جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني له امنیتي ادارو غوښتي چې د لویو لارو د امنیت...

ولسمشر غني له امنیتي ادارو غوښتي چې د لویو لارو د امنیت لپاره له نوو طرحو کار واخلي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۶: ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د لویو لارو د امنیت پر نوو طرحو دې کار وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د وسله وال پوځ د سراعلی قومندانۍ په غونډه کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسؤلینو سره د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکو پلانونو بحث او خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې ولسمشر امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې له خلکو سره له نږدې کار وکړي، ستونزې یې حل کړي او په خپلو کې دې همغږي لا زیاته کړي.

هغه امنیتي ادارو ته دا هم وویل چې د ښارونو د امنیت په برخه کې دې جدي اقدامات تر سره کړي.

نوموړي د لویو لارو امنیت مهم بللی او له اړوندو ارګانونو یې غوښتي څو د امنیت لپاره یې خپل پلانونه وړاندې کړي.

ښاغلي غني د افغانستان امنیتي ځواکونه پیاوړي بللي او په وینا یې د “دښمن” جګړه ناحقه ده، نو تر هر نامه او بیرغ لاندې چې وجنګېږي موخې ته به ونه رسېږي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په دې وروستیو کې د لویو لارو امنیت تر بل هر وخت خراب شوی چې وخت نا وخت ترې د غلا او د خلکو د لوټ کېدو راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب