړه له کابله د اسلام اباد غوښتنې

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۷ مه) د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوه تازه وینا کې د کابل له طالب رژیم څخه د بشري حقونو د تامین او ټول شموله حکومت جوړولو غوښتنې کړې دي.

هغه په عین حال کې د خپل هېواد دا تور هم تکرار کړی، چې ګواکې د افغانستان له خاورې دوی ته ترهګریز خطرونه پېښ شوي او مخنیوی یې باید وشي.

د پاکستاني وزیر په وینا، د افغانستان خاوره باید د هیڅ کوم هېواد خلاف کارول کېدو ته پرې نه ښودل شي.

پاکستان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره افغانستان تل په ورته تورونو تورن کړی، خو کله یې هم د خپلو دغو ادعاوو په اړه مستند اسناد نه دي وړاندې کړي.

پر کابل د طالبانو واکمن رژیم د پاکستان او یو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو ورته ادعاوې تل رد کړي او بې بنسټه ګڼلې دي.

1 COMMENT

  1. WHO ARE YOU DAREN;
    IN YOUR COUNTRY YOU FALLOW RULLS OF HUMN RIGHTS,
    HOWMANY THOUSANDS PUKHTOONS YOU KILLED OR MISSING
    ARE YOU GIVE RIGHTS TO IMRAN KHAN HE IS WINNER IN ELECTION BUT DAKO BECOME PRIME MINISTER
    ISHAQ DAREN IS VERY STUFFED
    AFGHANISTAN IS A FREE COUNTRY AND PAKISTAN IS A MOON OF BRITISH
    ZENDAH BAAD AFGHANISSSSSSSSSSSSTAAAAAAAAANNNNNNNNN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب