دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد شهید اباسین ځاځي مظلومې او ماشومې اروا ته اهدا/ پروین ملال 

د شهید اباسین ځاځي مظلومې او ماشومې اروا ته اهدا/ پروین ملال 

  هغه جنت چیری دي ؟

هغه جنت چیری دی؟
زه خو ورځمه دروازې یې تړم
زه خو ورځمه د جنت په هره لاره باندی
د ډیرو اوښکو اوزخمونو داسی کر کومه
چې ټول اغزي، اغزي شي
داسی اغزي چې بیا زموږ د شهیدانو، سرپري کړې تنې
همدلته دغه سپیروخاورو ډبرین غرونو کې
د سره ساه واخلې او ژوند وکړئ
هغه جنت چیری دی؟
زه خو ورځمه د وطن د مور دهر زخم پوښتنه کوم
زه خو ورځمه د وطن د مور داوښکو بدل
دبیا ژوندون په بیه، ورڅخه باج اخلمه
زه خو ورځمه د وطن د شهیدانو جوپې
د ژوند اومېنې په لاسونو کې
د نګهتونو او، وږمو په وزر،
ورځینې بیرته راوړم
هغه جنت چیری دی؟
ماته یې پته راکړئ
زه ورته لیک لیکمه ؛
کلونه وشوه ستا دلورې یو استازي را ځي
دلته د ژوند بازار کې
زموږ دبڼوڼو او پټیو دګلونو، او نیمچه غوټیو
د چمنونو او تنکي نهالګیو، سودا په وینو کوئ
هغه جنت چیری دی ؟
زه خو ورځمه ورته سوال کومه
ستا دماڼیو قندیلان نه غواړو، ستورې لرو
موږ د بابا کنډواله کور، دچنار سیورې لرو
موږ دتنور وچه ډوډې په اوبو پوري لرو
موږ لمر، سپوږمۍ په آسمان پړک او برښنا ( دورې *) لرو
نور دی زرین، زرین خوبونه موږ ته مه رالیږه
ستا د کوثر، ستا د شیدو، شیدو، ویالو نه توبه
ستا د آلماسو او یاقوتو د خیمو نه توبه
ستا د اطلس ستا دحریرو د جامو نه توبه
حورې غلمان دی خپل انګړ کې ساته
دلته یې خیال د تصور په آسو، مه رالیږه
هغه جنت چیری دی ؟
زه خو ورځمه دروازې یې تړم.

۲۰۱۶ــ ۴ ــــ ۳۰
برتانیا ـــــ ویلز
* دورې، په عا مه  کندهارې لهجه کې د دلته په ځای کارول کیږې

3 COMMENTS

  1. ديره زیاته مننه الله دی شهید اباسین ځاځی ته فردوس جنت او کورنی ته صبر جمیل غواړو دده دښمنان باید اعدام شی

  2. خوری! په قلم او قریحه دی برکت فکر دی حوان او د شعر په پلوشو روخانه او نورانی اوسه

    دوعدو جنت دی واخله زما دا جهان جنت کره
    که دوزخ دی دلته نه وی نو زمونر نه بی اوچت کره
    دجنت وعدی دی هلته دوزخونه دلته جور دی
    دا افغان دومره عاصی دی؟ چی رودونه دلته جور دی
    دشودو لختی دی هلته خو د وینو دریابونه دلته جور دی
    بنده گان دی لیوانیان دیته بی سه په سترگو وینی
    د مرگونوسه شوقیان دیته بی سه په سترگ وینی
    ای زما رحیمه ربهجنتونه دوی له ورکره
    زه خوشحال په دی دوزخ یمنعمتونه دوی له ورکره
    زما دا دنیا جنت کره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب