احسان الله ارینزی
په وردگو او نورو پښتنو كې د ښځې، ناوې او واده ټوټكې يا كركې:
پخوا چې د پښتنو ژوند پوونده، كوچياني او لږ استوگن وو، داسې ښكاري چې دوى له سواد، كتاب، ښوونځي او پرمختللې نړۍ څخه ليرې پاته وو، د غرو- رغو په لمنو كې به له خپلو رمو سره لالهانده وو او يا يې ډېر ساده كليوالي ژوند درلود چې بهرني نړۍ ته يې هېڅ لاره نه درلوده، ساده زېږېدل، ساده ځوانېدل او همغسې ساده مړه كېدل او خپله نړۍ يې تقريباً په همغه پخوانۍ بڼه او بې له كومه ستره توپيره خپل بل نسل ته پرېښوده او دا لړۍ همغسې روانه وه.
اوس چې موږ د يوېشتمې پېړۍ د نړۍ پرمختگونو ته هېښ پاته يو، ډېرى پښتانه لا هم په همغه ډېرو بدوي پخوانيو شرايطو كې ژوند كوي، د فكر (اند) ساحه يې ډېره تنگه، د ژوند امكانات يې ډېر محدود او د بدلون روحيه په كې ډېره كمزورې ده. داسې فكر كېږي هغه څه چې موږ ورته پښتونولي يا د يو شمېر حقوقي، تعاملې او جزايي قبيلوي كودونو مجموعه وايو، نسل په نسل لېږدېدلې او له غورنېكه او بابا څخه يې تر لمسي او كړوسي پورې داسې كلكې جرړې زغلولې چې ماتيدنگ يې ناشونى ښكاري او څوك په آسانۍ سره د دې برجورې كلا د سحر او افسون له پخو او جگو ديوالونو څخه د وتلو لار نه ويني. زامن او لوڼې د ميندو او پلرونو په شان فكر او ژوند كوي، ميندې او پلرونه په خپل وخت كې د خپلو ميندو او پلرونو په شان لوى شوي، د هغوى په پله يې پل ايښى او د پلار- نيكه له لارې وتنگ يې لويه خطا بللې او هغوى هم د خپلو پخوانو په شان ژوند او فكر كړى او دې لړۍ همدا كړۍ همداسې مظبوطې ساتلي او پښتونولى تر ډېره ځايه بې توپيره پاته شوې او تر موږه پورې رارسېدلې ده.
لكه چې د مخه هم ورته اشاره وشوه موږ د قبيلوي او واړه ذهنيت د كودونو په يوه سرتړلې نړۍ كې ژوند كوو، په دې نړۍ كې هر څه خپل دي او د نوي شي د راتگ مخه نيول كېږي. پښتانه خپله ولسي پوهه لري او د خپلو رواياتو په سيوري كې ژوند كوي. اوس چې په دې كتاب كې د وردگو او نورو پښتنو د واده په هكله خبرې تر د دې ځايه راوسېدې په كار ده چې په پښتنو كې په هغو شاگومونو (شاگوم- شاگون) ټوټكو يا انگيرونو باندې هم پوه شو چې په ښځه، ناوې او واده پورې اړه لري.
ټوټكې د پښتنو په ولسي رواياتو كې هغه اند دودونه دي چې له يوه نسل څخه بل ته راغلي او يا خلكو عملاً ليدلي او يا اورېدلي دي. ټوټكې په حقيقت كې د هغه ستونزو، كړاونو، ناروغتياوو او بدو پېښو د مخنيوي لارې چارې دي چې خلك ورسره مخامخ كېدونكي وي. په بله ژبه ډېرې پوونده او كليوال پښتانه فكر كوي چې كه (پلانى) كار وكړي يا ونه كړي، نو له (پلاني) احتمالي ستونزو سره به مخامخ شي يا نه شي. ټوټكې له تجربې سره تړلې دي او كېداى شي چې د (تلقين) ناپېژندلى عنصر هم په كې لاس ولري. په پښتنو كې سپين ږيري او سپين سرې د ټوټكو يا انگيرونو د اند دود پالوونكي او هستوونكي دي او ورو- ورو خپلې دغه تجربې خپل بل نسل ته لېږدوي.
كه چېرته موږ د ټوټكو يا انگيرونو منځپانگې ته ښه ځير شو، نو به وينو چې له موږ نه پخوانيو او د انساني ټولنو لومړنيو اوسېدونكو څه ډول فكر كړى او له ستونزو سره يې څنگه مقابله كړې ده؟ داسې ښكاري چې هغه خلك د طبيعي پېښو، ناپېژندلو ناروغيو او نورو داسې مسايلو سره مخامخ وو چې دوى يې د مخنيوي ډېر وس نه درلود اود ځانونو د اقناع له پاره يې داسې لارې چارې ميندلې وي چې له دوى سره به يې د زيانونو يا تكاليفو په مخنيوي كې مرسته كوله. د لمر تودوخه، د سپوږمۍ رڼا، تالنده، برېښنا، زلزله، سيلۍ، سېل، وحشي ځناور، تياره، دردونه او داسې نور په سلگونه شيان چې دوى ته نوي وو او مخنيوى يې نه شواى كولاى؛ ځكه يې د ځانونو د خوشاله ساتلو، اقناع او د ملاتړ د درلودلو په تمه داسې فكر كاوه چې كه پلانى كار وكړي يا ونه كړي، دوى ته به گټه ورسوي. همدې مجموعې ته كركې، كږنې، انگيرنۍ، ټوټكې يا شگون وايي.
دلته به هغه ټوټكې راواخلو چې په بېلابېلو پښتني قومونو كې د ښځو، ناويو او واده په برخه كې مروجې دي:
1- په وردگو او ډېرو نورو پښتنو كې كله چې ناوې نوې د مېړه كور ته ورشي او بيا كله چې نكاح تړل كېږي، د ځوان مور يا كومه بله ډېره خپلوانه په پرله پسې توگه؛ خو پټه بياتي كړپوي چې كومه بد خواه ښځه زوم او ناوې له نظره نه كړي او يا كوډې پرې ونه كړي. د سپين سرو ښځو د تجربې له مخې د بياتي كړپول د بد خواه ښځو د بد نظر يا كوډو مخه نيسي.
2– منگل خپلې نوې ناوې ته تر اوو ورځو پورې ستن او تار په لاس نه وركوي.
دوى په دې اند دي چې كه ناوې په اوو روځو كې كار وكړي، نو ټول ژوند به لالهانده او په عذاب وي او چې ناوې لالهانده او په كړاو وي، نوره كورنۍ هم ورسره په عذاب وي. كه چېرته كومه بله ښځه دې ناوې ته ستن او تار وركړي، كورواله مشرانو ښځې ته يو ډول كركه پيدا كېږي او له هغه ښځې څخه گيلې مانې كوي چې د دوى نوې ناوې ته يې ستن او تار وركړي دي.
3– منگل ناوې ته تر اوو روځو پورې تور لوښى په لاس نه وركوي په تېره بيا چې ناوې دغه تور لوښى د كورنۍ د غړو تر مينځ تېر كړى. كه داسې وشي، د كور مشرانو ښځو ته يو ډول كركه پيدا كېږي او ويره كوي چې په كورنۍ كې به بيلتون راشي او لارې به سره بېلې شي. دا مشرانې ښځې داسې هم فكر كوي چې كه ناوې په لومړيو اوو روځو كې تور لوښي ته لاس وروړي، په زړه كې به يې رخه او توروالى پيدا شي او له نورو ښځو سره به شخړې وكړي او په دې توگه به د ټولې كورنۍ ژوند تريخ شي.
4– منگل ناوۍ ته جورو (جارو) نه وركوي. لكه چې منگل ناوۍ ته په اوو روځو كې تور لوښي نه وركوي، همداسې جارو هم نه وركوي، دا كار كږلى بولي او فكر كوي چې بېوزلي او نيستمن به شي، كه چېرته كومه مشره ښځه په اوو روځو كې ناوې د خونو په جارو كولو وويني، جارو ځنې اخلي او له دې كاره يې اړوي، كله- نا كله كېداى شي چې دا كار قصدي تلقين شي او مشره ښځه په ناوي په غوسه شي.
5– منگل په دې خوشاله كېږي چې ناوې يې په دريو روځو كې په ډېرو خونو ونه گرځي او يوازې په خپله كوټه كې وخت تېر كړي. دا خلك فكر كوي چې كه ناوۍ ژر خونه په خونه وگرځي په ټول ژوند كې به لالهانده وي او دوى به له كړاوونو سره مخامخ كړي.
6– د منگلو ناوۍ تر هغه وخته پورې د خپلو نژدې خپلوانو كورونو ته نه ځي چې هغوى يې ونه بولي. دوى وايي نوې ناوې بايد خپل ځان دروند كړي او د خپلو خسرخېلو درنښت ته هم وگوري. كله چې دغسې ناوۍ په مېلمستيا ولاړه شي، كورواله ورته خوندوره ډوډۍ پخوي او د بېرته تگ په وخت كې ورته سوغاتونه هم وركوي. كه چېرته كومه خپلوانه كورنۍ ناوۍ په تش لاس وباسي په خواښې او خسر يې ډېره بده لگي، دا ځان ته سپكاوي بولي او ښه يې نه انگيري.
7– منگل په ناوۍ له دريو شپو روځو وروسته، د لومړي ځل له پاره سهار مهال په نوي منگي كې له گودره اوبه راوړي. د سيمې خلك دې منگي ته سور منگى يا گړى وايي. كه د كور كومه ښځه ناوۍ ته زوړ منگى وركړي، د كاله مشره ښځه پرې په غوسه كېږي او دا د سپېره توب او خوارۍ نښه بولي.
منگلې مشرانې ښځې په دې اند دي چې له نوې ناوې سره ملايكې يا حورې ملگرې وي؛ نو كه ناوۍ په سره منگي كې اوبه راوړي، كوراله يې وڅښي او يا ښځې پخلى پرې وكړي، د هغه حورو بركت به په ټول كور كې خور شي چې له نوې ناوې سره ملګرې وي. منگل وايي چې ناوۍ د اوو حورو مرتبه او درجه لري او كه له دې سره د نورو حورو ملگرتيا هم په پام كې ونيسو، مرتبه يې ډېره لوړېږي.
8– په منگلو كې د جنۍ مور د واده په روځ خپلې لور ته يو دسمال وركوي چې هغه د ژړا په وخت كې خپلې اوښكې او يا د ودوزن په نورو سختو شېبو كې خپلې خولې پرې پاكې كړي. داسې ناوې ته بويه چې دا دسمال په خپل سندك كې تر ډېره وخته پورې خوندي وساتي. كه فرضاً ناوۍ يا د كور كومه بله ښځه دا دسمال بلې ښځې ته وركړي، د كاله مشرانو ښځو ته كركه درېږي او كه چېرته په داسې روځو كې كور ته كوم مادي يا معنوي زيان ورسي، دوى يې دهمدې دسمال له وجې بولي او ناوۍ غندي.
9– لكه چې په دې كتاب كې هم ورته اشاره شوې ده، منگل كله چې ناوې كور ته راوړي غنم، مالگه، پيسې او اوبه پرې شيندي، بيا په دروازه كې ميخ پرې ټك وهي او بيا يې خپل ځانگړي ځاى ته بيايي. منگل په دغه شېبو كې خپل ماشومان د ناوې له سيوري څخه ليرې ساتي او فكر كوي چې له ناوې سره اووه بلاوې (يا شيشكه) جوختې روانې وي او كېداى شي چې دروند سيورى يې په كوم گلالي ماشوم ولوېږي.
د منگلو د عقيدې له مخې ناوۍ سيورى لري او كېداى شي چې په ماشومانو سربېره په لويانو او حتى څارويو ولوېږي، څاروي گوډ مات او يا له شودو پاته شي. د زوم د كورنۍ حامله ښځې تر اوو روځو پورې ځانونه د ناوۍ له سيوري څخه ساتي او كه چېرته د اولاد د لوېدو وېره او كركه ورسره پيدا شي؛ نو هڅه كوي چې د ناوۍ د جامو كومه كوچنۍ ټوټه او د سر څو وېښته ومومي. كله چې دا شيان د حامله ښځې په لاس ورغلل، ټوټه او وېښتان په يوه غوټه كې تړي بيا اووه گامه ورسره په شا له كوره وځي او دا غوټه د هدېرې په كوم زاړه قبر كې ښخوي. دا ښځې په دې توگه ځان ډاډه كوي چې له ناوۍ سره راغلې بلاگانې مې ښخې كړې او بيا نه راوځي.
10– په منگلو كې ځنې ناوۍ د خپل ناوېدود په لومړيو شپو كې د خپل خسر په كور كې وېرېږي. كه داسې ناوۍ خپله خواښې يا د كور بله مشره په موضوع خبره كړي، دا ښځه په كلي كې كور په كور گرځي او ورته وايي چې ناوې مو په سترگو (نظر) شوې او ډارېږي؛ نو تاسو د خپلو جامو يوه- يوه كمكۍ ټوټه او لږ د سر وېښتان راكړئ چې دود يې كړو. كله چې دا شيان راټول شول د ناوې خواښې يې اووه ماخوستنه ورته دودوي او د (نظرمات) خبرې ورته تكراروي، خدايه د تورو سترگو، د شنو سترگو، د سرو سترگو، د خپلوانو د سترگو، د پرديو د سترگو او د هر چا د بدو سترگو يې وساتې.
منگل عقيده لري چې داسې ناوۍ ورو- ورو ښه كېږي او وېره يې وركېږي.
11– په منگلو كې ناوۍ په درېيمه روځ د وړيو كوټې (كوټه- ذخيره) ته ورولي او ورته وايي چې بسم الله كړه او په وړيو لاس ومنډه. دا خلك فكر كوي چې دغسې ناوۍ به د ډېرو مېږو، پسونو او وړيو څښتنه او شتمنه شي.
12– په منگلو كې كه څوك كومه جنۍ خپل زوى- ورور ته په نامه كړي، يا په بله ژبه (خوانى) پرې واچوي او بيا دغه كورنۍ شتمنه شي ټول وايي چې د (پلانۍ) كَوڅۍ په موږ پورې ښه شوه او داسې جنۍ په ښه نامه يادوي.
13– ښځې له بد نظر څخه د خپل گلالي ماشوم د ساتلو له پاره يا د دوى مخ د نغري په توركى توروي او يا سره ټوپۍ (خولۍ) ور په سر كوي چې د ښځو نظير (نظر – ديد) مخه پرې ونيسي. د منگلو په ځينو سيمو كې ځينې سپين سرې ښځې په دغه سره ټوپۍ سپين كونجكۍ او سدپ (صدف) هم ځړوي.
14– په منگلو كې كه په كوم كور كې پرله پسې څو هلكان وزېږي او يا نورې نيكمرغۍ ډېرې شي، د كور مشره ښځه د خلكو د بد نظر د اوښتو له پاره د خپلې دروازې څنگ ته په ديوال خوشايه تپي. دوى عقيده لري چې په داسې مواردو كې د خلك بد نظر په خوشايو لوېږي او دوى خداى ترينه ساتي.
15– په منگلو كې كه د كومې ښځې ماشوم نه پاته كېږي او له زېږېدو وروسته ډېر ژر مري زړې ښځې داسې ماشومان په بېړه ملايانو، اخندانو او زيارتونو ته وړي او بندونه ورته اخلي. په منگلو كې كه دعاوو او پيرانو هم څه گټه ونه رسوله، د داسې ماشوم يا ماشومانو پلار په بيړه ورځي او د كلي بډاى سړى په يوه پټي كې سورى جوړوي او بيا همدا نوى زېږېدلى ماشوم اووه ځلې په بسم الله- بسم الله له همدې سوري څخه وباسي او په دې توگه ځان ډاډه كوي چې كه خداى كول دا ماشوم ژوندى پاته كېږي.
ځنې سپين سرې ښځې داسې نه پاېيدونكى ماشوم ته د كلي له اوو كورونو څخه لږ- لږ ټوټې راغونډوي او له دې رنگارنگ ټوټو څخه ماشوم ته كميس جوړوي او بيا يې وراغوندي او دعا كوي چې لويه خدايه د اوو منگلو او اوو نيازبينو په روى د دې بېوزلي ښځې ماشوم ورلوى كړې.
16– په منگلو كې كه د كومې ښځې اولاد نه كېږي، نو زيارت ته ځي، هلته نغري تودوي او زانگو تړي. دا زانگو ډېر وړه وي او د زيارت د قبر خوا ته جوړېږي. داسې ښځې كله نا كله په دې زانگو كې يوه كوچنۍ شگه هم ږدي، كه د شگې په اچولو سره زانگو وخوځېده- ښځه خوشاله كېږي او اميدواره كېږي چې كه خداى كول اولاد به راوړي. همدا راز ځنې هغه نجونې چې عمرونه يې پاخه شوي وي او لا يې مېړونه نه وي كړي هم زيارتونه تودوي او هلته زانگووې جوړوي.
17– كه په يوه كور (كلا) كې دوه ښځې په نژدې روځو كې ماشومان وزېږوي يا په بله ژبه څلوېښتي يې شريكه وي، هڅه كوي چې ځانونه يو د بل له غږ څخه وساتي. كه داسې وشي غږ وهلې ښځې ته كركه پيدا كېږي چې هسې نه چې ماشوم ته مې كوم زيان ورسي. په دغسې حالاتو كې د كور كومه مشره ښځه د دې دواړو ښځو پوړنى سره بدلوي چې زړه بداوى له مينځه لاړ شي.
18– په منگلو كې كه چېرته په يوه كلا كې، چې څو كورنۍ په كې اوسي، دوه ښځې وړاندې وروسته ننگې(لنگې) شي او ماشومان وزېږوي، د دوهم كور يوه ښځه پاڅي او د مالگې يوه ټوټه د لومړۍ مېرمنې خولې ته نيسي، هغه لږ لاړې پرې غورځوي او يوه وړه ټوټه يې ځان ته اخلي، بيا دا ښځه خپل كور ته راځي او پاته مالگه د خپلې زچه خولې ته نيسي، هغه هم لاړې پرې غورځوي او لږ مالگه ځان ته اخلي. البته دا ټولې چارې پر دواړو كورنيو كې په پټه خوله تر سره كېږي.
منگل فكر كوي چې په دې توگه به د ښځو څلوېښتي يو په بل نه لوېږي. كه چېرته په داسې كلا كې د دوهم كور كومه ښځه بېله مالگې څخه لومړي كور ته ورشي، هغوى ته كركه پيدا كېږي او وايي چې خپله څلوېښتي يې په موږ راوغورځوله او كېداى شي چې زموږ ماشوم ومري.
19– په منگلو كې كه په يوه كلا كې دوه ماشومان وړاندې وروسته وزېږي او يو مړ شي، د ژوندي ماشوم كورنۍ هڅه كوي چې په خپل كور باندې د مړه ماشوم د مور د څلوېښتۍ د لوېدو د ناوړه اغېز مخه ونسي؛ ځكه نو له دوى څخه غواړي چې په مړه ماشوم يوه سپينه ريتاړه (لټاړه) ونيسي او بيا يې په مړستون (قبر) كې ورسره خښه كړي. كه داسې وشي د ژوندي ماشوم د كوورواله وو له زړونو څخه كركه وركېږي او فكر كوي چې هر څه له مړه ماشوم سره قبر ته لاړل.
20– په منگلو كې كله چې په كوم كور كې هلك پيدا شي، ښځې بدلې پيل كړي او نارينه د خوشالۍ ډزې كوي. په داسې كلي كې كه د نوي ماشوم د كورنۍ په نژدې خپلوانو يا كليوالو كې څوك مړه شوي وي؛ نو ډېر پام كوي چې هغه خلك يې په دې ډزو او بدلو خوابدي نه شي. په ځينو وختونو كې د مړي كورنۍ د دې له پاره چې خپلو- خپلوانو ته د ښادي اجازه وركړي پخپله راځي او د ماشوم د كور مخې ته د خوشالۍ ډزې كوي او يا بدلې بولي او په دې توگه د ماشوم د كورنۍ خوشالۍ ته لاره پرانيزي.
21- هغه منگلې ښځې چې نوى ماشوم زېږوي، بايد ډيوه يا لالټين تر سهاره ځان ته روښانه پرېږدي. په ځينو كورنيو كې دا ډېوه تر څلوېښتو روځو پورې له ماښامه تر سهاره بله وي او فكر كوي چې هغه ماشومان ناروغه كېږي چې د شپې په تياره كې ويده كېږي. منگلې ښځې د كوچني ماشوم په زانگو باندې قران عظيم الشان هم ږدي چې پيريان او سوبيان له ماشوم څخه ليرې وساتي.
پښتني د ماشوم له زېږېدو وروسته ژر ځان نه مينځي. ځنې كورنۍ څلوېښت روځې خپلې ناوې ته اجازه نه وركوي چې په ځان اوبه واچوي په داسې كورنيو كې ماشوم هم ژر په اوبو نه وينځي او ورو- ورو يې (مرغوڼى) كوي. مرغوڼي هغه غوړ پتير خوشته اوړه دي چې مشرانې ښځې يې ورو- ورو په ماشوم پورې موښي چې مرداره پخه تويې كړي او نوې غوښه واخلي.
22– په منگلو كې ځوانې ښځې خپلو ماشومانو ته سرتور سر تى نه وركوي او مشرانې ښځې تل خپلو لورانو او نگورانو ته وايي چې تلپك (طفلك) ته په لوڅ سر تى مه وركوئ، ځكه چې واړه سوبيان او پيريان به په ماشوم سيورى وكړي.
23– منگل ميندې او پلرونه د خپلې لور د واده په روځ هغې ته يو ښكلى پوړنى د سوغات په توگه وركوي او مطلب يې دا وي چې لور يې له خيره په ډېره عزت د خپل مېړه كور ته لاړه شي. د منگلو د اند له مخې ناوۍ بايد دا پوړنى پخپله زوړ كړي او بل چا ته يې ورنه كړي.
كه چېرته ناوۍ په ناپوهۍ سره دا پوړنى د كلي كومې بلې ښځې ته موقتي يا دايمي وركړي، د كاله مشره ښځه ورته په غوسه كېږي دا كار ځان ته ښه نه بولي او فكر كوي چې مالي يا ځاني زيان به ومومي.
منگل همداسې چې د نوې ناوې پوړنى چا ته نه وركوي، د زوم د واده لنگۍ هم چا ته نه وركوي او زوم يې بايد په خپله زړه كړي او يا يې خپل پلار يا ورور ته د سوغات په توگه وركړ، ؛ خو له كوره د دې لنگۍ ويستل ښه نه بولي او ځان ته يې كركه دروي. كه دا لنگۍ له كوره ووته او په كور كې كوم مالي يا ځاني زيان پېښ شو، خلك همدې لنگۍ ته گوته نيسي.
24– منگلې د درېيمې شپې مياشتې ته نه گوري او له هغې نه كركه كوي. دوى داسې انگېري چې د درېيمې شپې مياشتې ته كتل تور تومت (تهمت) لري او سړى بايد ځان ترې وساتي.
25– كله چې پسرلى باران اوري، منگلې ښځې خپلو كورونو ته ننوځي او خپل د اوړو هغه كندوان په سوكونو ډبوي چې ژمې څه نا څه تش شوي وي. دوى فكر كوي چې په دې سره به خداى ورښتونه او حاصلات ډېر كړي او خلك به له خوارۍ څخه وژغول شي.