پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+کره کتنه د وېبپاڼې په لمن کې | فهیم بهیر

کره کتنه د وېبپاڼې په لمن کې | فهیم بهیر

په پښتو ادب کې وېبپاڼې هم د یوویشتمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې محصول ګڼل کېږي. د انټرنېټ له فعالیت سره  د یو شمېر فرهنګي څېرو، ټولنو او ادبي بهیرونو له خوا لسګونه وېبپاڼې رامنځته شوې دي.  په پښتو کې یو شمېر داسې مشهورې ویبپاڼې شته  دي، چې د پښتو ادبیاتو په پرمختګ او غنامندۍ کې یې اساسي رول ولوباوه. د نمونې په توګه څو وېبپاڼې:

بېنوا(http//www.benawa.com)

ټاټوبیhttp//tatobay.com) )

 سپرغۍ (http//sporgay.com)

افغان ادبي بهیر( http//www.baheer.com)

تاند  (htt//www.taand.com)

 هره وېبپاڼه بېلابېل موضوعات خپروي. ځینې د یوې ځانګړې موضوع له پاره ټاکل شوې وي او په ځینو کې  یوه برخه پښتو ادب ته هم ځانګړې شوې ده. تر ټاکل شوي سر لیک  لاندې د پښتو ادب د هر ژانر لیکنې پکې خپرېږي. د ادبیاتو په یوه برخه کې کره کتنه هم موجوده ده. د کره کتنې په تړاو بېلابېلې لیکنې وړاندې کېږي. عیناً عملي کره کتنه ده. په شعرونو، داستانونو او ډول ډول لیکنو باندې  له ځوانو لیکوالو څخه نېولې ان تر لویو لیکوالو پورې دوی  نقد کوي او لیکنې یې په ویبپاڼو کې پرتې دي. هر مهال لوستل کېږي او د ادبیاتو محصلینو او نورو لوستونکي ترې هم ګټه اخیستلای شي. څو کاله پخوا د همدې رسنیو په اړه یوه ارزونه تر سره شوې وه، چې  په ویبپاڼو کې «تاند» ښه ځلېدلی و او لومړی مقام یې خپل کړی و.

د تاند وېبپاڼه (htt//www.taand.net) په  ۲۰۰۷م کې د جولای په اوویشتمه فعالیت پیل شوې ده. په دې اړه څېړنیار مطیع الله ساحل په خپل اثر کې لیکلي دي: (( په دې موخه پیل شوه، چې د نورو ژبو په شان د انټرنېټ له لارې په پښتو ژبه هم د سیاسي، ادبي طبي، ساینسي… معلوماتو سرچینه وي.

دغه وېبپاڼه په لومړي سرکې یواځې پښتو خبرونو ته ځانګړې شوې وه، خو وروسته یې په نورو برخو کې هم وده وکړه او اوسمهال تر بي بي سي پښتو وروسته په افغانستان کې ډېر لوستونکي لري))(ساحیل، ۱۴۰۱،ص، ۹۶).

تاند وېبپاڼه د ادبیاتو تر سر لیک لاندې دا برخې لري: طنزونه، ژبه او لیکدود، شعر، کره کتنه، لنډه کیسه او ناول. د کره کتنې موضوعات زیاتره د ادبیاتو په ژانرونو او بېلابېلو موضوعات را څرخي.. په دې برخه کې زیاتره د استاد اسد الله غضنفر، اجمل پسرلي، استاد اجمل ښکلي، اکبر کرګر، سوله مل شینواري، شریفه شریف، ګل رحمن رحماني، محب زغم، سید نظیم سیدي،  زهیر سپیڅلی، حفیظ الله بشارت، وږمه حلیم، نعمت الله صدیقي، یونس تنویر… او د ګڼو پخوانیو او ځوانو کره کتونکو لیکنې خپرېږي.

له رسمي ادارو سر بېره وېبپاڼه  شخصي هم ده. کېدای شي ځینې کسان، ډلې او ټولنې یې د ځان یا د یوې ځانګړې موخې له پاره وکاروي؛ مګر د نورو ټولنیزو شبکو په پرتله یې لیکنو ته لوستونکي او کتونکي اعتبار ورکوي. د وېبپاڼو د ادبي لیکنو لوستونکو د زده کړو او عمر کچه لوړه ده. د ادبیاتو څېړونکی او لیکونکی کولای شي، چې د وېبپاڼې له متن څخه د ماخذ په توګه کار واخلي. وېبپاڼه هم د لیکنې د خپرولونه مخکې یو ټیم لري. ډیری مهال هغوی لیکنه لولي، املاي تېروتنې او محتوايي نیمګړتیاوې یې دوباره لیکوال ته استوي یا یې خپله ایډیت کوي.

په دې اساس کله چې یوه لیکنه په وېبپاڼه کې خپرېږي، له څو مرحلو څخه تېرېږي. د یوشمېر وېبپاڼو د ادبیاتو معلوماتي لیکنې ممدې درسي له پاره هم کارول کېږي. وېبپاڼې معمولا کمزورې لیکنې نه خپروي. د فیسبوک او نورو شبکو په پرتله یې د لوستونکو او لیدونکو کچه هم کمه وي. معمولاً لوستونکي د لوړ ذوق او پوهې خاوندان وي.

اوس  د تاند پر پاڼه د کره کتنې یو متن را خلو او د کره کتنې په تړاو یې د انځور ننداره کوو:

د غضنفر د یوې کیسې نقد/اجمل پسرلی

« د کیسو دنیا د رښتیا دنیا» په نوم د کیسې د پيل کلمه له نقدي اصولو سره سمه نه ده انتخاب شوې:« یو کال مې له تهرانه تبریز ته په اورګاډي کې سفر کاوه. »

کوم کال؟

 ولې مشخص کال نه یادوي؟

له ځانګړي وخت سره د لوستونکي دلچسپي زیاتیږی، مثلا که زه د یوې پيښې حال تاسو ته درکوم او ووایم چې یو کال داسې شوي و، دې ته هغسې غوږ نه نیسئ لکه تاسو ته چې وایم بیګا چې راتلم داسې وشو.

په دې ډول لیکوال د کیسې په همدې ټکي ( یوکال) د کره کتونکو داغوښتنه نه ده په ځای کړې چې زمانه پکې لږ ډيره مشخصه یاده کړي؛ بل لور ته  ایا دا سمه ده چې د یوې کیسې په یوه ټکي مخکې تر دې حکم وکړو چې ټوله کیسه ونه څیړو او حتی همدا یو لفظ هم په ګرده کیسه کې ونه ارزوو؟

ناقد لوستونکي ته دا اجازه نه ورکوي چې د داستان پر یوه لفظ یا یوې جملې په خپل ذات کې د داستان له چوکاټه بهر حکم وکړي. کیسه یو بشپړ وجود دی د ټول بدن په اړه به داسې نظر نه څرګندو چې د چا په ویښتو کې یو خلی بند وي او ووایو چې دا سړی خیرن دی.

د « کیسو دنیا د رښتیا دنیا» ته که ځیر شو پیل یې خاطره ډوله راغلی دی. د خاطرې لپاره هم مشخص زمان پکار دی د همدې لپاره مې خاطره نه؛ ( خاطره ډوله) ولیکل. د کیسې مکالمه هم همدا ډول راغلې ده. په داستاني مکالمه کې عادتا د دوو کسانو خبرې په (ـ) سره ویشو او بیا بیا نه لیکو چې ده وویل، ما ورته وویل، ده وویل، ما پوښتنه وکړه…

د کیسې زمان هم د خاطرې لپاره مناسب دی. په زړو لنډو کیسو کې د خاطرو په څیر داستاني تسلسل ته ډير پام کیده خو په نویو ګڼو لنډو کیسو کې خطي زمان ډير نه مراعاتیږي. کره کتونکي یې علت دا ګڼي چې پرله پسې زمان لوستونکی ستړی کوي. دلته د « کیسو دنیا د رښتیا دنیا» په کیسه کې د دغې ستړیا مخه تصویرونه نیسي:

« د شیشو له شا مې د نابلدو سیمو ننداره کوله. کورونو، پټو، ویالو، تیږو، مرغانو، بزګرانو، د کورونو په منځ کې راویښو شویو مېرمنو او داسې هر هر څه ته مې کتل. د یوه کور په حویلۍ کې پر یوه پړي باندې پروت وینځل شوی شین کمیس باد رپاوه. د بریښنا پر یوې ستن د دوو مرغیو جنګ و. په یوه ویاله کې یوه پاڼه اوبو وړه. یوه میرمن د یوه کور په منځ کې روانه وه، شاید پخلنځي ته به تله»

څوک چې له ریلګاډي بهر ګوري ښایي نور شیان هم وویني، مثلا ونې، څاروي، موټر، وریځي…خو لیکوال هغه تصویرونه راسره شریکوي چې د ټولې کیسې له محتوا سره ارتباط لري، کور یادوي، د کیسې په اخره کې پوهیږو چې اصلي کرکټر د کور له اخیستو لاس اخلي، پټي یادوي، اصلي کرکټر د شتمنۍ په باره کې فکر کوي، ویاله د ژوند نښه ده، تیږي جامد حالت دی چې کرکټر ترې راوځي، مرغان هم ژوند دی، بزګران د راتلونکي ژوند لپاره کار کوي، لکه د اصلي کرکټر انجام، په کور کې پر پړي وینځل شوی کمیس شین دی، شین رنګ د ژوند رنګ دی، باد هم د ژوند نښه ده. د دوو مرغیو جنګ د اصلي کرکټر د دو غوښتنو جنګ دی چې کور واخلي که واده وکړي، په ویاله کې یوه پاڼه اوبه وړي اوبه هم ژوند دی او یوه میرمن په یوه کور کې روانه ده دلته هم څو ښځې نه دې لیدل شوي.

په دې ډول دا تصویرونه یوازې د دې لپاره نه دي راغلي چې د یو استوي زمان له ستوماني مو بهر کړي، دا تصویرونه په ټوله کیسه کې نقش لري.

په دې کیسه کې متحرک مکان (اورګاډی) د سرعت احساس لیږدوي خو د کیسې په نیمایي کې د کرکټر خوب دغه سرعت ورو کوي:

« ډوډۍ مې وخوړه او سمدستي په ده پسې ورغلم خو متاسفانه ویده و. بد خرهار یې و. ما د سعدي ګلستان چې د سفر په وسایلو کې معمولا را سره وي، یو څه ولوست او بیا خوب یوړم. څو ځله ویښ او ویده شوم. زما همسفر په درانه خوب ویده و.وروستی ځل سهار لمانځه مهال راویښ شوم»

د ګلستان یاد د کیسې سبک پر لوستونکي مني چې حکایت ډوله لیکل شوې ده د همدې لپاره د  حکایتونو دا کتاب د اصلي کرکټر د خوب پرمهال دوه ځله یاد شوی دی. لیکوال له دې دریدلې شیبې( خوب) استفاده کوي او خپلې خبرې راسره شریکوي:

« په ذهن کې راتېرېدل چې ما اوس په یوه نابلده سیمه کې زرګونو څیزونو ته د لومړي او وروستي ځل لپاره یو نظر کتلي او تصویرونه یې سمدستي زما په حافظه کې محوه شوي دي. همدا رنګه موږ هم د زمانې په حافظه کې یوه شېبه ښکاره او بیا د تل په مخه محوه شو»

دا خبرې د ټولې کیسې یو کلي تصویر دی چې ژوند درومي پریکړو ته انتظار پکار نه دی، لکه وړاندې چې په کیسه کې د دوه زړي کرکټر د قناعت لپاره لومړی کرکټر وایي:

« ګراني ورځ په ورځ ډیرېږي. هغه کور چې سږ کال په یو میلیون دی ، کال ته به ان په پنځلس لکه نه پیدا کېږي. له بلې خوا ژوند نه تم کیږي، تېرېږي، بیا نه راګرځي. نو تر دې چې هیڅ پریکړه نه کوې که هره فیصله وکړې هغه دې په ګټه ده. ستا اصلي تاوان دا نه دی چې یوه خوا انتخاب کړې، ستا اصلي تاوان دا دی چې یوه خوا هم انتخاب نه کړې.»

د هنرمند یوه نښه دا ده چې په دې پوهیږي چې کومه خبره چیرته وکړي. د اصلي کرکټر له خوب سره چې د کیسې زمانه یو ډول دریږي لیکوال په کیسه کې بله کیسه پیلوي:

« دغه وخت مې قلم او کاغذ ته لاس کړل او بې ارادې مې د موضوع پیدا کولو په تمه خپل ویده همسفر ته وکتل. دی که څه هم ویده و خو د کیسه لیکنې مخصوص ځېل راته ویل چې دی باید د یوې موضوع د پیداکولو سبب شي. څو دقیقې وروسته راویښ شو، راویې کتل، ویې ویل: څه لیکې؟»

د دغه پاراګراف له پای سره د کیسې مکالمه سرعت پیدا کوي. دا مکالمه دا ځانګړتیاوې لري:

*اضافي کلمات پکې نه ترسترګو کیږي

* کیسه مخته وړي

*یوه بل ته ځوابونه د هو او نه په حساب مستقیم نه دي راغلي

*د کرکټر له احساسه مو خبروي

*ډیر معلومات پکې یوځای نه دي وړاندې شوي

له دغو نقدي اصولو سره سمه دا لیکل شوې مکالمه لکه څرنګه چې مخکې اشاره ورته وشوه په (ـ) نه بیلیږي او په عمدي ډول په پيل کې د خاطره ډوله سبک دا حرکت پکې ځای شوی دی چې سړی لاس و مخ  وینځلو ته پکې ځي:

« دی په خپله چوکۍ کې نېغ کېناست، ویې ویل:  ما ډیر ځله د کیسو لوستل شروع کړي دي  یوه کیسه مې هم تر پایه نه د ه لوستې.

 ما وپوښت: ولې؟

 ده راته وویل: ستا په اجازه زه به مخ و لاس ووینځم بیا به ستا ځواب درکړم.»

د کیسې په مکالمه کې د کرکټرونو خبرې هم داسې راغلې دي لکه د یوه کس غږ، خو دلته په معنا کې ژور بدلون دا غږونه سره بیل کړې دي. بل لور ته دغه یو غږ د ټولې کیسې د ارایې له طرز سره سم راغلی دی چې دا د کیسې د واحد تاثر په شیندلو کې مرستندوی دی.

د کرکټر په دې کیسه کې که د کرکټر بیل غږ د سبک قرباني شوی دی په همدې مکالمه کې هم لیکوال هڅه کړې ده چې د کرکټر له ظاهر او باطنه مو خبر کړي:

« د هغه زېړې ګردۍ سترګې له قهره وځلېدې …….. ده راته وویل: موضوع به زه درکړم. ولیکه، یو سړی دی، مثلا اووه دیرش کلن دی. اولس، اتلس کاله یې ډیر زحمت ایستلی او یو څه پیسې یې ټولې کړې دي.اوس نه پوهېږي چې اول واده وکړي ، که کور واخلي.»

په ځینو کیسو کې یو نیم عنصر برلاسه وي لکه « د کیسو دنیا د رښتیا دنیا» په کیسه کې چې کرکټر برلاسه دی د همدې لپاره دې ډول کیسو ته د کرکټر کیسې وایي. کله چې دا نوم ورکوو نو بیا دا عنصر د سبک قرباني کیدای نه شي. په دې کیسه کې هم د کرکټر په برخه کې د کره کتونکو له دغو اساسي غوښتنو ایکي یوه نه ده په ځای شوې:

*کرکټر نارینه دی، که ښځینه

*کرکټر څرنګه ښکارې، څیره یې، کړه وړه یې

*کرکټر څوکلن دی

*کرکټر څه خوی لري

*اصلي کرکټر له بل کرکټر سره څه ارتباط لري

*د کرکټر د قوت نخښه څه ده

*د کرکټر د ضعف نخښه کومه یوه ده

*کرکټر چیرته دی

دا پورتنۍ ټولې غوښتنې په دې کیسه کې په ځای شوې دي یوازې دا غوښتنه چې ( د کرکټر نوم څه دی) پاتې ده. دا هغه غوښتنه ده چې ګومان کوم په افغاني کیسو کې د کلتور قرباني شوې ده. موږ نه د پلار نوم یادوو، نه د مور، نه د تره ، نه د ښوونکي، نه د ترور، نه د بل کوم مشر یوه نوم، او دغه دود کیسو ته هم لاره کړې ده. زه خپله چې کله د اروپایي کرکټرونو کیسه لیکم هڅه کوم چې نوم پرې کیږدم خو د وطني کیسو د کرکټرونو په نومونو پسې نه ګرځم.

« د کیسو دنیا د رښتیا دنیا» په کیسه کې مو لیکوال له کرکټر سره په تدریجي ډول اشنا کوي کله چې د کیسې په پيل کې د یوه کرکټر له ظاهره یوځای خبر شو داسې شي لکه په ډوډۍ کې چې غوټه مالګه د چا تر غاښ لاندې شي، خو کله چې له کرکټر سره دومره اشنا شو:

« په ریلګاډي کې مخامخ ورته ناست دی… د خبرو غاړه یې ځیږه او شډله ده…غږ یې جګ دی… خبرې ډيرې کوي..ډوډۍ ژر ژر خوري… د بل خبره نه اوري…»

تر دې اشنایي وروسته د کرکټر په کیسه کې پکار ده چې د هغه له ظاهره هم خبر شو. دغې تلوسې ته مو لیکوال نه ایساروي د  کیسې په اووم پاراګراف کې د کرکټر ظاهر داسې راپیژني که یې رسام رسموي نو دا جملې دې خپلې مخې ته کیږدي:

«دی به په عمر شاید څلویښتو ته نژدې و. د سر مخکیني ویښته یې د غوږونو شاته له یو څه ویښتو پرته  نور ټول توی شوي وو خو په مقابل کې یې شقیقې ترمعمولي حد پلنې او برېتونه یې ډبل وو. سترګې یې د  دوو زېړو مردکیو په څېر ګردې او زېړ بخونې وې. د پوزې سر یې نسبتا جګ و، مګر د پوزې هډوکي یې د سترګو په  منځ کې داسې ننوتي وو چې تا به ویل له دغه ځایه یې چا غوښه او هډوکي توږلي دي. سړی جدي، قاطع، سپین خو په عین حال کې مضطرب معلومېده. په سترګو کې یې  د عصبي خلکو مخصوصه ځلا او ناکراري نه پټېده.»

د کرکټر کښنې په برخه کې مې په یوه مقاله کې  یو وخت دا جمله لوستې وه« پر کیسې د فلم ګومان وکړه او داسې یې بیان کړه لکه د فلم کیسه چې نابینا ته کوې».

« د کیسو دنیا د رښتیا دنیا» کیسه نابینا ته د داسې فلم د کیسې بیان دی چې سړي څه پیسې پیدا کړې دي نه پوهیږي چې کور واخلي که واده وکړي، خو په پای کې پریکړه کوي چې واده وکړي.

دلته دا سوال مهم دی چې د دې بدلون لپاره په ۲۴۶۸ کلمو د لیکل شوې دې کیسې لمن دومره ده چې دې بدلون ته پکې زمینه برابره شي؟

له لمنې څخه هدف دا نه دی چې کلمات یې زیات وي؛ هدف دا دی چې داسې پیښې پکې ځای شوي وي چې د کرکټر بدلون ته پکې منطقي زمینه برابره شوې وي او د زمان اوږدوالی مناسب وي.

سنټ اګوستین د منځنیو پیړیو افریقایی فیلسوف وایي، تر هغو چې څوک له ما پوښتنه ونه کړي چې زمان څه دی زه پوهیږم چې زمان څه دی؛ خو کله چې له ما پوښتنه وشي چې زمان  څه شی دی، بیا نه پوهیږم چې څه ځواب ورکړم.

« د کیسو دنیا د رښتیا دنیا» کې کرکټر د یوه سفر پرمهال بدل شوی دی، د انسان د بدلیدو لپاره اوږده زمانه نه ده پکار؟

په لنډه کیسه کې ډير کله وخت نه وي چې د کرکټر له تیرې زمانې خبر شو د همدې لپاره په لنډو کیسو کې یا د کرکټر تیرې زمانې ته اشاره پکار ده یا یې د حال په بیان کې دا هنر پکار دی چې لوستونکی د کرکټر تیر وخت په حدث او ګومان پيدا کړي.

« د کیسو دنیا د رښتیا دنیا» کې درې زمانې دي، یوه د داستان زمانه ده په ریل کې سفر، بله زمانه حذف شوې زمانه ده چې کرکټر تر داستان مخکې پر دې فکر کړی دی چې واده وکړي که کور واخلي، دریمه زمانه هغه ده چې ده واده کړی او تر دې وروسته ژوند دی چې څرنګه به وي پرې پښیمانه به شي که به نه شي اوس خو خوښ ښکارې؟

 یعني یوه پيښه شوې زمانه ده، یوه روانه زمانه ده بله راروانه زمانه ده او دا درې سره د داستان برخې دي.

په دې ډول د ارسطو خبره په ځای شوې ده چې وایي، زمان تر هغه وخته معنا نه لرې چې روایت شوی نه وي.

د زمان ترڅنګ د کرکټر په کیسه کې د کرکټر د بدلون لپاره په خپله کرکټر مهم دی چې معرفي شوی وي.

د نقد له اصولو سره سم د یوه کرکټر د پيژندلو لپاره، د هغه ظاهري څیره او روحیات مهم دی.

د کرکټر ظاهري څيرې ته مخکې په دې مقاله کې اشاره وشوه او روحیاتو ته یې هم نغوتې وشوې، خو د کرکټر له روحیاتو ډیر کله د هغه له خبرو ښه پوهیدی شو، وایي خپله ژبه هم بلا ده هم کلا. د کیسې په مکالمه کې اصلي کرکټر لوستونکو ته ښه ورپیژندل شوی دی چې یو دوه زړی انسان دی، مخکې یې هم فکر کړی دی چې څه وکړي او بس یوه تایید ته ضرورت لري چې څوک ورته ووایي، توکل کوه او دی هم همدا توکل کوي.

د کیسې پیل او مکالمه د نثر برخې دي چې د (خاطره ډوله) سبک لپاره پکې ځیني اصول مات شوې دي. امریکایي لیکواله جویس کارول اوتس د داستان معاصره استاده چې ۵۸ ناولونه یې چاپ شوې دي کیسه لیکوالو ته دا وړاندیز کوي چې د لیکلو په بڼه کې تغییر راوله له تکراري بڼې ډډه وکړه یو بدلون راوله چې نورو نه وي کړئ.

جویس په ۱۹۹۹ کې په نیویارک ټایمز کې په خپرې کړې مقاله کې دا خبره هم کړې ده چې نوښت پيلامه نه ده، نوښت په زړو اصولو کې نوي والي ته وایي په بله معنا ابتکار له شته سرحدونو پورې وتل دي، که سرحد نه وي له څه به پښه اړوي او له څه به تیریږي.

د کیسې یو بل عنصر (تلوسه) چې له نثري سبک سره ډيره تړلې نه ده، نه شي بدلیدلی.

ناقدان وایي، تلوسه د څه شي پټول نه دي د یو څه ژمنه ده چې له لوستونکي سره یې کوو. د « کیسو دنیا د رښتیا دنیا» په لومړي پاراګراف کې لیکوال ژمنه کوي چې مخامخ راته ناست سړی غواړي چې خبرې راسره وکړي، لږ وروسته دا سړی داسې په خبرو راځي چې د بل نه اوري او تر هغو نه غلی کیږي چې خوب یې وړي. لیکوال بیا لیکي چې زړه یې غواړي د دې سړي له حاله خبر شي چې کیسه ولیکي دا ژمنه هم د کیسې تر اخره ترسره کیږي.

دا کیسه په خاطره ډوله یا حکایتي بڼې له اغازه انجام ته رسیدلې ده:

« زما د استوګنې هوټل ته راپسې راغی. یو ډبلی شیریني ورسره وه. د تېر ځل غوندې په لوړ اواز بې مقدمې لګیا شو:  نن سهار مې نجلۍ وغوښته، خبره مو وشوه، ما ځکه بیړه وکړه چې یو خو باید د کیسې په سړي نور وخت نه وای تېر او بل خدای شته ویل مې کیسه لیکونکی تهران ته ستون نه شي.»

په دې ډول د کیسې د پای دایره بشپړه شوې ده، ناقدان وایي چې  د کیسو پای یوه دایره جوړوي، داسې چې یو نوک یې له بل سره وصل شوی وي.

 دا دایره په غیرتحلیلي کیسو کې بشپړیږي او په تحلیلي کیسو کې د دایرې د داخلي موادو په اړه لوستونکي ته سوال یا سوالونه پیدا کیږي. دلته دا سوال پاتې شو چې د دې سړي پریکړه سمه وه، که نه دی به پیښمانه شي؟

هنر ځواب نه دی، هنر سوال دی چې د داسې دایرې دننه یې د ځواب نښې موندلی شو».پای.

پورتنۍ کرکتنې عملي بڼه لري. هر مهال یې د ټولنیزو شبکو کارونکي لیدلای او لوستلی شي. تر ډېره دا لیکنه خوندي ده. ګټه یې د ادبیاتو محصلینو، استادانو، کره کتونکو او څېړونکو ته رسېږي. په ادبي غونډو کې کره کتنې زیاتره شفاهي وي او چابک لیکوال هر څه لیکلی شي؛ مګر ډېری د کار خبرې هم کله کله پاتې کېږي. د وېبپاڼو یا انټرنېټي شبکو له پاره باید لیکنه خپله د نقاد لخوا ولیکل شي، بار بار لوستل کېږي او بیا بریښنايي پاڼو ته سپآرل کېږي. لیدل کېږي، چې وېبپاڼې د کره کتنې د تیورۍ، علمي پروسي او پاللو په اړه ګټور وسیله ده او په کم وخت کې ډیری کسانو ته خپل پیغام استوي او خپله پاڼه یې هر مهال د لوستونکو پر مخ خلاصه وي.

ماخذ

۱ – ساحل، مطیع الله.(۱۴۰۱هـ ش). پر پښتو ژبه او ادب د معلوماتي ټکنالوژي اغېزې. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب