جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزڅنګه خپلو موخو ته ورسېږو؟| ژباړه: نعيم پرهېز

څنګه خپلو موخو ته ورسېږو؟| ژباړه: نعيم پرهېز

ایا تر اوسه مو فکر کړی چې څنګه خپلو موخو ته ورسېږو؟

ایا فکر مو کړی چې د نړۍ بریالي خلک څنګه خپلو موخو ته رسېدلي؟

ایا پوهېږئ چې د نړۍ پنځه سلنه خلک بریالي دي؟ اما ولې؟ 

شايد ووایاست چې دا زموږ/هغوی په تقدیر کې لیکل شوي دي او باید همداسې ژوند وکړو.

اما په دې باید وپوهېږې چې داسې نه ده، د نړۍ ټولو وګړو د ژوند له څو مهمو قانونونو څخه کار اخیستی او بریالي شوي دي، تاسو هم کولای شئ دا قوانین زده او عملي کړئ او خپلو ټولو موخو ته ورسېږئ، دا کار ستونزمن نه دی، هغوی چې توانېدلي هغو سترو بریاوو ته ورسېږي چې موږ ته خوب ښکاري، نو بیا تاسو هم کولای شئ، زموږ نړۍ د قوانينو نړۍ ده.

د ډرېوري په څېر که د قوانینو خلاف  کړنه ترسره کړئ خپلې موخې ته نشې رسېدای، او ان جریمه کېږئ هم، داسې وانګېرئ چې غواړئ يو ښه خوراک چمتو کړئ، باید د هغه خوراک د پخولو له قوانينو سره باید بلدتیا ولرئ چې څومره تودوخې او څومره دوا ته اړتيا لري.

که د خوراک د پخولو اصولو سره بلدتیا پیدا کړو وبه ګورو چې کولای شو يو د ښه خوند لرونکی خورا چمتو کړو، مهمه نه ده چې ښځينه یاست يا نارینه یا  ځوان او یا هم عمر خوړلی خو قوانین درته ښيي چې بریا هم د یو ښه او ښه خوند لرونکي خوراک په شان ده.

د کور، موټر او مناسبې دندې لرل هېڅ د خوب لیدل نه دي، شايد تر دې ډېر فکر وکړئ چې له ژونده تر دې ډېره ګټه واخلئ، او خپلو ټولو موخو ته ورسېږئ، ځينې خلک فکر کوي چې خدای ج ځينې بندګانو سره مينه لري او مرسته ورسره کوي او ځينې خلک بیا په دې باور دي چې موخو ته رسېدل یو چانس دی، دا ډېره جالبه ده او موږ باید په دې پوه شو چې چانس موږ رامنځته کوو.

د چانس په نوم کوم څه شتون نه لري، که تاسو بوره له اوبو سره ګډه کړئ خوږېږي چې دا یو قانون دی چانس نه او که تاسو قوانین پلي کړئ او د بریا په اصولو وپوهېږئ، حتماً بریالي کېږئ، او دا هم چانس نه دی دا د نړۍ د هستي قانون دی او موږ ته جواب راکوي.

۱: هغه څه چې غواړئ د ځان لپاره يې ځانګړي وټاکئ.

په خواشينئ سره به ووایو چې ډېری خلک په دې نه پوهېږي چې له ژوند څخه څه څه غواړي. تاسو هوډ وکړئ چې سفر ته ځئ، ایا ممکنه ده چې خپل موټر روښانه کړئ، او حرکت وکړئ پرته له دې چې چېرته ځئ؟ اما کله چې معلوم کړئ چې پلاني ښار ته سفر کوئ.

دا په پوره توګه روښانه ده چې تاسو د پلان له مخې کار کوئ چې څومره تېلو ته اړتيا ده تر څو موږ هماغه ښار ته مو ورسوي، دقیقاً زموږ موخې باید ځانګړې شي، د همدې کار په کولو سره په چټکۍ  خپلو موخو ته پراختيا ورکړئ.

۲: د ځان لپاره ژوند وکړئ.

هڅه وکړئ چې د ځان لپاره ژوند کوئ نه د نورو لپاره، د نړۍ ډېری وګړي د ځان لپاره ژوند نه کوي او په همدې توګه خو بریالي هم نه دي، ډېر وخت کېږي موږ غوښتل چې يو کار پیل کړو خو په خواشینۍ سره د نورو په خبرو سره ترې پاتې شوو.

اما که په رښتيني ډول غواړئ خپلو موخو ته وسېږئ په دې سره قانون مراعت کړئ او د ځان لپاره ژوند وکړئ اړينه نه ده چې نور ستاسو په اړه څه وايي او څه فکر کوي اړینه دا ده چې تاسو د ځان په اړه څه نظریه لرئ.

ایا تاسو فکر کوئ چې یو نوښتګر، ځیرک او او بریالی شخص یاست یا فکر کوئ چې يو بې موخې او ټنبل شخص؟ د ځان په اړه مو ليدلوری مثبت کړئ او د نورو خبرو ته غوږ مه نیسئ.

۳: هره ورځ یو ګام.

هڅه وکړئ چې هره ورځ د خپلو موخو په لور یو ګام واخلئ، په میاشت کې ۳۰ ګامه او په کال کې ۳۶۰ ګامه، که دا قانون پلی کړئ وبه وینئ چئ د رڼا د چټکتیا په څېر به خپلو موخو ته ورسېږئ، مهمه نه ده چې ستاسو ګام دې کوچنی وي خو فقط د نن ورځې ګام واخلئ.

اما په خواشینۍ سره ویلای شم چې موږ عادت شوي يو چې د نن کار سبا ته پرېږدو او تل وایو چې سر له سبا، د دې اوونۍ په پای کې او یا سر له راتلونکې شنبې، په خواشينۍ سره به ووایم په دې کار سره خپلې موخې شاته پرېږدو، او یا نورو ته چې خپلو موخو ته رسېدلي په خپګان سره ګورو.

دا هر څه موږ په خپله کړي چې خپلو موخو ته نه يو رسېدلي، که موږ په خپلو موخو مئين شو وبه وینو چې په لار ه کې له خوند او خوشالیو پرته نور  څه نه وينو، دقیقاً  د سفر په څېر خپلې موخې ته د رسېدو په لاره کې خوند اخیستل دي.

هڅه وکړئ هره ورځ سهار وختي پاڅېږئ او د شپې د ويده کېدو په وخت کې د خپلو موخو په اړه ۱۰ دقیقې فکر وکړئ او خپلو غوښتنو په اړه تصور وکړئ، په کائيناتو کې ستاسو فکر کول یو ستر غږ را پورته کوي.

۴: دپیل ټکی:

د ځان لپاره د پیل یو ټکی وټاکئ، باید خزانې ته د رسېدو لپاره پلان ولرئ او ووياست چې خوښېږي مو له کومو لارو دې خزانې ته ورسېږئ، خپل د پیل ټکی مو پيدا کړئ، او د خپل مغز ماشین مو روښانه کړئ او هغه لاره چې ځانګړې کړې مو ده په لور يې حرکت وکړئ.

کله چې د پیل ټکی موږ ته آرمتیا راکوي هلته پوهېږو چې د لارې په اوږدو کې يو، او هغه قوانین چې زدکړي مو دي، د لارې په اوږدو کې د خپلو غوښتنو په لور حرکت وکړئ.

هڅه وکړئ ګام په ګام په لار حرکت وکړئ او د لارې په اړه فکر مه کوئ، ځکه اړ کېږئ چې بیا راوګرځئ او له اوله یې پیل کړئ، هر څومره چې په لار آرام حرکت وکړئ په دې به وپوهېږئ چې په هر حال خپلې موخې ته رسېږئ او په لاره کې د خپل موټر په پنچر کېدو مه ناهيلي کېږئ.

د سړک له واورې مه وېرېږي فقط په لار چې مو کوم هدف ټاکلی په لوري يې حرکت وکړئ، ځينې وخت ممکن د لارې ستونزې او د سړک ستړيا تاسو موخې ته له رسېدو څخه را وګرځوي تاسو مو پاملرنه د خپلې موخې په لور وروګرځوئ تر څو په شور او شوق سره سره خپل مسیر ته ادامه ورکړئ.

۵: نظم او پلان ولرئ.

خپل کارونه مو لږ څه منظم او په کراره ترسره کړئ، د ځان لپاره مو یو ورځنی لړلیک غوره کړئ، هڅه وکړئ چې یو څه ورو په نظم سره وړاندې لاړ شئ، په دې کار سره خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په چټکۍ رسېدلای شئ، هڅه وکړئ چې خپل وخت ووېشئ او هره برخه يې ارزښت لرونکو کارونو ته ځانګړې کړئ.

۶: ذهني تخنيکونه وکاروئ:

موخې ته د رسېدو لپاره ۸۰ سلنه د ذهني تخنیکونه کارونه ده، تل هڅه وکړئ چې د خپلو موخو انځور په ذهن کې ولر ئ، په خپل ذهن کې له خپلې موخې سره ژوند وکړئ، دا عمل دومره تر سره کړئ تر څو ستاسو ذهن په دې باور شي  او ناڅاپه ډول ورته انتقال شي.

کله چې کوم څه له ذهن څخه په شعوري ډول لا شعور ته لاړ شي نور کار خلاص دی او زموږ عادت ګرځي، او زموږ عادتونه زموږ ژوند بشپړوي، له یو څه وخت وروسته په يو باور بدلېږي او په کائيناتو کې د يوې چاودنې په ډول رامنځته کېږي، دا برخه د دې کتاب له مهمو برخو څخه ده  حمتاً يې ترسره کړئ، چټکتیا ته مو سل چنده ډېروالی وربښي، هڅه وکړئ په ورځ کې د ۱۵ دقیقو په اندازه آرمتیا وکړئ، یوه آرامه سندره واورئ او د تخت پر مخ آرام پرېوځئ، پرېږدئ چې ستاسو ذهن ویروس واخلي، تر څو آرام او بېخي آرام شي، دا کار نه يوازې موخې ته د رسېدو لپاره ستاسو چټکتیا ډېروي بلکې ستاسو لپاره د يوې کاري ورځې انرژي درکوي.

زه کولای شم…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب