Homeخبرونهترانسپورت وزارت له ۶ مسافر وړونکو شرکتونو سره د GPS د نصب...

ترانسپورت وزارت له ۶ مسافر وړونکو شرکتونو سره د GPS د نصب هوکړه لاسلیک کړه

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۸مه) ‏د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له شپږو شرکتونو سره د مسافرو وړونکو او باروړونکو وسایطو کې د GPS دستګاوو د نصب هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو یاد وزارت نن شنبه لیکلي، د هوکړې له مخې به دغه شرکتونه په ټول هېواد کې په ټرانسپورټي وسایطو کې GPS لګوي او اړوندې اسانتیاوې به برابروي.

سرچېنه وایي دا اقدام به د ټرانسپورټي وسایطو په معیاري ‌کولو او ښه مدیریت کې ښه رول ولوبوي.

دا اقدام وروسته له هغه اخیستل کېږي چې، په دې وروستیو کې د افغانستان پر لویو لارو ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې، خلک یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د حاکم نظام بې پروایي یادوي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې، تر جګړې وروسته یې زیات خلک د ترافیکي پېښو قربانیان دي.

خلک وایي حکومت دې د ترافیکي پېښو مخنیوي برخه کې اقدامات چټک او د هغو شرکتونه مخه ونیسي چې د خلکو او مسافرو له ژوند سره بې احتیاطي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...