جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهفیسبوک/ظفر کریمي

فیسبوک/ظفر کریمي

اسویلی مې تر غوږ شو، ور مې وکتل، دواړه مټې یې پر مېز په داسې انداز ایښې وې چې د سینې وزن او زور یې ټول پر مېز وراچولی و. د دسمبر په یخنۍ کې یې هم د لنډو لستوڼو کمیس پر غاړه و، لېچې یې سپینې، نرۍ او زړه راښکونکې وې خو شونډې یې وچې وې او داسې ښکارېده لکه ډېر اسویلي یې چې کړي وي.

 سترګې یې نیمې غړېدلې ښکاریدې، لږې سرې هم وې، تا به ویل اوس له خوبه راپاڅیدلې ده ، خو نه ……د هغې د سترګو دا خمار شاید کمپوټر ته د ډیر کتو له وجې و. لېپ ټاپ یې د میز دپاسه خو ترې لږ لېرې پروت و.

 په ورکتو پوهه شوم چې څه چل خامخا دی. سترګغلي مې ووهل او د ټوکې په انداز مې ورته ووویل

“((لکه چې بیا چا د ملالې یوسفزۍ پر ضد څه لیکلي دي ؟

شونډې یې وچیچلې،تندې یې لږ نور هم تریو کړ

((پر کانسپریسي تیوریانو باور لرونکو باندې نور خپل مازغه نه خرابوم، خو فکر په دې کوم چې د شپږ زره کلن تاریخ دعوه کونکي قام ځینې وګړي ولې داسې بچګانه کارونه کوي ؟))
د شیشې پر میز پروت لېپ ټاپ ته یې دیکه ورکړه، لیپ ټاپ ونه لوید، خو د مېز څنډې ته نزدې شو.

 په ټوکه کې مې ورته وویل ((سرکاري شی دی،که مات هم شي نو ستا پرې څه ؟))
“لېپ ټاپ نه په اصل کې فېسبوک ته په غصه یم هسې وخت ضایع کوي .
خپله خبره یې اوږدول غوښتل، خو داسې ښکاریده لکه د خپل مافی الضمیر د څرګندولو لپاره د ټکو له بحران سره مخ وي . شونډې یې رپولې خو غږ یې نه  راوتو. له شونډو یې د سرخۍ پر ځایې غصه څڅېدله. .
زه او سمرین له تېرو دوو کلونو په یو دفتر کې کار کوو، هغه د ژوند ډېرې شېبې د کمپوتر سره تېروي، زما او د هغې د چوکیو ترمنځ له پنځه ګزو کمه فاصله ده ، خو ځينې خبرې راسره د فېسبوک مسینجر له لارې په لیک کې کوي.

چې کله د چا مېلمانه دفتر ته راشي نو د مېلمنو په شتون کې هم په ازاد مټ د هغوی په ناسته پاسته، جامو، خبرو او په تېر بیا د ځینو مېلمنو په تکیه کلامونو تبصرې کوي، خو دا هر څه په لیکلې بڼه…د مسینجر له لارې. مېلمانه هم خفه نشي او دا هم خپل زړه تش کړي. د خبرو پر ځایې د لیک  دا طریقه یا خو هغې ته ډېره خوندي او رازدارانه ښکاري او یا د خپل ښځینه غرور له وجې هغه زما په لور د مخ د راګرځولو او خبرې کولو په ځایې دا د تماس اسانه ذریعه ګڼي .
کله کله راته په ټوکه کې وایي پاکستان هسې هم د انرژۍ له بحران سره مخ دی، پکار ده د خبرو په کولو او د مخ اړولو انرژي بچ کړو.

په مخ یې تل مسکا وي خو نن یې پر تندي ګونجې ښکاریدې، غصې یې اننګي سره کړي ول خو په دې سرخۍ کې ښایست نه بلکې وېره وه.
((عجیبه ده ، زمونږ طالبان، د هغوی القاعده، لشکرطیبه، بوکوحرام، داعش او نورې ډلې د حوا د لور په اړه یو شان فکر او دریځ لري. د دې وطن د زلمو سوچ هم زمونږ (ښځو)په اړه له هغو ډلومختلف نه دی . زه نن په فیسبوک کې ددومره بندیزونو سره مخ یم چې خپل عکس په پروفایل نشم لګولی، هغه یو عکس مې لګولې و چې بیا دومره ایډیټ شوی و چې اوس هم د ډېرو  ښځینه نومونو پر اکاونټونو زما هم هغه عکس لګېدلی دی دا د دې ټولنې اخلاق دي؟ دا ازادي ده؟ ))

ساه یې واخیسته ، اوږو ته لویدلې لوپټه یې بېرته په سر سمه کړه، په نیم غصه ناک او نیم ژړه غوني اواز یې خپله خبره بیا پېل کړه.
(( خپله یوه یوه تبصره لس لس ځله ګورم او بیا یې خپروم، زما په زړه کې اوس هم ډېرې داسې خبرې دي چې لیکل یې غواړم خو نه یې شم لیکلې. زما په زړه کې د بیان ازادۍ یو یو ارمان ځانوژنه کوي او زه ؟

زه لکه د شمعې دا هر څه په مړو اوښکو کې تویوم. که دا نه کوم نو څه وکړم؟ دوی زما د خبرې سره د اختلاف څرګندلو پر ځایې پر ما د فاحشې فتوې لګوي. ته ووایه فېسبوک د پښتنو سخت دریځو نړیوال کلی دی که نه ؟))

سمه راته برګه وه، پوهیدم چې د نورو غصه پر ما وباسي. تر لږې خاموشۍ وروسته مې ورته په نیمه خندا کې وویل ((همدې فېسبوک له نړۍ سره ونښلولې، په یوه میاشت کې دې د ملګرو شمیره پنځه زرو ته ورسېده، ما په شپږو کالو کې دومره ملګري پیدا نه کړل)).
((دا زما نه بلکې زما د نوم کمال وي، ښځه، ښځینه نوم…. کوم چې ډېرو ته د یوې ځانګړې تندې د ماتولو لپاره ډېر زړه راښکونکی ښکاري)). هغې لنډ ځواب راکړ. .
ما د هغې د قهر د ختمولو هڅه کوله، ورته مسکی شوم او ومې ویل ، نه مړې تا ډېره وړه خبره زړه ته نیولې ده ، اوس پښتنې جونه د پخوا په پرتله ډېرې ازادې دي . ستا ائیډیل ملالې ته وګوره تر نوبل جایزې او……..
هغې زما خبره پرې کړه،

(( د ملالې تر شا ضیاالدین و، د پښتنو په هر کور کې ملالې ناستې دي خو کمی د ضیاالدین په شان خلکو دی. که ملاله دضیاالدین لور نه وه نو لکه د نورو پښتنو جونو به یې په ګمنامۍ کې وېښته سپین کړی وای. ))

ما ویل دا ډېر لوي بحث دی ، ته ولې نهیلی یې؟

هیڅ ځواب یې رانکړ، خوا ته پروت کاغذ یې زما په لور وړاندې کړ.

سترګې یې اوس پوره پرانیستلې وې، د اوښکو غونډاري پکې غړېدل.

پر کاغذ د ډاکټر اسرار دا شعر لیک و.

په شب پرستو باندې زېرې وکړئ

دلته کې لېرې هم رڼا نه ښکاري.

کراچۍ ـ ۲۰۱۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب