جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد عبدالباري جهاني دوه غزلونه

د عبدالباري جهاني دوه غزلونه

نیلی مي ځین دی روانېږمه بیا نه راځمه

ستا له مالته رخصتېږمه بیا نه راځمه

ځواني مي ستا د نن سبا وعدو ته وزوکلېده

چي مي له وینو اوبه کېږمه بیا نه راځمه

زما تر مزاره دي وعده د راتلو نه ده کړې

په بل ولات کي به ښخېږمه بیا نه راځمه

خیر دی که تا په لېونیو کي حساب نه کړمه

په زولنو کي به یادېږمه بیا نه راځمه

ما ویل زه به دي په خاوره کي سجده سجده سم

له بې نیازیه دي ورکېږمه بیا نه راځمه

ستا په محفل کي نه پتنګ نه ساقي ولیدمه

ځمه په بل ښار کي بلېږمه بیا نه راځمه

سترګي له اوښکو سره ولېږم څوک نه را ګوري

په خپل ګرېوان کي به تویېږمه بیا نه راځمه

ما زکندن ستا تر قدم پوري را ورساوه

له بې قدریه دي ستنېږمه بیا نه راځمه

ستا تر درشله مي باڼو په اوښکو بار راوړی

له ژړېدلو مي شرمېږمه بیا نه راځمه

جهاني دلته دي خپلوان په جام کي زهر وېشي

ځم په پردیو کي اوسېږمه بیا نه راځمه.

د ۱۳۹۴ کال د حوت د میاشتي څلورمه کابل وزیر اکبر خان مېنه.


تر مرګه انتظار یمه جانانه که راځې

سلګۍ منکري نه دي له احسانه که راځې

په ژوند کي دي یوه شېبه یاد نه کړمه پر شونډو

راغلی عزراییل دی له اسمانه که راځې

له اوښکو مي چا نه یې خبر کړی زه پوهېږم

د سترګو تور مي ولاړل تر ګرېوانه که راځې

چي وینمه رقیب دي وي ملګری لکه سیوری

په سرو سترګو دي وزم له پیمانه که راځې

پخپله مي منلي دي پر ځان باندي اورونه

هر پل درته بلېږمه کاروانه که راځې

ځواني مي د ساحل په پسته غېږ کي نیمه خوا کړه

یوه شېبه دي غواړمه توپانه که راځې

په ویښه او په خوب مي زولنې چي ماتولې

زما خپل شهپر مي بیايي تر زندانه که راځې

زاهده ژر مي پوه که له حسابه لا ځواني ده

چي بیرته پر توبه نه سم پښېمانه که راځې

چي نوم د جهاني دي وي مشال د حق د لاري

درځمه غرغړې ته تر میدانه که راځې.

د ۱۳۹۴ کال د حوت د میاشتي نهمه کابل وزیر اکبرخان مېنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب