شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهسې شنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

سې شنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

(د دې برخې خبرونه د ورځې تر پایه تازه کیږي)

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد له ملګروملتو وغوښتل چې د دوی مشران له تور لیسته وباسي.

ذبیح الله مجاهد نن ځايي رسنیو ته وویل چې د طالبانو ۲۴ چارواکي لا هم د ملګروملتو او اروپايي اتحادیې په تور لیست کې شامل دي.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې چې طالبان واک ته رسیدلي، نه یوازې د دوی د مشرانو نومونه له تور لیسته نه دي ایستل شوي بلکې د څو نورو طالب چارواکو نومونه هم زیات شوي دي.

—————

د طالبانو ویندوی د حکمتیار په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل خو دا یې تایید کړه چې هغه بل ځای ته انتقال شوی دی. ذبیح الله مجاهد نن په یوه پوسټ کې ویلي«د حکمتیار صاحب په ارتباط په رسنیو کې خپاره شوي افواهات سم نه وو. حکمتیار صاحب د هېواد یو جهادي شخصیت دی، خو داچې د هغه د اوسیدو پخوانی ځای متنازع فیه وو، پریکړه وشوه چې هغه یو مناسب ځای وه اوسیږي. نور یې په وړاندې هيڅ اقدام ندی شوی، عزت، وقار او حیثیت یې پخپل ځای دی.»

—————-

ټاکل شوې ده چې د نورستان-کونړ پر سړک کار ژر پیل شی.

د طالبانو سرچینې وايي چې د دې سړک، چې ۱۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړولو او قیرکولو پرېکړه شوې او ژر به کار پرې پیل شي.

د دې سړک د جوړېدو په صورت کې به نورستان له کونړ، ننګرهار او لغمان سره وصل شي.

طالب سرچینو نه دي ویلي چې د دې سړک د جوړولو لګښت به څومره وي او بودجه به یې له کوم درکه چمتو شي.

———————-

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې نن په یوه انتحاري برید کې لږترلږه ۵ چینایان وژل شوي دي.

د جیونیوز د راپورله مخې، دا برید د خیبرپښتونخوا په شانګلې کې پر هغه موټر وشو چې چینايي انجینیران پکې سپاره وو.

په دې برید کې د ۵ چینايي انجینیرانو ترڅنګ یو پاکستانی هم وژل شوی دی.

د خیبرپښتونخوا د ایالتي پولیسو د عمومي ريیس مرستیال رسنیو ته وویل، د چینايي انجینیرانو موټر له اسلام اباد څخه داسو ته روان و. په داسو کې دغو انجینیرانو د انرژۍ په یوې پروژې کې کار کاوه.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

تر دې پخوا هم په پاکستان کې په ځلونو پر چینايي اتباعو بریدونه شوي دي.

په ۲۰۲۱ کې په داسو کې د چینايي انجینیرانو او کارګرانو د سپرلۍ په بس په چاودنه کې د ۹ چینایانو په شمول ۱۲ تنه وژل شوي وو.

چین مخکې د پاکستان د امنیتي تدابیرو پر کمزورتیا انتقاد کړی و.

————-

د امریکا د جمهوریپال ګوند مخکښ سناتور لیندسي ګراهم د مسکو حملې ته په اشارې وايي، باید داعش ډله په افغانستان کې وځپل شي.

ګراهم پر خپله ایکسپاڼه کښلي:«مخکې تر دې چې اوبه له ورخه ووځي، باید په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې هدفونو ته کلک ګوزار ورکړو او سر پورته کولو ته یې پرېنږدو.»

تر دې مخکې د امریکا د کانګریس یو شمېر نورو غړیو هم د داعش د فعالیتونوپه اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دا ډله ممکن په امرکیا کې هم د روسیې په شان بریدونه وکړي.

—————

د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې نن ګوجرات ټیټانز لوبډله له چینای سوپر کینګز سره مخامخ کیږي.

په ګوجرات ټیټانز کې د افغانستان دوه تکړه لوبغاړي راشدخان او عظمت الله عمرزی لوبیږي.

عمرزي په لومړۍ مسابقه کې دوه لوبغاړي وسوځول، راشدخان که څه هم کوم لوبغاړی ونه سوځاوه خو تر ټولو کمې منډې یې ورکړې.

دا مسابقه د افغانستان د ماښام په شپږ نیمې بجې پیلیږي.

—————-

د تاجکستان امنیتي چارواکي د مسکو د یوه کنسرت پر هال د حملې د یوه تورن فریدون شمس الدین له خپلوانو تحقیقات کړي دي.

په همدې حال کې په روسیې کې یوې محکمې څلور تاجکان، چې محمدصابر فیض اوف، سعیدکرم رجب علیزاده، فریدون شمس الدین او دلبرجان میرزایف نومېږي، د مسکو په لمنه کې د کنسرت پر هال په حمله کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د فریدون خپلوانو ویلي چې په هغه کې یې کوم مشکوک چلند نه و لیدلی، شپږ میاشتې پخوا مسکو ته لاړ او خپلې کورنۍ ته یې پیسې ولېږلې.

روسي چارواکو یوه ویدیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې یوه ملا فریدون ته ۵۰۰ زره روبله ورکړي وو چې تروریستي برید وکړي.

—————–

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو په لمنه کې د کنسرت پر هال برید د افراطي اسلامپالو کار وباله خو په عین حال کې یې په دې برید کې د امریکا او اوکراین لاس لرل رد نه کړ.

پوتین د خپل حکومت له چارواکو سره په کتنه کې وویل، دا برید هغو افراطي مسلمانانو کړی چې له پیړیو راهیسي اسلامي نړۍ د هغوی له ایدیالوژۍ سره مبارزه کوي.

د مسکو د برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست.

پوتین وویل:«پوهیږو چې دا جنایت افراطي مسلمانانو کړی، خو دا هم وینو چې امریکا هڅه کوي چې ټولو ته قناعت ورکړي چې کییف په دې حمله کې هیڅ ډول لاس نه لري.»

د جمعې په ورځ د مسکو په لمنه کې د کنسرت پر هال په برید کې ۱۳۹ تنه ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب