جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهکیسه که فلم/اجمل پسرلی

کیسه که فلم/اجمل پسرلی

یوه ډله چکان پيژنم دوی راته ویل ته کیسې لیکې خو د فلم د لیدو شوقي نه یې دا څرنګه؟

جالبه پوښتنه ده. که ورته ځير شو فلم خلکو ته کیسه ورښکاره کوي، کیسه خلکو ته کیسه کوي خو په حقیقت کې د سترګو او لوستو تجربه یوه نه ده. موږ فلم په سترګو ګورو، کیسه په ذهن کې لولو.

زه د دوهمې نړیوالې جګړې روسي فلمونه کله ناکله  په انټرنټ کې ګورم، روسیي سبټایټل یې په انګریزي اړوم. دغه خبرې یو نیم وخت د لوستو په مهال له ماتیریږي ځکه چې سترګې مې صحنې وړي، خو د دې وخت په ښو فلمونو کې چې کومې صحنې کمره رااخلي د قلم زور نه پرې رسیږي.

 د جګړې د پيل د یوې غونډۍ چې لړه پرې راښکته شوې، د ځنګله ونې نیمي ښکارې، نیمې پټې دي، شاته ځنګل تت دی، ارامه ارامي ده یو ټپي سرتیری، له یخه چاودې چاودې مخ، په ویریدلې څيرې شاوخوا څاري، په ونه کې د کارغه غږ، چې دا غږ په خپله د مرګ سیمبول دی، عسکر چې هر ګام اخلي د چانټې او د اوبو د پسکي ټک ټوک….

 دغه صحنه په یوه فلم کې په څو ثانیو کې ښکارې خو په کیسه کې که چیرته دغه ډول هره صحنه انځورو کیسه به مو له خپل سرعت څخه ورو کړې وي چې بیا یې لوستل باریږي.

فلم او داستان سره وروڼه دي. په شلمه پيړۍ کې په نړۍ کې د داستانونو د بیان لپاره دوې لارې ډيرې وستایل شوې، یو فلم او بل لیکلې کیسه. دغو دواړو په نړۍ کې په میلیونونو مینه وال پيدا کړل. له ګڼو لیکلو کیسو فلمونه جوړ شول خو ځینو کیسو سره له دې چې ډير لوستونکي لرل فلمونه نه شول دا کیسه لا هم روانه ده.

سر بیره پر دې چې لیکلې کیسه د فلم لپاره اصلي زیرمه ده له فلم سره توپير لري.

لکه پورته چې ټپي سرتیرې ته اشاره وشوه، په فلم کې دغه عسکر ډير ژر پیژندلی شو خو د کیسې په کلماتو کې ښایي دغه وړتیا نه وي چې سمدستي دغه کرکټر له ظاهره وپیژنو. د کرکټر ظاهري بڼه په ښو کیسو کې تر ډيره یو ځای نه لیکل کیږي، که چیرته په یوې عالي کیسه کې یو کلیوال افغان انځورو نو داسې نه لیکو چې لونګۍ یې پر سر وه، اوږده شمله یې پرې ایښې وه، څادر یې په اوږه پروت و، څپلې یې سرې وې، د کمیس لمن یې ګرده غوندې وه، د ورځو ترمنځ یې شین خال له ورایه ښکاریده…..

په کیسه کې که چیرته له پیښې سره سم دغو ټولو صفاتو ته اړتیا هم وي غوره ده چې په یوه برخه کې یې لونګۍ ته اشاره شوې وي ، مثلا  په مکالمه کې، بل ځای د هغه څپلۍ یادې شي بل ځل یې یو کرکټر څادر ته اشاره وکړي که داسې ونه شي کیسه غالبا له خپل طبیعي سرعته پاتیږي او په کیسه کې سر پر سر معلومات داسې دي لکه په خوړو کې چې غوټه شوې مالګه یوځای تر غاښ لاندې شي.

فلم بیا په ډیرې اسانۍ د کرکټر ظاهرې بڼه یو ځای راښکاره کوي ترڅنګ یې د غږ په مټ کرکټر موږ ته معرفي کوي. په کیسو کې د کرکټرونو په غږ ښه نه شو پوهیدلی، دا لیکلی شو چې په ټیټ غږ یې داسې وویل، یا یې غږ لوړ کړ، په دې ډول د غږ ټیټیو ل او لوړول که ډير شي په لوستونکي ښه نه لګي، خو په کیسه کې د کرکټر په خپله غږ سم نه شو پوهیدلی. په فلم کې کرکټر په خپله غیږي او په فلمونو کې اوازونه درې ډوله دي، خبرې اترې، غږونه( سونډ ایفکیټ)، موسیقي.

د فلم مکالمه کرکټر راپیژني چې څوک دی، په څه حال کې دی، له څه دریځه خبرې کوي.

غږونه لکه د جګړې په فلم کې د پوځي د اوبو د پسکي او چانټي اوازونه چې د لیدونکي ذهن دستي د جګړې ډګر ته بیایي.

موسیقي ډير کله د پیښې له فضا سره مرسته کوي. په غمجنه فضا کې غمجنه موسیقي د فلم لیدونکی پيښې ته ډیر جذبوي او په رومانتیک وضعیت کې رومانتیکه موسیقي لوستونکي ته د خوښۍ احساس ورکوي.

په دې ډول فلم حقیقت په ډير مستقیم او واضح ډول خلکو ته بیانولی شي. نو د کیسې په پرتله په فلم پوهیدل اسانه دي. کیسه هرڅه تیار نه راکوي موږ مجبوره کوي چې خپله فکر وکړو چې دا یعنی څه؟ له رواني پلوه چې کله انسان په خپله د څه حل راباسي ډیر خوند ورکوي، د ښکار غوښه د همدې لپاره تر تیارې ډوډۍ خوندوره ده. د اسد الله غضنفر د غوښې په نوم کیسه داسې پيلیږي:

« لکه په تت ځنګل کې چې ښکار شوې هوسۍ د زمري د پښو په منځ کې پرته وي، یوازې یې خوري، دغسې به کمال ډریور د « جهانګیر اینډ سننز هوټل اینډ ریسټورنټ» په پس کوټه کې چې په رڼا ورځ هم پکې شی په اسانه نه سهي کیده، یوازې ناست و، د غوښې تر لوښي به یې خپلې غوښتنې لنډۍ پښې راتاو کړې وې. هغه له غوښې یو بیل خوند اخیست، لکه ډير قهریدلی سړي ته چې د زړه سړولو فرصت په ګوتو ورغلی وي. د غوښې د بیشقاب په لیدو به یې ژامې په یو بل پورې ونښتې…»*

دلته په کیسه کې یو ځل ذهن ځنګل ته ځي، د هوسۍ نیولو بیا د زمري ښکار او د هوسۍ خوړولو ته مو پام کیږي، په ځنګل کې د زمري او هوسۍ یوازیتوب، بې وسه هوسۍ ښايي موږ لږ خپه کړي، بیا بیرته ذهن کمال ډریور ته ور اوړي چې دا به څوک وي، څه به کوي. د رستورانت نوم مو ذهن رستورانت ته وړي، دا رستورانت د جهانګیر  دی؟ جهانګیرڅوک دی؟ د هغه زامن څوک دي؟ دلته خو هوټل هم شته. کمال په پس کوټه کې ولې ناست دی؟ دی ولې د زمري په څير خوراک کوي؟ دی ولې قهریدلی ښکارې؟ په دغه نیم پاراګراف کې دغسې نورې پوښتنې هم لوستونکي ته پيدا کیږي چې ښایي هرې پوښتنې ته سمدستي یو ځواب هم په ذهن کې وروګرځي، خو د فلم د لیدو په وخت که چیرته پوښتنې پيدا شي دومره وخت نه وي چې پوښتنو ته خیال وغځوو ځکه چې فلم تیریږي.

فلم له موږ سره خبرې کوي، کیسه هم موږ ته غږیږي خو دا نوبت راکوي چې موږ هم خپل خیال ورسره مل کړو.

په فلم کې یو قهر وړی ښایي غاښ وچیچي، رنګ یې سور شي خو لکه څرنګه چې مو کیسه د کرکټرونو له زړونو خبروي فلم مو نه شي خبرولی. کله چې چاودنه شوې وي او موږ د چاودنې ځای ته ګورو هغومره له جزییاتو نه خبریږو لکه څوک چې د قربانیانو کیسه راته کوي، راته وایي:« په دې چاودنه کې د ښوونځي یوه نجلۍ وژل شوې، مور یې څو ځله زنګ ورته وواهه موبایل یې شرنګیده خو پولیس ځواب نه ورکاوه، مور یې بیا بیا زنګ واهه اخر پولیس پر غوږو لاسونه ونیول….»

کیسه کیسه راته کوي او فلم کیسه راښکاره کوي د همدې لپاره ښایي د کیسې اغیز زیات وي.

په کیسه کې وایو ویې خندل، په فلم کې خندا ښکاره کوو، په کیسه کې وایو غالمغال یې وکړ، په فلم کې غالمغال اورو، په کیسه کې لیکو چې ویې ژړل، په فلم کې ژړا ګورو. د فلم دغو کمالونو ته که ځیر شو نو ګومان کوم چې د رښتوني ژوند د بیان لپاره تر کیسو فلم ښه دی، خو بل لور ته د کیسو غلې ورځ لوستونکي ته دومره پراخ ذهن ورکوي چې د هرې صحنې له لوستو سره ښایي په ذهن کې یو فلم تصور کړي.

د چکي دوستانو دې پوښتنې ته چې له ما څخه یې کړې وه چې فلم ولې ډیر نه ګورم ما د ( روغ) په نوم خپله دا کیسه چې نوې مې هغه وخت په فیسبوک کې ایښې وه توضیح کړه:

روغ

سهار ترچاودنې وروسته لمبه شوه، چیغي شوې، دوړې شوې، د امبولانسونو غږ شو، پولیس راغلل، خبریالان راښکاره شول.

 مازدیګر کراره کراري شوه. پورې غاړه د دریو ړنګو دوکانونو خښتو  نیم سړک نیولی و، موټر هم لږ تیریدل.

حفیظ دوکاندار دواړه رغوي پر غوږو کیښودل د امبولانسونو غږونو یې په غوږو کې انګازې کولې.

یوې ښځې حلوا ورته ونیوله:

« زوی مې په هوش راغلی»

ده څادر پرانیست بیا یې کلک کلک تر غوږو تاو کړ…..

 یو هلک دوکان ته ودرید ده یو غوږ لوڅ کړ چې څه اخلي هلک خیرات ته لاس اوږد کړ:

« پلار مې شهید شوی»

حفیظ حلوا په پلاستیکي کڅوړه کې ورته واچوله، هلک حلوا له ټټر سره ونیوله، منډه  یې کړه. ده د دوکان له ماتې شیشې سر پسې وایست د چاودنې خواته یې ړنګ دیوال ته پام شو چې کوترې وزر پرې وهې، نه شي کښناستلی. د دیوال مخې ته یوه بوډا د ړنګو دوکانونو څو خښتې ایسته کړې بیا یې ملا ته لاس ونیو کړوپ کړوپ روان شو….

د ده شونډې مرۍ مرۍ شوې، د غوږ پردې یې ورپیدې، څادر یې غاړې ته وښوید.

********

د کیسې نثر فلم ته نه شو انتقالولی. یوازې مکالمه فلم ته پکاریږي. په پورتنۍ کیسه کې په پيل کې لنډې لنډې جملې راغلې دي«..لمبه شوه، چیغي شوې، دوړې شوې، د امبولانسونو غږ شو، پولیس راغلل، خبریالان راښکاره شول» دغه تیز حرکات د دې لپاره دي چې دا هرڅه ژر ژر ترسره شوې دي او څه چې شوې وي هغه ختم شوې دي. په فلم کې که چیرته لمبه ښکاروو، ممکن چیغي ورسره راشي خو دوړو ته به کمره څرنګه ژر ګرځي، بیا امبولانس نه شو لیدلی که هغه ګورو، د پولیسو فلم نه شو اخیستلی که پولیسو ته وخت ورکړو له خبریالانو سره به څه کوو.

 په کیسه کې بیا راغلې دي چې مازدیګر و. یوه ورځ د یوه انسان د ټول ژوند یو سیمبول دی او مازدیګر تر انجام لږ مخکې وخت، په کیسه کې دوکانونه درې دي، په فلم کې یې هم درې لیدلی شو خو فلم پر دریو دوکانونو ژر تیریږي.  د لوستو پرمهال ښایي دا پوښتنه له ځان سره وکړو چې لیکوال ولې څلور یا پنځه دوکانونه نه دې یاد کړی کله چې دا پوښتنه وشي ښایي د لیکوال د لیکلو بڼې ته مو پام شي نو ذهن کیدای شي سیمبول ته ولاړ شي. له سیمبولیک پلوه ( ۳ ) لومړی بشپړ عدد بلل کیږي چې پیل لري، منځ لري او پای لري. د دې تجزیې له مخې بیا درې له زیږون، ژوندون او مړیني سره پرتله شوی او درې عدد بشپړ ژوند دی یعني تیر، اوس او راتلونکی. د فلم صحنې چې ژر تیریږي ښایي لیدونکي ته دومره وخت ورنه کړي چې پیښې ته دغسې دقیق شي. که چیرته په فلم کې درې دوکانونه په دقت ښکاره شي د فلم هنر تر پوښتنې لاندې راځي چې اصلي خبره خو دا نه ده چې کمره ورته داسې ورو شوې ده.

د روغ په کیسه کې دوکاندار له ماتې شیشې سر بهر کوي دا په فلم کې لیدلی شو خو دا خبره به څرنګه تر لوستونکي رسوو چې تر شیشې کتل ژوند ته هیلې دي او تر ماتې شیشې سر ایستل له ماتو شویو هیلو سر ایستل دي. بیا چې کله کوتره نه شي کښیناستلی نو دا معنی لري چې د چاودنو ځای ته سوله څرنګه راشي او کله چې سپین ږیری خښتې ایسته کوي بیا کړوپه ملا ترې ځي مطلب یې دا دی چې کله غم راشي بیا نو دوکان او اقتصاد ته شا کوي او په  وطني اصطلاح ملا یې ماتیږي.

که څه هم همدا صحنې په فلم کې هم ممکن تر یوه بریده ځیني لیدونکي درک کړي خو زه دا توان نه لرم چې فلم مې هغسې له ځان سره واخلي لکه کیسه چې لولم. په فلم کې یوازې برسیرنې صحنې پکې درک کوم او د کرکټرونو عمل مې جذبوي روحي حالات یې هغسې نه شم احساسولی لکه څرنګه چې چاپ شوې کیسه لولم.

*د یو تیر اور ایرې، غضنفر اسد الله، ص ۶۲ کلاسیک خپرندویه ټولنه-ننګرهار، ۲۰۱۷

1 COMMENT

  1. عالي او د داستاني ادبياتو په تيوريکل بحثونو کې نوی باب دی او لا ډېر دقت او څېړنو ته پرې اړتيا ده. ما دغه ليکنه ولوسته او ښاغلي زاهد صمدزي ته مې ور ولېږله، هغه يوه بله ليکنه ورباندې کړې ده چې دلته يې اچوم. زاهد صمدزی د فلمونو پر هنر او مهارت تر بېخي لوړې اندازې بلد سړی دی. ليکنه يې دلته لوستلای شئ:
    —————————-
    زما په اند دا چې فلم ښه دی که کیسه، دواړه خپل ځایونه او مینه وال لري، خو که کیسه ونه ژباړل شي د بلې ژبې هیڅ ویونکی ښایي ونشي لوستلی؛ خو د یوې ډېرې نابلدې ژبې پر فلم باندې هم یو لیدونکی تر ډېره پوهېدی شي. دا یې لومړی لوی توپیر دی.
    د تصویرونو او ځینې صحنو پر پوهېدو د خلکو تر انفرادي پوهې پورې اړوند دي، مثلاً یو ادیب تر عادي لوستونکي ډېر په کیسه کې متوجه کېږي، خو هر لوستونکی یې د صحنې درک نشي کولای. همدارنګه فلم هم هغه کسان چې له ژانرونو سره یې بلدتیا پیدا نه کړې، نشي کولای د هنري او معلوماتي صحنې سره وپېژني یا خوند ترې واخلي.
    زه ډېری کسان پېژنم زرمی او جنګي فلمونه یې خوښ دي، ځکه فکر کوي یوازې همدا ژانر لرونکي فلمونه دي او نور هیڅ.
    یوه خبره په فلمونو کې ژانرونه دي چې اکثره کسان یې تفکیک نشي کړای. دا ژانرونه مثلا؛ اکشن، انمېنشین(کارټونه/ګرافیکي)، بیوګرافي، تاریخي، وېرونکي، جنایي، کورنۍ ډرامه، رازداره، رزمي، علمي او تخیلي، غم‌انګېزه، فنټسي (ساتیري)، کامیډي، لنډ، حادثه‌، مراسم، مستند، موزیکال، موسیقي، حیرانونکی او ځینې نور. اوس نو ډېر کسان د دې فلمي ژانرو تر منځ تفکیک نشي کولای. مثلاً د میرزا غالب په بایوپیک فلم کې به دی وایي دا خو چندان فلم نه دی، غالب نه رقص کړی نه یې سوکان او لغتې درلودې.
    بل کیسه د یوه الی دوو کسانو د فکر محصول دی چې دویم یې هم ښایي اصلاح کوونکي وي، خو فلم د سلګونو او زرګونو کسانو د عمل، فکر او کار ثمره ده. د فلم تنه کیسه ده، ښاخونه، پاڼې او مېوې ته یې عملي جامه په فلم کې نور ور اغوندي.
    په یو ځای کې اجمل پسرلي صاحب په کیسه کې د فکر کولو موقع درلودو او په فلم کې د نه درلودو خبره کړې. زه وایم د فلم او کیسې سسپینس فرق لري، هو؛ دا خبره شته چې په کیسه یا کتاب کې د فاز یا درېدو بټن ستا په لاس کې ده، اما فلم کې که ستا په لاس کې هم ده، ته دومره لېواله یې چې راتلونکې صحنې ته دې تلورا وي.
    دی وایي، “فلم له موږ سره خبرې کوي، کیسه هم موږ ته غږیږي خو دا نوبت راکوي چې موږ هم خپل خیال ورسره مل کړو.” اما زما په فکر دا د کیسې کمزوي ده چې ته خپل خیال ورسره مکس کوې، فلم تاته کمه اجازه درکوي، ځکه د راتلونکې صحنې لپاره دومره هیجان لرې چې غواړې ژر دې پوښتنې ځواب شي او هغه ځواب چې تا په ذهن کې ورته ټاکلی، د سم ثابتېدو لپاره هیجان‌زده یې. ډېر وخت سړی هغه وخت ورته کیسې یا فلم ته خوشال وي چې د موضوع د پای اټکل یا پایله د ده د تمې برابر وخېژي، خو که د لیدونکي د اټکل خلاف وي، پر فلم یا د لیکوال پر هنر یې مینه زیاتېږي.
    په یوځای کې پسرلی صاحب وایي: “د کیسې نثر فلم ته نه شو انتقالولی. یوازې مکالمه فلم ته پکاریږي. په پورتنۍ کیسه کې په پيل کې لنډې لنډې جملې راغلې دي«..لمبه شوه، چیغي شوې، دوړې شوې، د امبولانسونو غږ شو، پولیس راغلل، خبریالان راښکاره شول» دغه تیز حرکات د دې لپاره دي چې دا هرڅه ژر ژر ترسره شوې دي او څه چې شوې وي هغه ختم شوې دي. په فلم کې که چیرته لمبه ښکاروو، ممکن چیغي ورسره راشي خو دوړو ته به کمره څرنګه ژر ګرځي، بیا امبولانس نه شو لیدلی که هغه ګورو، د پولیسو فلم نه شو اخیستلی که پولیسو ته وخت ورکړو له خبریالانو سره به څه کوو.”
    ما په ډېری حادثه لرونکو فلمونو کې داسې صحنې لیدلې دي، دا ټول څه چې پورته یاد شوي پکې شته، خو یوازې فرق دادی چې په کیسه لیکلو کې لنډیز دی خو فلم کې ښایي لږ صحنه اوږده وي. په «پي‌کې» فلم کې د یوې چاودنې صحنه کټ مټ پورته ډول ښکاره شوې. https://youtu.be/9DnBuBjCNr8?t=7311
    خو یو څه چې باید یاد شي داده چې ډېری وخت د یوې حادثې ښکاره کولو په ډول او د حالاتو په ضرورت کې ده، ځینې وخت په یوه صحنه کې دا مهمه نده چې رسنۍ دې ژر ښکاره کړي، یانې نا ممکنه وي، یا غیر منطقي وي، خو په کیسه کې لیکوال ژر ځان تېروي او په یوه کلیمه کې ځان تېروي.
    بل په فلمونو کې هم نثر کارېدلی، اوسني اکثره فلمونه چې کله د تېر وخت کیسه کوي، یو رواي کیسه کوي شاته په پرده له غږ سره د تېر حالت صحنې هم ښودلې کېږي، چې دا کار په کیسه کې ناشونی دی.
    دې ډول فلمونو ته سب‌ټایټل غږ لرونکي هغه وایي چې ډېری وخت په معتبرو فلمي لوبغاړو یاد نثر ویل کېږي.
    په فلمونو کې اختراعات هم اسانه ده چې د هنر ساحه یې ور پراخه کړې. څو ورځې مخکې مې یوه ډاکومنټري کتله، په هند کې ۴۰۰ کاله پخوانۍ زمانې کیسه چې خورا خلکو خوښه کړه، د «باهوبلي» فلم و، د دې فلم په اړه عجب حقیقتونه شته چې سړی ګوته په غاښ کوي، په دې فلم کې یوه ریاستي کورنۍ له یوې نابلدې ډلې سره په جګړه اخته کېږي چې رنګونه او ډول یې ډېر بدل دی، ژبه هم یې هم خورا نابلده ده، په اصل کې دا ژبه د همدې لپاره د فلم ډایرکټر اس‌اس‌مولی اختراع کړې وه، چې دا کار یوازې په کیسه لیکلو کې خورا مشکل دی، خو فلم کې عملي شوې هم ده. دا یې لینک دی. https://youtu.be/xvKZfH4X3mc?t=7573
    لنډه دا چې که د یو لیکوال فکر موږ دومره حیرانوي او د هغه هنر ته په قدر قایل یو، داسې دی لکه په پټي کې رسیدلي حبوبات، خو فلم د همدې شیانو هغه څه دي چې له پخیدو او تزئین وروسته په دسترخوان له رنګارنګ خوراکونو، مېوو ډک را ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب