شنبه, جولای 27, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۳ برخه‎

د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۳ برخه‎

احسان الله ارنیزی
د ښادۍ بدلې

په وردگو كې د واده هره روځ، هر ساعت، هره شېبه، هر دود او هره خبره خپلې – خپلې ځانگړې بدلې لري چې دلته به يې په ترتيب سره راوړو:

د (دعا( يا (هو) يا (هوكړې) لمانځنه:

كله چې يوه ځوان ته د يوې پېغلې د وركولو (دعا) وشوه، د ځوان په كور كې ښځې بدلې بولي او خپله نوې خيښي يا خوشالي په دې بدلو كې ستايي:

د كوچيانو بدلې:

د دوو ډولو غږ سو سريندي سولې

د (…) د ښادۍ غږ سو د دوښمنو ناخوني سولې

*

په جگو غرو كې دې جاى جوړ كه بارانونه دي

ښادي مې د (…) واى د موږ سيلونه دي

*

لوړ چنارونه لوړ دې برجونه

ښدي مې د (…) ده د موږ سيلونه

*

څره يخه شپه ده شباده[357]  ورسره

ښادي مې د (…) ده (…) جوړه ورسره

 

ګل او ريمال:

دا هغه بدلې دي چې ښځې يې ريمال او ستنې يا ځونډي د وړلو په بېلابېلو وختونو كې بولي. لكه د ګل يا ستنې يا ځونډي غوښتل، د چا په اوږو يا شمله باندې د هغه تومبل، د لارې په سر د خپل ګل يا ستنې ستايل او خپل كور ته د هغه رارسول او داسې نور وختونه

جوړ كړئ ريمال جوړ كړئ، ريمال موږ راسره وړو

نور كارم[358] برابر دى (…) نه ماتلوو[359]

*

سرې اسپې ياغي شوې په ځنګلو كې
يا: سرې اسپې مې وركې په ځنگلو كې

موږ به ريمال يوسو په منګولو كې

يا: اوس به ريمال وړم په سرو منگولو كې

يا: موږ ته سور گل راكئ په منگولو كې

*

تورې ګورګرې[360] د غره لمنې

يا: او پورې گورگرې سرې دې لمنې

يا: گورگورې تورې سرې يې لمنې

ريمال يې راووړ د څڼيورې

يا: ريمال يې راووړ د پېغلې نجلۍ

په غره كې د ټوپكو تور گرد ونه دي

په سر د (… جان) سره ريمالونه دي
*

اسپه چې خوله ټېټه كا[361] لونگ اخلي
موږه دسې[362] ريمال راوړ د زړو زنګ اخلي
*

سكاڼي [363] پښې تر نوكو سرې دي
د پلانى ريمال يې را ووړ   په دښمن يې سرې لمبې دي
*

موږه دسې ستن راوړې

چا په خوب نه ده ليدلې

*

ريمال يې راوړ څنډي پې[364] پورې

يا: دسمال يې راوړ، گلان پې پورې

يا: ريمال يې راوړ، ځونډې پې پورې

يا: دسمال يې راوړ، لونگ پې پورې

يا: ريمال يې راوړ، گونگړي پې پورې

په بوره مه شې د (پلاني) مورې

يا:  ستړې مه شې د (…) مورې

*

 گورگورې تورې سرې يې لمنې

ريمال يې راووړ د پېغلې نجلۍ

(كوچيانۍ پانگه….ص 144)
*

په غره كې ټكهار دى ژڼيو ښكار ويشتلى دى
ټول عالم خبر دى موږ ريمال راوړى دى
*

د پاسه باغدادي [365] كوترې راغلې د كاريزه په سپرغو[366]
د (پلاني) ريمال يې راووړ د (پلاني) په وليو
*

شنې كوترې راغلې د كارېزو په سپرغو

د (…) ريمال يې راوړ د (… خان) په مټو

*

څه عجب خبر دې بيه[367] راوړ ريماله[368]
لاس په لاس دې ګرزوم د ډېره خياله

*

د كابل د مړو[369] بوى راوړ شماله
د (پلاني) د سمال خو تا  ديه[370] راوړي(….ځانه)[371]

*

په لويو غرو بران[372] دى ژڼيو ښكار ويشتلى دى

خلكو دغه وينئ موږه گل راوړى دى[373]
*

په غره كې د ټوپكو تور گردونه شول

ته مله د (… خان) ښه ريمالونه شول[374]
*

كليه موږه څو[375]) خداى پماني[376] غاړو[377]

د موږه د ريمال مباركي غاړو

*

د لويو غرو كوتره به شم اوال[378]به راوړم

د (….) ته مخ به شم ريمال به راوړم

*

كوترې راغلې د كاريزو په غاړه

ريمال يې راوړ د (… جان) په غاړه

*

تور ټوپك زيړه كنداغه

د (…) ريمال يې راووړ د (…) په زېړه غاړه

*

نمر[379]راوخاته د توتو په شاخونه

په دې غرمه مو راوړل د (…) سره ريمالونه

*

ريماله په جوپو  جوپو مې يوړې

ريماله په خيالي ليورو مې يوړې

*

ريماله په جوپو – جوپو دې وړمه

ريماله د لوټو په زور دې وړمه

*

ريماله په جوپو جوپو مې راوړې

ريماله د تربرو په زور مې راوې

*

لوى دسمال دې ستر يې سور[380] دى

د (…) په سر يې راوړ چې ته مله[381] پورې يې خور[382] دي

*

پورې د لوړ غره لمنې سرې دي

موږ دسې ريمال راوړ  د سرو زرو يې كوبې دي
*

نننيو ژڼيو ښكار ويشتلى دى

(پلانى) په دستار گل راوړى دى[383]
———————————-

[357]  شباده- شو باد- شب باد- د شپې بادونه

[358] كارم – كار مو.

[359] ماتل – معطل

[360] گورگرې: يوه غرنۍ ميوه ده چې ونې يې د پكتيا او پكتيكا په غرونو كې زياتې دي. دا ميوه سركيو (الوبالو) ته ورته ده او تازه او يا وچه خوړل كېږي. د رحمن بابا يو بيت دى:

 چې مېوې يې د كابل خوړلې نه وي

د هغو ترفهم وڅكې دي گورگرې

[361] – كا – كړي يا كاندي

[362] – دسې – داسې

[363] – سكاڼ- يو ډول اس

[364] پى – پرې

[365] – باغدادي – بغدادي

[366] سپرغه – په وردگو كې پخوا خلكو د اوبو د كاريزونو د ويستلو له پاره، له اوارو سيمو څخه د غرو د لمنو په لور په يوه ليكه كې كوهيان كيندل او د دې كوهيانو لاندنۍ برخه يې د يوه تونل په واسطه سره نښلوله. دا تونلونه به دومره ارت او جگ وو، چې كوهي كيندونكي كسانو په كې تگ راتگ كولاى شوى. دغه تونل ته وردگ سپرغه وايي. د سپرغو جوړول د لسگونو كوهيانو اوبه يو ځاى كوي چې په اواره سيمه كې له وروستني كوهي څخه د كاريز په شكل رابهېږي او زمكې خړوبوي.

[367] بيه – بيا

[368] په دې بيت كې ريمال د يوه مثبت خبر رسونكي يا ښه قاصد په توګه ياد او ستايل شوي دي؛ ځكه همدې ريمال له ځانه سره د دوستۍ او د يوې خوږې خېښۍ د پيل زېرى راوړي وي.

[369] مړه ( د  م په فتحه) مڼه.

[370] ديه – دي.

[371] د كوچيانو بدل:

د كابل د مڼو بوى راغى شماله

زه دې جار شم د (…) د كور دوسماله

[372] بران – باران.

[373] د منگلو بدل:

په زاړه انگړ كې اور- اور دى لگېدلى

د نصرالله په وليو گل- گل دى غوړېدلى

[374] په دغه بيت كې د يوه شخص د نامه پر ځاى د يوه كلي يا يوه قوم نوم هم اخستل كېږي.

[375] څو – ځو.

[376] خداى پمانى – خدا پامانى، د خداى په امان.

[377]  غاړو- غواړو

[378] اوال – احوال.

[379] نمر – لمر.

[380] سور- بر، دا د (سور) تورى په پښتو كې ډېرې ماناوې لري لكه لمر ډېر سور دى (تود)، هغه گل سور دى (رنگ)، د هغه زمكې سور ډېر كم دى(بر)، ډېر سور- سور مه كېږه(قهر او غوسه)، په آس سور شه (سپور) او داسې نورې.

[381] ته مله – تر ملا

[382].خور – خپور.

[383] د غزني او كلات د سيمو بدلې:

كاغۍ مشوكه كښته كي لونگ اخلي

زما د جان دسمال مو راوړ له زړو زنگ اخلي

*

خور ښادي راغله پر غولي

پر غولي راخپره سوه، د نغري تر كونجو پورې

*

خېښې جوړ كړه مشدي سره دسمالونه

زما د جان تربرونه ډېر دي را به شينه

*

سكاڼه لم وهي ميدان يې ښكلى ده

ميدان خو زما د جان سپرو نيولى ده

(د پښتنو دودونه، ص 11-12)

د وردګو د واده دود او بدلې | ۲۲ برخه‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب