جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمالیې وزارت د اسلام کلا په ګمرک کې ۱۰۰ ټنه قاچاقي تېل...

مالیې وزارت د اسلام کلا په ګمرک کې ۱۰۰ ټنه قاچاقي تېل له منځه یوړل

‏تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۸مه) د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وايي، د هرات ولایت په اسلام کلا ګمرک کې یې ۱۰۰ ټنه قاچاقي پټرول او ډیزل تېل له منځه وړي دي.

مسوولان ویلي، چې دا تېل افغانستان په جلا جلا وختونو کې په سوداګریزو موټرو کې راوړل شوي وو، چې غیرمعیاري اعلان شوي دي.

بل لورته بیا افغان موټر چلوونکي هم په هېواد کې د بې کیفیته تیلو په مخنیوي ټینګار کوي.

دوی وایي، د حکومت د بې غورۍ له امله ځینې شرکتونه بې کیفیته تیل را واردوي چې، د دوی وسایط یې خراب کړي دي.

که څه هم طالبانو ډاډ ورکړی، چې د بې کیفیته تېلو او نورو ورته وارداتي موادو مخنیوی کوي، خو د دغو تېلو د راوړلو په تړاو یې د کسانو د نیولو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب