شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد ترهګریزو بریدونو له وېرې فرانسه کې د بېړني امنیتي حالت اعلان

د ترهګریزو بریدونو له وېرې فرانسه کې د بېړني امنیتي حالت اعلان

تاند (۳ شنبه، د حمل ۷ مه) د فرانسې چارواکو ویلي، چې په مسکو کې د داعش ډلې له ترهګریز برید وروسته، یې د ترهګریزو بریدونو له امله بېړنی حالت اعلان کړی.

د دغه هېواد صدراعظم ګابریل عطال ویلي، چې دا پرېکړه د یکشنبې ورځې ناوخته د ولسمشر مکرون په مشرۍ د امنیت شورا له غونډې وروسته شوې ده.

د فرانسې د قانون له مخې، دغه بېړنی امنیتي حالت د لوړو امنیتي خطرونو د رامنځته کېدو په صورت کې اعلانیږي.

په دې حالت کې امنیتي ځواکونه خپلې ګزمې زیاتوي او اجازه لري، چې د ترانسپورتي او مذهبي مرکزونو په ګډون بېلابېل ځایونه تر شدید څار لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فرانسې پلازمېنه پاریس د ۲۰۲۴ میلادي کال د المپیک نړیوالو سیالیو کوربه توب ته تیاری نیسي او په پام کې ده چې لسګونه میلیونه کسان په جولای میاشت کې دغه ښار ته سفر وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون وویل، چې داعش ډلې په دغه هېواد کې د ناکامو بریدونو یو شمېر هڅې کړې دي.

هغه، دا خبره د مسکو هغې ادعا ته په غبرګون کې وکړه چې ټینګار لري په وروستۍ پېښه کې یې امریکا او اوکراین ښکېل دي.

د مکرون په وینا، داعش ډلې د دوی په هېواد کې هم د ورته بریدونو هڅې کړي، خو دوی یې په ناکامولو بریالي شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب