یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې | ۲۲ برخه‎

د وردګو د واده دود او بدلې | ۲۲ برخه‎

احسان الله ارینزی

چغيان

د چغيانو پېژندگلوي مخكې، د دې كتاب په لمړيو پاڼو كې شوې ده. دا ده له ژمنې سره سم د چغيانو څو نورې بېلگې تاسو ته وړاندې كېږي:

ورا را ښكار سوه لوړ ماځگير دى

د خواجه خدر  پر غره ژړ نمر دى

و پريدي كور ته مې نن گذر دى

د بل په كور كې مې كله اختر دى

*

كه زه واى پر ليوره گرانه

د كوټې لارۍ به وه ولاړه

په دې موټر نه يم خوشاله

ته يې پنچر كې پاكه باداره

چې زه معطله سم تر ماښامه

*

د تحصيل پر سر الوان

پر ولات ډېر وو ژړى گلان

ما ته يې راكئ گل د ريحان

پر اړخو روغ و پر ميان خزان

*

چې پورته كېناستمه صحرا ده
ادې د گچ له كله راووزه
دا د لاله د كوټې پر غوږى

 

پر سر يې تللې د گچ كلا ده
كه ستا دورې په ديد رضا ده
دالته د زرو بيالې بهېږي

 

لايقې نجونې دې پې نازېږي

پرديسۍ ځي تر ملك تېرېږي

*

شينكۍ كوتره وم ښورېدمه

نه چا نيومه نه چا كتمه

په هر بوټكى به پريوتمه

نن ناولده يې كېيستمه

*

لاله پټكى دى په ولونه ولونه

پرتوگ در ټول كړه پر ځنگنونو

نه دى راو كړه ها سره كورونه

نه دې ورنكړم په امېلونو

نن مې سر كوز دى تر سيالو نجونو

*

وه جلو داره! د خداى له پاره

 

جلو مې پرېږده له دغه واره

 

خداى خبر دى له بله واره

 

*

بابا كپۍ به په پښو كومه

زه به په خپله هدېرې له ځمه

د لالا خاك به ځله توومه

لاس به د ننه وراچومه

دا خپل زړگى به په سړومه

*

د سپينې خونې تر مخ ډېوه ده

يو مه نيكه بله انا ده

د دوى حرص ډېر د دنيا دى

گټه يې هېره د عقبى ده

*

د سپينې خونې تر مخ مه ولئ

تربور مه سپين دى لكه خزرى

خداى دې د خپلې ناوۍ روزى كى

زما بې قلم نه و وهلى

*

دا دورې پورته وبا يادېږي

په نوو ناوو دې ولگېږي

پر نورو خلكو دې فضل كېږي

دا سره كورونه دې نه پاتېږي

*

لكه كوتره په هوا تلم

وزر مې مات سو راولوېدم

زه خو بابا ته ښېرا كوم

و سپي سړي ته يې وركوم

له خوره و موره يې جلا كم

*

دوړه ښكاره سوه په گډپر كې

ورا مې راغله په تور موټر كې

خپل كاڼي بوټي سو راڅه پاته

او رمې بل دى د زړه په سر كې

*

موټر راځي په مخ كې يې اور دى

زما شين سترگي لېور كې سپور دى

بابا راكړى د زرو كور دى

دغه لا نه دى دومره لا نور دى

*

ورا روانه په څه خرپي ده

تر اور خو سخته دا پرديسي ده

له مور و پلاره څخه مې وړينه

په پردي كور كې مې كمه ښادي ده

*

ښه پسرلى دى باران ورېږي

اوبه بهاندي بيالې بهېږي

خپل مور و پلار له ما بېلېږي

زړه مې د لم غوندې وېلېږي

*

ږغ په اسمان كې دى د زاڼو

د پښو خرپى دى زما د وراباڼو

راځي زموږ د بابك كور ته

دوى دي سپاره په سرو بياڼو

*

د سپينې خونې تر مخ ماخئ

تربرو كېنئ ټولى- ټولى

لرگي در واخي زمكې گروئ

د ترلو نه ياستي د مړوښې

د گور چينجيان مو وخوره دا سرې لنگۍ

*

تر بوره لاس مه په لاس كې دركئ

 

ما ويل ته به يې رابچ كې

 

تا د ظالمو په لاس كې وركئ

 

*

د سپينې خونې پر وره غنم

زه برابر باندې كېنم

د ښو ځوانانو سيل كوم

زه بې قصوره جېل له به ځم

*

ورا راغله نن له بازاره

ناوكۍ يې راوړه ښايسته غاړه

وښي يې په لاس گوتې په گوتو

پر مخ يې جوړه د خولو لياره

*

ادې سېځلى دې پرديسى يم

لكه رنځوره تل په زگيروي يم

خوند مې هېڅ د زوندون نسته

په زړه زهيره مدام بيخى يم

*

ناوكۍ راغله په كجاوه كې

ورا ورسره ده په دمامه كې

زموږ سپين لالا يې دى په مخكې

ثاني يې نسته په علاقه كې

*

د سپينې خونې تر مخ مه باره

هيلۍ مه راغله مينځلې غاړه

له دا هيلۍ به حال كومه

چې ادې سږ راځي كه له كاله

ادې نيولې د جنت غاړه

*

د سپينې خونې تر مخ ډېوه ده

د دې ډېوې څونې لويه لمبه ده

تر خوا يې ناسته مركه ده

نوره له هرې خوا راپوره ده

 

يو د ادې په گايو مانده ده

*

لارۍ مه راغله په مخ كې اور دى

خورې شين سترگې ظالم كې سپور دى

پر ميدان كوز سو مطلب يې نوردى

مطلب يې زما د بابا پر كور دى

*

ابا پر غولي دې شنه كونگان دي

تا ول كميس او ټيكرى دې گران دى

اوس بې درپرېږدم كه دې ارمان دى

*

زه وم كوتره په هوا تلمه

شاهين راغى ويې وهمه

وزر مې مې مات سو را ولوېدمه

*

 

 

په چغيانو كې د واقعيتونو انځور:

1- پلار د خپلې لور ولور اخلي؛ خو دا په تش لاس له كوره وباسي او په پيسو ځان ته بل واده غواړي:

د سپينې خونې پر وره دودونه

تر خوله مې وزي ساړه اهونه

نه مې ادې سته نه مه شته وروڼه

بابك اخستي دي شنه بنډلونه

د بل واده دى ويني خوبونه

زه يم روانه خالي لاسونه

نه مه كالي شته نه مه گوټونه

ټيكرى د بل دى د بل پينونه

وړم تر قيامته بې زه پېغورونه

تر واده ښه زما مرگونه

سړي غر وي خو خپل كفنونه

2- دغه ځايي پېغله د مېږو- وزو په بيه په كوچيانو ودېږي:

زه د هوا وم خلكو كوتره

د ادې مينا وم د بابا لكړه

كوچيان راڅوړ سوه د غرو له سره

مږان يې راوسته دوه لښكره

كړلم يې زه له وطنه تره

3- دغه پېغله په پردي كام كې ودېږي:

پښتنو كښته كړئ شك (شخ) بريتونه

جگى شولمې مو كله (لكه) ښكرونه

ټوپك په لاس ستي، كوئ ټكونه

ځان در ښكارېږي مزي مړونه

درباندې ډك دي پردي ملكونه

ليا مزدوري كړي ليا ليلامونه

پراخ كميسونه پراخ پرتوگونه

ترلې مو يوسي پردي كامونه

ما به كړي تېره تر وطنونه

سم به بېله له خوندو وروڼه

تى (تاسو) له به ويايي (وايي) څوك شاباسونه

چې ترلې وړي ستي (ستاسو) پردي مړونه

4- چې كمكى نجلۍ يا نيمچه پېغله د پيسو په بدل كې ودېږي؛ نو داسې ژاړي:

د سپينې خونې تر مخ نلونه

خداى دې كړي نرم دا سخت سخت زړونه

څومره خواږه سوه دا شنه لوټونه

چې باندې ډك كړي دا خپل جېبونه

دا دښمنان دي كه دي پلرونه

نه كمال وركړي نه سبقونه

سوځي يې خداى په اورتونونه

پر كوشنۍ (كوچنۍ) نجونو كوي ظلمونه

تر لويو غرونو يې پناه كړينه

په سرو اورو كې يې وسيځينه

په زړه سخت پلار بيا نه پسې ځينه

نه يو ټيكرى بيا ورته را وړينه

نه يې په كور كې بيا ياتوينه (يادوينه)

نې (نه يې) پردي كور كې خبر اخلينه

سختۍ به ټولې پخپله وړينه

سختۍ به ټولې پخپله وړينه

5- دا پېغله په بدو كې ودېږي:

د سپينې خونې تر مخ به تللم

بابكه ډېره دې نازولم

اخر دې داسې ځاى كې وركړم

چې په سره اور كې دې واچولم

پر دې انگار دې زه وسوځلم

سپينكۍ په شان دې زه ويلې كړم

ازار به تا وړل له خپل له بله

ما ته دې راكړى ايداد په خپله

تا چې موركۍ د بل بوروله

تا چې خوركې د بل وراروله

بايد تا ځان واى په لاس وركړى

بايد تا ځان واى خپل قصاص كړى

ته خلاص په ما سوې د مرگ له پوره

زه د كاك  غوندې سوځم په اوره

زه د كاك  غوندې سوځم په اوره

6- تره (اكا) مړى كړى؛ خو ورېره په بدو كې وركوي:

د سپينې خونې تر مخ غنم

زما نصيبه ورك دې سه نوم

له مېږو وزه دې سمه كم

بد كاكو وكه زه زوبله سوم

چې په بدۍ كې وركړى يم

د ډول سورنا په نڅا كې خلكو

حلالېدو له به زه ورځم

 حلالېدو له به زه ورځم

7- يوه پېغله په داسې يو بوډا ودېږي چې ږيره يې سپينه او سترگې يې (څلور) دي(عينكې ږدي):

هوس د  وچ سه بليا وهلې

سپينې كوترې د وويستلې

په سپينه گيره په څلور سترگو

دام د ورخور كې كښې د ايستلې

غوښې د ځان خوري ليوان پلرونه

سپېرې ماچي بوغۍ وهلې (356)
——————————

 

[356]  انگۍ د نيمې نړۍ فرياد، بېلابېلې پاڼې.

د وردګو د واده دود او بدلې – ۲۱ برخه‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب