چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeکالمونهننګیالد څو تېروتنو او تېر ايستنو سمون او څرګندتيا

د څو تېروتنو او تېر ايستنو سمون او څرګندتيا

شهرت ننګيال. 

د څو تېروتنو او تېر ايستنو سمون او څرګندتيا

له يوه نه مې موخه واحد يا عدد نه دی، چې ده يو محور رامنځ ته کړی، د ولسمشرۍ نوماند دی، دوه مرستيالان، ګڼ کمپاينران، مينه وال، ملاتړي او منتقدين لري.  

له يوه نه مې مطلب له موره يو هم نه دی، چې يکه باش خو تکه. او دغسې يکه له ډيرو تکړه راوتلی شي. ځينې يو وي، خو دوه، درې، څلور او لوی لښکر شي، تاسې به د ذوالفقار علي بوټو ويډيو کليپ ليدلی وي،: «… بهټو ايک نهی دو هی، ایک مین اور ایک آپ» ځينې په ظاهر کې يو وي، خو په حقیقت کې دوه، درې، څلور او لوی لښکر وي، ګاندي، پاچاخان، ايپي فقير، منډيلا، ملا محمد عمر، حقاني، تره کی او… ټول يو، دوه، درې او بيا لوی لښکر شو، له چا سره هجوم، له چا سره ولس او لښکر…؟ له چا سره ملګري د بيوفايي پړه ختلی، چا د ولس او لښکر ساتلو هنر نه زده، چا ملګری په نيمه لار کې پريښی، له چا ملګرو مخ اړولی، چا له مرګ وروسته هم ولس او لښکر له ځان سره ساتلی. خو ولس او لښکر له هجوم سره توپير لري، ځينو پر ځان هجوم راټول کړی وي، په غونډو، ناستو کې يې د ستن ځای نه کېږي، خو حقیقت او حيثيت يې په رايه او د ولس په اراده کې راوځي، مولانا فضل الرحمن يې څرګنده بېلګه ده. 

د هجوم بله بېلګه په کراچۍ کې ايم کيو ايم دی، الطاف حسين به چې له لندن څخه پر تليفون ايک، دو، تين شمار کړل د زرګونو په غونډه کې به داسې چوپتيا شوه چې خلکو به خپلې ساګانې هم په سينو کې کولپ کړې وې. خو بيا له عرش څخه فرش ته د ده راغورځېدل هم د ټولو پر وړاندې دي.

د لښکر، ولس او هجوم يو بل توپير ته همدلته پخپل هېواد کې ګورو:

مرحوم غلام محمد فرهاد له جرمني د کابل لومړني انتخابي ښاروال په توګه ځان نوماند کړ، نه کمپاين، نه غونډې، نه بېنرونه. د ولس په ملاتړ له غوڅ نه په غوڅ اکثريت ګټندوی شو. 

د ولسي جرګې ديارلسمه دوره کې نوماندۍ ته مرحوم فرهاد له کمپاين پرته ننوت، هغه مهال يې هر نوماند ته په ټاکنيزه حوزه کې جلا صندوق ايښود چې د نوماند نوم او تصوير به پرې لګېدلی و، تر غرمې د مرحوم فرهاد دوه صندوقونه ډک شول، دريم صندوق يې ورته کيښود، لوړ مازيګر هغه هم ډک شو… او بیا يې چې پارلمان د خپل فکر او داعيې په مخالف بهير کې وموند په ميړانه يې استعفا ورکړه.

حکومت په زور خلک اشر ته نشوای راټولولی، چې «بېګار» يې ګاڼه، خو مرحوم فرهاد په يوه غږ ولس، مامورين، محصلين او زده کوونکي د ميوند واټ اشر او د خپلې خوښې کار ته راټول کړل. ويښ زلميان ايله محدود کالونه اصلاحي مبارزه وکړه، خو اغيز او فکري ځواک يې اوس هم له زړونو، ذهنونو او فکرونو نه دی وتلی.

فېسبوک په سياست او مبارزه کې پاموړ عنصر دی، خو معیار او محک نه دی، پرويز مشرف فېسبوک، برباد او رسوا کړ، ده پر فېسبوک شپږ لکه پلويان موندلي وو، ځکه خو يې فکر کاوه چې موټر به يې لکه د خېمنې پر اوږو پورته کړي، له همدې ځايه يې سياست او هېواد ته د ستنېدو پريکړه وکړه، خو  د کراچۍ پر هوايي ډګر يې له کوزېدو شاوخوا په کتو شل کسه هم ونشوای لیدلی. 

خو ښاغلی نبيل يو نه دی، نبیل په څو بڼو او څېرو ما موندلی، پام مو وي چې ليدلی مې نه دی. زه منم چې «شينده کی بود مانند دیده»، خو زما موندنې د کره رواياتو، مطالعې او تجربې له سرچينې رابهيدلې دي. داسې هم نه ده چې خدای مه کړه زه پرې د دوه مخۍ تور پورې کوم، يا مې د ده په خوله کې د دوو يا څو ژبو پته لګولې ده؟ 

يو هغه رحمت الله و چې تنکی ځوانی کې په حزب اسلامي پورې اړوند سيد جمال الدين افغان ليسې زده کوونکی و، لایق او اول نومره، يو رحمت الله نبيل هغه و چې له يادې ليسې تر فراغت وروسته د خپلې پوهې او وړتيا له امله د IRC انجينرۍ څانګه کې د زده کړو لپاره ومنل شو او هورې د خپلو لوړو زده کړو له بشپړولو سملاسي RDA موسسه کې په دنده ولګيد، له همدې ځايه موږ په لږ وډير توپیر د يوه برخليک محکوم يو، دی هم زما يا زموږ په څېر د پېښور دوزخي ګرميو وهلی، برساتونو ځپلی او د دال خورو د تور او پېغور زخمونه يې پر زړه خوړلي دي. 

يو هغه نبيل چې د حزب اسلامي حکمتيار اړوند شهادت اوونيزې پرله پسې ۸۴۴ ګڼه يکشنبه د تلې لسمه، ۱۳۷۳ لمريز، اوولسم کال ۸۲ ګڼه کې يې خپل ځان خپله معرفي کړی: «زما نوم رحمت الله نبيل دی، د وردګو جغتو علاقدارۍ د اخترخېلو کلي اوسيدونکی په ۱۳۴۶هجري کې په يوه دينداره کورنۍ کې زيږيدلی يم، ابتدايي زده کړې مې په کابل کې تر ۱۳۶۱ کال پورې کړي، په کابل کې د کمونستي رژيم څخه د سختې کرکې په لرلو سره مې زده کړې نيمګړې پريښودې او د عملي جهاد مقدس سنګر ته ولاړم او وروسته له څو کالو عملي جهاد څخه مې په ۱۳۶۴ کال پاکستان ته هجرت وکړ او په پېښور کې په سيد جمال الدین ليسه کې شامل او له دوولسم ټولګي څخه اول نمره فارغ شوم. 

دا خبره د يادونې وړ ده چې ما په ژوند کې ډېرې ناخوالې ليدلي او د تحصيل په مهال مې ډېر مشکلات ګاللي، خو په ډېر متين عزم مې له سيد جمال الدين ليسې څخه تر فراغت وروسته د آی. آر. سي ليسې د انجينرۍ په رشته کې تحصيلات وکړل، د انجينرۍ له فراغت وروسته مې د RDA موسسې په مختلفو بخشونو کې وظيفه سرته رسولې او فعلاً د دې موسسې د شرقي زون د آمر په صفت دنده اجرا کوم. 

ورور رحمت الله نبيل زياته کړه: له خپل وران ويجاړ وطن سره چې زما کومه علاقه وه، نو د دې په خاطر ما د انجينرۍ رشته انتخاب کړه. 

RDA موسسه په ۱۹۹۱ ميلادي کال د زيد الله حيدري لخوا چې يو پر وطن مين سړی دی، تاسيس شوه». 

کوم ټکي چې زما پام ور واړاوه هغه د سيد جمال الدين ليسې په يادوون کې د افغان ټکی نشتون دی چې د هغه مهال په رسمياتو کې يې ځای نشوای موندلی، له همدې امله سيد جمال الدين سره د افغان پر ځای اسلامي پسوند نښلول کېده، بل څه چې پام ور اړولی شي هغه څو ځايه د ورو په ټکي د ښاغلي نبيل نمانځل دي، ورور حکمتيار، ورور نبيل يا د ايم کيو ايم الطاف حسين بهايي…

دا داسې مهال و چې يو اړخ ته ټول په خواريکښه کورنۍ کې زيږېدل، بل اړخ ته لکه ښاغلی نبيل په متدينه او دينداره هغه کې…

خو اوس له هغه وخت ډېر کلونه تېر شوي، ډېر بدلونونه، تغيرات، لاس ته راوړنې، له لاسه وتنې رامنځ ته شوي، يوه يې له  علاقدارۍ، ولسوالۍ ته د جغتو ارتقا ده، دغسې ارتقا او رفعت د ژوند، فکر او سوچ په هر اړخ او زاویه کې څرګند دی. 

د ګډ برخليک مې ځکه وويل چې د وخت جبر او ناموافقو حالاتو موږ د خپلو هيلو او ارمانو په مخالفت سمت کې په ګام اخيستو اړ کړي، هغه چې د هيواد ويجاړي ته په کتو د بيا رغاونې په نيت او هيله د انجينرۍ مسلک ته د زړه دړه بېرته ساتله، پر يوځي ډګر له ورګډېدو څلور ستوريز جنرال راووت. 

زه چې د پوليسو له يونيفورم سره د علاقمندۍ له مخې د خپل خوب په تعبير پسې وتلی وم، مدرسې او بيا د قلم مزدورۍ ته مجبور شوم، که موږ و نه وايم لږ تر لږه ما په ټول ژوند کې ځان مس فټ احساس کړی دی. 

وايي که مولانا ظفر عليخان سياست کې نه وای ښکېل، دويم اقبال ګرځېدلی شوای، زه وايم که لایق او مرحوم تره کی سیاست نه وای ځپلي، د خوشال خان او شکسپير د ورکې درک لګېدلی شوای. 

مرحوم غلام محمد فرهاد له سياسته په تاريخ، زړونو او ذهنونو کې هغسې مقام نه دی ګټلی لکه د کابل ښاروالي او برښنا شرکت کې د خپلو خدمتونو پر مټ يې چې خپل نوم او ياد ابدي کړی دی: 

پاچاهانو که قصرونه کړل آباد

ما د عشق عمارتونه کړل بنياد

نوم د کوم يوه پاچا هسې يادېږي

لکه نوم دی د شيرين او د فرهاد

اوس هم دا خبره خوله په خوله ګرځي چې د ميوند واټ د جوړونې پر مهال له کارګرانو سره د کرې ورځې له بوختيا مرحوم فرهاد غرمنی هملته له ګندنې سره د ډوډۍ په تاوولو تېروله. 

مرحوم تره کی، ګوند، ولسمشري او د ثور انقلاب وواژه، خو د بنګ مساپري، د غوايي لاندې او ادبي پنځونې يې اوس هم ژوندی ساتي. ډېرو د کار خلکو، پوهانو، علما‌وو او اديبانو، سياست ته په مخ اړولو، هر څه له لاسه ورکړي، ډېرو بيا سياست پر نورو چارو له منګول لګولو بایللی دی، د سياست له بې رحمه څپېړو يې مخونه تک شنه دي. مشاهد حسين سيد داسې ژورنالست و چې شننو ارزونو يې سياسي زلزلې رامنځ ته کولې، خو سياست ته په ننوتو د څه مودې لپاره وزير شو، خو د تل لپاره بايلونکی راووت. د چودري شجاعت د ساړه نغري غاړې ته په کيناستو اړ شو، ځکه خو د ژورناليزم د نومورکي سپاهي په سترګه هم څوک نشي ورته کتلی. 

ډاکتر نجيب الله په وروستيو کې فکر کاوه چې د خاد رياست يې پر ضد توطئه او د ده د شخصيت، مبارزې او سياسي برياوو د ترور هڅه وه، ده خلق دموکراتيک ګوند په وطن ګوند واړاوه، د خپلو ګونديانو لپاره يې سره تبۍ ځمکه سړه کړه، ډېر ناشوني يې ممکن وګرځول، خو له خپلې لمن يې د خاد داغونه ونشوای مینځلی.

دغه اټکل څومره پر ځای دی چې يوه ورځ ښاغلی نبيل هم ځان پر دې فکر اړ وبولي او د يوه مسلکي انجينر په توګه په ټولنه کې خپل وزن او راتلونکي درنه او بريمنه احساس کړي.

سردار يوسفزي ته لومړی پلا د هنر ډګر ته د راوتو زمينه اسد دانش برابره کړه، پروفيسر محمد اسلام ارماني ورته کړه: ظالمه! سم رک روغ رور مې و، ډم دې ترې جوړ کړ… 

رحمان بابا فرمايي:

زه دا هسې دیوانه او مجنون چا کړم
له رواجه له رسومه بيرون چا کړم
توان توفیق خو د فتنو راڅخه نه و
په فتنو د تورو سترګو مفتون چا کړم

دغسې خلکو ته زه سياست ځپلي پوهان وايم، له همدې ځايه اکاډميک شخصيتونه کامياب سياستوال نه دي راوتلي. که داسې نه وای ښاغلي نبيل به دا نه وای ګڼلی چې ۳۴ واليان به له استخباراتي کسانو ټاکي، چې د يوه نوماند دغسې شعاري ژمنه د پوليسي نظام حاکمیت او د  پوليس سټيټ هڅه ده. 

يو رحمت الله نبيل هغه و چې بخت ورته وايي که تصادف د ارګ دړه ورته پرانيستل شوه او داسې يوه ولسمشر د ساتنې او خونديتابه مسووليت ور په غاړه شو چې له دې وړاندې يې امريکايي کومانډويان پر ترسراوي ستړي وو. په ارګ کې انجينر نبيل د پي پي ايس پوځي منصبدار او بيا د څلور ستوريزه جنرال په توګه دوې دورې د ملي امنيت رئيس شو. ملي امنيت له ضبط احوالاتو، تر ملي ساتنې ادارې، اګسا، کام، خاد، واد، ملي امنيت پورې اوږد سفر کړی، يو وخت د ضبط احوالاتو او ملي ساتنې مامورين جرمنې کې روزل کېدل، بيا د شوروي او کی.جي.بي. په لاړو لامده کړای شول، ورپسې امريکا په خط کې کينول، په دې توګه زموږ ملايانو په اصطلاح خلط مضارع وګرځېدل.

په دغه موده کې دغه ادارې بېلا بېل مشران او رئيسان لرل، که نبيل يې له لړليک او کاري چلند وپوښتل شي ښايي بشپړه اطلاع ونشي لرلی. 

غلام بچه رحيم پنجشيری هم د دغه ادارې رئيس پاتې شوی او د ميرزا محمد شاه خان په څېر سوړ خو د محمد هاشم خان د استبداد په بټۍ کې پوخ شخصيت هم کلونه د دغه ادارې مشري پر غاړه وړې، د رسول جان عسکر زوی په څېر اورنی او دکتاتور جنرال هم د داوود خان په صدارت کې دغه اداره چلولې اود مير عبدالعزيز په څېر بې آزاره مرغۍ هم لنډه موده پر دغه دنده پاتې شوي، د جنرال محمد اسماعيل فرمان په څېر کرخته څېره هم کلونه د ظاهر شاهي له وروستيو تر داودخانۍ او ثور کودتا پورې پر دغه څوکۍ تکيه و، اسد الله سروري، اسد الله امين، ډاکټر نجيب، يعقوبي خو د وروستيو وختو خبره ده. 

په حقيقت کې نظام، هېواد او حکومت د همدغه ادارې پر مټ تکيه و، ويره او ډار د دغه ادارې پېژنتابه ګرځېدلې وه، خو دغه ډار د امنيت او ثبات ضمانت ګرځېدلی و. 

د شهيد سردار محمد داود خان په صدارت کې له پاکستان سره اړيکې له دې زياتې ترينګلې وې، سفارتونه او بيرغونه سوځول شوي وو، سوداګري، ترانيزيت او کرښه مسدوده وه، ان چې کورمې ته د کوچيانو د کوزيدو پر مخ هم کرښه تړل شوې وه. 

د کابل سفارت کې د پاکستان جمهور رئيس فليډ مارشال ايوب خان ورور دنده لرله، هغه وخت پاکستان، افغانستان دواړو کار کشته، مجرب او پیاوړی پوځي او ډپيلوماتيک شخصيتونه د يو بل په هېوادو کې په دندو ګومارل. افغانستان ته د پاکستان سفارت او د پېښور او کوټې کونسلګري د واشنګټن او لندن له سفارتونو مهم ګڼل کېدل، له همدې ځايه يې د شهيد ميوندوال او نور احمد اعتمادي په څېر شخصيتونه هورې د سفيرانو په توګه ليږل. دواړه په راوروسته کې د هيواد صدراعظمان شول. 

کابل د فليډ مارشال ايوب خان ورور د سفارت د عملې د ايستلو پر مهال راوګرځاوه، تر هغې يرغمل و، چې لوی استاد علامه حبيبي په خير او سلامتګي له پاکستان کابل ته ستون شو.

د يادې ادارې د هر مشرتابه خپل تاريخ، جلا خاطرې، يادښتونه، ملاحظات، لاس ته راوړنې، تېروتنې او کمزورۍ دي، چې دا يې د سپړلو فرصت او موقع نه ده. 

خو يوه خبره ده چې د دغه ادارې رئيسانو (ځينې د جنرالۍ په رتبه) د تقرر او ټاکنې خبر له راډيو او اخبار نه خپرېده، په کالنيو کې يې تصوير او ژوند ليک نشوای خپرېدلی. ان چې په شخصي محافلو کې يې هم ځانونه ډډې ته ساتل، له تقاعد يا ګوښه کېدو سره يې چې څه ليدلی، اورېدلی وو هغه يې تر مرګه خپلو سينو کې کولپ ساتل. 

په ډېری هېوادو کې د پوځ، استخباراتو، بيروکراسۍ او قضا اراکين له تقاعد او استعفا وروسته د قانون له مخې تر دريو کالو ان له رسنيو سره له مخامخېدو ډډې ته اوسي، په ګوندي او سياسي فعاليتونو کې برخه نشي اخيستلی. ان چې خپل يادښتونه او ليکنې هم په دغه موده کې نشي خپرولی. 

له بده بخته زموږ فېسبوک چلوي، د دولت اسرار او رازونه په تور مارکيټ کې پېر، پلور او رسوايي ته وړاندې کوي، د تقاعد يا استعفايي مياشت نه وي وتلې چې پر سياست ور ګډ شي، سياسي ګوند او ډله جوړه کړي او د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند يا مرستيال شي. 

استخبارات ژمنتيا ده، تعهد دی نه يواځې هېواد، نظام، خلکو ته، بلکې حکومت ته هم په ژمنتيا اړ پېژندل کېږي. له هندوستان د پېرنګي په وتلو صدراعظم جواهر لال نهرو د استخباراتو رئيس ته وويل: سودا مې ده چې پيرنګي به مې په اړه څه رپوټونه برابر کړي وي، که د مهرباني له مخې دې هغه فايلونه راښودلی وای؟ د استخباراتو رئيس له ځايه ولاړ شو، د احترام سلوټ يې وکړ، ويل جناب «دا کار نشم کولی، دا زما د ادارې تعهد دی، زه له خپل تعهد سر نشم غړولی»، نهرو غلی شو هېڅ يې ونه ويل.

له پاکستان سره تاوتريخوالی د نن خبره نه ده، د دغه ترينګلتيا بار او بوج همېشه د يادې ادارې پر اوږو وو. په هماغه تاوجنو او ترينګليو حالاتو کې ياده اداره د خپل بشري ځواک پر زيار او استعداد چليدله، د ټکنالوژۍ له اسانتياوو او امکاناتو بې برخې وه، نه يې پوځي تشکيلات درلودل نه صفر يک او دو قطعې، د اطلاعاتو او کشفي خدمتونو پر مټ يې د نظام، هېواد او خلکو ساتنه کوله او د جاسوسۍ ضد نيټ ورک يې په محدودو شونتياوو فعال، مؤثر او مزبوت ساتلو. له نصر الله خان پرته چې د عقرب د دریمې مظاهرې له امله پاچا د خپل مزاج په مخالف غبرګون له دندې ګوښه کړ، نورو ډېری خپله کاري موده د صدر اعظم تر تبديلي او رژيم تر بدلانه غځولې وه. 

د استخباراتو لپاره د انسان خټه آسانه، نه پخېږي، لکه د لوړ پوړيو ودانيو هغه په لابراتوار کې له کتنو وروسته د پوړيو پورته کولو ته چمتو کېږي، د دغه خټې اوبه جلا، د سربو او شيدو له امتزاج څخه تشکيل شوي دي، دوی هر څه تر پوست لاندې پټ ساتي، احساساتي کيدو او کسات ته يې کلکه غوټه وراچولې وي.

له بده بخته لکه څنګه چې پرديو او وارداتي ايډيالوژيو زموږ پر مغزو يرغل وکړ، دغسې يې ادارې هم خپلو خواوو ته ورکږې کړې، کدرونه مو هم پر يوه بله خوا د خپل مسلک، زده کړې، تجربې او وړتيا پر خلاف ګام اخيستو ته اړ کړای شول. انجينر، ملا، ډاکټر، منصبدار ته يې ونه کتل، يو يې د بل پر ځای کيناوه، د هغه مرغۍ په څېر چې د زرکې د تګ په هوس کې يې د خپل تګ هنر هم له ياده ووت. د شاعر خبره:

نه د دنيا شوو نه د دين پاتې شوو

نه مو ځان تور کړ او نه سپین پاتې شوو

زه منم چې دغه مقدمه بايد دومره نه وای غځېدلی، خو اصلي موضوع ته د پوړې په توګه راته اړينه بريښيدله، که پر چا درنه پريوتې وي وار له مخه بښنه غواړم.

اصلي موضوع له طلوع سره د ښاغلی نبيل له مرکې سره غوټه ده، چې په ټول حرمت او درنښت د ريکارډ د سمون په پار يې پر يادون سترګې نه شم پټولی.

ښاغلی نبيل د انس حقاني په اړه د نجفي زاده د پوښتنې ځواب په تفصيلي ټکو وړاند کړ، ده وويل چې انس يې خپل دفتر ته وغوښت د لاسونو ولچک يې پرانيستل، ده ته يې مخامخ وويل: مور دې يادېږي…؟ د نبيل په خبره دا پوښتنه يې ځکه وکړه چې ده ته پته وه چې انس يې پر مور ډېر ګران دی، د ده په خبره د انس مور يمنۍ او په مري کې مېشت وه. 

دا د انس په اړه د ملي امنيت د رئيس لومړي لاس مواد او مالومات دي چې ښايي له څو فلترونو په وتو ده کره ګڼلي وي، خو په ډېر ادب چې دغه ترټولو مهمې کشفې او اطلاعاتي ادارې د مشر دغه مالومات سراسر ناسم او غلط دي. 

انس د مرحوم  حقاني له لومړۍ مېرمنې څخه چې د ده د تره لمسۍ ده، دی، مورنۍ مينه فطري ده، پر هره مور خپل بچيان ګران وي، ځکه د ښاغلي نبيل دغه موندنه چې انس يې پر مور ګران دی کومه استخباراتي لاس ته راوړنه نشي ګڼل کېدای. 

ښاغلي نبيل د ترهګرۍ په تور بندي انس ته په مخامخ کيناستو د ده په خبره د هغه له نفرت او کرکې ډک کاته يادوي، ګويا هغه دومره مزبوت مومي چې په بند کې هم د کرکې او نفرت له کتو مخ نشي اړولی، دغسې يوه شخص ته د مور هغسې ياديدل چې ښاغلي نبيل يې یادونه کړې څومره د سړي زړه ته لويدلی شي؟ 

بله دا چې مور د عمر په کوم بريد کې زوی ته يادېږي؟ د ښاغلي نبيل دغه خبره بین السطور د انس عمر او سن ته هغه نغوته ده چې ښاغلي نبيل پټه ونشوای ساتلی.

د مرحوم حقاني دويمه ميرمن چې د متحده عربي اماراتو ده او ښاغلي نبيل په تېروتنه يمنۍ بللې، بچيان دومره خوار نه دي چې څوک يې بنديان او دومره اوږده موده بګرام کې قيد کړای شي، ځکه خو ښاغلي نبيل له خپل ټول جرأت سره لا هم د هغه هېواد نوم نشوای اخيستی چې انس په کې امريکايانو نيولی و. 

د ښاغلي نبيل د څرګندونو له مخې انس له هېواده دباندې نیول شوی، خو د هغه د نيول کېدو پر وخت د ده وياند د انس نيول د خوست په مربوطاتو کې اعلان کړل. 

که نبيل يا د امنيت کوم مامور کابل کې د خوست د ګاډو په اډه کې هم له کوم ځدراڼ پوښتنه کړی وای ښايي له طلوع سره په دې اړه خپلو څرګندونو کې دغسې نه وای ښويېدلی، خدای خبر په دغو غلطو او ناسمو رپوټونو به ملي امنيت څومره پيسې ښندلي يا په بډه و هلې وي. والله اعلم. 

په دې اړه د نبيل بله تېروتنه دا چې خلیل حقاني يې د انس ناسکه ماما وباله په داسې حال کې چې خليل حقاني د انس سکه تره دی، ښاغلی نبيل چې په عادي اطلاعاتو کې دومره ښويېدلی، په اساسي هغو کې به يې يقيناً ډېر تيندکونه خوړلې وي.

ښاغلي نبيل د حقاني شبکې له خوا پر ټولو عملياتو د انس حقاني اعتراف ياد کړ، په داسې حال کې چې انس د عمر او سن له مخې په داسې موقف او موقعيت کې نشوای ګڼل کېدای چې له پوځي عملياتو کره اطلاع ولرلی شي. 

دلته ده چې سړی د امنیت د مالوماتو او کشفي استخباراتو په صحت قضاوت کولی شي، چې له امله يې د ادارې مشر په داسې يوه مسأله کې چې ده له ټولو زياته جدي شمېرلې، ناسم او غلط راوتلی شي. د همدغو ناسمو او غلطو راپورونو او اطلاعاتو له امله ده چې په چاپو او شپنيو عملياتو کې د ملکي زيانو تله درنه خېژي، له ګونتنامو تر باګرام او څرخي پله زندانونه په بېګنا هېوادوالو ډک دي.

ناسم راپورونه او اطلاعات د حکومت او اړوند ادارو هغه ربړه او کمزوري ده چې زيان يې حکومت او ولس دواړو ته رسيدلی دی.

د محترم خرم صاحب د کتاب په استناد مارشال فهيم يوه ورځ داسې راپور وړاندې کړ چې ګويا د مرحوم حقاني لمسي له جنرال دوستم سره کتلي دي…

د دغه راپور خبره د اوو، اتو کالو وړاندې کيسه ده، هغه مهال او غالباً اوس هم د مرحوم حقاني لمسيان د عمر او سن له مخې د دې جوګه نه وي چې دغسې ليدو کتو ته اوږه ورکړای شي. 

ښاغلی نبيل د ده په خبره حقاني شبکه له داعش سره تړلې يا نژدې پېژني او د بلال ځدران په نامه کونړ کې د طالبانو نوی والي د خپلې ادعا د ثبوت په توګه يادوي. خو رسنيزو رپوټونو دغه پرمختيا د داعش د ځپنې په موخه ښودلی، چې ښاغلی نبيل ښايي اورېدلي يا لوستلي وي. د شوروي تېري پر ضد جګړې له وختو په پکتیا، خوست او پکتيکا کې وهابيانو د کومې مدرسې د تاسيس يا هلته د پل ايښود مخه ونشوای موندلی ځکه خو دغه سیمه د داعش له پټ او ښکاره شتون خوندي ده. 

ښاغلی نبيل له يوې خوا دولتي اسرارو ته دومره ژمن دی چې د اشد محرم اسرارو په توګه لا هم هغه هېواد نشي ښودلی چې انس په کې نيول شوی، خو په نورو مواردو کې لګيا دی يو په بل پسې د دولت لمن پر سر اړوي، نه يې لوړه مخه نيولی شي او نه يې مسلکي ژمنتيا له افشا کولو راګرځولی شي؟ 

سره له دې چې له کلونو هغه هيواد او ماجرا په رسنيو کې دومره شاربل شوې چې نور يې کوم محرميت نه دی پاتې. ښاغلی نبيل له انس سره د ليدو کتو په اړه شير خان منګل ياد کړی، چې د ده په خبره له يوه جهادي تنظيم سره پېيلی، شېر خان چې د پير صاحب د محاذ ملي قوماندان و، منګل نه بلکې کوچی دی او کوچی يې خپل تخلص ګرځولی دی، زما کتاب دوولس ګرامه ماغزه کې يې يادونه راغلې ده. 

ښاغلی نبیل د حقانيانو او ولسمشر غني ترمنځ د اړيکو او ګيلو يادونه په دې ټکو کوي چې موږ «حقانيانو» په دويم روڼډ ټاکنو کې د جنوب له حوزې «خوست، پکتيا، پکتيکا» ستاسې ملاتړ وکړ، خو تاسو زموږ ورور ونيو… 

د مالوماتو له مخې ولسمشر ته دا ګيله ضرور رسيدلې چې شخه شولانګه زموږ «حقانيانو» او امريکانو ترمنځ وه انس امریکايانو نيولی و، تاسې بايد په منځ کې ځان نه وای را غورځولی، تاسې به دا ملبه نه درباندې اړوله؟»

مالومات ښيي چې انس د جګړې له ډګر او چاپېريال ليرې بل هېواد کې امريکايانو نيولی و، ځکه خو څارنوالانو پرې اقامه دعوا نشوای کولی.

د اسناد او شواهدو له نشتون څخه د ده دوسيه نشوای بشپړيدلی، تر هغې چې حکومت د فنډريزنګ د تور پورې کولو لپاره څارنوالانو ته وويل، خو په دې اړه هم کافي اسناد او شواهد نشوای موندل کيدای، د باخبره زرايعو په قول د دوو محکمو له پريکړې سره د ده دوسيه تر پايه نيمګړې پاتې وه. 

که دا رښتيا وي چې د ښاغلي نبيل په امر يې انس د کابل ښار په ويجاړولو ګرځولی، ښه به وه ښاغلی نبيل لږ تر لږه د کمپاين په ورځو کې د سيد آباد ملي‌خيلو د بشپړ کلي ويجاړي ته هم سر ورښکاره کړی وای…

د انس نيول چې ښاغلی نبيل يې د ملي امنيت د رياست پر مهال خپله لويه بريا ګڼي، حکومت او امريکايانو ته يو سرکوزی – کابل ته يې سپارل بل سرټيټی، په باګرام کې يې قيد او محاکمه بل سرټيټی او تاسې به ګورئ چې خوشې کول به يې هم امريکا او افغان حکومت ته د پوزې بل پېزوان ګرځيدلی وي. 

زما تحليل ښيي چې انس د يوې استخباراتي لوبې ښکار ګرځېدلی، انس چې په پوځي برخه کې فعاليت نه درلود، د نکړې ګناه په تور د امريکا ـ پاکستان د ګډې استخباراتي لوبې قرباني شو.

په حقیقت کې انس د لطيف الله مسيد په مقابل کې پاکستان، د امريکايانو نښه وګرځاوه. لطيف الله مسيد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د پوه سلاکار او NDS په ګډو هڅو د کوم جوړجاړي يا له پاکستان سره د کوم استخباراتي توافق په پار کابل ته پر لار په لوګر کې د ملي امنيت له ځواکونو، امريکايي هغو برمته کړ. 

حامد کرزي سخت غبرګون وښود او د ښاغلي مسيد د ورسپارلو په پار يې له جنرال ډانفورډ تر جانکيري او ولسمشر اوباما پورې وژړل، خو امريکايانو مسيد کابل ته ونه سپاره.

پاکستان ته چې لطیف الله مسيد د پاکستاني طالبانو په اړه اطلاعاتي زيرمه ښکارېدله، په ترلاسه کولو پسې لګېدلی و، له همدې ځايه وه چې پاکستان د مسيد د ورسپارلو په بدل کې امريکايانو ته د انس درک ورکړ، هغه وه چې امريکايانو د انس له نيولو سره کابل ته د سپارلو په بدل کې ښاغلی مسيد پاکستان ته تسليم کړ. 

د ښاغلي نبيل بله ناخبري دا چې د ده په اند حقانيان د قطر په خبرو کې برخه نلري. 

قطر اوس دومره لنډ شوی لکه سړی چې له کمپنۍ احمد شاه بابا مينې ته رسېږي، مانا دا چې څومره وخت په موټر کې سړی له کمپنۍ، احمد شاه بابا  مينې ته رسېږي له هغې په لږ وخت کې په الوتکه کې دوحې ته رسېدلی شي. 

د قطر ویزه له پاکستان آسانه او ارزانه ده، له لويديز راغلي، ښاغلي اوس د استانبول او دوبۍ پر ځای دوحه کې دمه کېږي، زه نپوهېږم نبيل صاحب څنګه دومره ناخبره پاتې دی؟

سربېره پردې چې خپله انس وار له مخه د قطر دفتر غړی ټاکل شوی، له ګوانتنامو د طالبانو پنځه بنديان، حقانيانو د امريکايي عسکر په بدل کې راخلاص کړل، مولوي نبي عمري د حقانيانو له پخوانيو ملګرو او سيمه والو دی چې په دوحه کې د خبرو برخوال دی. 

دا څنګه کيدای شي چې حافظ رشيد له حقانيانو وګڼل شي، خو ورور يې مولوي محمد نبي عمري چې د قطر د خبرو برخوال دی، په بله سترګه وګورو.

له دې سره نه طالبانو، حقانيان جلا جوړښت ګڼلی او نه حقانيانو د دې ادعا کړې او لکه چې څرګنده ده سراج الدين حقاني د طالبانو د مشر مرستيال دی، ځکه خو د دې سوال نه پیدا کېږي چې حقانيان دې دوحه کې ځانته لکه سهامي شرکت جلا سهميه او ونډه ولري. 

يوه مغالطه چې بهرنيان، افغان حکومت، هيوادني او بهرني شنونکي او ټوله کې ميډيا ورسره مخامخ ده هغه له طالبانو د جلا جوړښت په توګه د حقاني شبکې ښودل او يادول دي، يا زما د مطالعې او د پېښو او پرمختياوو د دقيقې څېړنې او مالوماتو له مخې په دې اړه نه د کوم، جلا جوړښت ادعا او شواهد ليدل شوي، نه د ځانګړو تشکيلاتو، اهدافو او دريځونو پته لګيدلې ده، ځکه خو سړی ويلی شي چې حقاني شبکه د بهرنيو کړيو او ميډيا اختراع ده او په دغه نامه جوړښت زما د مالوماتو له مخې نه دی رامنځ ته شوی. 

که تير ته وګورو مرحوم حقاني د اسلامي حزب (خالص)، مرستيال او قوماندان په توګه جنوب کې خپل ټول جبهات له ياد حزب سره پېيلي او چلولې. ده سره له دې چې پريمانه ظرفيتونه او امکانات لرل، ځانګړی تنظيم جوړ نکړ، د جهاد تر پايه د اسلامي حزب «خالص» مرستيال او قوماندان پاتې شو.

يوه بله خبره چې ښاغلي نبيل ته بايد عرض کړای شي دا ده چې په مرګونو، اعدامونو او وژنو له پخواني شوروي او له شوروي سره پېيلو رژيمونو راواخله تر مجاهدينو، طالبانو، امريکا، يا د نن په اصطلاح نړیوالې ټولنې هيچا ترسره نه کړای شوه. 

پر پيلګون، ليلی دښتې، پټو، ښکاره اعدامونو، ټولوژنو علاوه هېواد کې د غيابي اعدامونو لړۍ هم رامنځ ته شوې وه، خو د مرګونو، اعدامونو او وژنو هرې بڼې او کچې د چا بری او بل ماتې رامنځ ته نکړای شوه.

په سياست کې انتقام زهر قاتل پېژندل شوی، ځکه خو سياستوال که اماتور وي، که مسلکي ښايي له ټولو وړاندې د غچ او کسات له احساس سره مخه ښه کړې وي، انتقام د سیاستوال کمزوري نه، بلکې ناکامي او رسوايي ده، سياست وچ لرګی نه دی چې په کږېدو بوټ مات شي، سیاست ربړ دی چې له هر فشار سره له ماتېدو خوندي او بېرته د خپل استقامت وړتيا وښودای شي.

داسې ښکاري توارد يوازې په شعر او ادب کې نه بلکې په سياست کې هم رامنځ ته کېدلی شي، [له حکمتيار سره پر وروستي ګډ دريځ سربېره] د ډیورنډ د تپلې کرښې په اړه د ښاغلي نبيل او حکمتیار د دريځ ورته والی هغه تصادف او توارد دی چې په سردخانه يا یخچال کې د دغه قضيې فريز کولو وړانديز په کې نغښتی او دواړو د خپل ځانګړي نظر او دريځ په توګه ښودلی دی. وايي که څوک له حزب څخه ووځي، حزب نه ترې وځي، مانا هرومرو يې د حزب کوم خس خځله پر ږيره نښتې وي. 

د ډيورنډ کرښې په اړه دا د ځينو سياستوالو او حکومت د خاورې ايستلو، سياسي منافقت او ارتجاعي چلند نښه ده، چې وايي د ډيورنډ پريکړه به ولس کوي، يا به هله پاموړ ګڼل کېږي چې د تقابل يا معاملې جوګه شوی وو، په داسې حال کې چې ملت په ۱۹۵۵ کال کې د لويې جرګې له لارې د ډيورنډ د الغا پرېکړه اعلان، توثيق او تائيد کړې چې له امله يې حکومتونه په پلي کولو مکلف دي. په دې توګه له وړاندې دغه کرغېړنه کرښه ملت مردوده ګڼلې، ځکه خو پر دغه کرښه بحث پای موندلی، پر ضد يې ملي اجماع کره او څرګنده ده. 

د سياست بېرحمي ته ګورئ چې د اصولو او صداقت مدعي هم بالاخره د نورو په څېر داسې يوه جنګسالار «نظام الدين قيصاري» ته لاس په نامه شو، چې هېڅوک يې په خپلسري او جرمونو سترګې نشي پټولی. 

د سياست دغه بېرحمي له مودو غځيدلی، د پاکستان جماعت اسلامي په ظاهر متشرع ارکان په هر ځلې ټاکنو کې د هيرامنډيې د بالاخانو په دروازو کې د ووټ لپاره ولاړ وي، دغه وخت نه د بازار خس بالاخانو کې نه رنډۍ، کنچنۍ وي، نه ډمې او نه جماعتيان ډمو، رنډيو ته په دريدو ځانونه ګناکار ګڼلی شي…

دغه معروضه لکه څنګه چې د حقانيانو د تبر يې، دفاع او ترجمانۍ هڅه نه ده، دغسې د ښاغلي نبيل د استخفاف جسارت هم نه دی، بلکې د ريکارډ د سمون او هغو تېروتنو او تېر ايستنو اصلاح ده چې د یوې مهمې استخباراتي ادارې مشرتابه ورسره مخامخ شوی دی. 

ځکه خو مې دغه ليکنه له ولسمشريزه ټاکنو دمخه خپره نه کړه، چې د چا په ګټه يا زيان د کمپاين هڅه نه وي ګرځېدلې.

يادون:

په تحصيل بوخت انس د عمر په اتلسم،  نولسم پسرلي کې د جګړې له ډګر او ليکو ليرې يوازې له حقاني کورنۍ سره د تړاو له امله ونيول شو، انس په جګړييزه فعاليتونو کې ښکېل نه و، بلکې د فرهنګي او ادبي مطالعې ليوال او د ليکوالۍ مينه وال و.

د ده همدا بېګناهي وه چې له زندان څخه يې خلاصون د سولې په ټپه ولاړو خبرو ته د  بيا پيلېدا فرصت برابر کړ. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب