پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د پښتو غږيزې ابېڅې يو کره لنډيز | سرخېل سېلنی

د پښتو غږيزې ابېڅې يو کره لنډيز | سرخېل سېلنی

د پښتو او ټولو افغاني ژبو لپاره

د پښتوغږيزې ابېڅې چې ختيځپوهانو، هغه هم اروپايي آريانپوهانو او بيا پښتوپوهانو يې  د نړيوالې سپڼپوهيزې ابېڅې (الفبای خن شناختی) يا

 [International Phonetic Alphabet]

پر بنسټ رارغولې ده. هغه هم  د نولسمې پېړۍ په روستيو کې يانې د نوې ژبپوهنې، او هممهاله د نوې پښتو ژبپوهنې (د نو ميالي فرانسي جېمز دارمستېتر له خوا له ۱۸۸۰تر۱۸۸۸ د پښتو غږپوهنې او آرپوهنې له کښنې سره) رادود شوې ؛ ورپسې يې المانی گايگر شاگرد او په پای کې د گايگر نوميالي نارويژي شاگرد  له يوڅه کرونې سر پر۱۹۲۶ ز.کال دهماغو دواړو پښتوپوهانو پښتو اتېمولوژۍ له غځېدلې او کرولې بڼې

لپاره کارولې ده

او تر ټولو لاکره بڼه د ( افغانستان ژبپوهنې اطلس)) د څه باندې دېرشو افغاني ژبو (۲۸۴ گړدودو) لپاره کارول شوې ده. د دغه اطلس پروژه د آريانپوهانو د ۱۹۶۲ د اړوندې کانگرې په سپارښتنه رامنځته شوې ده او د  ناروېژي پښتو پوهاند يا د لوېديځوالو په ستاينوم ((د افغا نستان د ژبو پلار)) د پروژې  وياړلي مشر استاد ((گيورگ مورگنستيرن)) او زما د سيده سويسي استاد(( ژارژ ردار)) تر لارښونې لاندې له ۱۳۴۱ تر ۱۳۵۱ل. زما او دوه درو  نورو کورنيو او بهرنيوله خوا تر سره شوې جې د چاپ چارې يې د پروفېسر ردار له اوږدې ناروغۍ او بيا مړينې (۲۰۰۳) راهيسې د برن پوهنتون د آريانپوهنې  په څانگه کې بشپړتيا او چاپ ته سترگې پرلاره ده.

ما اړونده ابېڅې پر۱۳۵۵ لمريز کال د استاد حبيبي تر مشرۍ لاندې د زړو او نويو استادانو غونډې ته وړاندې کړې او تر هوکړې روسته پښتو ټولنې  د استاد په بېځايه پرمايښت خپلې رسمي اورگان (زيري) اونيزه کې خپره کړې وه، خو د کوم تش په نامه ژبپوه په لاسوهنه له شپږ دېرشو څخه شپږڅلوېښتو توريو (سېمبولونو) ته رسولې چې تر اوسه يې د پوهنو اکادېمۍ په اډانه کې په هماغه بڼه په سيندونو (قاموسونو)کې د وينگ (تلفظ) په موخه پر کاراچوي. بيايې هم دهماغې آرې بڼې د ورځايناستي کولو لپاره  زما هلې ځلې روانې دي او ډېر ځوان علمي غړي مې همغږۍ ته را هڅولي دي.

هرگوره، په دغه ترڅ کې دوه ږ ) سېمبوله  چې تش په کندهاري گړدود اړه لري او  پر وړاندې يې  د استاد مورگنستيرن سينير، انگرېزمېکنزي او د پروژې فرانسي  آرياپوه (کيفر) د منځنۍ (غلجايي) پښتو x̌ – ږ ğ ) کره بللي چې د پښتو نژدې پاميري خپلوانې او بيا يو څه لرې (نورستانې) خپلوانې ژبې يې هم لري.

د همدغو دوو توريو په پام کې نيولو سره  د ٌ زيارٌ په نامه ددې لاندې د لازيات څرگنداوي په موخه دالاندې  رغولی فونيميک فونټ د (قاموسونه آنلاين) د نوښتگر گران احمدولي اڅکزي څخه د پښتو له کره او ښکلي ليکډول  سره يوځای غوښتلای شئ:

غږيزه ابېڅې (فونيميك الفبيټ)

فونيميكعادينومفونيميكعادينوم
aفتحه َزور يا فتحهlللې
āالفالفmممې
bببېnننې
cڅڅېڼڼې
čچچېoواوږد(و)
dددېpپپې
̣ḍ(ð )ډډېr

ر

ړ

رې

ړې

eېاوږده (ې)ž

ğ ()

ژ

ږ

ژې

ږې

Əزوركىsسسې
gگگېšششې
γغغېx̌

()

ښښې
hهـهېtتتې
iيلنډه يټټې
jځځېuولنډ (و)
ǰ(ĵ )ججېwونيمواك (و)
kككېxخخې
yىنيمواکه

(ی)

لکه په (يا، بيا) کې  
zززېayىزورواله (ى)
Əyزورکيواله (ۍ) 

 خجنښه():  چې د واوېلي تورو پر سر اچول کېږي، لکه ().

د عربي ځانگړي توريو(ث،ح،ذ، ص،ض، ط،ظ، ع، ف،ق، ء) فونيمي سېمبولونو کارول

يوازې  په قرآن او حديث کې اړين دي چې  فونټ يې بياهم له ښاغلي اڅکزي  [e-mail:wali achakzai@] راخپلولای شئ!

هيله ده، د نورې علمي نړۍ کولتور زموږ پښتانه اماتوران هم را خپل کړي، او يو دبل د پوهنڅانگې درناوی ولري، اوپه دې توگه ځا نته اجازه ور نه کړي ، چې په هره  اړونده پوهنه او په دې  تړاو په (پښتو) ژبپوهنه او ور پورې تړلو ربړو (مسألو) کې لاسوهنه وکړي، او په دې لړکې خپلسري ابېڅې (الفبأ) رامنځته کړي- نوې ساينتيفيکه ژبپوهنه د نوي طب غو ندې، بيرته دوه نيم زرکلن زاړه مهال ته  ورستنېدای نه شي چې هر ((حکيم جي)) يې را وننگولای شي!- زيار[

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...