افغانستان په یوه پېړۍ کې
۴څپرکی
استادشهسوار سنګروال
پخوا تر دې چې دحبیب الله دواک په اړه وغږېږو،ښه به وي،چې دحبیب الله د شخصي ژوندپه اړه چې دده دژوند موهمه برخه وه یوڅه لنډه رڼا واچوو:
جورج روس کیپل په ۱۹۱۹کال په وزیرستان اوخیبر درې په اوږدو کې د افغان ځواک د ناڅاپي برید له امله لیکلي دي : دوۍ په موږ برید وکړ، خو بیاهم هرڅه ښه پرمخ لاړ.
خو دی له دېنه دمخه امیر حبیب الله خان داستخباراتي لوبې کیسه کوي،چې ډېره دپام وړ راته ښکاري:
«ولا حضرت لما سره دخپلو جنسي چاروپه اړه خبرې وکړې .» ښایسته وختونه تېر شول، امیردجنسي ځواک له کمزورتیا کړېده ،خودبرېتانوي هنددطبې خدمتونودڅانګې غړي «جګړن رابرت برډ» کومه مرسته ورسره نه شوه کولی. له دې هرڅه سره سره داشلمه پېړۍ وه اوامیرچې هرڅه ویل باید منل شوي وی .
امیر حبیب الله پوره دوه ورځې رابرټ بورډ خپل استوګنځی ته ونه غوښت،خو په درېیمه ورځ یې هغه په حرم کې وساته ،سبا ما سپښین چې امیر راووت،ډاکتر ته یې ووېل،له پخوانه ښه احساس کوي .
امیر حبیب الله خان ،په ۱۹۰۱کال واک ته ورسېد،که څه هم د خپل واک په سرکې یو شمېر هغه بې ګناه زندانیان چې د ناسمو اطلاعاتو په تور بندیان شوي ول له بند نه آزاد کړی شول.
همدارنګه هغه کورنۍ او وګړي چې د ده دپلار په مهال هېواد کې دننه اویا بهرته تبعید او شړل شوي ول هغوی ته اجازه ورکړل شوه چې بېرته خپلو تاټوبو ته را وګرځي. په همدې تړاو امیر دروژې په میاشت کې (۱۳۲۲ه ق) په ١٩٠٤ز کال د یوه فرمان په ترځ کې په ځانګړی توګه هزاره وګړوته سپارښتنه وکړه چې په خپلو ټاټوبو کې بېرته ځای پرځای شي.[1]
امیر هغه سزاوې له منځه یووړې چې د ټولنیزو ارزښتونو خلاف وې لکه د بدن د غړو پرېکول. ولې بیا هم د یو شمېر چارواکو دناوړه چلن له امله د یو شمېر سیمو اوسېدونکو د حکومت په وړاندې پا څونونه وکړل.
د ساري په توګه د پکتیا والي سردارمحمد اکبرخان او د ولایت نورو چارواکو، ولس او خلک دومره وه زورول شول چې له بابته یې خلکو په عمومي پا څون لاس پورې کړ.
ددولت چارواکو دغلې دانې او وښو د رانیولو لپاره بزګران اوځمکه وال دېته اړ ایستل چې، په زور او ګواښ سره په ارزانه توګه یاد توکي تر لاسه کړي.
د برتانوي هند چارواکو هم د بزکرانو له پاڅون نه په ګټه یوتن سوداګر ولي محمدخان او دده تره لوی ځمکه وال جانداد خان احمدزی دېته وګمارل چې پاڅون وال د اميرپه وړاندې وهڅوي…همدارنګه په کندهار کې هم په ورته پاڅون لاس پورې شو.
د کندهار والي سردار محمد عثمان خان د خپلې بېباکۍ له کبله داسې ناسم او له دودیزو ارزښتونو پرته له خلکو سره داسې چلن وکړ چې د هغوی پت او عزت یې وګواښه. نوځکه بزګرانو، د کورو کلي خلکو پا څون وکړ چې بیا د دولتي چارواکو له خوا وځپل شول. نه یوازې پاڅون وال یې ووژل بلکه ماشومان یې هم تر اور لاندې ونيول.
دامیر عیاشي اوبېبا کي هم خلکو ته دکرکې وړوه … یوه ورځ دامیر ستر سلاکارچې سریې خوږېده ، برېتانوي ډاکتر « برټ » ته ددرملنې لپاره ورغی اودخبرو په ترڅ کې ترجمان دسلاکار خبرې ډاکتر ته وژباړلې،چې دی وایي، امیرډېر وخت له ښځو سره په بستره کې تېروي .
ډاکتر په دې پلمه چې دامیر مټ دښکار په مهال زخمي شوی ددرملې لپاره راغلی وو،ولې حقیقت داوو،چې امیر له نږدې نه څارل کېده . ډیویډلین په خپل کتاب کې کاږلي دي : « …دامیر ماڼۍ لکه دانګریزانوپه سټیا ل وه… خو خلکو په سموڅوکې ژوند کاوه …امیر یوه ورځ« برټ » ته ووېل، افغانستان دتوپ وهلودزینې لومړی پوړکې دی … دامیر موخه دشوروي اودبریتانیه استعمارسیالي وه … انګریزانو تل له امیر نه یوه ِغوښتنه درلوده،چې شووتړونونو ته ژمن پاتې شي .»
بریتانیا په ۱۸۷۳کال تړون ډېره تکیه کوله ،چې په امیر شیرعلي خان یې په زور تپلې وه او همدارازدګندمک تړون په شرطونوهم ډاډه وو .
په لومړی نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸کال) کې د امیر بېطرفۍ او بې پريتوب هم یو شمېر روڼ اندي او په سرکې د امیر ورور نصرالله خان او زوی یې امان الله خان دېته را وپارول چې امیر دېته اړ کړي چې د انګرېزانو نه د بشپړې خپلواکۍ اخيستل او د لوی افغانستان هغه سیمې چې له افغانستانه بېلې شوې دي بېرته ور کړي. انګرېزانو وزیریستان هم د طاعون مرض ګاڼه، روزکیپېل هم وویل، له افغانستان سره جګړه حتمی ده، په ۱۹۱۴ کال کې هغه ولیکل، نړۍ فکر کوي چې دوی به راتلونکی اوړی له امیر سره په جګړه ګې تېره وي.
«امیر ډېر قاطع سړی نه و ، هند ته دده سفر له شرمه ډک وو،دی دڅوورځو لپاره کلکتې ته تللی و،له ښځو، سره په ساعت تیرۍ کېپه ځانګړي له انګرېزوښځوسره ،ان دډیویډلاین دوینا له مخې دوه نجونوسره کوژده وکړه .
دا هغه مهال دی چې د المان دویم ویلیم او د ترکانو استازی محمدرشاد خامس په ۱۹۱۵ کال داکتوبر په میاشت کې افغانستان ته راغلي ول.
نصرالله خان هم له پلاوي سره هم غږی وه چې امیر باید د انګریزانو او روسانو په وړاندې خپل ملاتړ له المانیانو او ترکانو سره اعلان کړي. خو له کومې پایلې پرته خپلو هېوادوته ستانه شول، امان الله خان او تره یې د هندوستان له هغو ازادي بښونکونه هم ملاتړ کاوه چې د مهندره پرتاب او برکت الله په مشرۍ (۱۹۱۵-۱۹۱۹) یوه انتقالي اداره په کابل کې جوړه شوې وه.
نصرالله خان د ډيورند د پورې غاړې قومي مشرانو سره اړیکې لرلې، ان دا چې وسلې او پیسې یې هم ور لېږلې چې د انګرېزانو په وړاندې پاڅون وکړي، خو امیر حبیب الله خان او اعتماد الدوله عبدالقدوس خان له دې سره مخالف وه.
امان الله خان هم چې د محمود طرزي اغېز پرې پروت وه، له یو شمېر هغو روښان فکرو سره اړیکې لرلې چې د هېواد خپلواکۍ ته ژمن وه.
«نصرالله خان هم یو شمېر دیني عالمان د امیر په وړاندې لمسول. ..خوامیر دوی د قتل به تور اعدام کړل.»[2] امیر حبیب الله خان د خپل ورور او زوی د بیا بیا ټینګار له بابته دېته زړه ښه کړ چې له انګرېزانو سره د دوستۍ له مخې د افغانستان د خپلواکۍ په اړه وغږېږي، خو خبره تر هغې ونه رسېده په ۱۹۱۹ کال کې ووژل شو.
ډېوډ لاین د سایکس پر وړاندې د ډاکټر تورن بېرډ له قوله وایې، کله چې ده په ۱۹۰۴ کال د امیر حبیب الله خان عملیات کاوه د نصرالله حان پر مخ د خپګان نښې لیدلې وې، او ان دا چې سترګې یې له ژړا نه سرې سوې وې.
فرهنګي او ټولنیز پرمختګونه
د امیر د فرهنګي پرمختګونو په لړکې یو هم د سراج الاخبار افغانستان تاسیس وه چې لمړۍ ګڼه یې په ۱۹۰۶ز کال دشاهي مدرسې د مشرمولوي عبدالروف په مشرۍ خپره شوه، ولې د برتانوي هند دچارواکو په ګواښ د امیر حبیب الله حان لخوا بنده شوه.
پنځه کاله وروسته (۱۹۱۱ز کال) د محمود طرزي په هاند وهڅو یو ځل بیا د ده په مدیریت سراج الاخبار خپور شو، چې تر ۱۹۱۹کال پورې یې دوام وکړ.
سراج الاخبار دافغانستان په معاصر تاریخ کې وړ ځاي لري چې او د سیاسي، فرهنګي او ټولنیز شعور د ودې او پرمختګ لپاره یې ګټور ګامونه پورته کړل.
د دغه مهال د دیموکراسۍ غور ځنګ دومره غوړېدلی وه چې دسراج الاخبار چلوونکو په چې به هېواد کې د ننه کومې نا خوالې په ځانګړي ډول د محمود طرزي تر سترګو تېرېدلې هغه به په ډېره زړورتیا خپرولې.
موږ د کندهار پاڅون چې د کندهار د والي سردار محمد عثمان خان په وړاندې وشو د بېلګې په توګه یاده ولی شو، چې دهغه مهال پېښې د سراج الاخبار په څلورمه ګڼه (۱۳۳۱ه ق) کې خپرې شوېدي.همدا راز د برتانوي ښکېلاک پر وړاندې هم یو شمېر نورې مقالې (د ساري په ډول حی علی الفلاح ۵ کال ۱۰ ګڼه) خپرې شوېدي، چې په هېواد او سیمه کې ډېرې انګازې را منځته کړې.
له سراج الاخبار سر بېره سراج الاطفال او ارشادالنسوان په نوم خپرونې هم د محمود طرزي په نوښت او زیار خپرېدې.
له ډله یېزو خپرونو سربېره یو شمېر نور ټولنیز پرمختکونه هم د امیر حبیب الله خان د واک په مهال تر سره شول چې لنډیز یې داسې دی:
۱- ښوونیزې چارې:
د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۰۳کال د حبیبې ښونځي پرانستل شو. د ښوونې او روزنې چارې نه یوازې د افغاني ښوونکو له خوا تر سره کېدې بلکه یو شمېر بهرنیو ښوونکو دلته ښونیزې چارې پرمخ وړلې.
د«انجمن معارف» په نوم دسردار عنایت الله خان تر مشرۍ لاندې یو دفتر پرانستل شو چې غړي يې کورني او بهرني کارپوهان ول چې دری تنه ترکي ښونکي او نور یې هندي ښونکي او استادان وو.
د حربیه په نوم ښونځی هم په ۱۹۰۹کال جوړ شو چې ښونکي یې افغانان او ترکان وو، د ښونځي د مدیریت چارې محمود سامي ته وسپارل شوې، چې د ناسم چلن له مخې ډېر ژرګوښه کړی شو، او هندوستان ته وتښتېد.
د یو شمېر درسي سیاسي او اقتصادي اثارو د چاپ لپاره د«تیفوګرافي» او«زنګوګرافي» په نوم مطبعې په ولېدې.
۲- سوداګريزې چارې:
دملي اقتصاد او لاسي صنایعو د ودې او پرمختګ لپاره د تير پر پرتله چټک ګامونه پورته شول. یو شمېر ملي سوداګر دېته و هڅول شول چې د افغانستان لاسي صنایع لکه غالۍ، قره قل، پوستکي، ټغر، ورېښمن ټوکران، راز راز مېوې، وړۍ اونور یادولی شو. چۍ له هېوادنه بهر نورو هېوادوته واستوي.
د دغو توکو پر ځای اړین توکي هېواد ته راوړل شول چې د ساري په توګه چای، بوره، ټوکران او نور د یادلو وړدي.
د امیر عبدالرحمن خان له مړینې وروسته د کندهار ډول ډول مېوې هند ته د چمن له لارې د«رېل» په وسیله و لېږدول شوې. [3]
په هېواد کې د چرم فابریکه او د وړيو اوبدلو فابریکه (۱۹۱۳کال) د جبل سراج برېښنایې فابرکه (۱۹۰۷کال)، حربي فابریکه او نورې د امیر د واک پر مهال په کار و ولېدې.
۳- روغتیایې او ټولنیز پرمختکونه:
افغانستان یو وروسته پاتې هېواد وه او د خلکو روغتیایې ستونزې لکه د نورو ټولنیزو ستونزو په څېر پخپل ځاي وې.
ولې دامیر د واک پر مهال یو شمېر روغتونونه جوړ شول چې موږ دکابل ملکي روغتون (۱۹۱۱زکال) چې د ترکي ډاکترانو له خوایې چارې پرمخ وړل کېدې یادولي شو.
د روغتیايې چارو دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېده.
۴- کرهڼيزې چارې:
دا چې افغانستان یو کرهڼیز هېواد دی، نو امیر د خپل واک پرمهال یو شمېر ویالې هم د کرهڼې د ودې او پرمختګ لپاره، و کاږلې لکه په ننګرهار کې «نهرسراج» د غزني د اوبو بند، د پغمان د اوبو لیکه، د کندهار نهر سراج او نور د پام وړ پر مختګونه د پام وړ ګڼلي شو.
همدا ډول په هېواد کې د یو شمېر ماڼیو جوړول او رغول. د سړکونو ايستل، د پلونو جوړول، د مالیاتو ټولول او په یوه حکومتي تشکیل کې د مالیې د وزارت ځایول چې چارې یې د میرزامحمدحسین خان تر مشرۍ لاندې پرمخ وړل کېدې.