پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۴ برخه‎

د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۴ برخه‎

احسان الله ارنیزی
د واده بدلې
پوښ:

دا هغه بدلې دي چې د پوښ د وړلو په مراسمو كې د زوم د كورواله ښځو له خوا ويل كېږي. په دې بدلو كې دا وختونه څرګند دي: د زوم په كور كې د پوښ ننداره  د زوم له كور څخه د پوښ روانېدل، د ناوې كور ته د پوښ رسول او د ناوې په كور كې د پوښ ستايل.

په غره كې مومندي كوچيانو كلى دى
(پلانى) په نيلي سور  پوښ يې راوړى دى
*

ولور دې د اصيلو غيرانو [384] دى
يا: ولور دې د كابل د خزانو دى

شال دى د اوندو (385] د دكانو دى
يا: كميس دې د مشد (مشهد) د دكانو دى[386]

*

راځئ چې ده د پيازو نوالې[387] وكړو

اوس به چكن [388] راوړو د چاپو بې [389] نندارې وكړو

*

كوټې جورو [390] كړئ گرد يې مه پورته كوئ
موږه داسې پوښ روړى گل يې مه خرابوئ
*

خلاص كئ يخدانونه [391] اصيل اصيل كلپونه دي

(…) دسې پوښ راوړى د سرو زرو يې چاپونه دي

*

كجاوو كې سره مړه ده
موږه دسې پوښ روړى په … [392] كې اوازه ده

*

خورجين خلاص كي نمنځ[393] يې ګورئ

اوچكان [394] يې جوپاني [395] دى، د (…) ويندير  ربولي

*

ناويې له ما مه شې گيله منه

خسر دى خت راوړي دى په خپله

*

تور پيكي دې بيه شمنم [396] نيولى دى

خت مې زر زري[397] درته راوړى

د نيمو شپو كراره خوبه ولې نه راځې

(…جان) په چپاو[398] تللى تا ته شين رنګين راوړى

*

ناوې كه شال غواړي نن دې وار دى

(…) پاس په دكان درته وېلاړ دى

*

دا هغه بدلې دي چې ټونگري يې د پوښ د نندارې په شېبو كې د ناوې د پلارګنۍ د ښځو د ځورولو له پاره بولي:

د موږ د ناوې خوارې ابګنى[399]

د موږ د ميوې ډكې كړئ بنۍ[400]

*

اصيل ورېښمين دى ډېر په دوكانو كې
(….) تول دې سپك شه په تربرو كې

دا هغه بدلې دي چې د ناوې د طرف ښځې يې بولي. په دې بدلو كې د پوښ پر كميت او كيفيت او د پوښ په وروړنكو ښځو انتقاد كېږي او كله نا كله د ادبي ښكنځلو حد ته رسېږي.

ژرده مې لمده[401] ده مېچن مې كركره[402] ده

د (پلاني) دره[403] ميوه ده د ما په لپه يوه ده

*

يو دې وزګوړى څلور دې پاستي[404]

د زوم وروره هسې ته ولې را زغاستې

*

خلاص كئ يخدانونه پوښ يې وگورئ
كه پوښ يې د كار نه وي (…) … روبولئ[405]
*

ده (…) مې ولې ژاړي
لږ ميميز[406] يې دى راوړى خلكي[407] يې بېرته غاړي[408]

زه شا لړم په ديوالو وښوريدم

زه د دې د (…) په نابود پوښ وشرمېدم

*

موږ به ده اوږبرګه[409] چاړه څه كوو

موږ به ده بې دوده خيښان څه كوو

*

سندك خلاص كئ نمنځ يې ګورئ

كه د ناوې ورېښمين[410] نه وي ده خسر (…) يې ربولى

*

خت دي د ليك داري اله چې[411] دى

پوښ دي د كابل د درويزى دى

*

سمې نيمې شپې شوې پړشمى[412] دى ليلې

د (پلاني) كوډې مې په وره كې سوروى دى ليلى

*

د پيغلې كتل:

دا هغه بدلې دي چې د پيغلې د كتلو په وخت كې ويل كېږي:

مور په جام كې اوبه تورې

موږه دسې پېغله كړې، بې رنجو يې سترګې تورې

سپينې ملغلرې په بلندرو كې مې نغښتې
ما ته هغه سړي جر كړې چې يې ته (…) ته غوښتې

د مال حلالول:

دا بدلې ټنگورې د مال د حلالولو په وخت كې وايي:

د موږ د ناوې خوارې ابګنى

د موږ د غوښو ډكې كړې رسۍ

يا: د موږ د غوښې ډكې كړې بوجۍ[413]

*

(…جان) مږ الالوى

(پلانى) ورته ناست دى د كولمو پګړي[414] تړي

دا لاندې بدلې د مال د حلالولو په وخت كې د كور واله ښځو له خوا ويل كېږي:

څه توره تياره ده څونګښه يې كوتلې[415] ده

څه توره شوروا ده (…) ته يې ساتلې ده

——————————

[384] له اصيلو غرانو نه مطلب پخوانۍ سپينې روپۍ دي چې خلكو يې يوه واحد ته (قران) وايه.

[385] هندو.

[386] له هغه ځايه چې په څلور لسيزې مخكې د ايران د مشهد ښار ته د افغاني موټرو تگ او راتګ زيات شوى و، ترانسپورتي كار كوونكو او نورو افغاني كار گرانو به د راتگ په وخت كې له ځان سره د نورو شيانو په څنگ كې ټوكران هم راوړل چې په دې بند كې ورته اشاره شوې ده.

[387] نوالې- نوړي- نمړۍ، گوله- لقمه.

[388] يو ډول ښځينه ټوكر.

[389] بې- به يې.

[390] جورو – جارو.

[391] يخدان- بكس- صندوق.

[392] د يوه كلي يا يوه قوم نوم.

[393] نمنځ- لمنځ- مينځ.

[394] اوچكان: يو ډول ټوكر ښايي اصلاً اب چكان وي.

[395] جوپان- جاپان.

[396] شمنم- شبنم.

[397] زرزري، مطلب زري ټوكر يا كپړه.

[398] له (چپاول) نه لنډه شوې كلمه ده چې د يرغل او چور مانا لري.

[399] ابګنۍ – د ابه له كلمې څخه جوړه شوې مركبه كلمه چې د پلارګنۍ مانا لري.

[400]  بنۍ – بوجۍ، يعنې چې د ناوې پلارګنۍ ټوله ميوه په خلكو نه ده وېشلې او د خپل ځان له پاره يې په بوجيو كې زېرمه كړې ده.

د منگلو بدلې:

موږ هر څه درته رووړي تاسو څه كړه

خداى دې داسې تور په تور كې چې ډمانو ته په كور شي

شا عزيز مو خېټور دى په ښنك كې به مړودوړ شي

داسې يې مړدوړ كې چې كولمې يې تور په تور كړى

ژبه پكې نه وي په شنډو خبر نه كېږي

د تاسو څنگ ته چې موړ سړى كيني وزى شي

د لوږو تندو مړو شئ په ډېرو مو جرنه (ولسي پوهه، ص 53).

[401] لمده – لنده.

[402] كركره- پڅه- كُند.

[403] دره – دومره.

[404] پاستي- پره كى.

[405] لكه چې په متن كې راغلي دي په وردګو كې د ستنې، ناستې او توى د پوښ څومره والى او څرنگوالى د دواړو خواوو تر مينځ ټاكل كېږي او د زوم كورنۍ مجبوره ده چې منل شوي شيان كټ مټ او د وعدې سره سم برابر كړي. كه داسې نه وي د ناوې پلارګنۍ د اعتراض حق لري او حتى استول شوي پوښ بېرته مستردوي. په بدل كې د (پلانى) په تعقيب ښايي يوه ناوړه كلمه وكارول شي.

[406] – ميميز – مويز- مميز- كشمش.

[407] خلكي، له خلي (خس) څخه تصغيري ويى.

[408] د دې بدلې نور ډولونه د پكتيا والو په لهجه:

څوك مې پټ پټ ژوړي (…) مو پټ پټ ژوړي

وريجې يې راوړې خمچۍ يې په څټ غوړي

يا: ټكري يې رووړى سپڼسي يې په څټ غوړي

يا: غوړي خو يې رووړي، سپيلوګ يې په څټ غوړي

(ولسي پوهه، ص 51)

[409] اوږ برگه- دا يوه مهمله كلمه ده چې مانا يې څرگنده نه شوه.

[410] وريښمين- ابريشمين، يو ډول قيمتي ټوكر.

[411] اله چه- يو ډول ټوكر.

[412] پړشمى- پس شوي- د روژې د مباركې مياشتې سهارنى– سحرى.

[413] په دې بڼد كې دې خبرې ته اشاره شوې چې د ناوې پلارګنۍ ټوله غوښه په خلكو نه ده خوړلې بلكې يوه اندازه يې د ژمي له پاره زېرمه كړې او د لاندي د كتارونو په څېر يې په رسيو كې ځړولې ده.

[414] پګړۍ: د ململ يا كوم بل سپين ارزانه ټوكر لونګى.

[415] كوتلې – له قاتل نه جوړه شوې مخففه كلمه او يا كوتل شوې يا ټكول شوى.

د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۳ برخه‎

1 COMMENT

  1. ټوکه
    دا د وردګو واده کله ختمیږی ؟
    دا خواږه مراسم ،خوږی بدلې او محروم مجاهدین ؛ ډاریږم چي چي په
    خپل سر امرا او مفتیان کومه فتوی لکه د انحصار د کرسیو یواځې طالب جان ته،پټاو نکړی نو بیا پکه دا دی بله سپکه.او توصیه می دا ده .
    نو که ودونه کوی پدی شرایطو کی یواځی یتیم او کونډو ته ډوډۍ ورکوی او د دوهم حج او عمری لګښت هم فقرا او مسکینانو باندی وویشی ، هغه چی وایی ملا ته مه وایه چی راکړه تل ورته وایه چي ملا صاحب درواخله ؛دایی عملا د کرسیو په اشغال او انحصار کی ثابته کړه
    او معلومه نده چي ملا ،زمن او نمسی یی کله مړیږی ؟ شیخ دلاور دی ځواب ورکړی .
    خلاصه دا به وایو :
    اللهم اکفنا بحلالک عن حرامک واغننا بفضلک عمن سواک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب