یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبد دوکتور بهاوالدین مجروح «د وطن مور» په شعر کې انسان غندنه

د دوکتور بهاوالدین مجروح «د وطن مور» په شعر کې انسان غندنه

لیکنه: سید اصغر هاشمي 

د انسان د نوم مانا په نظر کې نیولو سره انسان باید د انسان سره خواخوږي، همدردي، مینه او محبت ولري، نه دا چې انسان انسان ته ستونزې پیدا کړي. غیر انساني ټولنه، بد سیاسي حالات، ناسم اقتصاد او داسې نور مسایل دي، چې انسان نه حیوان جوړوي او انسان د انسان مرګ غواړي، نو ځکه سارتر وايي، انسان د انسان دوزخ دی.

دوکتور بهاوالدین مجروح هم دې مسالې ته متوجې شوی دی، ځکه چې د دوی په وخت کې هم ټولنیزې ستونزې موجودې وي، چې له همدې امله د جبر او اختیار ډیالکټک کې وايي چې انسان د انسان دوزخ دی.

همدارنګه «نا اشنا سندرې» کې وايي:

که د بل جهان ماران او لړمان دي

روزل شوي په نهاد کې د انسان دي

لاشعور له تروږمو را پورته کېږي

داستانونه افسانې ترېنه جوړيږي «نا اشنا سندرې، ۷۳مخ»

د پورته شعر د لومړي بیت نه معلومیږي چې انسان د انسان دوزخ دی او همدارنګه د وروستي بیت نه معلوميږي چې بد انسان هغه معلوله پدیده ده چې د بېلابېلو علتونو پر بنسټ ناسمې کړنې سرته رسوي. د جبر او اختیار په فلسفه کې هم دا موضوع ګونګه ده چې انساني بدو کړنو کې اختیار د انسان سره دی او که یا په انسان باندې جبرا تپل شوې دی. زما په اند پرمختللیو ټولنو کې اختیار انسان ته ورکړل شوی دی، چې څه کوي او په وروسته پاتې ټولنو کې ناسم انساني اعمال د ارثي او محیطي ځانګړنو سره اړیکه لري، چې په داسې ځایونو کې په انسان جبرا ځینې بد اعمال تپل کېږي.

«د وطن مور» په شعر کې د وخت د شرایطو په نظر کې نیولو سره پوهاند مجروح د ځینو بدو انساني اعمالو شاهد و وايي:

ای د وطن مورې!

په ما ګرانې په زړه پورې!

زار قربان دې له میرو شه

د سپیرو شړو دښتو شه!

خو لعنت دې په بچو شه! «نا اشنا سندرې، ۳۱مخ»

د افغانستان په سیاسي حالاتو کې د ځینو داسې موضوعګانو شاهد وو، چې انسانانو د خپل وطن سره خیانت وکړ، وطن یې خرچ کړ، د وطن ټوله سرمایه یې نورو ځایونو ته ویوړه. کومې ستونزې چې د دوکتور بهاوالدین مجروح په وخت کې موجودې وې، له ده مخکې او وروسته هم شتون درلود، چې دغه ستونزې د انسانانو په وسیله منځ ته راغلي دي. وايي:

ای د وطن مورې!!

نن اختر دی، بختور دی

دا کمیس دې پرون تور و

نن هم تور دی «نا اشنا سندرې، ۳۱مخ)

***

ای د وطن مورې!

ښه دی، ښه دی

چې پرتوګ دې خړ بخن دی

څېرې، څېرې

د هېچا نه پکاریږي

نه خرڅیږي

ځکه ستا بچی ډېر زښته نارینه دي

خرڅوي د مور پرتوګ هم

په ټولنې کې ډېر داسې انسانان شته، چې انساني اعمال یې د انسان په شان نه دي او نه پکې د انسان د نوم مانا پیدا کېږي. ډېر داسې انسانان شته چې په خپلو بدو اعمالو فخر کوي، یا په خپلو ډېرو مرګونو فخرکوي، یا د خپلو ظلمو یادونه کوي او همدارنګه په بېلابېلو داسې نومونو ځان یادوي چې د انسانیت سره په ټکر کې وي. د بېلګې په ډول ډېر خلک ځان ته د ظلم کولو په وخت کې د زمري لقب ورکوي، سره له دې چې زمری هغه ظالم حیوان دی، چې په خپلو همجسنو تیری کوي او څلور پښې لري، خو بیا هم ځینې خلک په ځان د زمري نوم ږدي. پښتو ادب کې ډېر داسې کسان شته چې په خپلو ظلمونو یې افتخار کړی دی، چې دا یو نا انساني عمل دی، وايي:

ای د وطن مورې!

ستا بچی څنګه، بچ دی؟

انسان نه دی

دی پخپله هم هېڅکله،

ځان ته نه وايي«انسان» یم

کله وايي«ځناور» یم

په څلورو شي روان بیا

«ځناور یم» خو پاچا د ځناورو

زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته،

بل په کابل نشته، له ما اتل نشته،

په رښتیا چې ځناور دی

خو پاچا د ځناورو

بې کسانو، بې وزلانو ته شین پړانګ دی

غوښې خوري د کونډو رنډو یتیمانو

ماتوي ورور او تربور خپل

چې زور زیات ورباندې بر شي

نو ګیدړ شي

چل وټی کړي

ځغلوي د کور چرګان بیا«نا اشنا سندرې، ۳۳ـ ۳۴مخ»

د نړۍ په ټولو ژوندیو کې انسانان انسانانو ته ډېر زیان رسوي. په ټولې نړۍ کې هر کال په لکونو انسانان د انسانانو له لاسه ژوند له لاسه ورکوي. د مرګ لپاره ټولې اسلحې انسانان جوړوي. هېڅ حیوان خپل همجنس ته دومره زیان نه رسوي لکه انسان چې یې انسان ته رسوي. زه هم له حیوانه دومره نه ویریږم لکه د انسانه چې ویریږم. ما ته د حیوان په نسبت انسان سل چنده ډېر زیان رسولی دی، یوازې زه نه، بلکې د نړۍ انسان د همداسې برخلیک سره لاس او ګریوان دي. وايي:

دا عجیبه ځناور دی

ځکه هېڅ ځناور داسې کانې نه کا

چې قوي وي خپل خپلوان خوري

خپل همنوعي ناتوان خوري«نا اشنا سندرې، ۳۴مخ»

د دې شعر په پای کې د انسان په اړه خپلې خبرې داسې ختموي:

ای د وطن مورې!

راته ووایه خپل راز اوس!

انسانان خو داسې نه وي

***

ای د وطن مورې!

په ما ګرانې په زړه پورې!

دا بچی که ستا بچی وي

تف لعنت دې په دا هسې زیږیدو شه «نا اشنا سندرې، ۳۶مخ»

انسان له انسانه پیدا کېږي، نو له همدې امله د انسان لپاره انسان کردار درلودل اړین دي، خو کله کله انساني بد اعمال له جینټیک سره اړیکې درلودی شي، چې په داسې مواردو کې د انسان ډېری ستونزې د کورنۍ نه ورته په میراث پاتې وي، خو بیا هم دغه پړه پوهاند صاحب په انسان اچوي او وايي:

ای د وطن مورې!

ستا بچی خو انسان نه دی

راته ووایه خپل راز اوس

تا راوړی دی له کومه!

له کوم اصله، له کوم ذاته، له کوم نسله؟؟ «نا اشنا سندرې، ۳۳مخ»

ماخذونه

ـ بهاو الدین مجروح، نا اشنا سندرې.

ـ سید اصغر هاشمي، غوره فکرونه.

ـ سید اصغر هاشمي، انسان څوک دی.

1 COMMENT

  1. د وطن څخه بهر ته د تحصیل لپاره باید فقط هغه کسان لېږدول کېدای کوم چي یوازی او یوازی د تجربی علومو د زده کړی شوقیان وه
    د انسانی علومو په برخه کی تعلیم یافته اشخاص اکثراً د یوې نړۍ فکری- عقیدتی انحراف سره وطن ته راشتون سویدی
    مرحوم مجروح شاید پوه شخص ؤ خو دده ډېر ابیات او لیکنی د مغرب زمین د شکاکیت او شکایت او بدبینۍ پر محور باندی راڅرخی
    انسانیت پخپل ذات کی اوبو غوندی یو روڼ او زلال موجود دی البته د ظرفیت په تناسب د مکروبونو او زهری موادو د جذب په صورت کی ټول یا یوه اندازه د فساد سره مخامخ کیږی یا ووایو په فساد آلوده کیږی
    په هره توګه
    زه نه پوهېږم چي د مرحوم مجروح منظور د مور د خطاب څخه خپله سیاسی جغرافیا( زموږ هیواد) دی او که ئې منظور لویه مور یا نِیا (د مځکی کُره) ده
    منظور که ئې له دې دوو څخه هر یو چي وی نو قضاوت ئې ددې مور په وړاندی یو عاجل او وچ او د شکایت او شکایت څخه ډک قضاوت دی
    اولاً خو پدې استعاری او شاعرانه تعبیر کی چي( ګواکی وطن د مور حیثیت لری) برخلاف د بشری مور، د وطن مور د بچانو په موجودیت کی معنی او مفهوم مومی یعنی که بچی نه وی مور اصلاً کوم ارزښت نلری
    دووماً که فرضاً بچی ناصالح هم وی نو مسئولیت ئې مستقیماً د همدې مور پر غاړه( پخپله غاړه) دی
    دا به نو یو مُفلسانه – فیلسوفانه شاعری وی که وویل سی چي (موری ته ښه ښځه ئې خو د مېړه او بچو دی پر حیا نالت سه )پداسی حال کی چي فیلسوف ساب هڅه کوی ځان د نورو بچو څخه جلا وشمېری
    ثالثاً دې کاشف دا جرئت ندی پیدا کړی چه د وړوکی یا لوئی مور( وطن یا نړۍ) د روڼی او زلاله چینې په رګونو کی د زهریاتو د تزریق اصلی عاملین په ګوته کی او د بېری له وجی ئې ددې پر ځای چي اصلی معدود شمېر غله او ستمګران معرفی کی نو ئې جمعی سودا کړې او ټوله ټولنه( د مور بچی )ئې غله او مفسدین ښودلی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب