جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پروان له خلکو سره ایران مرسته کوي

د پروان له خلکو سره ایران مرسته کوي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۶) د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، سرې میاشتې ته یې دنده سپارلې چې د پروان ولایت له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په کابل کې یې خپل سفارت او سرې میاشتې ته دنده سپارلې چې د پروان ولایت له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

په کابل کې د ایران سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې د پروان ولایت پر پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، ډېر ژر به د پروان ولایت سېلاب ځپلو ته د دوی مرستې ور ورسېږي.

بل خوا ولسمشرغني هم اړوندو ادارو ته امر کړی چې د سېلاب ځپلو سره ژر تر ژره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پروان ولایت کې د ورستیو اورښتونو له کبله سخت سېلابونه راغلل چې په سلګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله او له ګڼو مالي ستونزو سره یې مخ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...