جمعه, مې 3, 2024
Homeادب زما سعود، زما درمل | حنیف حیران

 زما سعود، زما درمل | حنیف حیران

   په پېښور کې مو ښه وختونه سره تېر کړل، زه يو څه له ښاغلي شاه سعوده کشر وم. محصل وم، کله کله افغان ادبي بهير ته ورغلم، په کونج کې به  غلی ناست وم، اکثر به مې د شعر ويلو وياند ته نوم نه ورکاوه. خدازده ولې په شعرونو ډاډمن نه وم. زما غوندې به ډېر نوي شاعرانو د اوس په څېر په بهير کې شعرونه لوستل. د سعود، کاروان، سالک او…. نو سم کش و. دوی به چې شعرونه ويل، زمکه به لړزېده.

د محصلۍ له ژونده وروسته مې له شاه سعود سره يارانه نوره هم پخه شوه. کله کله به کالج ته ورتلم؛ خو سعود په ژوند هم تر ما او زما تر دېرې نه دی راغلی او نه هم بل چا ته ورځي. نه مشاعرو او غونډو ته ځي او  نه هم  له کوره د باندې شپه کوي. زه يې دې حالت ته ډېر ځورېدم؛ خو زړه  مې نه شو کولای، چې دا راز ترې وپوښتم؛ خو ما به اکثر په ټوکو کې ورته ويل چې ځه بې مينې انسانه، په زړه دې وېښته راشنه دي. ده په کټ کټ راته وخندل. ځورېده به چې ما څنګه قانع کړي. بله ورځ يې راته وويل چې هلکه ته خو په روانشناسۍ کې هم ګوتې وهې؛ مګر بيا هم ما نه درک کوې. بيا يې د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره راته ډېرې کورنۍ او باندنۍ ستونزې کتار کړې. ما به هم امممممممم ورته وکړل.
تېر کال اسد دانش ورته په لغمان کې نمانځغونډه نيولې وه، ما ورته کړل چې دې ته خو ارو مرو راشه، دلته په بره پښتونخوا کې ډېر ګاک لرې. ده راته بيا هم خپل عذرونه وړاندې کړل.

   بيا چې درته خپلې ستونزې په خواره خوله او په بې وسه انداز کې بيان کړي، د سړي پرې سم زړه وسوځيږي. ما ته يې تر دې هر څه ورهاخوا شاعر زړه او شاعرانه احساس مهم و. داسې مې زړه کې نه راتېرېدل چې ګواکې د ده خلاف دې زه ورسره احساساتي چلند وکړم. راشه درشه ورسره پرېږدم. که به مو په کال کې هم سره وليدل، د بسته کال مينه به يې په يوه ديدار کې راکړه.

     ما به د ده يو شعر ورته سرچپه کړ، ده ويلي و  چې:
سعوده زه يې تش په سترګو کې ساتلی يمه
ورته لږ ووايه چې تېزه کړي لمبه راپسې.

ما به داسې ورته ويل:

سعوده زه دې تش په سترګو کې ساتلی يمه
نور دې له زړه څخه زرې زرې ايستلی يمه
سعود به کټ کټ راته وخندل. راته کړل به يې:
خدای سره مې مينه ده او تا سره مې مينه ده
ستا په مينه مست يمه دنيا سره مې مينه ده

له سعود سره ناسته د خوشبختو خلک په نصيب وي، پوره دوه کاله مې نه و ليدلی، ورپسې خپه وم. کله کله به مې زنګ ورته وکړ، يا به مې په مسنجر خبرې ورسره کولې. څه موده وړاندې چې زه مرګونو ناروغيو راګير کړم، تر  پېښوره مې سر ورسېده. ورځ په ورځ مې ناروغۍ زياتېده، هلته بستر شوم. که رښتيا راباندې وايئ، بېرته مې ژوند ته د راګرځېدو تمه کمه وه؛ ورور او وراره مې راسره په روغتون کې پيوازان وو. دوی ته مې وويل چې له هر ځايه وي، ما ته سعود راپيدا کړئ زه له هغه سره ښه کېږم. ورور مې حيران شو، شمېره يې پيدا کړه، زنګ يې پسې وواهه، خو سعود کې دا کار و، چې ناشناخته شمېره يې نه پورته کوله. ورور مې راته وويل چې سعود خو زنګ نه پورته کوي، نو مسنجر کې يې زما له لوري ورته مسجونه مرش کړل، چې بايد ارو مرو تر روغتونه ځان رارورسوي. مازديګر و، په چپرکټ غځېدلی وم، خبرې مې په مشکله سره کولې؛ خو ذهن او فکر مې څه نا څه ښه و. ګورم  چې سعود وارخطا واټ ته راننوت. زه ته وا بيخي ناروغ نه يم، په کټ کې رانېغ شوم، سعود په غېږ کې کلک ونيوم. ښه شېبه يې نيولی وم، سلګو واخيست، ورو ورو يې سلګۍ زياتېدې. ما په لومړيو کې ورته وويل چې ته خو بايد ما ته تسلي راکړې خو…… څه نه کېدل، زه يې وژړولم. زما ورور ته يې مخ ورواړو:

ــــ ډاکټر په څه دی؟ دا ولې؟ په ده څه شوي دي؟ او……….

  زما ورور ( رفيق) هم لکه زبون وهلی ورته کتل،  د هغه هم سترګو کې اوښکې ځلېدلې. شاوخوا يې د نورو ناروغانو سترګې هم ډکې کړې. سعود بل ډول شوی و، د خواخوږۍ سېلابونه يې په په سترګو کې په څپو وو. سعود دې وخت کې په ټوله معنا يو عاطفي شاعر و. پر کاذب ډاډ يې خوله بنده وه. خدازده زما په سترګو کې به زما له روغتيا، زما د راتلونکي، زما د ماشومانو او…. ورهاخوا نور څه ليدل او لوستل. ما ته خدای توفيق راکړ، چې په ماتو ټکو ورته د خپلې روغتيا ډاډ ورکړم، سعود راسره په  چپرکټ کېناست، لاس يې زما په لاس کې راکړ. زه ورسره شېبه شېبه ښه کېدم. ده به چې خبرې کولې، ما ته د ده بيتونه رايادېدل، ما به ورته اورول. ورور مې ورته وويل، چې دا لومړی ځل دی چې دومره خبرې درسره کوي. ده رښتیا ويل چې ما ته سعود راولئ زه له سعود سره ښه کېږم. دا ځل مې د سعود په سترګو کې د خوښۍ او غرور اوښکې وليدې. لاس يې نور هم زما په لاس کې کېکاږه.

    نور به هره ورځ مازديګر سعود روغتون ته راته. څو ورځې وروسته هغه واټ ته راغلی و، زه بېرون وتی وم، يو څه ښه شوی وم. سعود چې وليدم، ته وا څوک ورته لاهوتي شعر وايي، واه واه واه يې نارې کړې. کلکه غاړه يې راکړه. شکرونه يې اېستل چې دا خو شکر روغ شوی يم.

      د سعود د مينې او عاطفې درملنې زه په څو ورځو کې په ښه کېدو راوستم. څو ورځې وروسته چې سعود روغتون ته رانغی، پسې خپه شوم، ته وا چې په  همدې  ورځ مې درمل نه دي خوړلي. زړه مې نه شو کولای، چې زنګ پسې ووهم، ما وېل د سعود به هم کارونه وي. نور نو د سعود مينه زما لپاره ښه په اندازه ډوز (خوراک) شو. زما ورور به راته ويل چې زه اوس پوی شوم چې سعود څومره لوی طبيب او شاعر دی، کاش مخکې مو خبر کړی وای، ته به ژر ورسره رغېدلی وې.

     سعود چې د خپلو ماتو او بريو کومې کيسې راته وکړې، تر اوسه مې په ذهن کې اوړي را اوړي. سعود د دې دور هغه شاعر دی، چې راتلونکی او تاريخ به يې نوم په زرينو کرښو ليکلی ساتي. سعود هغه ليکوال دی، چې د سياست روان بهير يې نه شعر سياسي او هوايي کړ او نه دی خپله او نه هم د ده هنر. سعود تر پايه شاعر پاتې شو. د سعود د وخت ډېر شاعران هوايي او د سياست او نورو لوبو قرباني شول. په سعود ډېرې خبرې کېدای شي، خو زه لا اوس هم د دې جوګه نه يم، چې کمپيوټر ته ډېر کېنم او ليکل وکړم. خدای دې هغه ورځ راولي، چې سعود د برې پښتونخوا تر مينه والو راغلی وي، په  منځ کې يې ناست وي او لاهوتي نغمې شرنګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب