آیا دی ټکي ته مو پام دی چې په قرآنکریم کې د الرِجال (سړي) په نوم سورت نه شته، خو د النِساء (میرمنې) په نوم راغلی دی؟ که د خالق تعالی په سپیڅلي کتاب کې د نوح، ابراهیم او محمد (علیهم السلام) په څیر د سترو استازو د شهامتونو، دعوتونو او کړاونو خاطرې د سورتونو په بڼې یادې شوي دي، نو د یوې پتمنې پیغلې (مریم) په نوم سورت هم شته چې د ګردې نړۍ د میرمنو په متن کې د هغې د غوره والي او برائت سند ګڼل کیږي.
که د آسیه غوندې یوه مؤمنه او غاوره میرمن، د کوم خدايګوټي د قصر بي بي هم وي، نازولی موسی (ع) به په خپلې غیږې کې نیسي او د شریر سړي له شر څخه به یې ساتي. البته، څه وخت چې ښځه کنجره او پلشته شي، هغه بیا که د نوح یا لوط (علیهما السلام) میرمن هم وي، د بغاوت جنډه به پورته کوي او د خیانت په هنداره کې به خپله مشاده ویني.
آیا خبر یاست چې کله به حضرت فاطمه د خپل پلار، حضرت رسول (ص) کور ته راغله، نو هغه به ورته پاڅید، ښُکل به یې کړه او په خپل ځای به یې کښینوله؟
زما یقین دی، دا به مو هم د تاریخ په پاڼو کې لوستي وي چې پیغمبر صیب د حجة الوداع په ورځ، د عرفې د غونډۍ د پاسه د یولک اصحابو په وړاندې د عرب عجم، سپین تور او له نر سره د ښځې د برابرۍ اعلان وکړ چې دوئ ټول له آدم څخه پیدا دي او آدم له خړې خاورې!
فکر کوم دا به مو هم اوریدلي وي چې همدغه رښتیني نبي، د خپل زنکدن په ورستیو شیبو کې چې په ډیر سخت تکلیف کې وو او خولې ترې بهیدلې، فاطمه یې را وغوښتله، خپلې سینې ته یې نژدې کړه او په تکرار سره یې وویل: (أيها الناس، اتقوا الله في النساء، اتقوا الله في النساء، أوصيكم بالنساء خيراً – ای خلکو! د ښځو په هکله له الله څخه وډاریږئ، له میرمنو سره په چلند کې الله مه هیروئ، زه تاسو ته له ښځو سره د ابرومندې ګوزارې توصیه کوم).
ښه نو، اوس تاسو ووایاست چې آیا ښځه د نر په څیر، انسان نه دی، پوره انسان، برابر انسان او د پوره کرامت څښتن انسان؟ که خالق ته مخ او مخلوق ته شا کړو، آیا موږ خپلو لوڼو، خویندو او میرمنو ته د هغوئ مشروع، انساني او مدني حقوق ورکړي؟ کنه هم ځان غولوو او هم د نورو په سترګو کې خاورې شیندو؟
آیا په دې پاسني تصویر کې زما د ګرانو لمسیو دغه انځور، تاسو ته مازې اختریز شعار ښکاري که د شعور یو لالهنده غږ؟ که ځواب مو «هو» وي، نو راځئ چې دغه غږ د امانت په ډول، په ګډه بدرګه کړو ترڅو نورو غوږونو ته هم ورسیږي.
د محترم استاد ملکزی صاحب د ښکلی لیکنی په تائید، د لنډو ټکو بیان:
په نړی کی یو میلیارډ مسلمانان اوسی او فقط پنځوس میلونه ئې پښتانه دی کوم چی د ښځو اجتماعی وضعیت ئی د نړی د نورو مسلمانانو ( ښځو ) د وضعیت سره پراخ توپیر لری.
نتیجتاً
زموږ د ټولنی د ښځو وضعیت د اسلامی عقائدو او دستور د اجراآتو سره هیڅ تړاؤ نلری بلکه فقط د نرانو د کلتوری او فرهنګی اذهانو او افکارو د څرنګوالی محصول دی او بس.
زموږ ملایان او اکثره عوام خلګ د اسلام د احکاموپه باره کی بشپړه پوهه نلری ( هومره پوهه او علم چی د کلتور زیږ حریم په مات کړای سی ) ځکه نو په ډیرو اجتماعی مسائلو کی کلتور پر دین غالب وی ضمناً لویه ستونزه دا ده چی کلتور ته ئی د دین پوښ ور اغوستی دی خو په عین حال کی ددی ادغام د توجیه او تشریح او توضیح توان هم نلری.
بل اساسی ټکی دا دی چی:
دا به پر اسلام باندی یو ظالمانه او احمقانه ګوزار وی که زموږ د ښځو وضعیت د اسلام د ماهیت هنداره وګڼله سی ځکه د نړی د نورو مسلمانو ښځو نسبتاً ښه وضعیت ددی پوچی ادعا د بطلان نخښه ده.
غلام حضرت صیب، ښې چارې. خبره هو به هو همدغسې ده چې تا ورته اشارې کړیدي. ما څه موده وړاندې په همدی هکله یوه مقاله لیکلې او د یوټیوب د خپل چینل له لارې مې یوه لنډه ویډیو هم درلودله چې زموږ یوه بنسټیزه ستونزه دا ده چې کله مو په ناوړو کلتوري رواجونو کې ګټه وي، هغه ته د دین چپن ور اغوندو. کله چې بیا ځینې دیني احکام د خپلې خوښې او ګټې وټې په څنګ ونه وګورو، نو بیا ورته د دود دستور نوم ورکوو او خپل محبوریت یې بولو.