جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبد «زیړحسن او زیړتصویر» متني سپړنه| نعمت الله صدیقي

د «زیړحسن او زیړتصویر» متني سپړنه| نعمت الله صدیقي

زیړ حسن او زیړ تصویر د پښتو ژبې د لوی شاعر او ناظم عبدالرحیم مجذوب نظم دی، ده ته ځکه باید لوی شاعر او ناظم (د کلمو په دقیقا مانا) وویل شي، چې د شعر زیاته برخه یې د نظم په فورم کې تخلیق کړې، یوازې زیاتوالی یا کیمیت یې نه؛ بلکې د کیفیت له اړخه هم منفرده لار او ډکشن لري. د دې نظم په شعري متن کې ځینې مهم او بنسټيز فني او فکري رغښتونه دي، چې د دې نظم په  شاعرانه اوج او ښکلاییز اړخ کې یې ونډه اخیستې او د یوه مثالي نظم په توګه رامنځته شوی دی. لومړی دا نظم لولو او بیا یې پر ادبي متن څو خبرې لرو:
دا تصویر دې څله پنځولی ده
رنګ دې دومره زيړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
(۱)
 رنګ خو د ګلابو په ګلشن کې و
رنګ په فلک خور د شفقونو شته
رنګ خو د افتاب د الوانونو شته
یو کرښه دې بله کرشولې وی
څړیکه دې د لمره شوکولې وی
فن سره دې بخل ولې کړی ده
رنګ دې دومره زیړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
(۲)
رنګ خو د فاختې دې ډېر کتلی و
رنګ د ژوندي سارو وو په وینه کې
لږ غوندې قطره په زړه په اینه کې
تا د چا له وینو اخستلی شوه
دا سورخي دې دلته زیاتولی شوه
ځان دې په اخر کې شرمولی ده
رنګ دې دومره زیړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
(۳)
تا خو تصویرونه دي جوړ کړي ډېر
مخ ته د چا وګوره شغلې کوي
چاته چې تش وګوري لمبې کوي
پورته پرې پالش لا د پوډرو ده
بله د بغورو بختورو ده
دې ته کسه څومره زيړ ځپلی ده
رنګ دې دومره ډېر ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
(۴)
څومره خوږې سترګې دې ورجوړې دي
بیا هم بېوسي پکې جوته ده
خواره غریبې پکې جوته ده
ګوري خو فریاد کوي په سترګو کې
خواست د خپل مراد کوي په سترګو کې
تا څرنګې مخ ترې اړولی ده
رنګ دې دومره زيړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
(۵)
ګوره څومره ښکلي کړه کاته لري
چپه خوله ده، بیا هم شکایت کوي
واوره څو خبرې د غربت کوي
نه یې په مړه مړۍ موندلې ده
نه دې په جامه کې ځایولی ده
څه که صورت ښه دې وربخښلی ده
رنګ دې دومره زیړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
(۶)
څه که هډ او پوست د بنیادم لري
ژوند ځینې خالي خالي تصویر دی دا
نه په خوشحالی ده نه په ویر دی دا
خپل ژڼي جذبات یې ځورولي دي
پر د پېغلتوب یې سوزولي دي
غم یې پته خوله واړه زغملی ده
دا تصویر دې څله پنځولی ده
رنګ دې دومره زیړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
کلونه وړاندې د پشکال په یوه باراني ورځ موږ (قیصراپرېدی، محب وزیر، شمس فګار او یوسف حسن) لکي مروت ته د مجذوب صاحب لېدو ته ورغلي وو، دی عجیب حلیم سړی و، ما په همغه لېدنه او مجلس کې دی یوازې د یوه حساس مزاج شاعر په توګه ولېد. مګر په شعر کې یې د دومره ډېرو او مختلفو مزاجونو او رنګینیو ته حیران ځکه نه وم، چې رغښتوالو دقیقا د همدغسې متونو پر بنیاد ویلي وو، چې له متن سره د ماتن یا پنځګر مطالعه (مانا،مزاج او شالید) مهم نه دی. دا د متن خپل عظمت او لویوالی دی، چې د خپلو امکاناتو پر بنسټ لوستنې ته ځان عیاروي. موږ چې دلته د دې نظم پر متني سپړنه هم خبرې کوو؛ نو و دې ویل شي، چې پر همدې اساس یعنې د متن پر خپلو امکاناتو مو یې تمرکز زیات دی.
دا نظم د استفهامیې او مکالمې په ډول له مصور سره په خورا دقیقې استعاراتي ژبه رامنځته شوی؛ چې د متن په تل کې یې د سېمبولونو او ماناوو خوندور تجریدي امتزاج پروت دی، سیمبول او  مانا تجرید په دې مانا چې د نظم تر اخره له مصور سره ځینې ضمیني اشارې او مکالمې راته مصور په څو بڼو محسوسوي:
دا تصویر دې څله پنځولی ده
رنګ دې دومره زيړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
دا د دې نظم پېل او هغه اصل محور دی، چې څلور لفظونه (مصور، تصویر، زیړ رنګ او ظلم) یې د ټول نظم د مانا او مضمون اساس دی؛ خو دا لا تراوسه نشو ویلی، چې مصور یوازې مصور دی کنه کوم سیمبولیک کوډ دی؟ تصویر یې ولې پنځولی؟ او بیا یې په دومره زیړ رنګ ولې رنګولی دی؟ د زیړ رنګ د ډېرېدو په صورت کې مصور ولې ظالم دی؟ دا هغه پوښتنې دي، چې د دې نظم له متن راولاړې شوي دي.
یوه عامه تاثراتي او تشریحي خبره خو دا ده، چې د نظم راوي (پنځګر یا متن) مصور ځکه ظالم بولي، چې تصویر ته یې زیړ رنګ ورکړی او بس؛ مګر خاصه خبره بیا دا ده، چې شاعر د رنګونو د نړۍپه اساس یوه سیمبولیکه مدعا وړاندې کوي. داسې مدعا چې د مختلفو رنګونو دکیفیت او پیغام په اساس یې هنري مدعا ګڼلی شو.
د دې نظم د لومړیو دریو کرښو په پيل کې چې کوم څلور لفظونه موږ یاد کړل، دا درې لفظونه (مصور، تصویر او ظلم) یو اړخ دی او (زیړ رنګ) یې بل اړخ دی؛ مګر بنسټيز او مرکزي لفظ همدا د (زیړ رنګ) لفظ دی. د زیړ رنګ دا لفظ ان د نظم له عنوانه تر پای پورې لکه څنګه چې لازم ده یو موضوعي تسلسل ساتي.
له مصوره دا پوښتنه چې دا تصویر دې ولې پنځولی او بیا دې ظلم ځکه کړی چې زيړ رنګ دې ډېر ورکړی، دا اصلا د یوې ډېرې اساسي او مهمې پوښتنې او همهاله قضاوت یې په جدي توګه اخیستل پکار دي. د دې نظم له نورو مکالمو بېخي څرګندېږي، چې دا نظم دوه څرګند اړخه لري، چې یو یې د خپل نتلي او ځپلي قوم او ملت اړخ دی او بل یې د خپل محبوب پر مخ د رنګونو ښکلاییز تمایل او هڅه ده. دا دواړه اړخه د یوه سوچه ادبي متن په پیرایه کې وړاندې کول د شهکارو پنځونو ځانګړنه ده.
عموما د داسې شاعرانه نظم په متن کې چې دغه دوه ځانګړنې لري، د متن پيرایه یا افاده کول یې خورا مهم وي. د دې نظم په پیرایه کې مکالمه لومړی داسې توکی دی، چې د نظم په فهم او خوږوالي کې یې ونډه اخیستې. دویم یې د وزن روان او چست اهنګ دی، چې موسیقیت یې لفظونه او منځپانګه دواړه نڅولي دي. دا ډول نظمي پیرایه چې هم یې خیال او هم یې د وزن انتخاب دواړه موسقیت وزیږوي، ډېر کم هغه یې موږ وینو. دا نظم له همدې پلوه هم بې ساری دی.
په لومړیو درې بندونو کې لولو، چې د شعر راوي یوازې پر رنګونو یا له حالاتو شکایت او ګوتڅنډنې نه کوي؛ بلکې د رنګونو د انتخاب پراخې لارښوونې هم ورته کوي. زه ویلی شم چې شاعر د خپلو تجربو د یوې بې مثاله نړۍنمایش وړاندې کړی. دا ډول شاعرانه تجربې د یوه ادبي متن په ارزښت کې مهمه ونډه او نقش لري.
موږ د ادبياتو د خوند په اړه هم پوښتنې لرو، چې مثلا ولې له ادب خوند اخلو؟ یا د مجذوب صاحب دا نظم ولې خوند راکوي؟ د دې عام او ساده ځواب چې هر څه وي؛ مګر رغښتوالو یې د خوند یو علت د متن په همدې دننه ارزښت کې په ګوته کړ چې په عام ډول ورته هنري ارزښت هم وایو. د متن دغه ارزښت که څه هم رغښتوالو د ادبي ماهیت په نامه هم یاد کړ، چې پر ځانګړو  اصولو یې تشریح کړ؛ خو ځينې نور متني شرایط هم وو، چې د یوه ادبي او غیر ادبي متن تفکیک یا توپير یې کاوه. د (زیړ حسن او زیړ تصویر) په دغه نظم کې د خوند یو علت همدا دننه رغښت یا هنري ارزښت دی، چې نظم ته یې ښکلا ورکړې ده یعنې موږ محسوسوو چې د نظم په متن کې یو ډول د منځپانګې خیالي تسلسل او پټه هنري اړیکه موجوده ده، مصور، تصویر او د رنګونو غیر عادي کول او هم دا لفظونه بیا په سیمبولیک ډول له نویو ماناوو سره راوړل  د دې اړیکې بنسټيز اړخ دی، چې د متن د ادبي یا نا ادبي کولو توپير یې رامنځته کړی دی.
نااشناتوب یا غیرعادي کول د ادبي متن په ایجاد او پېژندنه کې بل مهم توکی دی، نااشناتوب په دې مانا چې د ژبې له عام استعمال نېولې د منځپانګې تر کارونې برعکس یا د خپل ماهیت له اصول سره سم وکارېږي یعنې عامه ژبه یا موضوع چې څنګه وي په نااشناتوب کې باید هغسې نه وي مثلا د همدې نظم په یوه برخه کې لولو:
 څومره خوږې سترګې دې ورجوړې دي
بیا هم بېوسي پکې جوته ده
خواره غریبې پکې جوته ده
ګوري خو فریاد کوي په سترګو کې
خواست د خپل مراد کوي په سترګو کې
تا څرنګې مخ ترې اړولی ده
رنګ دې دومره زيړ ولې ورکړی ده
ظلم مصوره درنه شوی ده
دلته د ژبې استعمال د عام استعمال برعکس ځکه دی، چې مثلا موږ که همدې خبرې په عام نثر کې کوو؛ نو داسې به یې کوو: (څومره خوږې سترګې دې ورجوړې کړي دي خو بیا هم بېوسي او غریبې پکې ښکاري. داسې ګوري چې په سترګو کې فریاد او د خپل مراد خواستونه هم کوي؛ خو دا ولې تا ترې مخ اړولی ده) دا عام نثر د همدې شعر عادي خبرې دي، چې د ژبې په عام استعمال کې مو وکارولې؛ خو که اوس بیا له همدې نثري خبرو ورسته د نظم دا برخه بیا ولولو، نو د ژبې تفاوت راته بېخي ښکاري، چې کوم لفظ، چې په عام ژبه کې په کوم ځای کې استعمالېږي د شعري ژبې د کارولو پر وخت هغه ممکن بل ځای وکارېږي یا د ژبې د عام ګرامر برعکس بل شعري ګرامر رامنځته شي، شعري ګرامر همدا د شعر خپل موزونیت دی یا ښه ده ووایو، چې همدا د ژبې نااشناتوب دی. موضوعي نااشناتوب بیا دا ده، چې یو تصویر څنګه غریبي افاده کوي، څنګه د خپل مراد خواست او فریاد کوي. همدې وړو وړو نااشناتوبونو د دې نظم متن ته ادبي ارزښت ورکړی دی.
د مجذوب صاحب تقریبا پر ټول شعري ډکشن(د لفظونو ځانګړی استعمال) او هم یې د فکر ارایه یا ښه ده ووایو د ده په سبک کې دا ډول د سوچه ادبي متونو ځانګړنې ډېرې وینو، چې هم یې شاعرانه ادبي او هنري ارزښتونه پاللي دي او هم یې د فکر او تجربو خپلې ځانګړې روماني بیانیې وړاندې کړي دي او بلکې زه خو داسې محسوسوم ، چې د دې دواړو شعري ارزښتونو دومره متفاوته شاعرانه امتزاج د پښتو د معاصر شعر بل کوم شاعر په دومره ادبي او هنري شدت نه دی وړاندې کړی. چې ښه بېلګه یې همدا نظم بولم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب