سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: طالبانو په ۴۰ میلیون ډالري کڅوړو پر امریکا هوایي حریم...

حکمتیار: طالبانو په ۴۰ میلیون ډالري کڅوړو پر امریکا هوایي حریم پلورلی

تاند (۵ شنبه، د حمل ۲۳ مه) د طالبانو د رژیم لخوا د ده پر ضد له ځینو اقداماتو وروسته، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په لومړي ځل یوه اعلامیه کې پر دغه رژیم ځینې توند تورونه پورې کړي.

هغه د اختر په مناسب اعلامیه کې پرون ویلي، د بهرنیانو له وتو وروسته افغانانو یو فرصت ترلاسه کړ؛ څو خپلواک، ځواکمن او اسلامي نظام ولري؛ خو په وینا یې چې دې ارمانونو ته په رسېدو کې له خڼد سره مخامخ دي.

 حکمتیار زیاته کړې چې افغانستان لا هم خپلواک نه دی، د امریکا ډرون الوتکې د خپلې خوښې بریدونه کوي او حل لاره یې د امریکا سفارت محاصره، د پرسونل او امریکايي وګړو ویستل بللي دي.

د حزب اسلامي مشر د امریکا مرستې شيطاني او د زهرو کڅوړې بللې او په وینا یې؛ افغانان او نړۍوال داسې انګېري چې د مرستو په بدل کې د افغانستان فضاء پلورل شوې ده،

نوموړی زیاتوي چې امریکا زموږ پوروړې ده؛ “دا ننگين تور بايد غلط ثابت كړو. امريكا زموږ پوروړې ده؛ د يو مليون افغانانو د وژلو ديت او د افغانستان د ورانولو غرامت بايد ترې وغواړو..”

ګلبدین حکمتیار د پخوانیو پوځي او استخباراتي چارواکو له قوله ویلي چې امریکا بیا راځي او د یوې بلې جګړې په تکل کې ده.

حکمتیار همدا راز وايي چې ګڼ شمېر افغانان چې د امریکا له خوا له هېواده ویستل شوي په بېلابېلو برخو کې استخدام شوي او دا چاره خطرناکه بولي.

5 COMMENTS

  1. حکمتيار لکه د ای اس ای جنرالان د افغانانو په وژلو او در به دري نه ستومانه کیږي او دا يې هيله ده چې افغانان یو ځل بیا سره ونښلي.

  2. د افغانانو لویه ستونزه دا دي، د دې په ځاې چې، خپله پړه ومنو په هر څه کې یا روس، امریکا، انګلیس، ایران یا هم ای آیس ای ځان ته د براعت ورکولو لپاره ملامتوو.. حکمتیار، ټرلیب، کارمل، رباني، مسعود، کرزي، غني، اتمر او داسې نور ټول ځان ته پاخه او وطندوسته افغانان وایې او په عین وخت د غلامي زنځیرونه یې په غاړه وئ. دا خلک ملامت ندئ ځکه دې خلکو د عامو وګړو ذهنونو کې کار کړئ ، او همدوي چوکړګان د دوې په هکله تبلیغات کوئ او د دغو خلکو جاسوسي او خیانت ته د وطنډوستي، او اخلاقي فساد او فحشا ته د علمیت او نوي نسل د روزلو کالي ور اغوندئ. هیڅ څوک ملامت ندئ، ملامت په افغانانو کې د دغو سیاسی دوکاندارانو دلالان د مډیا، ملا، چړي، فرهنګي، جمهوریتي او فیسبوک چلونکو په شکل کې دئ او بس!

  3. د ښاغلی شرافت او پاچا صاحب تبصری تاییدوم. حکمتیار صاحب باید نور د وطن ورانیدو او سیاسی اوتی بوتی پریږدی. خپل عبادات، لمونځ، ذکر او د افغانستان د جوړیدو فکر دي وکړی.

  4. د ګلبدين خو بي د افغانانو له قصابي نه بل شي نه ده زده، پري يي ږدی چيي د خپلو شاکاريو خو بونه ووني ، کيدای شي چي يو وخت يي سر. په خپلو کړو خلاس سي او ځان ته ووايي چي ولي مي دومره اقغانان قتل کړل، سر يي په خپلو ظلمونو خلاس او په اخر کي ليونی شي.

  5. له دې خبرو نه د ښاغلي حکمتیار هدف دا دی چې دا مرستې چې له بېچاره افغان ولس سره دنیاوال کوي، دا ودریږي. که دا مرستې ودریږي افغانستان به مجبوره شي چې د پاکستان غوښتنو ته تسلیم شي. قسم خورم د دې نه به غیر بل هدف په دې منځ کې نشته.
    د افغانستان یو شمېر نور دښمنان هم هلې ځلې کوي چې دا مرستې بندې شي. هغوی یې په دې نامه د بندیدو غوښتنه کوي چې دا پیسې د طالبانو لاس ته ورځي.
    حکمتیار کاکا که تا او مسعود د افغانستان هوايي ځواک، رادارونه او مجهزه اردو د پاکستان په فرمایش د منځه نه وای وړې نن به امریکا د افغانستان پر اسمان حاکمه نه وه. طالب ورسره څه وکړي. ایا رادار سیستم لري، هوايي مدافع سیستم لري؟؟؟؟
    له خدایه وډار شه پیږیږده چې بیچاره ولس ته څو ډالره راولیږي. که دا پیسې نه وای اوس به مو د افغانیو ارزښت هغسي بې حیثیته و لکه څرنګه چې ستا د صدراعظمۍ او د رباني لالا د ولسمشمرۍ په مهال و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب