شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+له امیرحبیب الله سره، د انګریزانو اړیکې

له امیرحبیب الله سره، د انګریزانو اړیکې

، افغانستان په یوه پېړۍ کې

باچا خان ته د لیاقت علی خان پیغور

۳ څپرکی

استاد شهسوار سنګروال

د امير عبدالرحمن خان له مرګ نه وروسته زوی حبيب الله خان د پاچاهۍ په تخت کېناست.

پلار يې عبدالرحمن خان د «نقرس» د ناروغۍ له کبله په ۱۹۰۱ ز کال په باغ بالا ییلاقي ماڼۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ولې خپل زوی حبيب الله خان ته يې داسې له ستونزو او کړاوونو ډک هېواد پرېښود چې زندانونه له خلکو ډک ول، ښوونځيو شتون نه درلود، د روڼ اندو ستوني مروړل شوي ول، په کور دننه يو شمېر کورنۍ له يوې سيمې نه بلې سيمې ته شړلې شوې وې. ډېرو کسانو د امير له وېرې هېواد پرې ايښی وه… او په سلګونو داسې پېښې يادولی شو چې په يادولو يې د هر انسان زړه خواشينی کېږي. ولې يو څه چې د امير حبيب الله خان واک ته په ميراث پاتې ووهغه په ټول هېواد کې بشپړ امنيت وه. کله به چې يو بهرنی افغانستان ته را ننوت لکه د هديرو وطن هېڅ غږ وغوږ او شور و زوږ نه او رېدل کېده.

د امير حبيب الله خان د واک په مهال داسې نړۍ والې او سيمه ييزې پېښې مينځته راغلې چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو سياسي او جغرافيوي څېره يې بدله کړه.

د لومړۍ نړۍ والې جګړې پېښېدل (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ کال) چې پېښو يې په ټولې نړی سيوری و غوړوه. که څه هم افغانستان بې پرې پاتې شو ولې بې اغېزې پاتې نشو.

د افغانستان په ګاونډ روسيه کې د (۱۹۰۵) او ۱۹۰۷ کلونو پاڅونونه او په پای کې د ۱۹۱۷ ز ېږدي کال د اکتوبر انقلاب يو د بل پسې تاريخي څپې وې چې په نړۍ او افغانستان يې رغنده اغېزه وښندله.

د برېتانوي هند په سياست کې هم يو ژور بدلون مينځته راغی. په ۱۹۰۱ ز کال د ويکټوريا مړينه چې له دريشپېته (۶۳) کالو پاچاهۍ وروسته ومړه چې په ټولواکمنۍ کې يې لمر نه ډوبېده.

د لېبر ګوند (Labour) او محافظه کار ګوند Conservative)) تر مينځ سيالۍ چې د لېبر مشر «ګلادستون» او د بل يې «ديزرايلي» وو، دوی د برېتانوي هند سياست او په ځانګړي ډول د افغانستان د نوي واکمن  په تړاو د دوی پاليسي چې لارډ کرزن (دهند وايسرای) پر مخ وړله، بايد امير نوی تړون ته را کاږي دا ځکه چې روسانو د کسپين سمندرګي سيمې ته د رېل پتلۍ را رسولې وه، هغسې خو هم انګرېزانو د کوېټې پورې د رېل ليکه غوځولې وه، له بده مرغه چې افغانستان د دوه سترو ښکېلاکګرو په مينځ کې داسې را ګير شو چې هره ګړۍ تر ګواښ لاندې وه.

روسانو د خپل ځواک د پياوړتيا لپاره اميرحبيب الله خان ته وکاږل چې د ۱۸۸۰ ز کال تړون له سره بايد نوی شي. امير له ډېرې ناچارۍ ورته وويل کومه پرېکړه چې د روسانو او انګرېزانو تر مينځ شوېده زه پرې ډاډه يم او که چېرې بيا هم دوی وغواړي زه يې په دې تړاو پرېکړې ته درناوی کوم. لوماکين چې د مخه يې ماتې خوړلې وه، دوه کاله وروسته ۱۸۸۱ کال جنوري کې مروه د خراسان پلازمېنه. چې روسانو غوښتل چې د افغانستان برخه شي د نيولو تکل وکړ، چې بيا روسيې په ۱۸۸۲ کال د کرښې د ټاکلو وړانديز وکړ. هولديچ د پولو په ټاکلو کې بيا رول درلود. هلته لارډ کرزن په ۱۹۰۲ ز کال يو ځل بيا (جون کې) امير ته بلنه ورکړه چې هند ته راشي.

د پاچاهۍ په سر کې (فبروري کې۱۹۰۱) هم ترې ورته غوښتنه کړې وه خو امير ورته د ګيلې په توګه وويل چې د تاسو د ملکې (ويکتوريا) او زما د پلار (امير عبدالرحمن خان) له مرګه لا ډېر وخت نه دی اوښتی چې له مانه د تېرو تړونونو په تړاو غوښتنه کوې.

څرنګه چې تېر تړونونه په سرکې د ګندمک او ډيورنډ موافقه ليکونه د دوه کورنيو تر مينځ چې دولتي او حکومتي بڼه يې نه لرله لاسليک شوي ول. بسپنه او مرسته چې له سلطنتي کورنۍ سره (يا د اجارې په نوم) کېده لارډ کرزن پرېکړه وکړه چې و سلې په شمول دا ټول پرې بند کړي.

په دې سره امير حبيب الله نور هم خواشينی شو نو تر هغې چې لارد کرزن د هند وايسرای وه هندوستان ته سفر ونه کړ.

نوموړي هغسې هم يو شپږ (۶) فقيريزه وړانديز چمتو کړی وه چې په نوي امير يې وتپي لکه:

– د ډيورنډ تړون ته بيا کتنه چې ان کندهار يې هم ګواښه.

– افغانستان ته د وسلې د لېږلو شرط او د کارونو څارنه.

– له قبايلو سره په نه مرستې ټينګار.

– د برېتانوي پوځيانو د يوې ډلې ګمارل چې د روسانو بريد له نږدې څخه وڅاري… او نورې دا ډول غوښتنې.

له دې پرته کرزن پدې هم ټينګار کاوه چې د ۱۸۸۰ ز کال تړون چې د امير عبدالرحمن خان او «ګريفن» تر مينځ د ليکونو په بنسټ ترتيب شوی وه شخصي بڼه لرله.

د امير عبدالرحمن خان له مرګ نه وروسته دغه تړون د باور وړ ندی.

د کرزن دغه يادونه دا ښيي چې (د ګندمک او د ډيورنډ د تړون په ګډون) ټول هغه تړونونه چې د اشخاصو تر مينځ لاسليک شوي دي د باور وړ نشو ګڼلی، چې دا کار د امير حبيب الله په واکمنۍ کې هم وشو.

په دې اړه تاریخي اوحقوقي ارزونې ته تم کېږو:

۱ ـــ لوې لوبې اوسړې جګړې دافغانستان ملا ماته کړه .

۲ ـــ پر افغانستان دبرتانوي هند برید…

 ۳ ـــ دسکانولمسول اودوزیر محمد اکبرخان له خوا په جمرود کې دهري سنګ وژل.

۴ــــ دپېښورله نیولووروسته درنجیت پر ضددامیر دوست محمددجهاد اعلان .

۵ــــ دروسي استازي ویکتویچ دکابل په بلا حسار کې امیر ته ووېل،چې سکانو دافغانستان خاوره اشغال کړه اوروسیه به له افغانستان سره په دې اړه مرسته وکړي .

۶ــــ لارداکلینډپه دې تړاوبرنس هند ته وغوښت .

۷ ــــ رنجیت سنګ چې له امیردوست محمدخان نه ویره درلوده له انګریزان سره هرډول مرستې ته چمتو و .

۸ــــ دانګریزانو دعیاشي پر وړاندي دعبدالله خان اڅکزي پاڅون دبرنس،دده دورورچارلس اودکپتان برادوژنه ،چې دانګریزانودکسات لامل سو…خود«مارتیمر ډیورنډ» دخپل پلارهنري ډیورنډپه اړه خپل کتاب کې یادونه کړې ده اوشاه شجاع یې فراري باچا بللی دی خوداسې ویل کېدل چې پلار یې له کابله تښتېدلی و …

۹ـــــ دروسې له خوادخوقند،خیوې ،مروې اودیوشمېرنوروسیمو نیول برتانوي هندلا ولمسوواوافغانستان یې ترګواښ لاندې ونیو.

۱۰ــــ دافغان وانګلس ۲جنګ،دګندمک تړون لاسلیک ،رابرتس ویل افغانستان باید تجزیه شي،ولې افغانان په ځانګړي ډول پوځ دروشان،شغنان اوواخان په اړه دهغه تفاهم ضد ول چې په ۱۸۷۳له روسې سره وشو،داځکه چې دبدخشان برخه وه . ولې روسانو ویل چې په ۱۸۴۳کال په دې اړه یوه موافقه موجود ده … خو بیاهم په هند کې واې سراې امیر ته ووېل چې له هغه ځایه خارج شي . خوامیر عبد الرحمن خان بیاهم شغنان اوروشان  ترخپلواک لاندې وساتل .

۱۱ ــــ دهندوایسراې لایتون غوښتل چې جنرال رابرتس افغانستان ته واستوي،ولې ځرنګه چې هغه دافغان انګلیس په جنګ کې ښکیل واوامیر ورسره ونه منله نوبیا درابرت پرځاې ډیورنډ وګمارل شواوڅرخي غلام حیدر خان لنډي کوتل ته دده استقبال ته ورغي.

۱۲ـــــ ډیورنډ په ۱۸۹۳ کال دجون په میاشت ،پخپله یادښتونوکې کاږي ،امیر نه غوښتل چې ټاکلې سیمې له لاسه ورکي،امیردسلا یادونه کوله ، ما ورته ووېل چې وسله ما دواسکټ په دجب کې راوړلی نه شوه .

۱۳— امیردترتیب شوې نخشې خلاف واوداهم ویل شوي وچې متن په پارسي ولیکل شي ،خو دنوامبر په ۱۲مه انګلیسي متن دهغه مخته وړاندې شو،چې امضاې کړي .

ډیورنډپخپلویادښتونوکې ویلي امیر دشیرعلي خان له سرحداتوسره موافق نه واوترتیب شوې نخشه یې هم نه منله ، امیردچمن له لیکې غځولوسره هم جوړ نه واود۱۸۷۳کال دتفاهم په اړه یې ووېل،امیرشیرعلیخان احمق و .

۱۴ــــ ډیورنډدخپلو یادښتونو له مخې کاږلي دي،چې زما ماموریت په ښه توګه پرمخ نه ته اوهره ورځ نا امیده کېدم … ولې بیاهم انجنر پیین دی ځِغم ته هڅوه … ورته ویلې چې امیریوازې دیکشنبې ورځ غیر مترقبه کارونه کوي…

۱۵ ــــ ډیورنډ وايي،دنوامبر ۱۲مه (۱۸۹۳)دومره موهمه وه،چې نه پوهیږوڅه وشول ؟په هغه وخت کې امیر ته سلطان محمد خان ډېر موهم وچې هغه هم هندي ونورهیڅ افغان پرته له برتانوي پلاوي نه په هغه دفتر کې ان داچې سلطان محمد هم  نه و… داچې ځه تېرشول لاتراوسه معلومه نه دهده خو کله چې پلاوی له اطاق نه ووت دوه لاسلیک شوي کاغذونه یې په لاس کې وو،چې یودافغانستان اوروس ترمینځ دسرحد سند واوبل هم هغه تفاهم نامه چې دسیمې دکنترول موافقه لیک په نامه نامتودی .

۱۶ ــــ ډیورنډ داخبره هم کړې چ له ماسره دوسلې برتانوي انجنرپیین چې دامیر په دربار کې کار کا وه . دانګریزانودغه خبره هم له فریبه ډکه ده چې په ۱۸۷۶کال یې دخان قلات سره دبلوچستان موافقه کړې ده .

۱۷ـــــ ولې « راجیودوګرا » پخپل کتاب Durand,s curseکې کښلي دي،« ډیورنډ چې دامیر په دفیر کې استوګ و اووې غوښتل چې بېرته «سملې» ته ستون شي دوکاغذونه یې چې یوسپین واو په بل کې نخشه وه دامیرته ورغی ده په انګریزي لیکل اوامیر ورته کتل،ځکه چې نپوهېده … دایوخیالي سند دی اوهیڅوک نه پوهېږي چې دنوامبرپه ۱۲ مه څه پېښ شول .» (وګورۍ ۱۶۹ ـــ ۱۷۰ مخونه ) دوګرا داهم وایي چې ډیورنډد۷ اونېیو لپاره په کابل کې پاتې شو. (۱۸۵ مخ)

همدا لامل وه چې په ۱۹۴۹ کال د افغانستان د خلکو استازو په لويه جرګه کې ډلييزه توګه پرېکړه وکړه چې ټول هغه تړونونه چې له انګرېزانو سره په بېلابېلو وختونو کې لاسليک شوي دي لغوه ګڼل کېږي.

امير حبيب الله خان هم پدې خوابدی وه چې کرزن د ډيورنډ د کرښې پورې غاړې د هندوستان د شمال غربي ولايت پنوم يادې کړې چې پدې کې پنځه ولايتونه (پېښور، دېره اسماعيل خان، کوهاټ، بنو، هزاره) او پنځه سيمه ييز (شمالي او جنوبي وزيرستان، کورمه، خيبر او ملکنډ) حکومتونه شامل ول. د ۱۹۴۹ کال پرېکړې د هولډيچ او د ده په څېر د نورو کسانو هغه پرېکړې هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي چې د افغانستان طبيعي جغرافيه يې زيانمنه کړې ده، د ساري په توګه د هرات په نيمه لاره او د مروې په سوېل کې د پنجدې مهمه سيمه د بېلګې په توګه يادولی شو.

علي خانوف (دمخه عليخان) پخپله د پنجدې په لور د وړاندې تګ او د نيولو هڅې کولې. د خانوف د يرغل او بريد په مهال هولډيچ په پنجده کې وو. نوموړی په دې باور وه چې برېتانويان به د افغانانو ملاتړ ته را ودانګي، خو هولډيچ ته له سيمې څخه د وتلو امر وشو.

خانوف د هر انګرېز په سر ۴۰۰ روپيو جايزه وټاکله. ډيورنډ امير ته وويل، چې په دغه وخت کې هند کې وو يو بد خبر لرم، روسانو پنجده ونيوه.

امیر ته د پام وړ خبره دا هم وه، چې انګریزانو په ۱۹۰۳ کال کې د «دابس» په نوم یو تن هرات ته واستاوه، چې د سرحدي پولو په تړاو تېرې ژمنې بیا راغبرګې او تکرار کړي؛ خو روسانو د ده وړانديز بابېزه وګاڼه.

امير هم ورته په ځغرده وویل، په کومه لاره چې هرات ته راغلی یې په هماغه بېرته ووځه!.

کرزن شپږ لیکونه امیرته واستول چې هند ته ورشي. ولې په پای کې (په ۱۹۰۴ کال) خپل زوی عنایت الله خان له یوه پلاوي سره کلکتې ته واستوو او کله چې «سرلويس ویلیام دېن» کابل ته راغی یو داسې تړون یې له امیر سره لاسلیک کړ چې د خپل پلار له ژمنو سره یې تړاو درلود. که څه هم پلار یې امیرعبدالرحمن خان، د ډیوډلاین د څرکندونو پر بنسټ:

هیڅکله هم د سلیمان پرغرونو د انګرېزانو نفوذ ته غاړه نه وه اېښې. هغه تر اباسین پو رې له افغان پاچاهانو ورپاتې ځمکه د خپل هېواد سرحدي سیمه بلله. عبدالرحمن خان ډېورېنډ ته په یوه استول شوي لیک کې کویتې ته د اورګاړډي د پتلۍ تېرول یوه شرمه وونکې، غیرې ضروری او سر زوری کار بللی وو……امیر لیکلی ول دایو داسې کار دى لکه زما په زړه کې چې چاړه تېره کړې. .. که مو قبایل زما له واکه جلا کړل، زما او ستاسو ددواړو له ښې اوځي.

عبدالرحمن خان د انګرېزانو له تمدن سره مینه درلوده. د ده د اولادونو ښونکی انګرېز وو، دغاښونو ډاکتر هم ایرلېنډی وو. پایني pyni دده د وسلو انجنیروه.[1]

هند ته دامير سفر

کله چې په ۱۹۰۵ کال دمارچ په ۲۱ نېټې تړون لاسلیک شونو بیا امیر دنوی وای سرای «لارډ منټو» په بلنه په ۱۹۰۶ ز کال (د ډسمبر۶ نېټه) د جلال اباد له لارې مخ پر هند وخوځېد چې د جنوري په دویمه (۱۹۰۷ کال) نېټه هند ته ورسېد.

که څه هم امیرپه سرکې د برتانوي هند له چارواکو ډیر خواشینی وه او لاکله چې لارډکرزن دیوه تړون په تړاو ورته وکښل:

د (۱۸۸۰) ز کال تړون چې د امیرعبدالرحمن خان او «ګیرفن» تر منځ لاسلیک شوی دی یوه شخصي بڼه لري چې دامیر له مړینې ورسته دباور وړندی. نوی امیر باید نوی تړون لاسلیک کړي.

حبیب الله خان نه یوازې د ده وړانديز رد کړ بلکې نصرالله حان ته یې سپارښتنه وکړه چې د افغانستان د بشپړې خپلوا کۍ لپاره دیو شمېر هېوادونو استازو (بریتانیه، المان، فرانسه،روسیه، امریکا،ترکیه او ایران) سره وګوري.[2]

لارډکرزن له وېرې له خپل وړاندیزنه پر شا شو. خوکله چې دی له خپلې دندې کوښه شو امیربیا دلاهور او اګرې له لارې د برتانوي هند پلازمینې کلکتې ته ورسېد او د چار واکو له خوایې دروند هرکلی وشو. نوموړى پدې سفرکې له ښځوسره په سات تېرۍ روږدی شو…له دوه انګرېزو ښځو سره يې تار وغوځوه.[3]

امیرد خپل مېلمه پال (هانری مکماهن) په ملتیا د هند یو شمېر سیمې ولیدې او د سوري شېرشا په کلا کې (نوی ډیلی) یوه جومات ته مخامخ یوه څاه وویسته او هم یې په لاهورکې دیوه ښوونځيد جوړيدو ډبره کېښوده.

 ده له لارډ منټو او جنرال لارډ کچنر سره د افغان او بریتانیې ددوستۍ په تړاو‎ اوږدې خبرې وکړې.

نوموړي له ټاکلي وخت نه ډېره موده په هند کې تېره کړه، او بیا د ممبیي له لارې کراچۍ او له هغه ځایه پېښورته راغی.

ډېوېډلاین کاږي د ماسونیک د هوټل له میلمستیا نه وروسته پرېکړه وشوه چې امیر باید بېرته کابل ته واستوي. هند ته د امیر سفر دده په زهن کې ژور بدلون منځته راوړ. له نوي تمدن او پرمختګ سره اشناشو او کومه خوابدي او کرکه یې چې د انګرېزانو په وړاندې لرله دېته هوډمن شو چې ددوی دوستي ورته په ګټه ده، سره د هغې د ډېوېډ په اند لوي درستيز لارډکچنر ورته وویل که یې خبره ونه مني د سمندر په خطرناکو لارو يې کابل ته ولیږي.

امیر حبیب الله که څه هم له دې سفرنه د مخه له ښونې او روزنې سره مینه لرله. په ۱۹۰۳زکال یې د حبیبې ښونځي پرانست. له افغان ښونکو سربېره یو شمېر هندي او ترکي ښونکي هم په دندو و ګمارل.

کله چې امیر هېوادته راستون شو، لارډمنټو د یوه لیک په ترځ کې د برېتانیې او روسیې د تړون هغه پرېکړه لیک چې په ۱۹۰۷ کال د دواړو هېوادونو داستازو په ګډون کښل شوی وه، امیر حبیب الله خان ته را واستوو چې امیر یې باید پرته له ځنډه لاسلیک کړي.

د روسیې او انګلیس په دغې پرېکړه کې چې د افغانستان، ایران او تبت د هېوادونو په تړاو وو، دغه ټکی پکې رانغاړل شوی ول:

د ایران هېواد په دری برخو وېشل شوی وه چې شمالی برخه یې باید د روسیې تر واک او نفوذ لاندې وي. دایران شرقي او جنوبي برخه باید د انګریز د واک او ځواک سیمه وګڼل شي، او مرکزي برخه  بايد ديوې بيطرفې سيمي په نوم ياده شي.

کله چې ایرانیان له دغي پرېکړي خبرشول دواړو هېوادونو په وړاندې یې سخت غبرګون وښود.

د تبت د هېواد په اړه دواړو غاړو داسې ژمنه کړې وه چې په دغه خاوره کې به له خپل ځواک او واک نه کار نه اخلي او دا سیمه یې د چین برخه و بلله، دافغانستان په تړاو:

لومړی افغانستان د روسیې د نفوذ سیمه نشو ګڼلی یوازې دافغانستان اړیکې د انګرېزانو له لارې ټینګېدلی شي او بس، له دې سربېره انګرېزان د ۱۹۰۵ کال تړون له مخې لوړه او ژمنه کوي چې دافغانستان په کورنیو چارو کې به لاس وهنه نه کوي.

روسیه او انګلیس کولی شي د افغانستان په سودګریزو چاروکې برابره ونډه ولري. په پرېکړه لیک کې دا هم راغلي ول:

هغه مهال دا تړون عملي بڼه خپلولى شي چي د افغانستان د امیر لاسلیک د روسیې چار وواکو ته وښودل شي.

امیر د بېلابېلو پلمو له مخې په یوه اوبله خبره ځان تېراوه او برتانوي چارواکي هم په دي پوهېدلي و نو ځکه خو دبرتانیې پارلمان په دې هکله غونډه وکړه او لارډمنټو ته یې سپارښتنه وکړه  چې ډېر ژر دامیر نیت ځانته مالوم کړي.

امیرحبیب الله خان په کورکې دننه په دې ښه پوهېده چې دده یو شمیر در باریان، ان دده ورور نصرالله خان او امان الله خان نه غواړي چې د انګلیس او روسیې پرېکړې وه مني نو ځکه یې وایسرای ته په ځغرده وکښل:

(۱۹۰۸ داګست ۱۴) چې دى دې موافقه لیک ته حاضر نه دئ چې د«سنت پترزبورګ» قرارداد او تړون ته غاړه کېږدي.

د ډيورېنډ موافقه لیک ته هم زړه نا زړه وه. د ډېوډ لاین د کتاب له مخې (۱۷۷مخ) انګرېزانو په سرحد کنترول درلود، ولې بيا هم کابل نه منله چې دا سیمې دې د تل لپاره له افغانسان څخه جلاشي.

کمېشنر روزکیپل په ١٩١٦ کال وه لیکل، اوس د بوچر او بولډ تګلاره پایته رسېدلي .

دډیورنډکرښه دسرطان دانه ده اویوه ورځ دپاکستان له جوړېدو وروسته هم ،لیاقت علي خان ، پاچا خان (غفار خان ) ته غوږوهنه وکړه :

د پاکستان لومړي وزیرلیاقت علي خان په ۱۹۴۸ع کال د مارچ په پنځمه نېټه د یوشمېر وکیلانو ډلې ته په ډېرې بېباکۍ اوبېشرمې ووېل، «ایا پښتون دیوه هېواد نوم دی اوکه دیوه جمېعت نوم ؟

خو باچا خان دده دپوښتنې په ځواب کې ووېل ، پښتون دیوه جمېعت نوم دی ،خوموږ غواړوچې دپښتونستان په نوم دیوه هېوادبنسټ کېدو …

 په ۱۹۷۵کال یوه پنجابي خبریال له ولي خان نه وپوښتل ،په لومړي سرکې مسلمان یې که پښتون،یاپاکستانی …؟ ولي خان په ځواب کې ووېل،شپږزره کاله کېږي،چې پښتون یم،زرکاله کېږي چې مسلمان اویوازې ۲۱کاله کېي چې پاکستانی یم .

اوس هغه شمېرپښتانه ان دنیشنل عوامي ګوندغړي داسې څرګندونې کوي چې دپنجابیانوپه اصطلاح دپنجاب ځمري چې پېښور ونیو،له هماغه وخته له افغانستانه بېل شو !؟ ولې حقیقت دا دی، لکه راجیو دوګرا چې پخپل کتاب Durand,s curse کې یادونه کړې ده، د وزیر اکبرخان او د رنجیت سنګ د نامتو قومندان هریسنګ ترمینځ چې کومه جګړه په ۱۸۳۸کال د اپریل په ۳۰مه دجمرود په کلا کې پېښه شوه،چې په پاې کې هریسنګ په ډېرې بدرنګي ووژل شو. (وګورۍ۴۱ مخ )اوبیا کله چې امیر دوست محمد خان دهغه پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ، خو د انګریزانو په ملاتړ رنجیت بیا ځان پیاوړی کړ.

انګریزانو له یوې خواسکانو سره اړیکې ساتلې اوله بلې خوا ورته دافغانانودریځ ورته څرګند واوله

کله چې انګریزانو ولیدل محمد اکبرخان سکانو ته ماته ورکړه نوبیا برنس دمملې په باغ کې وزیر اکبر خان ته سترګې په لار و،چې دده دلیدلو افتخار تر لاسه کړي .



[1] :- ډیود لاین دوه پېړۍ ۱۴۰ـ۱۴۱ مخونه

[2] :- هملتن انګوس افغانستان ۱۹۰۶ کال لندن ۴۵۲ مخ

[3] :- ډیوډ لاین دوه پیړۍ دهاند ژباړه ۱۷۵ مخ

1 COMMENT

  1. « امیرد خپل مېلمه پال (هانری مکماهن) په ملتیا د هند یو شمېر سیمې ولیدې او د سوري شېرشا په کلا کې (نوی ډیلی) یوه جومات ته مخامخ یوه څاه وویسته او هم یې په لاهورکې دیوه ښوونځيد جوړيدو ډبره کېښوده.»
    نوت :‌شاغی سنگروال باید ددغې لیکنې ماخذ ښودلی وای دا دده جمله نه ده. دایی له ورځلیک څخه اخیستی باید ماخذ یی ښودلی وای . دنوي ډیلی دجومات ډبره بل چا نه ده یاده کړې. ؟
    زمری کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب