سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد ترکیې هوايي شرکت کابل ته الوتنې بیلوي

د ترکیې هوايي شرکت کابل ته الوتنې بیلوي

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۳ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د ترکیې ملي هوايي شرکت، ترکش ایرلاینز ممکن ژر افغانستان ته بیا الوتنې پیل کړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویندوی امام الدین احمدي وايي چې د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د کابل له هوايي ډګره ۸ لکه ۱۰ زره تنه بهر ته تللي چې د هغو په منځ کې شاوخوا یولکو ۲۰ زره بهرنیان وو.

ده زیاته کړه:«موږ هیله لرو چې ترکیش ایرلاینز به ژر افغانستان ته الوتنې پیل کړي. له تخنکي نظره او د هوايي ډ‌ګر د ستندردونو له پلوه، موږ هیڅ ستونزه نه لرو.»

په همدې حال کې د ویزو د ستونزو له کبله چې افغانان یې لري، نورو هیوادونو ته د سفر کوونکو افغانانو شمېر خورا کم شوی دی.

حتي اکثره افغان سوداګرو ته هم بهرني هیوادونه ویزه نه ورکوي او همدا مسله سبب کېږي چې ډیری هوايي شرکتونه دې ته زړه ښه نه کړي چې د افغانستان هوايي ډګرونو ته الوتنې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب