پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد یوازېتوب سل کاله| ګل رحمن رحماني

د یوازېتوب سل کاله| ګل رحمن رحماني

      د یوازېتوب سل کاله د ستر او نوبل ګټونکي کلمبیايي ادیب ګابرېل ګارسیا مارکز  د ستر رومان نوم دی چې د نړیوالو ژبو په لړ کې دا دي پښتو ته هم د ګران ملګري، پیاوړي ژباړن او لیکوال محمد نواب خوښ په زیار ژباړل شوی او پښتانه لوستونکي یې هم ددغه نړیوال شهکار له لوستنې برخمن کړل.

     زه له مارکز سره لومړی ځل د هغه د یوه هنري او بدیعي لیک د لوستنې له لارې اشنا شوم، د لوستونکو په نوم د هغه دا وروستۍ لیک ډېر لنډ، خو له ډېرو سترو مفاهیمو ډک و، همغه وو چې له بیا بیا لوستنې وروسته مې پښتو ته وژباړه او هغه مهال په شپېلۍ مجله کې خپور شو.

     ددې لیک په یوه برخه کې راځي : که چېرته خدای پاک بیا ژوند راکړي، نو زه به ماشومانو ته وزرونه جوړ کړم، خو دا به ورته ضرور ورته ووایم چې الوتل دې خپله زده کړي. 

   بل ځای په کې راغلي وو: موږ نه زړېږي، مګر هغه وخت چې ارمانونه مو زاړه شي، که خدای پاک بیا ژوند را کړي، نو له زړه نه مې  لیک دړه جوړوم، د کرکې او بدبینۍ ټولې کرښې ترې پاکوم او پر ځای یې یوازې د مینې او مننې کرښې لیکم.

    بس همداسې د هغه لوستونکی شوم او تر دې چې د سل کلن یوازېتوب اثر مې یې هم په پارسي کې ولوست، د کرکټرونو او پېښو له لحاظه پېچلی، خو له نوو خبرو ډک و، له علم او نوو مفاهیمو سره یې د انسان د چلند او اشنايي په باب ډېر علمي مسایل او تیورۍ هم د هنر  او داستان په ژبه وړاندې کړې دي.

   مارکز ته په امریکا او بیا ټوله نړۍ کې د جادويي ریالېزم د بنسټګر په سترګه کتل کېږي، یاني هغه سبک چې وچ کلک ریالېزم یې له یو ډول پاروونکي یا ډاروونکي خیال سره ملګری کړی او د هنر جامه یې ور واغوسته، ده له اسطورو، تاریخونو، وهمونو او خیالونو سره په عجیبو او غریبو ټکرونو کې داستاني هنر ته وده ورکړه،  شاعرانه خیال یې وپاله، ځکه خو د رومان د مسیحا په سترګه هم ورته کتل کېږي.

  د یوازېتوب سل کاله رومان د زمان او مکان عنصر ډېر مشخص او خیال پاروونکی دی، نوموړي په کې د خپلې استوګنې سیمه ماکوندو چې داراکاتاکا ته نږدې پرته ده، ډېره ښه انځور کړې ده، اصلا ددې رومان ټول اتلان له ماکوندو سیمې څخه د نړۍ نورو برخو ته کوچېږي.

    د یواېتوب سل کاله له نورو ناولونو سره توپیر لري، حتی د هغه له نورو داستانونو سره یې هم ورته والی نه درلود، ځکه چې افسانې او تاریخي پېښې یې په یوه ځانګړي هنر اوډلې وې چې د وهمونو تر څنګ یې علمي اړخونه او له نوو مفکورو سره د هغه مهال د انسان چلند هم انځور کړی و.  خپله مارکز هم په دې اقرار کړی چې دا اثر یې د فاکنر د ځینو اثارو تر اغېز لاندې لیکلی دی، خو په دوو عناصرو یاني اسطورو او زمان باندې نهايي تمرکز دده خپله ځانګړنه ده.

  کله چې په رومان کې د لاتیني امریکا د خونړیو پېښو بیان راځي، نو بیا دی وچ کلک تاریخ یا ژورنالستیکه ژبه نه کاروي، بلکې تر نهایت حد پورې یې هڅه کړې چې شاعرانه او رومانټیکه ژبه وکاروي، دده بل هنر دا دی چې قهرمانان یې د یونان او نورو لرغونو ملتونو میراثي  شخصیتونه نه، بلکې دده خپل وطنوال دي لکه بویندیا، ډګروال اورلیانو، ماکیادس، اورسولا او نور…

     نوموړی همدارنګه د ماکوندو سیمه ((د یوې خیالي او افسانوي سیمې په توگه انځوروي او د ھغه ځای د انسانانو کړنې او اعمال هم د انسانانو د کړنو او وس نه پورته لوړ انځوروی، نوموړی په خاص ھنري منطق سره دا کار کوی. چې ټولنیزې عیني پېښې او د انسان له خارق العاده سرښندنې څخه اسطوره جوړه کړي او په لوستونکي یې ومني، د مارکز په هنر کې ټولنیز واقعیتونه د انساني کتلې، تباھي او بربادي او دغه راز ناخوالې او بدمرغۍ په اسطوره بدلیږي، او په دې ډول په ماضي کې واقعیت او اسطوره په هنر بدلېږي.))

     لکه وړاندې مو چې وویل د یوازېتوب سل کاله د زمان عنصر ډېر پیاوړی دی او تاریخي اړخ لري، یاني ټولې پېښې د ماضي رومانټیک او تخیلي بیان دی. ((نوموړی په ماضي کې له حاله تښتي او دا ځانگړنه چې د زمان عنصر په کې په ډیره چټکۍ حرکت کوی ، زیات د پاملرنې وړ دی. د دغه اثر اتلان بېلابېل اړخونه لري، د لمس وړ نه دي او ان کله هم غیر واقعي بریښي. د مثال په توگه ماکیادس کولی عجیب شخصیت دی، نوموړی څو ځایه او څو ځله تکرارېږي، د مرگ او ژوند په لړۍ کې پخېږي. څوک ورته پام نه لري او د خلکو له نظارت نه لیری منڅ ته راځی په دې ډول د ماکوندو د سیمې د خلکو له رازه ډک خطونه او اسرار لوستلی شي. دغه اسرار د ماکوندو اسرار دي چې د پټو رازونو په توگه په پټو ازلي خطونو کې ځای شوی دي. دغه خطونه هغه وخت راسپړل کېږي چې د بویندیا د کورنۍ وروستی شخصیت د ښار د بشپړې نابود راز وايي.))

     دغه راز د اثر بل اتل د ډگرمن ایورلیانو بویندیا په خونړیو جګړو او پېښو کې ښکېل دی، خو وروسته ستومانه کېږي او غلی کیني، دا خاموشي یې د یادونو او خاطرو په ترڅ کې د زلمیتوب خاطرو ته وړي، دی یو یاغي او ګنهګار اتل دی، د چا خبره نه مني، رواني حالت پیدا کوي، خبرې او الفاظ یې هېرېږي، د پېښو د اټکل ځواک بایلي، د یوازېتوب درد او غم یې د مړو دنیا ته وړي، هلته له پردنسیواګیلار سره ملاقات کوي.

     د یوازېتوب سل کاله د زمان له اړخه بیخي چټک روان دی، اتلان یې ډېر چټک او ناڅاپي را پیدا کېږي او له ځان سره راتلونکي پېښې هم پنځوي، ځکه له ورته نورو نړیوالو اثارو سره بیخي متفاوت دی. ((په دی اثر کې اصل پېښه په زماني لحاظ پرمختگ کوي. د دې اثر قھرمانان ناڅاپه راپیدا کیږي، بدلون مومي، په چټکۍسره تکامل او وده کوي او راتلونکی پيښې په خپل ځان کې روزي او ورته تیاری نیسی سخته ده چې د کردارونو ټول اعمال یې په ساده ډول تعقیب شي. لوستونکی اړ کېږي چې د پیسو د تعقیب او د کردارونو د تعقیب له پاره د زمان عنصر په نامنظمه او کوږ ووږ ډول تعقیب کړي.))

   په رومان مرګ بیخي نږدې دی، کله خوږ ملګری، کله نا بللی مېلمه او کله هم د ډاروونکي لېوه په څېر ځان را ښکاروي، د ناول په پیلامه کې ځان قھرمانان هم په یو عجیب حالت او زمان کې منځ ته راځي هغه وخت چې ((دا نړۍ دومره نوې وه چې زیاترو شیانو لا نوم نه درلود.))

   اورلیانو ته د ادبیاتو اهمیت هم ښه څرګند وي، خو د ساعتېرۍ د وسیلې په سترګه ورته ګوري، په سندرو او شعرونو کې د تېرو زمانو یادونو او تصویرونو ته ځي، نسل بندېږي، له سل کلنو هڅو وروسته په دې کورنۍ کې یو مامشروع ماشوم سترګې غړوي، خو ډېر عجیبه ماشوم وی، د بویئندیا کورنۍ حیرانه کړي، ځکه ماشوم د سرکوزي لکۍ لري، په بدن یې د مېږیانو لښکر ورمات شي او ټول وخوري.

   په دې اثر کې د یوازېتوب کمال څرګند شوی دی او له سیاسي اړخه هم ددې پیغام ورکوي چې ګوښه کول خپله یو درد دی چې یوازې خیال او تصور کې نه ځایېږي او د انسانانو عیني درد او محرومیت څرګندوي، کله کله سیاسي جبر ملتونه یوه فزیکي زندان کې نه اچوي، رواني زندان ته یې ور ټېل وهي او له خپلو مېشت ځایونو کوچ کوي، هلته د ډگرمن اورلیانو اوبوئیندیا جګړې  د قدرت د ترلاسه کولو له پاره تر سره کېږي چې په واقعیت کې د یوازیتوب پر لور حرکت دی((د دغه ناول قھرمانان او یا د کورنۍ ھر وگړی نه یوازی دا چې یوازې  پاتې کېږي، بلکې متضاد کرکترونه لري او یو له بله سره نه پخلا کېدونکي دي))

     د ماکوندو او بویئندیا د کورنۍ د څو نسلونو  دا افسانه یوازې د شعور د نړۍ خبره نه ده، بلکې لوستونکی د پېښو تل ته ورننباسي،کرکترونه د بدلون او اوښتون په حال کې دي او نامنظم لاشعور راسپړي، ثابت فکر او شخصیت نه لري، پېښې له وحشته ډکې دي، لوستونکی له داسې افرادو او کرکترونو سره مخامخ کېږي، د بربادۍ او ترخه بېتلون پر پاڼ ولاړ دي.

    دغه تاریخي افسانه په ډېرو عجیبو  پېښو او صحنو ښکلې شوې ده چې ادبي او شاعرانه ژبه لري، مثلا هلته ډېر پخواني مړي بیا ژوندي کېږي، د ژوندیو محفلونو ته راځي، له خلکو سره ګوري، د باران ورېدل یوازې په پسرلي پورې نه وي تړلی، فرشونه الوزي، یوه مور ( اورسوله) څو نسله ژوندۍ پاتې کېږي، یو شخص زرګونه کلونه ژوندی وي، د مرګ بر مهال له اسمانه ګلونه ورېږي، شیان نومونه نه لري، د فراموشۍ ناروغي خپره وي، هر څه په اشارو تر سره کېږي. 

      په پای کې بېرته ژباړن ته راځم، ښاغلی خوښ له کلونو راهیسې ژباړه کوي، پر ژباړه حاکم سړی دی، دده ښېګنه په دې کې ده چې خپله هم مسلکي لیکوال دی، ما چې دده ژباړه ولوسته، نو روانه ده، که ځینو ځایونو کې یو څه ستړې کوونکې وي، هغه به خپله ددې رومان داستاني جوړښت وي، ځکه لوستونکی تر یو څو برخو پورې پر رومان نه پوهېږي او ګډوډ ورته ښکاري.

     د خوښ صیب بل کمال په دې کې دی چې د رومان د نوم ژباړې لپاره یې سمه بڼه غوره کړې، ځکه دا رومان تر ننه هم زما په ګدون ګڼو لیکوالو د سل کاله یوازېتوب یا سکلن یوازېتوب په نامه یاد کړی دی، په داسې حال کې چې سم نوم یې د یوازېتوب سل کاله دی، ځکه دلته زیات تاکید او تمرکز پر یوازېتوب دی چې هنري او سیاسي مفهوم لري، سل کاله ددغه اضافي ترکیب دویمه  یا توصیفي برخه ده چې د یوازېتوب شدت یا اوږد ځور بیانوي.

     خوښ یم چې د ادبکدې فعال غړي خوښ صیب پښتنانه ددغه ګران بیه معنوي ډالۍ په لوستنه ونازول او د تولستوی د (سوله او جګړه) په څېر دا ستر شهکار هم د پښتو داستاني ادب په پانګه د هغه په همت ور زیات شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب