سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد ایراني چارواکي تور؛ افغاستان زموږ زعفران په خپل نوم صادروي

د ایراني چارواکي تور؛ افغاستان زموږ زعفران په خپل نوم صادروي

تاند (۵ شنبه، د حمل ۲۳ مه) د ایران یوه چارواکي له هغې وروسته، چې افغانستان په مسلسله توګه په نړیواله کچه د غوره زعفران تولیدونکي هېواد ریکارډ ګټلی؛ تور پورې کړی چې ګواکې د افغانستان په شمول نور هېوادونه ایراني زعفران په خپل نوم صادروي.

فرشید منوچهري، چې د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي دی؛ پرون د ایران ایلنا خبري اژانس ته وویل، د ایران سیالان ایراني زعفران اخلي او د خپل هېواد په نامه یې نړیوالو بازارونو ته صادروي.

د ده په وینا، د ایران ډېر زعفران متحده عربي اماراتو، چین، هسپانیا، افغانستان او قطر ته صادر شوي او دا هېوادونه په زعفرانو کې د ایران سیالان دي.

ده د مثال په توګه د افغانستان یادونه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې زعفران دومره مصرفیږي نه؛ بلکې دا هېواد ایراني زعفران نورو هېوادونو ته په خپل نوم صادروي.

دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د زعفرانو یو شمېر کاروباریانو ویلي و چې ایران په نړۍ کې د افغانستان د زعفرانو د شهرت د کمولو لپاره بې کیفیته زعفران افغانستان ته رالیږي څو په نړۍ کې د افغانستان د زعفرانو شهرت ته زیان واوړي.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د ایراني چارواکي دغو څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

ایران بیا نه یوازې د افغانستان د کرنیزو او نورو تولیداتو؛ بلکې د تاریخي او علمي مشاهیرو د ځان ګڼلو په هڅو هم تورن شوی.

د دغه هېواد یو شمېر لیکوالو بیا- بیا هڅه کړې چې د افغانستان ستر شخصیتونه لکه: سید جمال الدین افغان، مولانا جلال الدین محمد بلخي او نور هم د دغه هېواد وګړي وښيي او په اړه یې جعلي اثار ولیکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب