شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبد پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتو شاعري

د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتو شاعري

څېړندوی رحیم الله حریفال 

Researcher Rahimullah Hrifaal

Pashtun Tahafuz Movement (PTM) and Pashto Poetry

لنډیز:

د ۲۰۱۸ ز کال د جنوري په میاشت کې په کراچۍ کې ځوان  پښتون نقیب الله مسعود د پولیسو د یوه سیمه ییز چارواکي په امر او مستقیمې مداخلې ووژل شو. د دغه پښتون زلمي وژنه په کوزه پښتونخوا کې ولسونه په غصه کړل. د یوه بل پښتون زلمي منظور احمد پښتون په مشري له ډېره اسماعیل خان څخه د دېرشو تنو په شمېر ځوانانو لاریون پیل کړ چې تر پېښوره پورې دا لسګونه  شمېر تر زرګونو ورسېده او بیا د پاکستان تر پلازمېنې اسلام آباد پورې ورسېدل چې هلته یې بیا لس ورځنی پرلت وواهه، له همدې ځایه د پښتون ژغورنې غورځنګ را پیلېږي چې په مشرتابه یې په منظور احمد پښتون اتفاق کېږي. دا غورځنګ په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې له تود هرکلي سره مخامخ شو، ډېرو شاعرانو شعرونه ورته وویل، ځینو سندر غاړو یاد شعرونه کمپوز او سندریز کړل. په دې لیکنه کې موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره ځینې لوړ هنري شعرونه او نظمونه را اخیستي دي او په دې موضوع مو خبرې کړې دي چې په پښتو شاعرۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ انځور څه ډول انعکاس موندلی دی. دلته مو یواځې هغه شعرونه را وړي دي چې د غورځنګ په اړه یې روحیه له مینې، درنښت او قدر دانۍ څخه ډکه ده او له دې خبرې نه هم انکار نه شو کولای چې ځینې کسانو به د غورځنګ په خلاف هم شاعري کړې وي او ځینې بېلګې یې زما مخې ته هم راغلې، خو تر ډېره یې شعاري بڼه لرله، له عقدو او کرکو څخه  خړوبېدل، نو ویلای شو چې زموږ د څېړنې موضوع هغه شاعري ده چې له تودو احساساتو او مینې څخه سرچینه اخلي.

Abstract: In January, 2018, a young Pashtun, named Naqibullah Maseed killed by Police on order of local police officer in Karachi. This act of police provoked irritations of Pashtuns in Khyber Pakhtoonkhwa. A group of thirty youth Pashtuns staged a protest under the leadership of Manzoor Ahmad Pashteen from Derai Ismail Khan to seek the punishment for the Maseed murder. From Derai Ismail Khan to Peshawar, hundreds and then thousands of Pashtuns joined with the protest. They started a big march toward Islamabad, the capitol of Pakistan and staged ten days’ sit-in there against Pakistan establishment oppressions on Pashtuns and Balochs that turned into the Pashtuns cohesion under leadership of Manzoor Pashteen, and welcomed by all Pashtuns on both sides of Durand so-called line. 

 The contribution of poets and singers was much amazing who wrote and sang patriotic poems and songs in support of Pashtun Tahafuz Movement (PTM). In this paper, it has been researched on some best and mighty poems to see the role and image of Pashto poetry in Pashtun Tahafuz movement (PTM). I have gone over those poems which transferred a better message, temper, love and dignitary to the movement. In addition, there were also some examples of other poems against the PTM, solely full of hates and oppositions which cannot be declined.

Hence, the focus in this paper was only on those poems which could make wonderful emotions – rooted from love and unity. 

سریزه:

د پښتون ژغورنې خوځښت د اولس له متن څخه را ټوکېدلی جریان دی، نوموړي جریان تر کلونو وروسته کوزو پښتنو ته د ظلم او تېري پر وړاندې د غږ اوچتولو جرات ورکړ او د ځوانانو تر منځ یې د پیوستون یو نوی باب پرانیسته، له همدې امله ځوانو شاعرانو د غورځنګ لپاره په زړه پورې او له شعار نه لرې شاعري وکړه. دلته موږ د پښتون ژغورنې په غورځنګ غږېدلي یوو، د دې غورځنګ لپاره چې کوم شعرونه ویل شوي دي، ځینې هغه شعرونه او نظمونه مو را اخیستي دي، چې د خیال، فکر، عواطفو او احساساتو له پلوه قوي او هنري دي. کله چې یو جریان ټولنیز ژوند متاثره کوي، نو د ټولنې د غړو له جملې څخه لومړي کسان شاعران دي چې ترې اغېزمن کېږي او  همدا ادبیات دي چې د ټولنې نورې کټه ګورۍ هم ترې متاثرې کېږي. د پښتون ژغورنې د غورځنګ په اړه کېدای شي، ډېره شاعري شوې وي چې په هغو کې به ځینې د شاعرۍ پر معیار برابره وي او ځینې به یې بیا کلیشوي او شعاري وي، خو دلته مو هڅه کړې چې هغه شعرونه او شاعري د بېلګې په توګه را وړو چې لوړه او پخه شاعري ده. هڅه مو کړې چې هغه شعرونه را واخلو چې په ټولنه کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شوي. نن سبا د ټولنیزو رسنیو له برکته په دې خبره پوهېدل ستونزمن نه دي چې په ټولنه کې کوم شعرونه د خلکو د خوښې وړ ګرځېدلي دي، نو په دې مقاله کې هم هغه شاعري را اخیستل شوې او بحث پرې شوی چې په ټولنیزو رسنیو ( سوشل میډیا) کې یې دروند هرکلی شوی او بل دا چې په هغې شاعرۍ غږېږو چې له شعار او ابتذال څخه لرې وي او ځانګړی هنر په کې پروت وي. 

د څېړنې اهمیت او مبرمیت:

کله چې په یوه ټولنه کې، ټولنیز بدلون راځي، دا تغییر د ژوندانه په ټولو برخو اغېز کوي او له کوم بدلون سره چې د یوه ملت هیلې او ارمانونه تړلي وي، له هغه سره بیا د خلکو دلچسي او علاقه هم زیاته وي، نو د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره چې څومره شاعري شوې ده، له دې څخه ښکاري چې په ملت کې ځای لري. د پښتون ژغورنې  په ټولنیزو او سیاسي اړخونو کتابونه لیکل شوي، نو اړینه ده چې په ادبي اړخ او برخه یې هم کار وشي او بل دا چې د دې غورځنګ په تناظر کې چې کومه شاعري شوې ده، هغې ته د خلکو پاملرنه نوره هم زیاته شي، د پاملرنې تر څنګ د نوموړې شاعرۍ خوندیتوب هم اړین او مهم دی.

د څېړنې موخه:

له دې څېړنې څخه موخه دا ده چې له یوې خوا په دې پوه شو چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ لپاره څه ډول شاعري شوې او بل دا چې دغه غورځنګ په ادبیاتو په خاصه توګه په شعر او شاعرۍ څه اغېزه درلودلې ده او د دغې اغېزې په پایله کې چې څه رامنځ ته شوي دي، هغه توضیح او و څېړل شي.

د څېړنې پوښتنې:

د غورځنګ لپاره څومره او د کومو لاملونو له وجهې شاعري شوې ده؟

د ټولنیزو غورځنګونو په بریا کې د شعر او شاعرۍ رول؟

په ادبیاتو باندې د پښتون ژغورنې غورځنګ څه تاثیر غورځولی دی؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ:

قومونه او ملتونه هغه وخت د سرلوړي او عزتمند ژوند خاوندان کېدلای شي چې وړ او رښتینی مشرتوب ولري او همدا مخلص مشرتوب بیا اولسونه له شته  ستونزو او کړاوونو څخه د سوکالۍ او هوساینې لوري ته بیایي، په دې برخه کې تاریخ بې شمېره بېلګې او مثالونه لري چې ښه بېلګه یې د پښتون قوم د یوه  مشر پیر روښان او ملګرو مبارزه ده؛ دلته موږ د پیر روښان او د هغه د ملګرو د مبارزې په نورو اړخونو خبرې نه کوو، بلکې په مختصره توګه یې دغه اړخ را اخلو چې بایزید روښان او مبارزو ملګرو یې هم په افغانانو او پښتنو د مغولو واکمنو د ظلمونو د پای ته رسولو لپاره مبارزه پیل کړې وه او همدې مبارزې بیا پښتو ادب او ژبې ته ډېر څه په میراث پرېښودل.

« بایزید لا د اوو کالو په شاوخوا کې ماشوم و، چې د لودیانو دوهمه پاچاهي په ۹۳۲ هـ ق کال د بابر مغول له لاسه چپه شوه او په هند کې پر اوسېدونکو افغانانو چې هغه وخت څه راغلي دي، د هغو احوال په تاریخي کتابونو کې شته. بایزید په خپله لیدل چې له افغانانو سره یرغلګرو لښکرو څه کول؟» ( ۴: ۷۸ )

د ملتونو د ژغورنې لپاره په دوه ډوله مشرتوب منځ ته راځي چې له کړاوونو څخه د قومونو د ژغورنې بهیر پر مخ بیایي:

 ۱ ــ  کله چې پر ټولنه حاکم نظامونه د خلکو ارادې تمثیل نه کړي او نوموړي نظامونه د ملتونو غوښتنو او ستونزو ته پام ونه کړي، خپلو ظلمونو او تېریو ته دوام ورکړي؛ په دې وخت کې بیا په نظام کې موجود ځینې مخلص او صادق کسان حالات درک کوي، له نظام څخه بېلېږي، خلک پر ځان را ټولوي او د یوه منظم پلان له مخې خپل اولس له ظلمونو څخه ژغوري او ملت هم په پوره اخلاص او سرښندنې سره د یادو مشرانو ترڅنګ درېږي او په ګډه سره ملي ارمانونه او هیلې پوره کوي.

۲ ــ که په حاکمو نظامونو کې داسې مخلص او زړه سوانده کسان ونه موندل شي، بیا خپله د اولس له متن څخه ځینې میړني کسان د مشرۍ او مبارزې توغ اوچتوي، ملت پر ځان را ټولوي او د خپلو بې شمېره قربانیو په لړ کې ملتونه د ظالمانو له منګولو څخه ژغوري، چې تر ډېره دا دوهم ډول بهیرونه بریالي شوي هم دي او هغه مشران چې د ملت او اولس له متن څخه را ټوکېدلي وي؛ د خپل اولس له کړاوونو او مشکلاتو څخه  ښه باخبره وي او د خپلو سرونو تر قربانولو پورې له ملت سره پاتې کېږي، خپلې هیلې او ارمانونه له امتیازاتو او انعامونه نه قربانوي، په صادقانه ډول مبارزې د بري او کامیابۍ تر پړاوه رسوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په دوهمه کټګورۍ کې راځي، د پښتون ژغورنې خوځښت مشر منظور احمد پښتین، په لومړیو کې له خپلې سیمې څخه د ( مسعود ژغورنې ) په نامه غورځنګ پیل کړی و او دا هم هغه وخت  دی، کله چې په قبایلي پښتنو ظلمونه خپل وروستي حد ته ورسېدل.

له ټولنیزو بدلونو او پدیدو سره د شعر او شاعري تړاو فکري تړاو دی، خو دا تړاو دومره د عواطفو او احساساتو په نري مزي تړلی دی چې که سم پام ورته ونه شي، کله نا کله د دغو جریانونو او خوځښتونو لپاره شاعري د ابتذال او شعار بڼه خپلوي چې هغه بیا په هنر او شاعرۍ کې نه شي مطالعه کېدلای. دلته هم د « شعرستان » د کتاب هغه لنډکی بحث را اخلو چې د شعر او فکر په اړه یې کړی او زموږ له موضوع سره اړخ لګوي.

« د انسان ذهن دوه برخې یا غوره ده چې ووایو دوه ډوله فعالیتونه لري؛ د ذهن د یوې برخې کار له عقل او منطق سره دی او د بلې هغې یې له احساساتو او عواطفو سره، د ذهن د لومړۍ برخې له فعالیته علم او د دوهمې برخې له فعالیته هنر زېږي. موږ چې په شعر کې د فکر خبره کوو، موخه مو له شاعره د ریاضیکي او یا فلسفي فکري نظام غوښتنه نه وي؛ بلکې موخه مو دا وي چې د ژوند او طبیعت په اړه راسره خپل برداشت شریک کړي؛ بهرنۍ نړۍ د شاعر په ذهن کې تر عادي ذهنونو ژور انعکاس کوي؛ د شاعر په ذهن کې د درک شوو پدیدو اغېزه ممکن دوه ډوله څرګنده شي، لومړی ډول دا چې شاعر له دې پدیدو څخه خپل اخیستل شوی تأثر بیانوي، معنا دا چې شاعر د خپلو ادراکاتو په اړه راسره یواځې خپله عاطفي شېبه شریکوي خو دوهم ډول اغېزه دا ده چې شاعر د درک شوو پدیدو په اړه راسره خپل نظر او برداشت هم شریک کړي. دا دوهم ډول اغېزه په شعر کې د شاعر قکري برخه جوړوي، خو یواځې هغه وخت ارزښت لري چې له عاطفې سره یو ځای بیان شي.» ( ۱: ۳۵۵)

 دلته به هم موږ پر هغې شاعري خبرې وکړو چې د ټولنیز ژوند د دغه بدلون «پښتون ژغورنې غورځنګ» په اړه  شاعرانو خپل تاثرات په کې بیان او څرګند کړي دي، خو د عاطفي او احساسي ارزښت په پام کې نیولو او نظر کې ساتلو سره.

 شعر او شاعري هم غورځنګونو او جریانونو ته په کتو بدلون کوي. کله چې ځینې کسان د مادي او شخصي ګټو په خاطر د غورځنګونو لپاره شاعري کوي، نو دا شاعري تر ډېره برېده له هنري تومنې څخه خالي وي او د شعار رنګ پرې غالب وي. کله چې په ۱۳۵۷ ل کال کې د غویي د اوومې کودتاه کېږي، یوې خوا ته د کودتا پلویان دي او بل لور ته بیا د دوی په خلاف جهادي شاعري ده چې په دواړو باندې تر ډېره بریده د شعار رنګ غالب وو، د جهادي شاعرۍ په اړه لولو« جهادي شاعري چې د ۱۳۵۷ ل کال د غویي له اوومې نیټې څخه پیل شوې وه له بېلابېلو پړاوونو څخه تېره شوه، دغې شاعرۍ په پیل کې کلیشه یي او شعاري بڼه درلوده، دغه مهال د رومانټیکې شاعرۍ دود بیخي هېر شوی و. شاعرانو په بربنډه توګه له شورویانو سره مخالفت کاوه، خو د وخت په تېرېدو شعار په شعر بدل شو او داسې هنر وپنځېد چې تر دې مهاله د لوستونکو په ذهن کې ژوندی دی.» ( ۲: ۱۴۶ )، خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ لپاره چې کومه لومړنۍ شاعري هم شوې، تر ډېره ځایه هنري ده او له شعار نه  لوړه شاعري ده.

کله چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال په پیل کې د یوه پښتون زلمي نقیب الله مسعود  تر وژل کېدو وروسته د پښتونخوا مېشتو پښتنو د پښتون ژغورنې په نامه غورځنګ را منځ ته کړ چې د لرو او برو پښتنو په ځانګړې توګه د ځوان کهول له تود هرکلي سره مخامخ شو، په دواړو غاړو کې ځوانو شاعرانو د یاد غورځنګ لپاره قلمونه وخوځول، له احساساتو او عواطفو څخه ډکه شاعري یې ورته وکړه، چې دلته یې ځینې بېلګې را اخلو او بحث پرې کوو.

اجمل خټک په پښتونخوا کې د پښتون نیشنلیزم یو اور ژبی او انقلابي شاعر و، نوموړي د خپل ژوند ډېره برخه د پښتون قوم لپاره په مبارزه کې تېره کړه. د اجمل خټک په شاعرۍ کې د پښتنو د یووالي، پوهې ته د هڅونې په لسګونو بېلګې موندلی شو، کله چې په کوزه پښتونخوا کې د منظور احمد پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شو او په یوه چیغه یې له چتراله تر وزیرستانه پښتانه را ټول کړل، ځوانان، سپین ږیري او پېغلې یې د مبارزې ډګر ته را وایستل، دا مهال د اجمل خټک دا بیت په داسې حال کې زمزمه کېده، چې خټک دا شور نه اورېده.

نن ټول خلک د هاغې محبوبه سندرې وایي

خټک چې به له ځان سره ژړله کله کله

کله چې منظور احمد پښتانه زلمي له ډېره اسماعیل خان څخه  تر اسلام آباد پورې د جذبو او ولولو په شور کې بیایي او منظور په دې بهیر کې نړیوال شهرت ته رسېږي. له دې څخه انکار نه شي کېدای چې شعر او شاعرۍ د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره ډېره مرسته کړې او شاعرۍ، غورځنګ د ټولنیزو رسینو له لارې تر کلي ــ کلي ورساوه او د یاد غورځنګ  په پراخوالي کې یې ستر رول ولوباوه. موږ په خپله تېره شاعرۍ کې هم داسې ډېرې بېلګې لرو چې د پېښو لورو ته یې په بشپړه توګه تغییر ورکړی دی. د میوند په تاریخي غزا کې چې کله پښتانه زلمي له سختۍ سره مخامخ کېږي او نږدې ده چې دښمن بریالی شي په دې وخت کې پښتنه ملاله یوه لنډۍ وایي داسې لنډۍ چې تر څو پښتون وي د پښتون قوم تاریخ او حماسې وي؛ دا لنډۍ به ژوندۍ او تلپاتې وي:

که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه 

کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ اسلام آباد ته رسېږي او هلته خپل ( پرلت )  ته دوام ورکوي. دا نو د غورځنګ د ژوند لومړني وختونه دي، په دې وخت کې یوه انقلابي ترانه په لایف ( مخامخ ) بڼه په ( پرلت ) کې د (انقلاب او آزادي) تر عنوان لاندې ویل کېږي. په دې ترانه کې د کوزې پښتونخوا پر پښتنو باندې د څه باندې نیمې پېړۍ او که په مشخصه توګه ووایو د وروستیو اتلسو کلونو ظلمونه، ورانۍ او مظلومیت په کې په لوړه هنري کچه انځور شوی و.  نوموړې ترانه په یوه خاص سوز او ولولو سره وویل شوه. ما خپله یاده ترانه څو ــ څو ځله په پر له پسې توګه واورېده، خو په بیا ــ بیا اورېدو سره یې هم تنده نه ماتېږي، چې دلته یې متن را اخلو:

انقلاب انقلاب انقلاب انقلاب

ځوانان مو قتل کېږي دا څنګه آزادي ده

کورونه مو ورانېږي دا څنګه آزادي ده

پښتون په کې غرقېږي دا څنګه آزادي ده
د ژوند بېړۍ ماتېږي دا څنګه آزادي ده

انقلاب   انقلاب انقلاب انقلاب

چې نه راکوي موږ له حقوق د انسانیت
په کار چې باید وکړو سپېڅلی بغاوت

آزادي              آزادي

ملالې مو ګورېږي دا څنګه  آزادي ده
سترونه یې ماتېږي دا څنګه  آزادي ده

ځوانان مو قتل کېږي دا څنګه  آزادي ده

د ژوند بېړۍ ماتېږي دا څنګه  آزادي ده

انقلاب   انقلاب انقلاب  انقلاب

د امن مرغۍ ژاړي په دې بندو پنجرو کې

بچي زموږه خوار شول دا ستاسو فیصلو کې

آزادي           آزادي

زنځیر رانه تاوېږي دا څنګه آزادي ده

آواز مو نه رسېږي دا څنګه آزادي ده

ځوانان مو قتل کېږي دا څنګه آزادي ده

د ژوند بېړۍ ماتېږي دا څنګه آزادي ده

انقلاب  انقلاب انقلاب  انقلاب



د منظور احمد پښتون د شهرت تر څنګ یو بل څه چې ډېر مشهورېږي هغه د منظور سره خولۍ ده او  منظور پښتون په یوه مرکه کې د خپلې خولۍ په اړه وایي چې دا خولۍ یوه پښتون کارګر چې د دوی په سیمه کې یې مزدوري کوله او له برې پښتونخوا ( افغانستان ) څخه هلته تللی وو ورکړې ده. نوموړی دا خولۍ بختوره  ګڼي او یاده خولۍ ټولو پښتنو زلمو د مبارزې د یوه عزتمن سمبول په توګه قبوله کړه او په لر او بر کې یې رواج ومونده. مولانا محمد علیم بسمل د منظور د خولۍ په اړه وایي:

سره خولګۍ دې دمنظور پښتين خولۍ ده

ډېرو خلکو پرې راوړى سم ايمان دى

خو زما استخاره هېڅ نه سيخېږي

لا جوابه مې يو سوال د تا په شان دى

(محمد عليم بسمل)

د پښتو ژبې وتلی سمبولیست او انځورګر شاعر عبدالفغور لېوال د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور احمد پښتون لپاره یو له ولولو او احساساتو ډک داسې له خیال او فکر سره مل شعر لري چې په خپل کتاب ( ادبي یادښتونو کې د خیال او فکر په اړه له وړاندې شوي معیار سره سم لوړ او هنري شعر ویلی دی« بې فکره تخیل داسې دی، لکه څوک چې یوې سپینې ټوټې ته سره، شنه او ژېړ رنګونه ور وشیندي او هېڅ ډول انځور را منځ ته نه کړي او بې تخیله فکر داسې دی، لکه څوک چې په کامره د یوې پېغلې عکس واخلي او موږ ته یې را وښیي، په لومړي کار کې هدف او په دوهم کې هنر نه شته، هغه مهال چې هنري هدف او هنري سینګار د فکر او خیال په مرسته رامنځ ته شي، هنري اثر را منځ ته کېږي. ( ۳: ۱۶ )

هو، دا ته یې!

دا ته څوک یې چې ښامار سره په جنګ یې؟

لکه تندر راپرېوتی پر نهنګ یې

دا ته څوک یې چې توپان سره لوبېږې؟

څومره زغرد یې، څه پیاوړی، دا څه دنګ یې

دا ته څوک یې ؟ او له کومه یې راغلی؟

سوی لوی د ټبر په غم داغلی

له میرویس او ستر احمد سره دې څه دي؟

چې لوی قام دې بیا په شور دی راوستلی

خامخا دې له خوشال سره خپلوي شته

بایزید غوندې دې روح کې روښاني شته

د سرتور ملنګ څه کېږې راته وایه ؟

چې دې داسې په تندي کې رڼايي شته

چې راتلې ایپي دې ولیده په لار کې ؟

پوونده سره دې څه وویل په ( ښار) کې ؟

سره ټوپۍ کې دې د کوم ولي تاویز دی؟

چې یادېږې په ټپه او یکه زار کې

دا ته څوک یې ؟ وایه څنګه دې بېدار کړ

دا مړ قوم دې لا په کوم غږ را دوڅار کړ

اباسین ته دې په غوږ کې دا څه وویل؟

چې روان دې له هیلمند سره په لار کړ

د دې ولس د ستر پاڅون اورنی باب شوې

په خپل لاس د خپل تقدیر نوی کتاب شوې

د پښتون له سوې ځمکې پاڅېدلیه

انقلاب شوې، انقلاب شوې، انقلاب شوې

له پېړیو وروسته په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او بدلون ته بل ځوان او د هنر لوړو پوړیو ته رسېدلی شاعر ممتاز اورکزی دی چې ډېر ورته خوشبینه دی او د دې غورځنګ لپاره له ولولو او غورځنګونو ډکه شاعري یې کړې ده. ممتاز د هغې مشهورې پښتو لنډۍ پر لیکه چې وایي: 

لستوڼي بډ وهئ ګډېږئ

د غریبانو ښادي کله کله وینه 

په خپل یوه بیت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پېړۍ وروسته خوښي ګڼي او زیاتوي:

د يو مست اتڼ تابيا کوه ممتازه

پېړۍ پس د پښتونخوا وطن ښادي ده
  ( ممتاز اورکزی )

ممتاز چې په خپله شاعرۍ کې کومه ځانګړنه لري، هغه داده چې د وېرې  په نامه څه نه پېژني حقیقتونه او واقعیتونه په مېړانه بیانوي. یو څه چې د پښتون ژغورنې ستره بریا ګڼل کېږي، هغه د کوزې پښتونخوا پر پښتنو باندې د پاکستان د نظام او پوځ د وېرې پای ته رسېدل دي. د څه کم اوویا کلونو په موده کې په بېلابېلو بڼو د ډار او ترس د حاکمېدلو او غځېدلو لپاره منظمې هڅې شوې وې او روانې وې، خو ممتاز د دې وېرې پای ته رسېدل د پښتون ژغورنې له برکته ګڼي او وایي:

يوه چـېغه برملا کوه ممتازه

نن له هرې ويرې ترهې آزادي ده

( ممتاز اورکزی)

په یوه بل بیت کې ممتاز شاعرانه دعا کوي. د ویاړونو او ننګونو څراغونه د تل لپاره بلېدونکي او ځلېدونکي غواړي:

خوشالي دې پښتنو ته مبارک شي

بل دې اوسي د ننګونو څراغونه

د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د مارچ د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په پېښور کې لاریون را غوښتل شوی وو. د نظام له خوا د ستونزو د رامنځ ته کولو تر څنګ له هماغه پیله چې  غورځنګ د غونډې تابیا نېولې وه. دا امید او هیله کېدله چې د پېښور غونډه به د غورځنګ له سترو او تاریخي غونډو څخه وي چې وروسته بیا همداسې وشول. ممتاز اورکزی یې د پېښور د غونډې له جوړولو وړاندې په اړه وایي: 

پرګنې د پښتونخوا به راټولېږي

ډېره لويه به جرګه وي پېښور کې

له کابله به دعاوې ورته کېږي

دا به بل شان ننداره وي پېښور کې

دا وروري دې پښتنو ته مبارک شي

تکرارېږي به وياړلي تاريخونه

په هر لوري به نارې وي امن امن

هر يو شـر هر يو شرير به په لړزان وي

په تسبو به وظيفې وي امن امن

د ظالم هر يو تدبير به په لړزان وي

هوښياري دې پښتنو ته مبارک شي

په پام پام به وي ګامونه مزلونه

اجمل اټک هم بیا له هغو شاعرانو څخه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره  یې له احساساتو او عواطفو ډکه شاعري کړې ده چې یوه ترانه یې بیا د موسیقي له نغمو سره د هنرمند حشمت سحر له خوا په ډېره ښایسته بڼه کمپوز شوې ده چې دلته یې را اخلو:

ستا بچي را پاڅېدلي خوشحال خانه مبارک

خپلواکي غواړي ملنګ عبدالرحمانه مبارک

نه ټوپک لري نه توره نه شیندي په میدان وینه

اوس خپل حق په ژبه غواړي باچا خانه مبارک

ستا خازو کې به رپېږي سرې جنډې د آزادۍ

مړ غلام د هېچا نه یې غني خانه مبارک

دا آرمان مو نن پوره شو شهادت مو خدای قبول که

داود خانه مبارک شه ملنګ جانه مبارک

ستا ټوټې ټوټې وجود تر اټکه شو را ټول بیا

احمد خانه مبارک شه میروس خانه مبارک

پایله:

کله چې موږ د تاریخ پاڼې اړوو، هلته ګڼ شمېر غورځنګونه او جریانونه ګورو او د هغوی په اړه معلومات تر لاسه کوو، خو د ملتونو او هېوادونو په تېر او حال کې داسې خوځښتونه هم شته چې نه یواځې د تاریخ په پاڼو کې خوندي دي، بلکې د ملت او اولس په سینو کې محفوظ پاتې شوي دي او له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي. د دې غورځنګونو یوه ستره ځانګړتیا دا وي چې له ملي ارمانونو او هیلو څخه سرچشمه اخلي او د خوندیتوب بل ستر لامل یې دا دی چې شعر، شاعرۍ او ادبیاتو ته لار مومي او همدا ادبیات دي چې نوموړي جریانونه د ملتونو په حافظو او سینو کې تلپاتې کوي،  یوه بېلګه یې هم د میوند تاریخي غزا او د انګریز د لښکر او پوځیانو ماتې ده. تاریخ دې ته ورته نورې جګړې او غزاګانې هم په خپلو پاڼو کې لري، خو د معرکې په ګرمو شېبو کې میوندۍ ملاله د زلمیانو وینه په جوش را ولي او د یوې تاریخي سوبې د ګټلو لامل ګرځي، له بلې خوا د همدې ادبیاتو او ټپې زور دی چې د میوند سوبه او بریا یې داسې تلپاتې کړه چې تر څو پښتون قوم، پښتو ژبه او ادبیات وي د میوند یاد او سوبه به هم ژوندۍ وي. 

که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ چې په کومه جغرافیه او سیمه کې راټوکېدلی، هلته په پوره زور دا هڅه اوس هم روانه ده او روانه به وي، چې له حافظو ووځي او د خلکو هېر شي، خو د دې غورځنګ لپاره شوې لوړه شاعري به د پښتون ژغورنې غورځنګ له ژوندي پاتې کېدو او راتلونکو نسلونو ته به د دې جریان د موخو او بریاوو په رسولو کې ستر رول ادا کړي.

مأخذونه: 

1 ــ درمل، احسان الله. شعرستان، سروش کتابپلورنځی، کابل: درېم چاپ، ۱۳۹۷ ل کال.

2 ــ سالک، مصطفی. د افغانستان معاصر پښتو شعر، دانش خپرندویه ټولنه، کابل: ۱۳۸۷ ل کال.

۳ ــ لېوال، عبدالغفور. ادبي یادښتونه، د افغانستان د قلم ټولنه، کابل: ۱۳۸۸ ل کال.

۴ ــ هېوادمل، زلمی. د پښتو ادبیاتو تاریخ، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور: ۱۳۷۹ ل کال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب