چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهيونيسف په افغانستان کې خپل درسي ټولګي زياتوي

يونيسف په افغانستان کې خپل درسي ټولګي زياتوي

تاند: ( چار شنبه، د غويي ۲۷ ) ‏‏ ‏له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق يونيسف په افغانستان کې د سيمه‌ييزو درسي ټولګيو د شمېر د زياتوالي خبر ورکوي.

د دغه سازمان پر ټوېټرپاڼه ليکل شوي چې غواړي په افغانستان کې د يادو ټولګيو شمېر ۲۱ زرو ته لوړ کړي.

يونيسف زياته کړې، دمګړۍ په باميانو کې ۶۴۴ سيمه‌ييز ټولګي فعال دي چې ۹ زره او ۴۹۹ ماشومان په کې زده کړې کوي.

سيمه‌ييز ټولګي د يونيسف د چټکو زده کړو د پروګرام برخه ده ،چې د اسيا بانک، نړيوال بانک، جنوبي آسيا او د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د پروګرام له لوري تمويلېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو رژيم لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته د نجونو د ورتلو خنډ دی او وايي شرايط ورته نه دي مساعد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...